تراش شوې او زړې کوښې

تراش شوې او زړې کوښې


يوه لنډه کيسه
             د يوسف هېواد دوست ژباړه
هغو پخوا پخوا پخوا وختونو کې هيندارو کولای شول په  هوا کې  ښکته پورته غوټی ووهي .هماغو وختو کې سپوږمۍ يوه همدا شان ګرځنده هينداره پیدا کړه .ځان يې همدې هينداره کې ولید او په حيرانتيا يې وويل :((  وای ، زه خو داسې نه ومه .زما خو اته ګوښی او خواوې وې .اوس خو زه کلوله او ګرده يمه ،کوم چا زما دا ګوښی غلا کړي .ښه وګورئ ،زما اته ګوښی اوس د يو غله په منګلو کې دي )).


په همدغه وخت کې يوه غټه بد خوله  تيږه د سپوږمۍ د غوږونو لاندې تېره شوه او ويې ویل :((څنګه يې هاف هافو !))
سپوږمۍ له هیندارې پوښتنه وکړه :((ته پوهېږې هاف هافو څه ته وايي؟))
هیندارې وويل :(( هېڅ فکر پرې مه کوه ، خو له هغه ځایه چې ته يې غواړې نو  زه به درته ووایم  چې هاف هافو هغه څه ته ويل چې ټولې ګوښې يې تراشل شوي وي ،ته اوس زړه شوې يې ټولې ګوښی دې تراشل شوي ، او ګرده مرده يې  لکه يو زوړ سړی چې ملا يې کلوله  او ګرده مرده شوي وي.))
سپوږمۍ يو سوړ اسويلی وویست :((, ښه نو داسې ، حيف د هغو اتو ګوښو ، اته زاويې ، واقعا حيف دی )).

لوستل شوی 162 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « برار ناچاره بې وسه »