ورک شوی پَل

ورک شوی پَل

دودیال

(یوه لنډه کیسه)

د آسمان کوز او بر سر کې به د تالندې او برېښنا  ځغلنده رڼا وځلیده او ورپسې به د تالندې ګړزا شوه. د ړومبني اورښت ډنډوکي به لا نه وو وچ چې بیا به له کوزې خوا ګڼه توره وریځ د غونډیو له شا راتاو شوه. ته به وایی له خپلو تلو بیرته پښیمانه شوه، دا ځل به برې خواته لاړه، ورپسې به ورو ورو آسمان شین شو، یوه یوه بنګړه لمر او ورپسې به د پسرلی ښه تود لمر راښکاره شو. شنیلي او نوي شنه شوي بوټي به وینځل شوی وو او نرۍ وږمې به ورو ورو ښورول، ورسره به نویو غوړیدلو ګلانو په نڅیدو- ښوریدو پیل وکړ، پسرلنیو مرغانو به وزرونه پرانیستل، خو لږ شیبه وروسته به بیا ګڼه وریځ دهغې باښې په څیر چې  تر خپل سترګو لاندې ښکار باندې تاویږی، بیرته را تاو شوه.

یوه  بريښنا او بیا ګړز ګړز...! د لمر مخ به یې پټ کړ، د باران څاڅکي به د زمکې خواته لکه غشي را وریدل.

په دغسې یوه ورځ کې په کلي کې آوازده شوه چې میرآو وټاکل شو، له دې څخه درې – څلور ورځې وروسته بیا آوازه شوه چې کلي ته پادوان ونیول شو. خلکو ویل دتېر کال پادوان بوډا و، مالونه یې لری او تازه- ګڼو وښو ته نه شول رسولای، خو سږکال یو چست او بیدار زلمی دکلی پادوان شو. کلیوال ټول خوښ شول.

زموږ کلی د دوو غرونو ترمنځ پروت و. دسره نښتو کورونو دوو خواوو ته شنې باغچې او بیا ورپسې ښیرازه کروندې پلنې شوې وې. دغرو لمنو کې د توتو او غوزانو د ونو باغچی له ورایه ښکارېدې چې له پاسه پکې د چینو د رڼو اوبو لښتي را روان وو. لږ پورته د پرښو خواوو کې دغرني بادام او نښترو یوه یوه ونه اوچته ښکاریده. له کلی څخه ډیره کوزه یوه شنه پراخه ورشو او شنه چمنونه پراته وو چې منځ کې یې له اوبو ډک جرونه او چړونه بهېدل. شاوخوا یې ښې ګڼې لوخې – پټخې شنې وې. دا ورشو په ګزوګام یا جریب نه حسابېده، خو له یوه سره تر بل سره به آس په تراټ پکی ستړی شو. هر کور دوه درې څاروي لرل. په هغه ورځ د پادوان د مُزد په هکله هم هیچا څه ونه ویل، خو د تیر په شان د هر څاوری په سر له پسرلی تر مني نیم من غنم یا یومن جوار له پخوا رواج او ښکاره خبره وه چې همدا منل شوی و. له دې څخه وروسته په درېیمه ورځ چې د پسرلي تود لمر راخوت، کلیوال په کر- کیله بوختېدل، دکلي ډیر بر سر کې دا غږ واوریدل شو:

مال راولئ ماااال...!

دا د پادوان غږ وچې دهغه په اورېدو به هرچا خپل څاروي له کوره وراېستل. له دې غږ سره سم به له هر کور څخه یوه یا دوه غواګانې، یو یا دوه خوسي، یو سخوندر یا یو خر یا کوټی ورروان شول. پادوان به دکلی څاروي سره ټول کړل  ټول به اتیا، نوي یا سل وو، د ورشو خواته به یې وخوځول.

د کلي خلک او هلکان له پادوان سره بلد شول، هغه له یو لرې ځای څخه راغلی و، خپلې سیمې کې یې زمکه نه لرله، پلار یې خټګرو. د ده په حساب له دغو څارویو څخه ده ته یوخروار(اتیامنه) غله جوړیدای شي، له دې پرته یو څه ټپۍ(تپاکې) هم پلورلای شي. دا ګټه ورته کافی ده. نوم یې شین ګل و، دکلی هلکانو په شین ګلی مشهور کړ.

شین ګل دنګه لوړه ونه، نافذې او دقیقې سترګې او ګڼې وروځې درلودې، په تنه غښتلی او د پادواني د موقف برخلاف یو څه مغرور هم و او په حرکاتو او خبرو کې یې دروندوالی و. له غریبی سره سره یې څیره ډیره ښایسته او سپن بخنه وه. حیرت و چې څنګه دا متضاد اوصاف ده کې راټول شوی وو؟ دکلی هلکانو به ورته(انډیوال) ویل:

  • انډیواله ستړی مشی !
  • انډیواله، زموږ دغې ژیړې غوا ته ډیر پام کوه، نن- سبا لنګیږی.
  • انډیواله پرون وختی تللی وې، زموږ دوه کوټي له څړ څخه پاتې وو.
  • ...

او شین ګل به دوی ته غوږ نیو، په امانتدارۍ یې خپله دنده ترسره کوله. هر سهار به د پادې مخکې یوه ښکره وره غوا، منځ کې سخوندری او غواوې، شاوخوا خوسکیان او کوټي روان وو. لاخره به ورپسې یو څو غریبې ښځې روانې وې چې د خوشیو ټوکرۍ به یې پر سرونو وې او تر ټولو به شین ګل  وروسته ګامونه اوچتول او تر سترګو لاندې به یې څاروي څارل. ته به وایې همدا د پادې (دایمی نطم!)و. ورو ورو د پسرلي ورځې د اوړي په تودو ورځو بدلیدې. ورځې هم اوږدې شوې. اوړی به چې ټکنده غرمو کې په سرو پوټیو او شګو کې پاده مخکې روانه وه، نو شین ګل به لاخره پسې د هی هوی !  نارې وهلې، اوچت اوچت ګامونه به یې اخیستل، د لارې په شګو او خاورو کې به د نورو ټولو پَلونو په منځ کې د ده پَلونه د پای د ټکي په شان برجسته او اوچته ښکاریدل او چې کله به څاوري کلی ته ورسیدل، نو یواځې همدا نښې به پاتې وې او بس.

دسهار له خوا به هم د لارې په پوټیو کې د پَلونو په پای کې دغه د پای ټکي وو او غرمه به هم کله چې شین ګل لنګې غواوې د لوشلو لپاره راوستلې، دغه پلونه به د پای ټکي وو.

د دوبي په همداسې یوه غرمه کې چې د ښارو پلار او ورور په لو- لور اخته وو، نو هغه اړه شوه چې د کلي له دود سره سم یوه ډوډۍ د پاده وان لپاره پلو کې کیږدي، لښته واخلي او خپله غوا تر پاده ځایه بوځي او پاده وان ته یې وسپاري.

د ښارو د پیغلتوب به دوه کاله کیدل. دا له هغه راهیسې باندې نه وه وتلی او نه هم د کلی دود- دستور د پیغلو د وتلو اجازه ورکوله. ښارو د پیغلتوب د غوټیو په راښکاریدو احساسوله چې له ټیکری څخه وتلیو کمڅیو سره یې باد په سپین سترګۍ سره لوبې کوي او د ښایست ځایونه یې جامې هسې تخنوي.هغه اوس د ځوانی په یوه داسې ټال کې ځنګیده چی د کوچنیوالی ټالونو سره یې توپیرو او دا ورته حیرانه وه.  په هغه ورځ یې ورور په کرونده کې پلار سره دغنمو لوکاو او کور کې څوک نه و، له مجبوري یې ټیکری پرسر راسم کړ،  مور یې غوا لوشلې وه، هغه یې  مخکې کړه او پنډغالي کې یې پادوان ته وسپارله. شین ګل هلته د یواځنۍ کوچنی ونې له سیوري پاڅید، څاروي یې سره راټول کړل. ښارو ډوډۍ له پلو څخه راواخیسته زړه یې و غږ ورباندې وکړي:

  • ؟؟

حیرانه شوه.

  • یه هکله دا زموږ غوا ...

خو نه، ښه به وي چې ورته ووایي:

  • اې شین ګلیه !

نه.

  • پاده وانه !

نه.

هیڅ یې ونه ویل، پر خپل ځای ولاړه وه. سترګې یې شین ګل پورې ګنډلې وې. شین ګل ډېر بی پروایو دوه ګامه وروړاندې شو، زړه یې و چې ډوډۍ ورځنې واخلی او خپلې پادې پسې به ځي، خو یوناڅاپه یې دوه سترګی د ښارو له نظر سره وجنګیدې. یو بل ته ځیر وو، نه پوهیدل چی څه چل دی؟ یو بل ته څه ووايي؟ اصلاً دا تصادف څنګه پېښ شو؟ ولې یو ځلي دواړه داسې غلي شول. پاده وان ډوډۍ واخیسته او دواړه په خپلو خپلو لارو رهی شول؛ یو په یوه خوا اوبل په بله خوا. شین ګل  د ورشو په خوا او ښارو په بیړه کورته را ستنه شوه، خو دواړو فکر کاو چې یا یې څه هیر شوي یا یې څه ورک کړي؟؟ شین ګل پاده مخکې کړه او د پادې د تګ په پای کی یې د پای ټکی ایښودل او ښارو په منډه کورته را ستنه شوه، زړه یې درزېد.

دا لیدنه ډېره ګړندۍ او ژر تېره شوه، لکه د لیندۍ د هغو غشو په څیر وه چې په شدت سره یو بل سره مخامخ شوي وي. یا به هم دهغې سپکې سیلۍ په شان وه چې وروسته یې ځان پسې یو توپان درلود. د یوه پادوه وان انځور د ښارو په زړه کې لار ومونده او د شین ګل په مخکې نور د ښارو تصویر لر- بر کېد...

شین ګل ډوډۍ د څادر پیڅکه کی و مروړله اوپه خپل کار پسې روان شو. دخپل زړګي د تشولو په خاطر یې  یوه – دوه د های هوی نارې وکړې، د ده له غږونو سره څاروی چټک شول.

د شین ګل لږ څه خړچکې جامې، جګه دنګه ونه، یوه سپکه خولۍ چې هسې یې بی خیاله او بې پاملرنې مقصد پرسر اړولې وه لکه اصلاً چې د هغې د په سر کولو په هکله یې هیڅ سوچ نه وي کړی. ګډ وډ وېښتان چې د یو ډول آزاد طبیعت او فطرت نښه وه. اوچت غږ او زغرد ګامونه یې اوچتول، تیزې او ځیرکې سترګې چې یوڅه  د بی پروایی نښې پکې څرګندې وې. دشین ګل همدا انځور د ښارو سترګو کې پاتې شو.

او په دې ډول د دوی له دې لیدنې وروسته پرته له دې چې د ښارو پلار آګاه شی، دوی یو پر بل زړه بایللې و. له دې وروسته د ښارو سروسوکت له همدې یوې خبرې سره شو.

زموږ په کلي کې د لومړي ځل لپاره د دود- دستور برخلاف داسې یوې پټې مینې ریښه ونیوه؛ د یوې کلیوالې نجلۍ مینه چې په کلي کې مېشته وه، له یوه پردېس او غریب پادوه وان سره! خو هیڅوک خبر هم نه وو او هیچا د یوې داسې پېښې اټکل نشو کولای او نه هم چا د دې ډول سپین سترګی اجازه ورکوله. په دې توګه  دود- دستور جلا او د زړونو کار جلا وي. دا یوه استثنایی پېښه وه. او دا هم یوه استثنایی پېښه وه چې یو بېخیاله او آزاد فطرته هلک چې آن د خولۍ په سر کولو ته یې څه پام نه کاو، سروکال یې نارې وهلې، منډې یې وهلې، په هر کال کې دپسرلي دلمر په ګرځیدو سره مزدور شوی او د مني دلمر په ګرځیدو سره بیا خپل کلي ته تللی، خپلو همزولو سره یې منګولې لګلولي، په بی پروایی یې غرونه ګړنګونه ترشا پریښي او بالاخره زموږ په کلي کې را ښکېل شو!

او چې شین ګل لومړی ځل د ښارو څېرې ته وکتل؛ لکه د نړۍ د تر ټولو تکړه انځور ګر(یمانی یا لئوناردو داوینچی )په  جادو ګرقلم انځور شوی ترټولو ښایسته انځور چې ګوري: ګرد سور- سپین مخ، دوېښتاو یو چتر کټ مټ د هغه غرني بوټي په شان چې پلنې او خورې پاڼې یې رازوړندې وي، پړسېدلی شانته غټې سترګې یا دهغه نرګس په شان چې سهارنۍ پرخې مینځلي وي، دوه سره لری وروځې او پراخ تندی.

اود لومړني ځل لپاره زموږ داسې یوه د پټې مینې کیسه په یادیږي.

په دې ډول دغه تصادفي لیدنه کتنه د ورځې یو ځل کیدای شوه او هیچا په دې کې هیڅ شک نشو پیدا کولای، خو دوی دواړو به په سترګو کې سره غږیدل او دغه پټه مینه د اوړي د همداسې یوې ورځې د ټکنده غرمې په شان توده وه، ځکه چې په همداسې یوه ورځ کې پېښه شوه. د یوه پردېس مزدور مینه له هغې نجلۍ سره چې پلار او مورورته له کوره د وتلو اجازه نه ورکوله آن دا چې ګودر ته یې نه پرېښوده، خو د دوی زړونو یوبل ته لاره وموندله؛ له ډېرو لری یې لار وموندله : یومغرور پردېس هلک چې لکه د هوا ګربت په دې لوري را دوره شوی و او بیرته به ځي او د آسمان پراخه لمن کې به د خپل سرګردانه او بیوزله ژوند نور ګوټونه لټوي. دګوربت زړه زموږ په کلي کې بندیوان شو. هیڅوک په دې کیسه خبر نه وو، خو داسې یوه کیسه د دوی په تقدیر کې لیکل شوې وه.

تود اوړی تیر شو، د مني سیلۍ وچلیدې، پاڼې ژیړې شوې، د ورشو واښه خزان شول، لمر وګرځېد، د کوچانو کډې بار شوې او د مزدوریو ورځې پایته ورسېدې او بیا یوه ورځ هم زموږ د کلي پاده وان له ټولو کورو خپله د مزدوري غله ټوله کړه. په وروستۍ ورځ د ښارو د کور مخې ته ودرېد. د کور څښتن غله ورته راوړه، خو لکه چې پردېس مزدور له دې کوره خپله مزدوري نه اخیسته، بی اختیاره یې څه وویل:

  • نه، د دې غلې لپاره ځای نلرم، بار مې دروند شو. ځان سره له ناچاری وبوږنېد، څه کولای شم ؟ ...

هغه د دغې کلا له دروازې بېرته په څټ شو، نور ځنډ کولو په ده شک را پیدا کاو، همداسې رهي شو. زموږ د کلي پردېس پاده وان چې هماغسې د پسرلی په یوه بارانی ورځ له یوه اوږده مزله راغلی و، دمني دپاڼریژ په لنډو ورځو کې زموږ له کلي ولاړ.

نور نو لکه چې زموږ کلي کې هرڅه بندیوان شول. ونو پاڼې ورژولې او د پاڼریژ په یوه ورځ کې چې د مني ساړه بادونه را لګیدلي وو، بیا هم ښارو له پوټیو څخه د ډکې لارې څنګ ته ناسته وه او لکه چې کوم ورک شوی پل یې لټاو او ویل یې:

یو ځلی بیا په دې لار راشه        په پخوانو پلونو دې پریوتل ګردونه

لوستل شوی 166 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « گذشت روزگار خُدم شیر استم ! »