دهرات یونلیک

دهرات یونلیک

دودیال

د۱۳۹۹ل. کال د کب میاشت کې د افغانستان د ولسمشر محترم ډاکتر محمد اشرف غنی د ځانګړي حکم له مخې پریکړه وشوه چې د هیواد دنامتو ادبي څیرې، امیرالکلام امیرعلی شیرنوایی د زیږیدو د ۵۸۰کال په مناسبت د هرات په ښکلی او تاریخی ښار کې ( دامیرعلیشیرنوایی افکارو ته نوې کتنه) تر عنوان لاندې یو نړیوال سیمینار جوړ شي.

  د دې سیمینار د تدویر په خاطر د جمهوری ریاست د دفتر د لوی رئیس محمد شاکرکارګر تر نظر لاندی یو کمیسیون وټاکل شو. د سیمنار دتدویر دنده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شوه . د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د محترم عزیزالله اروال په مشری تدارک کمیسیون  موظف کړ د کمیسیون منشی اغلی خور محبوبه بابکر خیل او یو شمیر فرهنګیانو یی دغړو په توګه په کار پیل وکړ. کمیسیون د هیواد پوهانو او لیکوالو څخه د سیمنار لپاره د مقالو غوښتنه وکړه. له دې امله چی امیر علیشیرنوایی د میناتور او خط کلک ملاتړی و او په خپله هم په میناتور او ښکلی خط باندی پوهید، په دواړو هنرونو کې یې اوچت استعداد درلود، له دې پرته نوموړی دهغه وخت میناتوری اود ښکلی خط ډیر ملاتړ کړی و. د ده پر مهال دهرات د میناتوری د سبک بنسټ کیښودل شو، نامتو کمال الدین بهزاد د دې ښکلی اوسترې مانۍ بنسټګرو.  د نوایی د وزارت پرمهال یو شمیر وتلی میناتوران، انځورګران او خطاطان وګومارل شول چی هنری آثار وپنځوی، د ودانیو سینګار وکړی او کتابونه خطاطی کړی، همدارنګه د ده پر مهال دپنځوسو شاوخوا شعری دیوانونه، دینی کتابونه او تاریخونه خطاطی شول، نو د نوموړی د دې ستر خدمت د نه هیریدو په نیامت مې یوه مقاله ولیکله . مقاله  دکمیسیون له خوا  سیمنار ته ومنل شوه. هغه کسان چې مقالې یې منل شوی وی، هرات ته دسفر کولو لپاره وبلل شول. یو شمیر فرهنګیان د بیلابیلو بوختیاوو او نورو دلایلو له امله دغه سفر کی ملګری نه شول. ما دیوشمیر ستونزو سره سره ځان چمتو کړ او د سفر لپاره چمتو شوم.

 سیمنار ته د سلو شاوخوا مقالی استول شوی وی، له دې جملې ۲۷ غوره شوی او دیوې مجموعې په توګه چاپ شوی. مقالی په پښتو، دری، ازبکی، ترکی، روسی او انګلیسی ژبو باندې وې. دغه لوی نړیوال علمی سیمنار ته دهیواد له بیلابیلو ولایتونو، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکیې او یو شمیرنورو هیوادو څخه میلمانه راغلی وو، دهرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ دریاست کار کوونکی او د دغه ولایت لیکوالان هم بلل شوی وو. په هرات ولایت کی میشت د کنسلګریو دیپلوماتان هم رابلل شوي وو. دغه علمی سیمینار او دهغه پرانیستل ډیر شانداره وو،  دهغه په ترڅ کې  ډیرو فرهنګی دوستانو سره دلیدو فرصت برابر شو.

 

دسیمنار دپرنیستو یوه څنډه

موږ له کابل څخه د دوشنبې په ورځ چې د ۱۴۰۰ل. کال د وري له ۱۶مې سره برابره وه د کابل له هوایی ډګر څخه دسهار لس بجی د هرات په لوری روان شولو. یوولس نیمی بجی د هرات هوایی ډګر کی کوز شولو. د هرات د ولایت مقام، په هوایی ډګر کې  د میلمنو ډیر ښه استقبال وکړ. منظم ترانسپورت، دڅښلو اوبه، لارښوونکی او دبهرنیانو لپاره ژباړونکی توظیف شوی وو. غرمه موږ هغو هوټلونو ته ورسیدو چی د میلمنو لپاره ریزرف شوی وو. ډوډۍ مو په ګډه وخوړه اود ماسپښین لمونځ مو وکړ. له لمانځه وروسته هر څوک د یو ساعت دمې لپاره اتاقونو ته ولاړل ، کله چی د میلمنو دمه جوه شوه، ټول د هوټل انګړ ته راکوز او له هوټل څخه بهر ښار ته ووتلو. دا وخت دهرات هوا ډیره ښکلی  او د کابل په پرتله لږ څه توده وه. بڼونه شنه او ډیر ښایسته وو. جادی او سړکونه منظم او د ښار وضعیت ډیر عالی و. په ډیرو ځایونو کی د امیرعلیشیرنوایی انځورونه، د ده دشعر څو بیتونه، د مشهورو ویناوو ځینی برخی او هرات ته  د میلمنو د راتګ له امله د دغه علمی سیمنار بیلبوردونه، ملی بیرغونه او دښه راغلاست لوحې لګیدلې وی. په هغه سبا، یعنی د سی شنبی په ورځ  د سهار اته بجی د مولانا تالار ته ولاړو.  دغه تالار لویه ودانۍ، د کنفرانسونو لپاره لوی هال، یو څو کوچنی هالونه او د غونډو ځایونه، شین بڼ ، لوی انګړ، پارکینګ او د ګرځیدو ساحه لری.

د کنفرانس اجندا او په دې مناسبت چاپ شوی بولتونونه، ځانګړی کتابچی او دوسیې ګډونوالو ته وویشل شول. په تالار کې له مرکز او نورو ولایتونو څخه راغلیو میلمنو ته ځایونه ریزرف شوی وو. موږ خپلو ځایونو کی کیناستو. ماسره یوځای عموماً د بیلابیلو پوهنتونو استادان او د افغانستان د علومو داکاډمی غړي وو.  د لومړی ورځې غونډه د قران عظیم الشان په څومبارکو آیتونو پیل او ورپسې ملی سرود خپور شو. دې پسې وروسته ولسمشر خپل پیغام د ویډیو کنفرانس په بڼه واوراو چې د ګډونوالو له خوا ډیر تاوده هرکلی سره مخامخ شو. په پام کې وه چې دوکتور اشرف غنی به دغه کنفرانس کی ګډون کړی و، خو تصادفاً چې په دغه ورځ  له بهر څخه یو هیئات را ورسید او د ډیرو تدابیرو سره سره یې سفر هرات ته ونشو. ولسمشر ډاکتر غنی  په خپل پیغام کی د امیر علیشیر نوایی د ادبی خلاقیتونو، هغه پروژې چی ده هغه وخت پلی کړی وی، دجوړونی فکر او د منطقوی اتصال نظریې باندی ډیر ټینګار وکړ. دا چې ولسمشر د دغه کنفرانس لپاره (د امیر علیشیر نوایی افکارو ته نوې کتنه) ټاکلی و، تصادفی نه و، بلکې موخه یی له همدغو ټکیوڅخه وه چې پورته ذکر شوه. ولسمشر په پریکړو کې ډیر دقت او له مسئولینو ډیرې پوښتنې کوي. دغې شیوې ته په معاصر مدیریت کې د( queuing theory) نظریې په اساس درول شوی طریقه وایی چې په هغې کې له ارقامو( data) ډیر کار اخیستل کیږی، ځینی ورته کمی تګلاره هم وایي. د ولسمشر پیغام کې علمی اوتخنیکی لارښودونه هم و. د وینا کلمات کم، خو محتوا یې ‌ډیره زیاته وه. ولسمشر دغه سیمینار ته د یوې فرهنګی نمانځنې ترڅنګ، ډیر نور لوی مسئولیتونه هم مخې ته کیښودل. اوس چې خپلو هغویاداشتونو ته ګورم چې ما له دغې وینا څخه ډیر ژر ژر لیکلی و، فکر کوم چې د محتوا د تحقق لپاره یې یوې ستراتیژی جوړولو ته اړتیا ده چې د اقتصادی او کلتوری پالیسی ګډ ترکیب پکې رعایت او بویه چې د ( system approach) په طریقه پلی شي.

په ریښتیا هم؛ افغانستان اوسنی وخت کې یو ځل بیا دعامه پروژو تطبیق، خلاقیت، د جوړونې فکر او منطقوی اتصال ته اړ دی او د دغو آرمانو وخت را رسیدلی دی.

د ولسمشر په پیغام پسې وروسته، د هرات ولایت د معارف دترانې ټیم  چې نجونی او هلکان پکې وو، یوه ملی سندره وویله. ترانه د ګډونوالو له خوا دلاسونو په پړکولو او تودو احساساتو بدرګه شوه.

دمعارف د شاګردانو د ترانې د اوریدو شیبې

دې پسې د اطلاعاتو او کلتور وزیر خپله وینا واورله او بیا یوه دمه او د چای وقفه وه.  نورو برخو کی د څو وزارتونو پیغامونه د معینانو او نورو استازیو له خوا  واورل شول. د کنفرانس د لومړی ورځې دوهمه برخه ورسته تر غرمی د ماسپښین تر لمانځه وروسته دوام وموند  چی د ترکمنستان د ولسمشر پیغام او د ازبکستان د دولت دوستانه پیغامونه هم په دې برخه کی وو. څلور بجی دلومړی ورځې غونډه پای ته ورسیده. په دې توګه د علمی مقالو وار په دوهمه ورځ و.  دوهمه ورځ د چهار شنبی ورځ وه. غونډه اته بجی پیل شوه. او ګډونوالو په ترتیب سره خپلی مقالی ولوستی. زیاترو لیکوالو د علیشیر نوایی دافکارو، د هغه د ادبی کارونو،  سیاسی او اجتماعی فعالیتونه او خدماتو یادونه کړه  او د سلطان حسین بایقرا د مدبر وزیر په توګه یې د هغه رول وښود. د ده د څلورو دیوانونو معرفی شوه چی په یوه مجلد کې د خزاین المعانی په نوم هغه وخت خپور کړی و. په دری، عربی او ازبکی ژبو یی نور آثار هم معرفی او کرکتنی ورباندی وشوی. دهغه وخت عمرانی چاری وستایل شوی او د ده د وزارت دوره د هرات د ریسانس دوره وبلل شوه.

هغه څه چې د وقفی او تفریح په ترڅ کې یې زه ډیر بوخت کړم، هغه د تالار دووخواووته د افغانستان د مشاهیرو انځورونه وو. د تالار دوو اړخونو ته د خوشحال بابا، غلام محمد میمنګی، مرزاالغ بیک، رحمان بابا، البیرونی، مخدوم قلی فراغی، مولانا جامی، ګلبدن بیګم، صلاح الدین سلجوقی، لطفی هروی، محجوبه هروی، سلطان حسین بایقرا، کاشفی، عبدالرحمن جامی، خواجه عبدالله انصاری، ګوهر شادبیګم او کمال الدین بهزاد انځورونه په ډیریې عالی سلیقې سره په ښکلیو میناتورونو کی ایښودل شوی وو. دځینو انځورنو لاندې نقل قولونه هم و چې هر یو یې د کاڼي کرښې او د یوکتاب معناګانو لرونکي وو. ترڅو د انځورونواو یوشمیر ویناوو له  کتلو اولوستلو وزګاریدم، دچای وقفه پای ته رسیدلی وه او زه له چای څخه محروم شوم( معلمان تل همداسې وي!). له غرمی ورسته یو ساعت وخت د لوستل شویو مقالو ارزونی ته پریښودل شوی وو. د دغی ورځې ارزونې تر ټاکلی یو ساعت څخه زیات وخت ونیو، خو ټولې خبرې د عالی محتوا لرونکی او په زړه پورې وی. په دې توګه موږ د څلورو بجو پر ځای شپږ نیمی بجی له تالار څخه ووتو، خو هوټل ته تر تګ مخکې مو د ماښام لمونځونه همدلته ادا کړل.

د پنج شنبی ورځ وروستی ورځ وه  چی  میلمنو ته سوغاتونه، یادګاری عکسونه اخیستل، د چاپ شویو کتابونو ویش او د دوستو هیوادو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان هیاتونو خپلی خبری واورلی او وعده یی وکړه چی راتلونکی کی به  په کلتوری برخو کی افغانستان سره په ګډه نور کار هم کوی. د دغه کنفرانس دمقالو مجموعه په ۲۹۹+۳۷۶=۶۷۵مخونو کې (۳۷۶مخونه زموږ په کورنیو ژبو او ۲۹۹مخونه په بهرنیو ژبو و) په ډیر عالی صحافت چاپ شوی وه، د نوي کال له کلیز سره یوځای ګډونوالو ته  وویشل شوه. په کابل کې د مقالو دغه مجموعه، چې د یوه پنډ کتاب بڼه یې لرله،  دهیواد پوهنتونواو عامه کتابتونو ته واستول شوه. دپنج شنبې په ماښام د هرات ولایت مقام، د اختیارالدین کلا کې میلمستیا کړی وه. په دی کی دغه تاریخی کلا میلمنو وکتله او دشپې له ډوډۍ وروسته دازبکی ژبی مشاعری سره یوځای د ازبک ځوانانو سید کبیر کمال، خیرمحمد چاوش او عبدالمجید اندخویی له خوا یو په زړه پورې کنسرت هم ورکړل شو. په هغه سبا دجمعی په ورځ میلمانه  یو نندارتون اود هرات تاریخی ابداتو کتنی ته وبلل شول. میلمنو د لرغوني هرات ابدات  لکه   دهرات اختیارالدین کلا، څلی(مصلی)، دهرات جامع جومات، دامیر علیشیرنوایی زیارت او د ملکې ګوهرشادبیګم زیارت وکتل. په همدې ورځ د هرات ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست کې یو لوی نندارتون هم پرانیستل شوی و. په دې نندارتون کې د خطاطی او میناتوری ډیرې ښکلې بیلګې چې د هرات خطاطانو او میناتورانو او د هرات د پوهنتون د ښکلوهنرونو د پوهنځي محصلانو رالیږلی وې، ایښې وی. دهرات د لاسی صنعت بیلګې، د هرات د وریښمو او زپران دتولیداتو بیلګې، دهرات د ځانګړی سبک لرونکی کاشی او سرامیک، په هرات کی جوړ شوی د موسیقی آلات لکه رباب او دمبوره، سونډی ټوکر، ګلیمونه او هراتی غالۍ، جاینمازونه، کلالی لوښي، له بیلابیلونرسریو څخه د زینتی ګلانو بیلګې، په هرات کی چاپ شوی نوی کتابونه، هراتی خامک او مُهره دوزی، دڅرمن تولیدات، مسی لوښي، لرګین صنایع او یوشمیر محلی تولیدات هم نندارې ته ایښودل شوي وو. په دغه نندارتون کې مو له یو شمیر طبیعی بوټو او تیږو څخه د رنګ د تولید پروسه هم ولیدله. دغه نندارتون ماته د کلتوری اړخ ترڅنګ، له اقتصادی پلوه هم ډیر مهم او په زړه پورې ښکاره شو. د هرات د صنایعو د مسلکی انستیتیوت د نجونو لاسی صنعت ترټولو غوره او دستاینې وړ برخه وه. د دغی لیسې پیغلو په خپلو نازکو ګوتو راز راز اوبدل شوی خامکونه، مهره دوزی، دسمالونه او د رسامی او د خط بیلګی نندارتون ته راوړې وې.

ما له کابل څخه یو ناچیزه سوغات “برګ سبز تحفه ی درویش” (داقتصاد پوهنځیو ته زما څوتالیف شوی درسی کتابونه) وړی وو، د سیمنار په دوهمه ورځ د انانسر له خوا دهغو اعلان وشو او د هرات پوهنتون ته یې ډالۍ کړل. د چای په وقفه کې د هرات دپوهنتون رییس صاحب چی د چایو پیاله یی لاس کی وه، ماته راغی، زه چی د علومو اکاډمی له څو تنو استادانو سره په خبرو وم، له هغوی مې بښنه وغوښته رییس صاحب سره په خبروشوم. دهرات پوهنتون رئیس صاحب، پوهندوی دوکتور عبدالله فایز سره می څو ځله پخوا هم د لوړو زده کړو وزارت کی په ځینو رسمی غونډو او کنفرانسونو کی لیدلی و، ډیر دروند عالم، مخلص دوست، خواریکښ استاد او ښه بریالی مدیر دی . د کتابونو له امله یی مننه وکړه، په دغو کتابو کی یو یې (منطقوی اقتصاد) و . دغه مضمون تر څلور –پنځو کلونو مخکی زموږ د اقتصاد د پوهنځیو په نصاب کې نه و، یعنی یو نوی مضمون دی. ویې غوښتل چې د سیمنار له پای ته رسیدو وروسته یوه ورځ پوهنتون ته ورشم او د منطقوی اقتصاد او د خواف لویې لارې د اقتصادی اهمیت او نورو موضوعاتو په اړه محصلانو ته یو لکچر ورکړم.د خواف نوې لاره همدې وروستیو کی له ایرن څخه هرات ته رارسیدلی وه، په دې هکله د تهران رادیو زمایوه مرکه هم نشر کړی وه. د دغی لنډې تفریح او مرکې په ترڅ کی می رییس صاحب ته د ښکلیو هنرونو او مستطرفه صنعت او د طبیعی رنګ خبره وکړه، رییس صاحب وویل چی د هنرونو د پوهنځی محصلانو ته به په دې هکله هم خبرې وکړی، خو دا کارونه یو هم ونشول، ځکه چی د سیمنار په پایته رسیدو سره سم موږ هوایی ډګر ته راغلو او الوتکه کابل ته د راتګ لپاره چمتو وه. دهرات د پوهنتون رییس صاحب د ځان ارزونی د پروسې او دغه پوهنتون کی د نویو لاسته راوړنو خبره را ته وکړه. زه تر دې مخکی څلور ځله په رسمی توګه د هرات پوهنتون ته تللی وم،  دا دی اوس له هغه وخته تر اوسه دغه پوهنتون کی ډیر زیات پر مختګ شوی و، چې زما لپاره ډیر دخوښۍ خبرو،  خو یوځل بیا هلته ورتللو؛ په تیره د یوه لکچر د ورکولو ارمان مو په زړه پاتې شو. که زموږ سفر یوه ورځ بل وخت لرلای، ممکن د هرات د پوهنتون داقتصاد پوهنځی کی مو د خواف ریل پټلۍ څخه برعلاوه د آقینی او تور غونډۍ دبندر او د ټاپی پروژې په هکله هم خبری کړی وای. دا ځکه چی نن ورځ څلورم صنعت په معاصر اقتصاد کې مهم دریځ لري  او باید افغانستان دې پړاو ته ننوځي.

په وروستۍ ورځ یو ښایسته اوبااستعداده ځوان زما خواته راغی، نوموړی سیدکبیرکمال و چی تیره شپه یې ازبکی سندره وویله، د ده سندره د کنسرت د ټولو لیدونکو(په تیره زما) ډیره خوښه شوه. پرون شپه د پړکنده تیزو رڼا ګانو په ځلا کې له ازبکی ښایسته چپنی او سرې ټوپۍ سره یو څه بل ډول ښکارید، خو اوس راته نږدی مخامخ ولاړ و.  ځان یی راته معرفی کړ، ډیر خوښ شوم. ده وویل چی د اقتصاد پوهنځي څخه فارغ یم او تاسو مو لیدلی یاست. ماته یی د اقتصاد پوهنځی کی د پوهاند نذیراحمد شهیدی په نوم د اقتصاد د پوهنځی د ادیتوریم د نومولو ورځ را یاده کړه. ډیره خوږه مرکه یی کوله ، په پښتو یې ډیرې خوږې او روانی خبرې کولې. په لنډ ډول یی خپله کورنې را وپیژنده او د خپلو هنری کارونو یادونه یی وکړه . ده وویل چی کمال زما نیکه و او هغه هم سندری ویلای شوی. له دغه ځوان سره می خبرو د درې ورځو ستومانی را څخه هیره کړه. کومه سندره چی پرون شپه ده ویله، ما ته یې د څلویښت –پنځه څولیښت کاله مخکی د راډیو افغانستان د کرنی او مالداری پروګرام رایاد کړ. په دغه پروګرام کی د سپین زر شرکت او د پومبی د ترویج هڅې کیدی، په شمال ولایتونو؛ په تیره کندز کې د پومبې دکښت ترویج دهغه وخت یوه مهمه پروژه وه، نو رادیو په دې مناسبت دغه برنامه کی یوه محلی ازبکی سندره نشروله، دغه سندره ایله درې دقیقی وه. سیدکبیر کمال  د دغی سندری طرز او نوم را ته تشریح کړ. ده وویل چی دغه سندره ما له خپل بابا څخه په کوچنیوالی زده کړی ده. کمال راته دخپل تیلفون شمیره هم راکړه او د خپلو سندرو یوتیوب او دانلود او آپلود یی هم وویل، خو زه د پنجصدوسی د ټیپ او د پلاستیکی کسټونو د دوران سړی یم! ما وخت ونه موند چی په نیټ کی یې ومومم. له ده څخه د دوی د ډلی د یوه بل ځوان پوښتنه وکړه، چې  پرون شپه یې موږته (فرزند من) سندره  واورله، ده وخندل، ویې ویل:  استاد؛ او مجید جان نام دارد، با ما از کابل آمد،در همین هوتل در دهلیز شما اتاق دارد از جوزجان آمده. ماته را یاد شو. ریښتیا هم پرون می یو ځوان د هوټل دهلیز کې ولید، چی د ساز وسایل یې ورسره و، اوس مې پام شوچې همدا عبدالمجید اندخویی و. ما ویل چی هوټل ته ورسیدم ده سره به یو څو شیبې کینم، خو دا فرصت برابر نشو. په هغه شپه له ښاغلی خلیل زاده سره په خبرو شوم. هغه دفاریاب یو معزز مشر دی اوس کابل کې اوسي. په دې توګه له اندخویی ځوان سره د بنډار فرصت هم له لاسه ووت. د ولسمشری د ماڼۍ د دفتر کارکوونکی ښاغلی فرهمند چې موږ سره له کابله د یوه هیئت په مشرۍ، د دغه سیمنار د سمبالښت لپاره تللی و، خلیل زاده ته زښت ډیر درناوی کاو او د ډیرې بوختیا سره سره یې ده ته ځان رساو . خلیل زاده راته وویل چی  د فرهمند پلار زما برادرخوانده دی، دوی اصلاُ د فاریاب دی اوس کابل کې اوسي.

د نندارتون د کتنې پر مهال نیم میلمانه نه و راغلی، دا ځکه چې یو شمیر یې د جمعی د ورځې له رخصتی په استفادې، د سوغاتونو د اخیستو په موخه بازار ته وتلي وو. باید هیر نه کړم چې د خط او میناتوری په نندارتون کې د هرات پوهنتون د ښکلیو هنرونو د پوهنځی د دوو تنو محصلانو (میرولی احمد هروی او محمدابراهیم حبیبی) کار بیساری جذاب، هنری او ښکلی و. دبسم الله فرامرزی سروری، نجیب الله انوری او عبدالحیکم کریم زاده هنری استعداد او کار دستاینی وړ وګرځید. د نندارتون په جریان کې می د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس صاحب سره خبرې وکړی او په ګډه مو دهغه فرصت له لاسه وتل یاد کړل چی یونسکو باید هرات او دهرات سبک دفرهنګی میراث په توګه نه وای هیر کړی. رییس صاحب وویل چی موږ دا موضوع هماغه وخت د رسمی لیک په ذریعه مرکز ته استولی وه، خو وخت ضایع شو او خبره پاتې شوه. دا دی  اوس همدا نن چې د فرهنګی میراث د ثبت ښه زیری واوریدل شو ټولو هیوادوالو ته یې د دغه یونیلیک په ترڅ کې مبارکی وایم. ما ته د هرات سفر او د امیر علی شیرنوایی دعلمی سیمینار خاطرات ډیر خواږه او نه هیریدونکی وو.  موږ د هفتې په ورځ چې د وري د میاشتې له یوویشتمې سره برابره وه مازیګر بیرته کابل ته راورسیدو.

 

لوستل شوی 297 ځله Last modified on جمعه, 11 سرطان 1400 19:55
دې ته ورته نورې ليکنې « قفقاز پاره ۳۰ بحیره کسپین »