.
«لَمْ يَلِدْ وَ لَمْ يوُلَدْ» اولاد نلری او د بل څوک اولاد نه دی.
«وَ لَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُواً اَحَدٌ» يعنی هيڅ يو د مخلوقاتو، لکه هغه نه دی.
ګرانو لوستونکو!
د اخلاص دسوری «قل هو الله » د تلاوت فضيلت معادل ثلث دقرآن دی لکه چی کی په حدیث کی راغلی :« قل هو الله أحد» تعدل ثلث القرآن ...(صحيح الجامع الألباني – 1477) (قل هوالله احد د قرآنکريم د دريمې حصي سره برابردی (د تلاوت کولو ثواب ) او همدغسی په بل حدیث کی د ابن عباس رضي الله عنهما روایت دی : قال رسول صلى الله عليه وسلم « أيعجز أحدكم أن يقرأ في ليلة ثلث القرآن ؟ ، قالوا وكيف يقرأ ثلث القرآن ؟ قال صلى الله عليه وسلم « قل هو الله أحد »تعدل ثلث القرآن » (رواه مسلم ).
ابن عباس رضی الله عنه وايي : (رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : آيا د تاسې څخه څوک په دې عاجز دي چې په يوه شپه کې دری ځل قرآن تلاوت کړي ؟ مونږ وويل څنکه به څوک دری ځله تلاوت وکړای شي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د قل الله تلاوت د قرآنکريم د تلاوت له دريمې حصې سره برابر دی .
ګرانو لوستونکو!
په دغه لیکنه کی تاسی کولی شی ددغه سوری ترجمه اوپوره تفسیر ولولی اوهمدغسی په دغه سوره کی :
- رقیه څه شی ده !
- درقی شروط کوم دی!
- رقیه ممنوعه کومه ده .
کره او پوره معلومات لاسته راوړی . دغه مبارکه سوره چې د« احمد » له تفسیر شریف نه اقتباس او اخیستل شوې په لاندی لینک کی لوستلی شی .