دِټولو مانا په تېر وروان مهال کې ترپولې یا ترحد رسېد لو پورې نیمګړتیا ده ، که چېرې په دې ټیټېدو یاکښته کېدوکې لویونه یا ډېروال یا مبالغه ووکړو تفریط ورته وایي، چې په عربي جوړښتلارکې سرچین یا مصدر ببلل کېږي ، مانایې کمتیا وتقصیر دی.
لنډیز – د افراط وتفریط بنسټ ، ریښه وماده یو دی ، خو په ماناکې یو دبل په چپون وعکس دي ، دافراط مانا اوښتل یا تجاوز په ډېروالي کې ده ، دتفریط مانا : اوښتل یا تجاوزپه په لږوالي یا کموالي کې ده .لکه څنګه چې الله(ج) موږمسلمانان په ټولنوکې منځنۍ ټولنه ګرځولي یووایي:(وَكَذلِكَ جَعَلْناكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِتَكُونُوا شُهَداءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيداً (البقرة/ 143.
په همدې ډول باندې مو تاسو منځنۍ ټولنه ووګرځولی، چې دقیامت په ورځ تاسو په خلکوباندې شاهدان یاست، ورسول په تاسوباندې شاهد وي. ((و كلوا واشربوا ولا تسرفوا)).