.
اِنس او جن همیشه سعی او کوشش کوی چی ستاپه قلب کی خپل دنفوذ امکانات برابر کړی.
هر څومره چی دانسان علمی مقام او منزلت وچتیږی او په ټولنه کی دیومقام او منصب خاوند کیږی دشیطان ، شیطانی مکاری هم زیاتیږی تر څو هغه دحق دلاری نه منحرف کړی .
ګرانو لوستونکو!
په دغه سوره کې تاسو کولای شئ چی دانسان ددغو دو دشمنانو هریو انس او جِن په هکله او داچې ولې شیطان دخناس لقب اخستلای دخناسینو ټولګی، شیطان تر کومه حد کولای شي پر انسان باندې مسلطه شي، کره معلومات تر لاسه کړئ.
همدغسې په دغه سورې کې دخبیث شیطان ددشمنۍ ددفعې په هکله ، دقرآن عظیم الشأن نسخه، او داچې ولې الله تعالی ( ج) اصلاً شیطان ته دوسواس مجال اواجازه ورکړې ده او په مجموعي توګه څنګه کولای شوی دشیطان وسواس په مقابل کې مبارزه وکړو، پوره او مستند بحث شوای دی.
ګرانو لوستونکو !
همدغسې په دغه سورې کې چې ولې دګمراهانو توبه نه قبلیږي، دتوبې مفهوم څه دی، دفرعون توبه ولې قبوله نشوله، پوره معلومات لاس ته راوړلای شئ.
ددغه سورې په ورستنۍ مبحث کې داستغاثې په هکله هم مستند بحث راغلای دی.
تاسې کولای شئ د« الناس » په دغه مبارکه سوره کې چې د« احمد » له تفسیر شریف نه اقتباس او اخیستل شوې دغه موضوعات په تفصیل او دقیق توگه ولولئ او مطالعه کړئ. دلا زیاتو معلوماتو لپاره لطفاً لاندې لینک باندې کلیک وکړئ
نور په ضميمه کې