د استادمحمد عمر دڅلویښتم تلین په مناسبت

د استادمحمد عمر دڅلویښتم تلین په مناسبت

 

دودیال

رباب د افغانی موسیقی یوه پخوانۍ آله ده چې خوږ غږ لری، خو زده کول یې ډیرې خوارۍ او مشق او تمرین غواړي. په تیره بیا له رباب سره پښتانه ډیره آشنایی لری، د پښتو زیاترو کلاسیک ادبیاتو کی رباب یادونه شوې ده. څومره چې د رباب غږول د لوړ استعداد غوښتونکی دی، جوړول یې هم یو هنر دی.

رباب له ځانګړی لرګي څخه جوړیږی، چی د هغه چمتو کول باید څو پړاوونو څخه تیر شي، ضرورت دی. رباب په کابل او پېښوراو لاهور کې ډیر جوړیږی. په زړه پورې ده چی یو امریکایی هنرمند هڅه کړی ده چې له افغانی رباب څخه په تقلید دساز اله جوړه کړی، چی څه ناڅه رباب سره ورته والی لري. تر دې هم په زړه پورې دا ده چی دامریکا یو پوهنتون یو افغان رباب غږوونکی امریکی ته ورغوښتی و چی هلته د رباب تدریس و کړی، دغه د رباب غږولونامتو استاد؛ محمد عمرخان نومید، خو هغه وروسته تر شپږو میاشتو خپل هیواد پسې خپه شو اوبیرته کابل ته راغی. استاد محمد غمر څوک و؟

استاد محمد عمر رباب غږوونکی د کابل د خراباتیانو څخه یوه نامتو او خلکو ته ګرانه څیره ده، هغه د محمد ابراهیم زوی و چې په ۱۲۸۴ ل. کال یې د کابل د زاړه ښار د باغبان کوڅې په سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیتسی دی. پلار یې د خپل مهال نامتو رباب غږوونکی او د طبلې استاد و، نو ځکه یې زوی محمد عمر له هماغه کوچنیوالي څخه، له هغه مهاله چې لا نه کلن و، تر روزنې لاندې ونیو، وروسته بیا محمد عمر د خپل تره زوی محمد ایوب سره نوره زده کړه وکړه او یو وخت یې د سندرو ویلو هیله پیدا کړه، نو ځکه له آقا محمد( د استاد موسی قاسمي پلار) سره شاګرد شو، بیا له استاد قاسم سره شاګرد شو او سندرې یې ویلې چې ډیرو خلکو وپیژاند. کله چې په ۱۳۲۰ ل. کال کې کابل راډیو جوړه شوه، نو له دغې راډیو سره یې کار پیل کړ. په لومړیو وختونو کې یې سندرې ویلې، وروسته یې د رباب په غږولو پیل وکړ، او د ژوند تر پایه یې له بیلابیلو سندرغاړو سره رباب غږولی دی. د نومړی د رباب ځانګړی کسیتونه اوثبت شوې فیتې د رایدو افغانستان په ارشیف کی شته. له دې امله چې د راډیو افغانستان د فعالیت په لومړیو کلونو کې( له نن څخه ۶۵-۷۰ کاله مخکې) د غږ د ثبت او ضبط وسایل نه و موجود، نو ځکه او س د استاد محمد عمرکومه سندره په واک کې نشته، خو له هغه وروسته چی د ضبط او ثبت وسایل ایجاد شول، درباب ډیر خوږی نغمی یی هم راډیو او هم تلویزیون کې لرو. محمد عمر خان وروسته تر څه مودې سندرې ویل پریښودل، یواځې رباب غږولو ته یې دوام ورکړ. په دې هنر کې یې پوره مهارت وموند او د"رباب د پاچا" لقب یې ترلاسه کړ. هم یې یواځې رباب غږاو او هم یې د راډیو په ارکستر کې له هنري ډلې سره رباب غږاو. او په دې تو ګه د محمد عمر ربابي نوم ټولو وپیژاند. په ۱۳۲۸ ل. کال کې د ساز او آواز یو شمیر نامتو استادان لکه استاد قاسم، استاد غلام حسین، استاد معراج الدین، استاد نبي ګل او استاد چاچه محمود وروسته تر یوې کره ارزونې څخه استاد محمد عمر ته د استادۍ د لقب وړاندیز وکړ چې لوړو مقاماتو ومانه او منظورشو.

 

استاد محمد عمر د رباب غږولو ترڅنګ، ګڼ شمیر شاګردان هم وروزل، په سندرو ویلو کې دده په شاګردانو کې یو یې نامتو هنر مند امیر محمد و ، خو د رباب غږولو په برخه کې یې نور په سلګونو تنه روزلي دي، استاد محمد عمر نه یواځې دا چې په افغانستان کې خپلو هیواد والو ته رباب ورزده کړ، بلکې یو شمیر بهرنیانو ته یې هم دغه هنر ور وښود لکه د تاجکستان د دوشنبې یو شمیر هنرمندان او د امریکا د واشنګټن یو شمیر هنرمندان. د رباب پاچا (استاد محمد عمر)بهر ته هم یو شمیر سفرونه کړي دي: اته ځله شوروي اتحاد ته تللی وو، شپږ ځله ایران ته، څلور ځله هندوستان ته، یوځل پاکستان ته، یو ځل یوګوسلاویا ته، یو ځل چین ته او یو ځل د امریکې متحده ایالاتو ته تللی و چې په دغو ټولو سفرونو کې یې خپل هنر ډیر ښه ځلولې . نوموړی یو شمیر جایزې او مډالونه هم ترلاسه کړي وو. درې مطبوعاتی جایزې او یو د سرو زرو مډال یې ګټلی دی. په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د ده د ډیرو زیاتو پارچو څخه اوس د راډیو- تلویزیون په آرشف کې یواځې شل نغمې شته او نورې په واک کې نه لرو.

   ارواښاد استاد محمد عمر د ۱۳۵۹ل. کال د جوزا(غبرګولي) په ۲۱ مه نیټه وفات شو اوپه هغه سبا یې د جنازې لمونځ ادا او د شهدای صالحین په هدیره کې، چې د هغه وخت ګڼ شمیر رسمی چارواکی او د خرابات د ګذر ډیر زیات خلک او د رادیو تلویزیون یو شمیر هنرمندان جنازی ته ورغلی وو، په درنښت سره خاورو ته وسپارل شوه.

 

لوستل شوی 650 ځله