ادبي ژور اندی سرلاری او د ناپېيلي شعر انځورګر

ادبي ژور اندی سرلاری او د ناپېيلي شعر انځورګر

ارواښاد علامه محمود طرزي وایي :

(یو اولس په ژبه او ژبه په ادبیاتو ژوندی پاتې کیږي....)

د علامه صاحب د خبرو پر لاسوند په رښتیا سره چې ژبه او ادب د هر ملت یوه لویه شتمني ده، او ډیرګټور او ارزښتمن میراث دی، چې باید زموږ هیوادوال د یو ښکلي او لارښوونکي هنري اثر په توګه لکه یوغوړیدلی او زرغون بڼ ورته همیشنۍ پاملرنه وکړي، تازه او ښېرازه یې وساتي.

په پښتو ژبه او ادب کې نثر د نورو ادبي ژانرونو تر څنګ یوه غوره، مهمه او ضروري برخه ده. د ژبې پایښت، پرمختګ او پراختیا، د هنري، علمي او  ملي فکر لارې چارې او ځواک،  د روزنې پالنې او د ټولنیز شعور، اصلاحي او تنقیدي اړخونو موخه په نثر کې نغښتی ده.

نثر هغه غوړیدلی ګل او بله ډیوه ده، چې پر خپلو وړانګو، پلوشو او  وږمو یې د پښتو ادب لمن روښانه، ځلانده او توده ساتلی ده.

خدای بخښلی ارواښاد محمد دین ژواک هغه وطنپال، فرهنګپال او ملي شخصیت ، نوښتګرادیب، ژورنالیست ، محقق، څیړونکې ، سیاست پوه، او د  پښتو ادب او فولکلور په برخه کې، خوږ ژبی، دروند، پوخ او پېژندل شوی  لیکوال وو، چې د خپل ځواکمن قلم او فکر په وسیله او د خپلو ګټورو او ارزښتناکو منظومو او منثورو اثارو له لارې  یې زموږ  د علم او ادب ډېوې روښانه او ځلانده ساتلې دي او د خپلې ملي ژبې د پرمختیا، پراختیا او دودتیا لپاره یې د پام وړ او اوچت ګامونه پورته کړې دي.

استاد محمد دین ژواک د ارواښاد غلام محی الدین خان زوی دی چې پر ۱۲۹۵ لمریز کال کې د کندهارولایت د ډنډ په ولسوالۍ د روه رباط په کلي کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په خصوصي ډول سرته رسولي دي. په کندهار کې یې د دارالمعلمین د مستعجل کورس تر لوستلو وروسته پر ۱۳۱۶ لمریز کال کې  د ډنډ ولسوالۍ په ښوونځي کې د ښوونکي دنده لرله. پر ۱۳۱۸ لمریز کال کې کابل ته ولاړو او هلته یې د نجات یا اوسنۍ اماني لېسه کې د ادبیاتو ښوونکی وګمارل شو. پر ۱۳۲۶ لمریز کال کې د ملي دفاع وزارت د پښتو ژبې سرمفتش وټاکل شو او پر ۱۳۳۰ لمریز کال کې د پښتو ټولني یا اوس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ( زیري ) اخبار مرستیال په توګه وټاکل شو. پر ۱۳۳۱ لمریز کال کې په دغه ټولنه کې د  پښتو قواعدو د صرف و نحوې د څانګې مدیر شو او پر ۱۳۳۲ لمریز کال کې د ادبیاتو د مدیریت دنده ور په غاړې شوه. پر ۱۳۳۴ لمریز کال کې د کابل مجلې مسُوول وټاکل شو او هم یې بیا د پښتو ټولنې د مسلکي غړي په  توګه کار کاوه. استاد محمد دین ژواک  په همدغو کلونو کې د زیري جریدې د مدیر په توګه هم وټاکل شو او کابو لس کاله یې د دې جریدې مسوولیت پرغاړه وو. او پر ۱‍۳۵۲ لمریز کال کې د دغې جریدې مدیر مسوول وو چې متقاعد شو. ده  د ويښو زلمیانو په غورځنګ کې کارنده ونډه لرله. ارواښاد محمد دین ژواک په پښتو ټولنه کې د کار تر څنګه له راډیو افغانستان سره هم همکاري درلوده او د رادیو په تعلیمي پروګرامونو کې یې برخه اخیسته. استاد ژواک هغه هڅاند، تاند او غښتلی شخصیت وو چې د شپېتمو کلونو په جریان کې بیا د اویایمو پورې د کابل د مرکزي اخبارونو، د رادیو افغانستان د ځوانانو له خپرونې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خپرونو، د هنرمندوانو د اتحادیې او د قومونو او قبایلو وزارت له خپرونو سره فعاله همکاري درلوده.

دا یو څرګند حقیقت دی، چې د یو لیکوال ، ادیب، شاعر، محقق، ادبي، فرهنګي، سیاسي او تاریخي شخصیت، د دوی په آثارو کې او د دوی په څیړنو کې لټولۍ او موندلۍ شوُ.

ارواښاد استاد محمد دین ژواک هم یو شمېرعلمي، تاریخي، ادبي او فرهنګي اثار لیکلي دي چې  د ده اغېزمن اثار زموږ د ملي ادب د ښکلا او غنا یوه ارزښتمنه پانکه ده. دا ګټور اثار دا دي :

 ویراوتصویر، افغاني حماسه ، پښتني سندرې لومړی ټوک، پرونۍ هینداره ( داستاني نثرونه)، پښتومتلونه، پښتو نثرونه، شمع فروزان (د دري ژبې هنري آثارو یوه مجموعه)، رمزو راز د ادبي توټو مجموعه، افغاني حماسه (د پښتو منثورو ټوټو یوه مجموعه)،  د افغاني موسیقي کتاب، د پښتو لوست کتاب د څلورمو ټولګیو لپاره  او داسی نورې لیکنې او ځینې نا چاپ اثار....

ارواښاد ژواک صاحب ډېر لږ شعرونه لیکل چې څو ټوټې یې په کابل مجله، اوسنی لیکوالو او ځینو نورو خپرونو کې نشر شوې دي.                                   

ارواښاد استاد محمد دین ژواک خپل زیاتره عمر د ادبي او فرهنګي آثارو په تدریس، لیکلو، خپرولو او څیړنو کې تېر کړې دی . د ده په آثارو کې زیاتره فولکلوري کیسې، لنډ داستانونه او افسانې، ادبي پارچې او یو شمېر په زړه پورې شعرونه نغښتې دي . ده د پښتو لنډیو، متلونو اوافغاني سندرو او آهنګونو د پیژندنې په برخه کې ډیرې زیاتې هلې ځلې کړې دي، چې د ده دا هلې ځلې د پښتوادب د پراختیا او پرمختیا لپاره د ستاینې او درنښت وړ دي . دی په خپلو لیکنوکې یو ځانګړی سبک لري، چې  د ده سبک د یو شمیر کورنیو او بهرنیوڅیړونکو له خوا چې د پښتو ادب په تړاو یې څیړنې کړې دي په ډیر عالي کچه ستایل شوې دی.

د ارواښاد ژواک صاحب له لیکنو، ادبي نثرونو، او افکارو سره د علم او ادب مینه وال اشنا دي. ده نه یوازې په پښتو ژبې خو په دري (فارسي) ژبې هم لیکنې کښلې دي. دی هغه پوخ او تکړه لیکوال دی چې د ده لیکنې د پښتو د ادبي نثرونو په څېړنه کې یوه ګټوره او ارزښتناکه شتمني ده. ده  د ادبي نثرونو تر څنګ د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره د پښتو ژبپوهنې او ګرامر پوهنې په برخه کې او همدا ډول د فلکلور او فلکلور پوهنې په تړاو د پام وړ هاندو وهڅې تر سره کړیدي. د دغو زیار او هڅو له لارې یې څېړنملۍ علمي او اکاډیمیک لقب ترلاسه کړې دی. دی یو پوخ ادبي نثرلیکونکی وو، او په ادبي نثرونو کې د تصویر نګارۍ په فن کې د ځانګړي نوښت او مهارت خاوند وو.

ارواښاد ژواک صاحب په  خپلو ګټورو او اغیزمنو اثاروکې زموږ په جګړه ځپلي ، کړیدلي او ځوریدلي هیواد کې د لوټمارو، تالنګرو، ظالمانو او زور واکو تورې او کرغیړنې څیرې، او د ټولنیز ژوند ناخوالی، ستونزې، دردونه او کړاوونه، د رنځیدلو او ځوریدلو هیوادوالو اتلولي او میړانه او همداسې د افغانانو په منځ  کې د یو شمیر نورو  زړه بوږنوونکو  پیښو تصویرونه په  ډیرو ښکلو فکرونو، خیالونو، او سیمبولونو کې په ډیره ظریفانه  بڼه انځور کړي دي.

د استاد ژواک صاحب اغېزمن او ګټور منظوم او منثور اثار د اوسنیو او راتلونکو نسلونو او ځوانانو په روزنه، پالنه او لارښوونه کې خورا زیات ارزښت لري ، همدا وجه ده چې نوموړی د لیکوالو او ادیبانو په ډله کې یو ځانګړې ځای او لوړ پوړۍ لري.

خدای بخښلی استاد ژواک  دروند، مهربان، مینه ناک، پاک او سپیڅلې انسان،  زړه سواندی، با وقاره، د لوی زغم او سپیڅلي احساس خاوند  او خوا خوږې انسان وو. ده له خپلو دوستانو او یارانو سره ډیره مینه لرله، او په ځانګړي توګه ده د ځوانانو د استعدادونو د روزنې او پالنې لپاره زیاته پاملرنه کوله. ژواک صیب د پښتو ژبې د ودې لپاره ډیر هنري اوفرهنکي خدمتونه کړې دي، او په ډیرو علمي سیمینارونو، ادبي او فرهنګي غونډو کې د هیواد د ننه او بهرفعاله ونډه اخیستي ده.

استاد ژواک  هغه ملي او وطني شخصیت وو چې د ټولو وطنپالو او رښتینو سیاسي جریانونو په څنګ کې د خپلو هیوادوالو د ملي یووالي اتحاد او اتفاق او د ټولنیزاو اقتصادي  پرمختګ او پراختیا او د افغان ملت  د  فرهنکي او تاریخي  ویاړونو د  ساتني لپاره کلکه مبارزه کړیده.

استاد ژواک صاحب دهیواد پر آزادۍ او خپلواکۍ مین وو او بشپړه عقیده یې لرله، چې د افغانانو ګډ کورخپله افغانان جوړولای شي او دا حق باید هیڅ پردي او باندني ځواک ته ورنکړل شي.

استاد ژواک پر ۱۳۵۲ لمریز کال کې له خپل قانوني عمر څخه مخکې تقاعد وکړ. ده د خپل  ژوند تر وروستیو شیبو پورې په خپل هیواد کې د ننه او د باندې د لیکلو څخه لاس وانخیست.

خدای بخښلی استاد ژواک پر ۱۳۷۶ لمریز کال چې د ۱۹۹۷ زېږدیز کال سره سمون خوري د اګست پر اوولسمه په آلمان کې د زړه د ناروغۍ له کبله سترګې پټي کړې.

ارواښاد ژواک صیب د خپل ژوند په ورستیو کلونو کې د رمزاو راز اثر دوهمه برخه بشپړه او ولیکله، چې د دغی کتاب څخه مو یوه ادبي ټوټه د ( تورې بلبلې) په نامه غوره کړې ده تاسو ته یې وړاندی کوم.

 

تورې بلبلې!

اې زما د ارمانونو پاروونکې!

ته د خوژو کې آواز په ورېشمینه حنجره کښې څومره په پټ رمز سره د ننګرهار  د بهارونو د عطرونو د کاروان مخه زما د یاد لوري ته رابولې!

تورې بلبې! اې چې د آلمان  د بنزهایم  د ښار په روغتون د ګلونو  د بوراګانو د لالهانده  ورځې احوال نیسې.

اې چې  د ابابیل برکتناک اثر دې  په زاریو کښې نغښتی دی.

تورې بلبلې! هغه یادونه راپاروې چې  د ځان غوښتونکي په ملعوني خیل نن  د کور کعبه نړوي.

دوی نه پوهېژي چې د لوی عرش جوړوونکي ستا رنګه تورې بلبلې په رنګ  د ابابیل  د ساتنې په لښکر دا د مولا کور ساتي خو ته زما د مینې یاد راپاروې.

یادونه د ننګرهار د هر وخت بهار یادونه!!

تورې بلبلې! پوهېږم چې هر سهار  د ګلونو د منځ په ماڼۍ کښې تورې بوراګانې تخنوې او ویښوې چې د وړانګو زرین سهارنی ځنځیر نور د تیارې د شپې سره نه شي پاتې او د رڼا مینان یې په لیدلو ونازول شي د ژړي لمر د وړانګو زرین طلایي ځنځیرونه هغه چې د شپو عطرونه یې د شپې  د ببر سرې په تورو کوڅیو کښې لېونتوب ځان سنبالوي هو! هلته چې د ژړو نارنجو سپینکي ګلان یې د عطرونو سترګک وهلو ته ځان جوړوي خو ستا رازګیر کې اواز هغه خواږه یادونه رایادوي. چېرې؟ د بنزهایم د روغتون په وړوکې باغچه کښې !!

 اروا یې ښاده او ویاړلی یاد یې تلپاتې غواړم.

په ډېر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود

لوستل شوی 256 ځله Last modified on چهارشنبه, 29 جدی 1400 22:17