د لمر مجله

د لمر مجله

 

درنو او پتمنو دوستانو او مینه والو !

 د لمر مجلې په دریمه ګڼه کې چې با ارزښته او ګټوره مجله ده، زما یوه لیکنه د خدای بخښلي احمدشاه بابا د تلین په تړاو نشر شوې ده، دا لیکنه د اوسني حالاتو او شرایطو سره سمون خوري.

کله چې احمد شاه بابا د پاجا په توګه انتخاب شو او د هيواد د مشرتابه مسئووليت یې تر لاسه کړ،

د یو خپلواک دولت په جوړولو یې سوچ او فکر وکړ او د خپلو هیوادوالو یې وغوښتل چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او سياسي وحدت د ټینګښت لپاره سره يو موټي شي. ده یو غښتلی او منظم پوځ جوړ کړ او سولیز ژوند او امنیت ټینګ کړ. همدا وجه وه چې احمدشاه بابا د خپلو هیواد والو د ملي یووالي اتحاد او اتفاق په وسیله د سترو بریاوو او بریالیتوبونو سره مخامخ شو. درنو مینه والو هیله من یم د دغې لیکنې په لوستلو ستاسو وطني او ملي تنده خړوبه شي.

په درنښت او مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود

****

د ملي او نومیالي اتل، غښتلي، توریالي او پیاوړي شخصیت احمدشاه بابا په تړاو یو څو لنډې خبرې :

احمدشاه بابا زموږ د هیواد هغه نامتو، باتور، هوډمن،  پتمن او مدبر شخصیت وو ، چې په توره او میړانه یې د لوی او سرلوړي افغانستان تاریخ روښانه او ځلانده ساتلی وو .

دی نه یوازې زموږ د هیواد یو زړه ور واکمن، ننګیالی، حق پالونکی او مېړنی پاچا وو ، خو د کلک هوډ او ملي ارادې یو ستر او پیاوړی تاریخي شخصیت هم وو .   

ده په توره، تدبیر او میړانه کې نه یوازې کلک عزم او لوړ همت درلود، بلکې د خپل اوچت قلم او څپاند استعداد په وسیله یې د ادب او فرهنګ ډګر هم تود ساتلی وو . دی فرهنګپال او فرهنګیال شخصیت وو او د پښتو ادب په غیږ کې یو خوږ ژبی، ولسي، با احساسه او ملي شاعر هم وو.

احمد شاه بابا د زمان خان زوی د دولت خان لمسی او د سرمست خان کړوسی و‌و او په خټه ابدالي سدوزی وو . دی پر (۱۱۳۵) لمریز کال کې چې له (۱۷۲۲) زېږدېز کال سره سمون خوري، په هرات کې زېږېدلی دی، مشر ورور يې ذوالفقار خان نومېده چې یو ځواکمن، غښتلی بادرکه او با احساسه انسان وو، او د  خپل پلار له مړینې څخه وروسته د هرات د حاکم په توګه یې دنده لرله.

دا یو څرګند حقیقت دی، مور د ژوند ستره هستي او لویه شتمني ده، چې په خپلو وږمو، وړانګو او شغلو یې په ټولنه کې تورې او تپې تیارې روښانه او رڼا کړېدي. مور د خپل  کور د کړۍ رڼا یې ده، لکه شمع په اور کې سوزي، تر سحره بلېږي خو د خپل کور خوا و شا ته رڼايي راولي.

د احمدشاه بابا مور زرغونه نومیدله په خټه الکوزی وه. د ده مور هغه درنه، پتمنه، سپېڅلې او زړه سوانده میرمن وه، چې دخپلې پوهې، لوړ سوچ، اند او فکر په وسیله یې له کوچینوالي څخه د احمدشاه بابا روزنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه درلوده او هم یې وروسته کله چې احمدشاه بابا د هیواد د مشر او واکمن په توګه وټاکل شو، په ډېرو سلطنتي چارو کې یې هغه ته غوره مشورې ورکولې او مرسته به یې ورسره کوله .

کله چې د احمدشاه بابا پلار زمان خان له نړۍ څخه سترګې پټې کړئ، دی یو کلنی ته لا نه وو رسیدلی .

احمدشاه بابا له خپل مشر ورور ذوالفقار خان سره له هراته کندهار ته راغی هغه وخت دی اته یا نه کلن وو . شاه حسين هوتکي له دې وېرې چي ابداليان به د ذوالفقارخان په مشرۍ د ده د واکمنۍ لپاره ګواښ جوړ کړي، دی یې د خپل ورور سره یو ځای په تنکۍ ځوانۍ کې ونيول او په بندي خانه کې یې بندیان کړل . د بندیتوب نېټه یې په کندهار کې له (۱۷۳۱ ) زېږدیز کاله تر (۱۷۳۸) زېږدیز کاله پورې وء . احمدشاه بابا کابو شپږ کاله د شاه حسین هوتک په بندیخانه کې وُ او د ځوانۍ د ودې او پر مختګ مهمه دوره یې په بنديخانه کې تېره کړه . د لیکوالو او څېړونکو د څېړنې پر لاسوند دا هغه دوره ده چې  احمدشاه بابا د خپل ادبي او فرهنګي استعداد او پوهې په وسیله تصوف او ادب ته پاملرنه کړیده .

نادر افشار پر( ۱۷۳۸) زېږدیز کال کې کندهار ونـﯦـوه او احمدخان  یې له خپل ورور ذوالفقار خان سره یو ځای له زندانه خلاص او مازندران ته تبعید کړل . پر دغه مهال احمد خان شپاړس یا اوه لس کلن ځوان وو. ذوالفقار خان هلته مسموم او ووژل شو او احمد خان په مازنداران کې پاتې شو .

احمد خان (۲۰) کلن ځوان و‌و چې د نادر افشار دربار ته ورسېد او نادر افشار هغه په خپل لښکر او پوځ کې د افسر په توګه وټاکه. دی هغه تکړه، فعال او با استعداده  نظامي افسر وُ چې د خپلې ځانګړې نظامي پوهې او زړه ورتیا په وسیله نادر افشار دابدالي او ازبکي پوځ مشري ور وسپارله او وروسته يې د خپلو ساتندويانو دمشر په توګه وګماره.

احمد خان د نادر افشار هغه ځوان، میړنۍ، غښتلۍ او پیاوړۍ نظامي افسر وُ چې د هند په فتوحاتو کې له نادر سره ملګری او په دې برخه کې یې اغیزمنه دنده درلوده. دی هغه مدبر او هوډمن شخصیت وو چې د خپل ځانګړي استعداد په وسیله یې د ادارې، جګړې او سیاست په برخه کې ګټور ازمیښت ترلاسه کړې وُ، او د سیاسي او ټولنیز ژوند د بیلابیو ستونزو، کړاوونو، پېښو او حوادثو  پر مهال یې ترخې او خوږې خاطرې درلودې او له دغو حالاتو او خاطراتو نه يې ډیر څه زده کړي وو . د نادر افشار په دربار کې یې د بیلابیلو خلکو سره لیدنې شوې وې او د پوځیانو په منځ کې د یو وتلي، پیاوړي او زړه سوانده  نظامي افسر په توګه د دوی په زړونو کې خپل ځانګړی ځای، پوړۍ او مقام درلود. ده د خپل پتمنو او درنو ولسونو سره ژوره مینه درلوده او پر خلکو ډیر ګران وُ او وګړو ورته د زړه له کومې درنښت او درناوی کاوه . کله چې نادر افشار د ایران په خبوشان کې د خپلو ساتونکو له خوا ووژل شو، په دې مهال کې احمدخان ابدالي (۲۵) کلن تنکۍ ځوان وو ، د خپلو عسکرو او د افغان ځواکونو د سرانو په مرسته  د نورو لښکریانو  له زور زیاتي او تېري څخه د نادر افشار کورنۍ او اولادونه یې له بې سترۍ او ضرر څخه وژغورل او وساتل، او دولتي خزانې او وسلې یې خوندي وساتلې .

د نادر افشار ميرمنې د احمدخان ابدالي د غیرتي او غوره خدماتو په بدل کې ده ته د کوه نور الماس او نور جواهرات  ډالۍ کړل.

پدې مهال کې نورمحمد خان علیزی د احمدخان سره يو ځای د خپلو عسکرو سره ګډ د قندهار په لور و خوځيده او هلته يې د ابداليو، ازبکو، تاجکو، بلوڅو، غلجيو او هزاره ګانو د مشرانو او خانانو په ګډون پر(۱۱۶۰ لمریز ) کال د رجب مـﯦـاشت، چې د (۱۷۴۷) زېږدیز کال د اکتوبر له مـﯦـاشتې سره سمون خوري د (شير سرخ بابا په زیارت) کې جرګه جوړه کړه او له مشرانو څخه یې وغوښتل چې د خپلواک افغانستان لپاره مشر وټاکي  او د ولس په مشوره، مرسته او خوښه په هیواد کې یو ملي واک ټینګ شي. جرګې نه ورځې دوام وکړ . خو پدې و نه توانيدل چې څوک د ملي مشر په توګه وټاکي ځکه هر خان او هر مشر غوښتل چې هغه ددې هيواد د لارښود ځای ونيسی، يوازی په جرګه کې ځوان احمد خان څه نه ويل او د پادشاهۍ خوبونه يې نه ليدل. پر نهمه ورځ د زياتو بحثونو څخه وروسته جرګې پرېکړه وکړه، پير صابر شاه کابلي چې یو روحاني او صوفي مشربه دروېش او بې پرې سړی وو د فیصله کوونکي په توګه وټاکي. هغه وُ چې نوموړي په دې جرګه کې د احمدخان په تړاو دپام وړ خبرې او د ده ښېګڼې یې بیان کړئ او د دوی له منځه پاڅېده له نږدې کروندې نه یې د غنمو وږي وشکول او د احمدشاه بابا په دستار کې یې ور وټومبل. لاسونه یې پورته کړل دعا یې وکړه او ویې ویل چې احمدشاه زموږ پاچا دی، سره له دې چې ځوان دی خو د تدبیر او مېړانې له مخې بابا دی . په جرگې کې ټولو ناستو کسانو د احمد شاه ټاکنه ، په یوه خوله ومنله او احمد خان احمدشاه شو، بابا شو او د افغانستان پاچا شو. جرګه، ګډونوا لو په خپلو مبارکیو لا پرتمینه کړله.

کله چې احمد شاه بابا د پاجا په توګه انتخاب شو او د هيواد د مشرتابه مسئووليت یې تر لاسه کړ، دی په هیواد کې دننه په ټولو حالاتو او اوضاعوو ډیر ښه پوهیده او د ګاونډي هیوادونو د نظامي او سیاسي  اوضاع او حالات ورته ډېر ښه څرګند وُ .  همدا وجه وه چې ده ته د یو خپلواک دولت جوړولو شرایط مساعد وُ . ده د خپل دولت د ټنګښت لپاره دوې مهمې مسلې ته ژوره پاملرنه وکړه :  له ټولو هیوادوالو څخه یې لومړنۍ پوښتنه دا وه چې قبيلوي اختلافات پرېږدي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او سياسي وحدت د ټینګښت لپاره سره يو موټي شي، د قباېلو مشرانو له خوا د احمد شاه بابا دغه غوښتنه ومنل شوه، همدا وجه وه چې د دوی د ملي يووالي، اتحاد او اتفاق په وسیله احمد شاه بابا له سترو بریاوُ او بریالیتوبونو سره مخامخ شو.  دویمه مسله د یو غښتلي او ځواکمن ملي پوځ جوړول وُ . دې کار ته یې هم ژوره پاملرنه وکړه او یو غښتلی او منظم پوځ یې جوړ کړ . په هیواد کې د ننه یې د یو ټینګ سیاسي وحدت پر بنسټ یو غښتلې اداره جوړه او سولیز ژوند او امنیت یې ټینګ کړ نو بیایې په لښکر کښیو او فتوحاتو لاس پورې کړ. په دې کې شک نه شته چې د دغو پورتنیو خبرو پر بنسټ د یو متحد او خپلواک هیواد جوړول یو کلک، ټینګ او پولادي عزم، روښانه سوچ، اند او فکر او بشپړ تدبیر ته اړتیا وه، چې له نیکه مرغه دا ټولې ښېګڼې د احمدشاه بابا په وجود کې یو ځای شوي وُ. احمدشاه بابا هغه دروند، د ټینګ هوډ او ملي ارادې شخصیت وو چې د ولس په خوی و بوی، دود او دستور ښه پوهیده او دا هم ورته معلومه وه چې د ولس مشران د هیوادوالو په لارښوونه کې مهم اغیز لري. همدا وجه وه چې ده یوه مشورتي شورا جوړه کړه چې د ولس نامتو مشران د دې شورا غړي ول، او په ټولو مهمو سیاسي، نظامي او دولتي چارو کې  له دغو مشرانو سره یې سلا او مشوره کوله.

احمدشاه بابا هغه غښتلې او مدبر پاچا وُ چې په توره او مېړانه یې پولې ساتلې او په ډېر حساس تاریخي اوضاع کې دی وتوانیدو چې یو ځواکمن او متحد حکومت جوړ کړي،  سیاسي او جغرافیوي پولې يې ورته وټاکلې او د افغانستان نوم يې پرې کېښود.

استاد حبیب الله رفیع زموږ د هیواد نامتو لیکوال او څېړونکي په خپله یوه لیکنه کې د احمدشاه بابا د فتوحاتو په تړاو داسې کښلي دي :

 (( ... د هیواد په ختيځ کې یې د هند نیمه وچه لاندې کړه او د ډيلي پر تخت کښیناست، ایران ته پر توغ او نغاړه ولاړ او د هغه هیواد ډېرې برخې یې لاندې کړې، د ماوراءالنهر زیاتې سیمې یې ونیولې او له هغو ټولو یرغلګرو نه یې غچ واخیست چې تر ده وړاندې دوې دوې نیمې پېړۍ یې افغانستان ترمنځ ویشلی او د هیواد خلک یې ځورولي وژلي  او د ازادۍ په جرم په خپلو پاکو وینو لنبولي وُ...))

احمدشاه بابا په آسیا کې د مسلمانانو لپاره یوازینی ستر زعیم بلل کېده، له ده پرته له بل چا څخه د هندوانو د خطرونو د تمبولو هیله نه کېده دا د تاریخ هغه غم لړلې شیبې وې چې د هند مسلمانان د هندوانو له لاسه په خپلو وینو کې رغړیدل او ټولو د امید سترګې احمدشاه بابا ته راکږې وئ.

لنډه دا چې احمدشاه بابا هغه باتور ، ځواکمن او پیاوړی ملي اتل وو چې په خپله واکمنۍ کې یې ( لس ) پوځي سفرونه کړې دي او هيڅکله هم د جګړې د ډګر څخه ندی تښتيدلی چې ډيره مشهوره جګړه يې د پاني پټ جګړه ده .

په رښتیا سره چې احمدشا بابا د ننګ و غیرت په ډګر کې یو توریالی او زړه ور او د تورې اوعمل غښتلی او نامتو اتل وو . دی د ټینګ عزم ، لوړ همت، سرښندنې ، عدالت او انصاف، د هیواد پالنې او د یوالي او ملي وحدت سیمبول وو. اسلامي مقدساتو ته یې درناوی کاوه او همداسې د ډیرو عالي صفاتو او خصایلو خاوند شخصیت وو . دی نه یوازی په هیواد کې د ننه بلکې په  نوره  نړۍ کې هم  شهرت  لري .

د احمدشاه بابا د څو اړخیز شخصیت په تړاو په هیواد کې د ننه او بهر یو شمېر  تاريخ ليکوونکو، پوهانو، څيړونکو او محقيقنو ډېر شمير کتابونه لیکلي دي ، چی هر يو يې پر خپل ځای ځانګري ارزښت لري. 

د هندوستان پېژندل شوي لیکوال او تاريخ ليکوونکي داکتر ګنداسنګ  په خپل یوه لیکنه کې داسې  کښلي دي :

 ((... د ډېرو زيار ګاللو په نتيجه کې د احمدشاه ابدالی تاريخ دومره د تاريخ د مينه والو پام ور اړولی چې د حقيقت په پلوشو کې د احمدشاه د شخصيت ټول بُعدونه، افغانيت، پتمني، زړه ورتيا، توره، علم، عدالت او . . . نور په سمه توګه ليدلای شي...))

او همداسې زموږ د هیواد نامتو او پیاوړی لیکوال او څېړونکي ارواښاد غلام محمد غبار په خپل یو تاریخي اثر (افغانستان در مسیر تاریخ) کې داسې لیکي :

(( .... احمدشاه  را  بواسط خدمات و اخلاق و تقوای شخصی او پدر میخواندند وغازی خطاب میکردند. زیرا احمدشاه تنها پادشاهی بود که در افغانستان تاج بر سر نمینهاد، دستار میبست و چپن و موزه میپوشید و در عوض تخت بر زمین مفروش می نشست. او مستقیما با مردم در تماس میشد، با تواضع و پیشاني گشاده سخن میزد، در حل و فصل قضایا انصاف را مدنظر میگرفت، و در عین حال از قوانینی که خود گذاشته بود، جدا پيروی مینمود. احمدشاه در طول سلطنت خود به عیاشی و تجمل نپرداخت و حریص نبود. او در هیچ جنگی از مقابل دشمن فرار نکرده بود،  و در برابر اهالي، کشور متواضع و ملایم بود. مثله (قطع اعضای انسانی) را در مجازات، و خشوع و خمیدن را در تشریفات، تحریم نمود. او خانواده و اقارب خود را از مداخله و اشتراک در امور دولت دور نگهداشت ... )) .

د پورتنیو لیکوالو او څېړونکو د لیکنو پر لاسوند  په رښتیا سره چې احمدشاه بابا څو اړخیزه شخصیت درلود . دی  یو نامتو، پیاوړی، ملي اتل ، پاک او سپیڅلې  انسان ،  دروند، مهربان، ، متدین  او ریښتینې مسلمان، ، مینه ناک،  زړه سواندی، با وقاره، د لوی زغم او سپیڅلي احساس خاوند، بی کبره او خوا خوږې انسان وو . دی د تقوا او پرهیزګاری دروند شخصیت، د سړې سینې او لویې حوصلې خاوند وو .  ده د خپل هیواد او هیواد والو سره، د انسان او انساني کرامت سره سپیڅلې او ژوره مینه درلوده .

 احمدشاه بابا  نه  یوازی  په  توره  او  میړانه  کې  یو کلک  عزم  او لوړ همت  درلود، بلکې د شعر او شاعرۍ بازار یې هم تود ساتلی ؤ.

 احمدشاه بابا زموږ د هیواد په غوړیدلي تاریخ کې او د ادب او فرهنګ په ډګر کې

د تورې او قلم  د خاوند په توګه پېژندل شوی او ستایل شوی دی .

ده نه یوازی د خپل  تورې عزت او حیثیت او د قلم  فضیلت  په  ډیر ځوانمردي، بهادري او میړانې تر پایه  پورې وساته خو د نورو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو علمي ، ادبي او فرهنګي ډګر هم توود ځلانده او  ښېرازه  ساتلی وو .

د احمدشاه بابا  په اشعارو کې د تصوفي او اخلاقي  اړخ  څخه  را نیولی  تر عشقي، حماسي،  ټولنیز، او د هیواد او هیواد والو سره د ژورې مینې  تر کچه پوری  د شعر په ساده او روانه ژبه ډیر ښکلي او په زړه پورې انځورونه نغښتې دي. دا برخه ځانته جلا څېړنه غواړي .  په دې برخه کې د پورتنیو خبرو پر لاسوند بسنه کوم.

کله چې احمد شاه بابا له سفره کندهار ته  راغی ، د ناروغۍ له امله پر (۱۷۷۳) زېږدیز کال کې  د درملنې لپاره مشهد ته ولاړو خو کله چې بېرته ته راستون شو، نو ډېر ضعيف شوې ؤ، په يوه مهمه جرګه کې یې د دولتي مشرانو په ګډون شهزاده تيمور خپل وليعهد وټاکه. د جرګې غړو هم د احمد شاه بابا د نظر سره همغږي وښوده . د څو ورځو په تېریدو سره د احمد شاه بابا ناروغي او درد زیات شو او د توبې د غره په لور چې هلته تازه، سړه او پاکه هوا وه  ولاړو . احمد شاه بابا د توبې په غره کې د جمعې په شپه د رجب د مياشتې په شلمه په (۵۰) کلنۍ کې په حق ورسېدو . د خرقې مبارکې تر څنګ په خورا درنو مراسمو خاورو ته وسپارل شو .  

اروا یې ښاده او ویاړلی یاد یې تلپاتې غواړم .

په ډير درنښت او مینه . انجنیر عبدالقادرمسعود

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

لوستل شوی 164 ځله Last modified on جمعه, 05 سنبله 1400 20:32
دې ته ورته نورې ليکنې « حماسه نبرد جلال آباد