د رام لال لیکنه

د رام لال لیکنه


د ‌‌ذبیح الله آسمایی ژباړه

په کانپور کی د کریکټ د لوبو دوهمه ورځ وه. لومړی ګاډی چی له لکنهو څخه د کانپور په لو حرکت کاوو ، له خلکو ډک شوی وو. اورګاډی کی به همیشه بیروبار وو او دا ددی لپاره چی نه یوازی به خلکو سفر پکی کاوو ؛ بلکه هغو چی په لکنهو کی اوسیدل او په کانپور کی به یی کار کاوو ، هره ورځ له دی ګاډی څخه استفاده کوله ؛ خو اوس د کریکټ د لوبو په خاطر دا ازدحام لاپسی زیات شوی وو.

د ښوونځیو او پوهنتون زده کوونکو ، مامورینو او داسی نورو خلکو ټولو هڅه کوله چی د ګرین پارک سټدیوم په لوری ورشی. داسی ښکاریده چی یوه مقناطیسی قوه هغوی دغی لاری ته کشوی.
هغه خلک چی د مسابقی د لیدلو لپاره تلل ، لوی او کوچنی ډبلی یی له ځانه سره لرل. په دغو ډبلیو کی هغوی له ځانه سره خواړه اخیستل. په همدی ډول د یادښت پاڼی ، د کریکت د لوبو د تاریخچی په هکله کتابونه او نوری پاڼی چی د مسابقی په هکله لیکنی پکی وی ، هغوی له ځانونو سره لرلی. ددو ساعتو سفر به په دوی باندی ډیر سخت تمامیده. داسی ښکاریدل چی دوی غیر د کریکت له مسابقی نه ، بل کوم شی سره مینه نه لری ، نو د هغه په هکله به سره غږیدل. دغو خبرو له دوی سره مرسته کوله ترڅو د پخوانیو کریکت بازانو ریکارډونه راپه یاد کړی. څومره ښه به پوهیدل چی چا ډیری نمری واخیستی ، کوم یو په لوبه کی زخمی شو او چا خبل هیواد له ماتی څخه وژغوره. داورګاډی په هره کوپه کی به بیلی بیلی کیسی روانی وی. حتی هغوی به چی دننه یا په پایدان کی ولاړ وو ، د لوبو په هکله به سره اخته وو او په دی فکر کی به نه وو چی باید خپل ځانته بام ونیسی ترڅو له ګاډی څخه ونه لویږی.
کله چی اورګاډی اوناوجنکشن ته ورسید ، خلکو ور په یاد کړل چی یوه ورځ د مخه دلته څنګه حادثه پیښه شوی وه. هغو چی پیښه یی لیدلی وه ، په ډیر شوق سره به یی خپل همسفر ملګری ته کیسه کوله.
کیسه داسی وه چی یوه سړی د اورګاډی په لور منډه وهله. اورګاډی د ګنګا پله ته را رسیدلی وو او داسی فکر کیده چی ګواکی هغه سړی خپل ځان وژنی. که څه هم اورګاډی پنځوس میله په یوه ساعت کی سرعت درلود ؛ خو هغه د ګولی په شان یی د جانسی میل کوپی ته خیز ور واچاوو. دا ټول دومره په سرعت سره پای ته ورسیدل چی خلکو به په خپلو سترګو باور نه درلود. هر چاته به چی دا کیسه کیده ، نو باور به یی نه کاوو. په هرحال ، کله چی اورګاډی د کنګا پله ته را ورسید ، خلکو خپل سرونه له کړکیو څخه وایستل او یو بل ته به یی هغه ځای ورښوده ، کوم چی هغه سړی بل اورګاډی ته خیز اچولی وو. کله چی اورګاډی پله ته را ورسید ، خلکو په تعجب سره ولیدل چی هماغه سړی بیا د اورګاډی خواته منډه وهی ، نو ټولو په احساساتو سره چیغی کړی. هغه د بریښنا په شان منډه کړه او اورګاډی ته ورننوت. خلکو خپل سرونه له اورګاډی څخه دباندی را ایستلی وو ترڅو هغه ووینی. کله چی هغه اورګاډی ته ننووت ، ټولو ورته ښه راغلاست ووایه. چا روغبړ ورسره وکړ او چا به هم نازاوه او په شا به یی ټپاوه. څوتنو ځوانانو خپلی کتابچی له ځانه سره لرلی ترڅو د هغه لاسلیک تری واخلی او همدا به یی ورته ویل چی خپل لاسلیک وکړی.
هغه پنځه دیرش کلن وو. نری ونه یی درلوده او غنم رنګه پوستکی یی درلود. په سر یی اوږده او چین چین ویښتان وو. دی کرار ولاړ وو ؛ خو هلکانو نه پریښود او لاسلیک یی تر غوښت. په پای کی ، کله چی لاسونه یی ښوریدل ، په کتابچه کی خپل نوم رام میلان پانډی ولیکه.
ډیر ژر د رام میلان پانډی نوم د ټولو خلکو د ژبی په سر شو. کله چی اورګاډی په کانپور کی ودرید او دی تری راووت ، ډیر خلک ځینی چاپیر شول او دده جرات او قوت یی وستایه. حتی هغو کستاخو نجونو چی په ستدیوم کی به یی یوه ورځ دمخه د کیلو او نارنجو په پوستکو ویشته ، هغوی هم په زیره کی سره ورته کتل. سره له دی ټولو ستاینو ، هغه به ورته خندل. دده خندا پای ته ورسیده ؛ خو دیوی شیبی لپاره دده توری شونډی ولرځیدی. خپل سر یی کښته واچاو او روان شو.
په دریمه ورځ چی اورګاډی د لکنهو په تم ځای کی وو ، یو لړ خلکو دده په هکله خبری کولی. هغوی باور درلود چی رام میلان پانډی بیا هم په ننداره کی برخه واخلی. په اورګاډی کی ډیر خلک ناست وو او هیله یی درلوده چی ددی خبری شاهد واوسی. پخوا د ګنګا پله سره ډیرننداره کوونکی را ټول شوی وو او د هغو له ډلی څخه یولړ د هغه په د هغه په هکله عجیبه کیسی کولی ، کوم یوه ویل چی دی د یوګا تمرین کوی ، نو ځکه چی دومره قوت او زور یی تر لاسه کړی دی. حتی که و غواړی اورګاډی درولای شی. یوبل سړی وویل:
«پانډی په یوه نجلی مین دی او هغه نجلی هر ورځ په همدغه اوګاډی کی کانپورته ځی. پانډی ددی لپاره دا کارونه کوی چی د هغی نجلی توجه ځانته را واړوی.»
یوه زوړ سړی وویل:
«زه هغه له کوچنیوالی پیزنم. هغه زموږ په کلی کی اوسیږی. وروڼو ، رښتیا خبره داده چی د هغه د کوره نی ښځی ښه ګذاره نه کوی . هو ، زه تاسو ته رښتیا وایم ، کله چی هغوی زمینه مساعده ووینی نو تښتی. د رام میلان مور کله چی دی را کوچنی وه ، وتښتیده. دده پلار په همدغه ځای کی تر اورګاډی لاندی مړ شو. ښځی یی دده نوم بد کړ او دی یی پریښود. نو له دی کبله دی هره ورځ دلته راځی او غواړی چی خپل ځان ووژنی ؛ خو وروڼو ، له کومه ځایه چی زه پوهیږم دده د پلار ناکراره روح چی په دی ځای کی ګرد ګرځی ، دده ځان کلک نیسی او بیا دی د اورګاډی کوټی ته ځان ور اچوی.»
یوه بل سړی چی خپل ځان یی د کومی فابریکی منیجر معرفی کاوو ، دده به هکله وویل:
«ده زما په فابریکه کی کارکاوو او اغزی لرونکی سیم یی جوړاوه. ده خپل کار پریښود ؛ خو زه اوس نه غواړم چی ژر یی بیرته راولم.»
په څلورمه ورځ بیا هم سپرلیو ده ته په پله کی انتظار ایست ترڅو یی ووینی. په هغه ورځ ک د کریکت د لوبی پروګرام نه وو ؛ مګر خلکو یوازی دا مینه درلوده چی پانډی او دده کارونه ووینی.
د پانډی کور هیچا هم نه وو لیدلی. هیڅوک نه پوهیدل چی دی چیرته اوسیږی ؛ خو دی به یی له چی څوک پوه شی ، په خپل وخت به راښکاره شو. کله کله به دی ناببره را ښکاره شو او څوک به نه پوهیده چی له کومی لیاری راغۍ. ده به د سیند پر غاړی ، دخلکو له منځه ځان را وکیښ او د اورګاډی خواته به یی منډه کړه. کله به چی د سړو اوبو خرڅونکی په اشتباه سره کوم چاته ګوته ونیوله ، نو بیا به هرڅوک هغه ته ورته. داسی مالومیده چی شیبه په شیبه ټول نا آارمه مالومیږی. هلته د پله په سر یوه سړی اویوی ښځی چی نوی یی واده کړی وو، ولاړ وو. میړه یی د خپلی ښځی په غوږ کی هغه څه وویل ، کوم چی ده د رام میلان پانډی په هکله اوریدلی وو.
پانډی لاتر اوسه نه وو مالوم. هلته اورګاډی له اشاری څخه راتیریده او د پله خواته را نږدی کیده. خو تر اوسه هم خلک د هغه له لیدو څخه نه وو نا امیده شوی. دوی باور درلود چی هغه به راشی.
اوس نو اورګاډی د پله و خواته را نږدی شوی وو او په څو ثانیو کی د اوسپنو کټاروته راننوت. هغه وخت چی د اورګاډی د ماشین د تندر په شانی غږ را نږدی شو نو د خلکو رړونه لکه د لیونو په شانی ډوبکی وهلی ، چی څه وخت به پانډی را ښکاره شی.
ناببره ولیدل شو چی رام میلان پانډی د اوګاډی خواته منډه وهی. د هغه له منډو سره سم خلکو په چیغو پیل وکړ. د اوګاډی سپرلۍ هم را جګی شوی تر څو هغه ووینی. هغوی په چیغو سره ویل:
«ښه راغلی زړه وره !»
اوبیایی د تشویق په ډول ورته ویل چی:
«دزمری زویه ، د هندوستان بچیه»
ددوی له څیرو څخه احساسات اوریدل. دوی به د پخوانی یونان او روم لوبی ورپه یادولی ، کومی چی اتلانو به له ځناورو سره کولی.
خو نن رام میلان پانډی خپل سر په یوه سره دسمال کی پیچلی وو. داسی مالومیده چی دی به د سترګو په رپ سره اورګاډی ته ننوزی. ده په ټول زور سره خیز کړ چی ددروازی دسګیر را ونیسی ؛ خو له پایدان څخه کښته ولوید او ټول اورګاډی برسیره پری تیر شو. خلک ، کوم چی هلته ولاړ وو ، ټولو خپلی ساوی بندی کړی او د اوګاډی په ټولو خونو کی یی ځنځیرونه را کش کړل ، تر څو اورګاډی ودریږی. پانډی په وینو کی لیت پیت او بیهوښه د پټلی په سر پروت وو. دهغه له ځانه جلاشوی لاسونه هم ورسره پراته وو. اله ګوله پیل شوه. خلکو هغه له ځایه پورته کړ او د هغه موټر خواته یی یووړ ، کوم چی د سړک تر څنګ ولاړوو. کله چی موټر د روغتون په لور رهی شو ، نو ګنه ګوڼه هم ختمه شوه. هغوی چی له اورګاډی څخه راوتلی وو ، بیرته یی منډه واخیسته او اورګاډی ته ننوتل او بیا یی هلته په خبرو پیل وکړ. یوه سړی چی له خپلی پوزی څخه یی لوګی باندی را ایسته ، وویل:
«هغه با جراته سړی نه وو.»
یوه بل سړی ، چی به څیره کی یی لاتر اوسه هم امید ښکاره کیده ، وویل:
«زه سوچ کوم چی دی به په یوه لاس هم دا کار تر سره کړی. که چیری دی دا کار وکړی ،زه به زر روپۍ انعام ورکړم.»
مګر یوه بل سړی ورته وویل:
«یوازی زر روپۍ ، صاحبه؟ زه به د پنځو زرو روپو یو چک ورکړم. هوکی ، د پنځو زرو روپو ؛ خو زه فکر نه کړم چی دی به اوس ژوندی وی.»
ځو هغه سړی چی په پایدان کی ځان ځوړند کړی وو ، خپل د لیاری ملګری ته یی وویل:
«دغه شتمن خلک تل د خپلی تفریح او ساعت تیری په هکله خبری کوی....... داچی ولی ددغی ځمکی په سر رام میلان پانډی داسی خطرومانه ، نه پوهیږم ......آیا دا ټول یوازی د تمجید او تحسین په خاطر پیښ شول؟

پای

لوستل شوی 323 ځله