.
د اسلام سترپیامبر محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي: «انماالاعمال بالنیات وانمالکل امرئ مانوی. فمن کانت هجرته الی دُنیایصیبهااوالی امرءه ینکحهافهجرته الی ماهاجرالیه » (متفق علیه) (اعمال په نیت پورې تړلي دي اوهرچاته به دخپل نیت مطابق بدله ورکول کیږي،دچاچې هجرت دالله اودهغه دپیغمبرلپاره وي نودده هجرت دالله اودهغه دپیغبرلپاره دی اودچا چې ددُنیااویادښځې لپاره وي چې دی یې په نکاح کوي نودده هجرت دهغه څه لپاره شودکوم شي (په نیت )یې چې هجرت کړای وي (بخاری،مسلم) ددې مبارک حدیث دحکم نه داخبره په ټول وضاحت او صراحت سره معلومیږي چې: دعمل اعتبارپه نیت پورې اړه لري، که دا چانیت په عمل کې صحیح وونو د هغه عمل د قبلېدلوجوګه دی،که یې نیت صحیح او د شرعې سره برابر نه وو نو د هغه عمل دقبلېدوجوګه اووړنه دی.
ګرانو لو ستونکو !
په لمانځه کی قاعده داده چې قرائت باید په ژبه (خوله ) ولوستلای شي اونیت باید په زړه کې وشي. داسې حالات شته چې زمونږ بعضې خلک معکوس عمل کوي او په لمانځه کې نیت په ژبه او قرائت په زړه کې کوي. او په لمانځه کې نیت کوي چې:
« نیت مې وکړ د زړه د اخلاصه چې ادا ء کړم ( دوه رکعته دسهار فرض لمونځ ) ددی حاضرامام پسې ( که لمونځ په جماعت اوسي ) مخ مې اړوم په طرف د کعبې شریفې . الله اکبر » اوس په دغه تحلیلي بحث کې دغه موضوع مطالعه کړو چې دغه نیت په کوم مستند حدیث درسول الله صلی اله علیه وسلم او یاهم کوم مستند قول باندی بیان شوای او همدغسی اساساً نیت ویل په زړه کې وویلای شي او یا هم په خوله کې ددغه موضعاتو دپوره بیان او تفصیل لپاره دغه تحقیقاتي مبحث په لاندې لینک کې په تفصیل سره لوستلای شئ
پاتې په ضمیمه کې