معنوي سکون د ده په تندي کې د زماني ناخوالي ولوستلي ،نو مرید نه یی حال وپشته ،مرید چې د دیو صفته انسانانو د ځور او جفا څخه یي د صبر پیمانه نوره ډکه شوي وه نو پیر ته یي د زړه حال بیانوو ،پیر په ژور دقت او سوچ کې د مرید احوال اوریده ،د ده د شرح حاله څخه شیبه په شیبه پیر د غمونو په سمندر کې لاهو کیده ،مرید د ديرو ترخو خاطراتو او ناخوالو د تکرار له وجهي يی ستونۍ ونیول شو یعني ژړه غونۍ شو ،او په سخته ژړا یی پیل وکړ ،داسي یی وژړل ،چې د اوښکو باران یي ، په دواړو بارخوګانوجاري شو ،خو ناڅاپه په ژړا یي داسي زړه سپک شو چې تا به ووییل : چې د عالم بارونه یی د اوږي څخه اوچت شوي ،د پیر زړه پرې سخت ودردیده او وي وییل : بس دی بس دی ته اوس په خپل ژړا هغه ځای ته رسیدلای یي چې ډیر د ریاضت خاوندان ،چې په شپو شپو عبادتونه کوي ،دا مقام نشي تر لاسه کولای ،ته همدي دردونو د معنی خواته راکاږلی یي