ګرانو لوستونکو !
دلمونځ کونکي مخي ته له تېریدلو ځان ساتل ډېرسخت ضروري دي ، ځکه په مبارکو حدیثونوکې په دي اړه سخت وعیدونه راغلي
«عن ابی جهیم قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : «لو یعلم المار بین یدی المصلی ماذا علیه لکان ان یقف اربعین خیرا له من ان یمر بین یدیه ‘ قال ابو النضر لاادری قال اربعین یوماً او شهراً او سنةً » ( متفق علیه۔(مشکوة‘صفحه :74)
له حضرت ابوجهیم څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : که دلمانځه مخي ته تېریدونکی پوه شي چې څومره ګناه لري نو څلوېښت کاله دریدل به ورته دلمانځه ترمخي تېریدا ډیرغوره وي ، [ددي حدیث یوراوي ] حضرت ابونضروایې : زه نه پوهیږم چې هغه څلوېښت ورځي یاڅلوېښت میاشتي اوکه څلوېښت کاله.
ګرانو لوستونکو !
لدی لپاره چی دستری داحکامو نه پوره خبر شی احترمآتاسو ددغی رسالی لوستلو ته دعوتم .