وروستي مطالب

ناچاره بې وسه

چهارشنبه, 29 جدی 1400 22:05

لنډه کیسه

لیکوال: خوشال کونړی مزاروال

کړنګ ژمی و. کرۍ شپه، د زول باران په خپل سور و تال ورېده، او د بوډا له سترګو یې، چې د زړې او ورستې خېمې په منځ کې د اینګور او دوو کوشنیو لمسیانو سره پروت و، خوب لوټه. کرار ته یې نه پرېښودو. ټوله شپه یې د خېمې د څڅوبي، څک څوک ته کاسې کونډۍ ایښودلې، او ورسره جوخت یې خپل پړسېدلی لړمون خواړه.......

تراش شوې او زړې کوښې

سه‌شنبه, 28 جدی 1400 20:55


يوه لنډه کيسه
             د يوسف هېواد دوست ژباړه
هغو پخوا پخوا پخوا وختونو کې هيندارو کولای شول په  هوا کې  ښکته پورته غوټی ووهي .هماغو وختو کې سپوږمۍ يوه همدا شان ګرځنده هينداره پیدا کړه .ځان يې همدې هينداره کې ولید او په حيرانتيا يې وويل :((  وای ، زه خو داسې نه ومه .زما خو اته ګوښی او خواوې وې .اوس خو زه کلوله او ګرده يمه ،کوم چا زما دا ګوښی غلا کړي .ښه وګورئ ،زما اته ګوښی اوس د يو غله په منګلو کې دي )).

برار

سه‌شنبه, 28 جدی 1400 20:44

دودیال

یوه لنډه کیسه:

هغه ماته اوس هم د صمیمیت، اخلاص، د یوه مهربان تره یا خواخوږي ماما په شان رایادیږی. او لکه چې هغه ټولو کلیوالو ته یو نږدې خواخوږی، ښه دوست، مونس او ترټولو مهمه دا چې لویو کارونو کې یو قوي مټ و، لکه چې هغه زموږ په کلي کې ښه ډیر ثوابونه هم ګټلي وو. زما په ټول ژوندکې  لکه د هغه په شان  بل تصویر په ذهن کې  دومره روښانه  ندی پاېیدلی.

ستر ارشاد

جمعه, 17 جدی 1400 20:08

دودیال

د ذوالحجې میاشت ډېره را لنډه وه. دغه  میاشت ځینې کلونه نهه ویشت ورځې وي. د مبارک پیغمبر صلی الله عليه وسلم په ارشاد به حجاج د ذوالقعدې میاتشتې له شلمې وروسته ټولېدل؛ زیاتره به لومړی مدینې منورې ته راتلل، بیا به د مکې معظمې په لوري ټول یوځای تلل، یو شمېر نور به له اطرافونو مخامخ مکې منورې ته  راورسېدل.

از اینجا تا شمالی کار دارم

سه‌شنبه, 07 جدی 1400 21:30

دودیال
(داستان کوتاه)
دریور بس پنجالی نارنجی رنگ، که روی تخت سماوار نشسته بود، از آخرین پیاله چایش شمه را تکاند و آنرا در کنار چاینک در پتنوس آهنی گذاشت، نسواری در پشت لب زیرین دهانش انداخت، بعداً کلاه قره قلی اش را از سر زانویش برداشت، آنرا بر سر نهاد ، در آیینه کوچک دایروی قوطی نسوارش چهره اش را تماشا کرد.

لکه چې اشتباه شوې

پنجشنبه, 02 جدی 1400 18:24

 یوه لنډه کیسه

 د يوسف هېواد دوست ژباړه

د خياطۍ متر کوډګر ته ورغی او ورته يې وويل :(( له دې چې د هر څه اندازه او متر مې اخيستی بیخی ستړی یم ،ډېر ستړی يم ، زړه مې غواړي بدل شم ،بیخي بدلون وکړم .کولای شې ما څخه يو سپی جوړ کړې؟د لنډو پښو يو سپی له لنډې لکۍ سره ؟))

و آن سودایی من بودم

یکشنبه, 21 قوس 1400 20:18

دودیال

(داستان کوتاه)

آن سال، از همان روز اول با سالهای دیگر فرق داشت. آب باران دوامدار بهاری از خانه های دامنه ی باغ قاضی  به کوچه ها و از کوچه ها تا سرک شوربازا چون سیل گل آلود سرازیر میشد. وقتی از مکتب به خانه میرسیدیم لباسها، بکس و بوت ما همه اش تر میبود. فردا وقتی به طرف مکتب میرفتیم از گِل ولای کوچه پخته فروشی به مشکل میگذشتیم. در صحن مکتب نیز حوض های خورد و کلان دیده میشدند. ما بچه ها هنگام تفریح کشتیگگهای کاغذی میساختیم

کاپره امریکا ده !

پنجشنبه, 11 قوس 1400 17:34

دودیال

نعیم اکا زموږ بزګرو.  لوړ قد او پیاوړی مټې یې درلودې. په کولبه کولو، درمند میدولو، لَو او د پټي دپولو په جوړولو کې بیساری تکړه و. ټوکې یې ډیرې زده  وې او خپله به یې هم عجیبې خبرې کولې. یوه ورځ د میاجان د ځوی واده و. ټول کلی یې غوښتي و. غرمه یې خلکو ته وریجې پخې کړې وې، خو وریجو کې یوه نیمه شګه وه. د ډوډۍ پر مهال د نعیم اکا غاښ لاندې کومه کوچنۍ تیږه راغله کړس یې خواته هاشم جان هم واورېد. د کړس په اورېدو هاشم جان ورنه وپوښتل :