لنډې کیسه د ماشومانو له پاره د ګوګل د فارسی له سرچینو څخه 

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبید الله نادر


ژباړه
ژباړن : سید عبیدالله نادر
ځوی او پلار په اور ګاډي کښي
څلورویشت کلن هلک په یو اور ګاډي کښي د خپل سپین ږیري پلار تر څنګه ناست وو 
یو ځل یې په شوق سره غږ وکړ ، ویل یې: بابا! وګوره ونې تېریږي 
پلار مسکی شو او یو جوړه ځوانه ښځه او ځوان میړه چې د دوی څنګ ته نږدې ناست ول. ډیر په ترحم سره یې دي څلورویشت کلن هلک ته کتل ، یو ځل بیا دي هلک غږ وکړ ، پلاره وګوره وریځي منډي وهي هغه دوه جوړې نر او ښځه نور بی صبره شول او سپین ږیري ته یې وویل :چې خپل ځوی ولی یو ډاکټر ته نه وړی ؟سپین ږیری په مسکا شو او ورته یې وویل: ما همدا اوس وړی وواو تازه د روغتون څخه راوتلي یو ، 
زما زوی د زیږیدو راهیسي ړوند وو نن تازه د سترګو عملیات یې په کامیابه توګه تر سره شول . 
اخلاقی پایله د دي لنډې کیسي دا ده : چې هر انسان په دي خاورین نړۍ کې یو داستان لري دمخه لدې چې په یو چا قضاوت وکړو، باید ښه یې و پیژنو شاید چې حقیقت بل څه وي
او حقیقت مونږه ډیر حیران کړي