وروستي مطالب
د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزی له دندې ګوښه کړل شوی
دوشنبه, 06 اسد 1399 21:24لطف الله ستانکزی تېر کال د افغان کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس په توګه ګومارل شوی و
د افغانستان کرېکټ لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې ادارې اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزی د "خرابې کارکردګۍ" له امله له خپلې دندې ګوښه کړل شوی دی.
کرکټ بورډ لوبو کې د فساد له کبله پر شفیق الله شفق بندیز ولګوه
سهشنبه, 22 دلو 1398 21:38
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق یې په لوبو کې د درغلیو او فساد له کبله بندیز لګولی دی.
بورډ د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون څخه د سرغړونې له امله له نن (فبروري۱۰) تر وروستۍ پرېکړې صادرولو پورې بندیز ولګېده
له غزني تښتېدلی ځوان څنګه انګلنډ کې کرېکټر شو؟
سهشنبه, 11 سرطان 1398 19:27مرتضی علي ۱۴کلن و، چې له افغانستانه وتښتېد. دی بالاخره انګلنډ ته ورسېد او هلته یې هغه سړی وموند چې د پلار مینه یې ورکړه. د اکسفورډ سیمې یوه ځايي کرېکټ کلب مشر راجر میټې زلمی مرتضی علي د کومنور کرېکټ کلب ارام خونې ته له ځان سره ورساوه او د لوبې یو څه سامان الات یې ورته چمتو کړل. ښاغلی میټې وايي:
کرېکټ نړیوال جام: افغانستان پاکستان ته په تمریناتي لوبه کې ماتې ورکړه
جمعه, 03 جوزا 1398 19:48د کرېکټ نړیوال جام تمریناتي سیالو کې افغانستان پاکستان ته د انګلستان په برېستل ښار کې له یوې سختې سیالۍ وروسته په دریو ويکټو ماتې ورکړه. پاکستان لوبډلې د دغې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې د منډو جوړوله پرېکړه وکړه چې د افغانستان لپاره یې ۴۸ اوور کې د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه
افغانستان په لومړي ځل کرکټ کې د ټسټ لوبه وګټله
دوشنبه, 27 حوت 1397 20:11
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ څخه د ۷ ویکټو په توپیر ټېسټ لوبه وګټله.
د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ ټسټ لوبه د تېرې جمعې په ورځ «د مارچ ۱۵» نېټه د هندوستان په دهرادون ښار کې پیل شوې وه چې افغان لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر نن دوشنبه د مارچ پر ۱۸مه نېټه خپله لومړۍ ټیسټ لوبه وګټله
کرېکټ: د راشد خان هټرېک سره د افغانستان درېیمه بریا
یکشنبه, 05 حوت 1397 20:28افغانستان په درېیمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه کې ایرلنډ ته په ۳۲ منډو ماتې ورکړه او دا لړۍ یې وګټله. د یکشنبې ورځې په لوبه کې د افغانستان ورو توپ اچوونکي راشد خان په درېیو توپونو د ایرلنډ درې لوبغاړي وسوځول. محمد نبي هم ښه وځلېد او ۸۱ منډې یې جوړې کړې
کرېکټ: افغانستان ایرلنډ ته په ۸۴ منډو ماته ورکړه
شنبه, 04 حوت 1397 18:57د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن شنبه ایرلنډ لوبډلې ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې په ۸۴ منډو ماتې ورکړه او له دې سره یې د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ یې هم وګټله. افغانستان په ۲۷۸ منډو سره په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د تر ټولو ډېرو منډو نوی رېکارډ هم جوړ کړ
یما « سعیدی » برای بار سوم قهرمانی بوکس حرفوی اروپا شد !
یکشنبه, 28 دلو 1397 17:28مورخ « 16 فبروری 2019 » یما « سعیدی» به اساس پلان سازمان بین المللی بوکس جهانی « آی ، بی ، اف » ، بخاطر دفاع از کمربند قهرمانی بوکس حرفوی اروپائی خویش ؛ با بوکسر تجربه کار وسرسخت ارمنی بنام ارمان « توروسیان » درشهر کوبلینس ، کشورالمان مسابقه انجام داد و پیروز شد