عبدالمطلب د خپلو اوښانو د ترلاسه کولو لپاره ابرهه ته ورغی ،ابرهه ورته ويې ويل : ته څنګه راغلي يې او څه غواړي اې د منطقي مشره ؟
عبدالمطلب ورته وويل :زه غواړم چې زما دوه سوه لوټ شوي اوښان بيرته راته وسپاري .
ابرهه ورته وويل : زما خيال وو چې ته به ډير لوی سړی او غټ شخصیت وي، ته به د خپلي عبادتګاه د نجات سوال وکړي ، خو راته څرګنده شوه چې ته ډير وړوکی سړی یې چې يوازي د خپلو اوښانو د نجات په غم کې بوخت يې! عبدالمطلب ورته وويل : زه د اوښانو خاوند يم او کعبه خپل خاوند لري، هغه به ستا د تخريب څخه ورته نجات ورکړي، ابرهه ورته وويل : زما د ارادې مخه څوک نه شي نيولی! د کعبي د ورانولو په نيت روان وو چې د درياب څخه سيلونه – سيلونه مرغان چې هر يو سره يې دری –دری کاڼي وو؛ چې کله به د ابرهه د لښکريانو پر سر باندې ور برابر شول؛ نو دری واړه کاڼي به يې ورباندې ورخوشي کړل، او د ابرهه لښکر يې تارومار کړ.
په دغه سوره کی چورليځی موضوعګانی عبارت دی له :
- عام فیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم د. ولادت کال
-آیا کعبه به هم په آخر الزمان کې ورانه شي؟
-ایا ملائکو هم ځانته بله کعبه لری
ګرانو لوستونکو !
تاسې کولای شئ د« فیل » په دغه مبارکه سوره کې چې د« احمد » له تفسیر شریف نه اقتباس او اخیستل شوې دغه موضوعات په تفصیل او دقیق توگه ولولئ او مطالعه کړئ. دلا زیاتو معلوماتو لپاره لطفاً لاندې لینک باندې کلیک وکړئ!
پاتې په ضمیمه کې ولولولئ