مهم خبرونه

Grid List


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت يوه ویاند د يکشنبې په ورځ وويل چې په ټول افغانستان کې د سختو موسمي اورښتونو له کبله تر دېرشو ډېر کسان مړه شوي دي.

د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې وياند عبدالله جانان سايق، وويل چې د سېلابونو په اړه لومړی د جمعې په ورځ خبر ورکړل شوی وو چې «لوړ انساني او اقتصادي تاوان» یې اړولی دی.

هغه زياته کړه چې «له بده مرغه د سېلابونو له کبله  ۳۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.»

اورښتونه به ښايي دوام پيدا کړي
سايق وويل د کابو ۲۰۰۰ هکټاره کرهنیزې ځمکې ترڅنګ چې څه نا څه تر ۶۰۰ ډېر کورونه او ۸۵ کيلومتره سړکونو ډېره برخه زيانمنه شوې او يا ويجاړه شوې ده. ډېر تلفات د کورونو نړېدو په پيښو کي شوي دي.

د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه یې د کابل په ګډون په ۲۰ کې سخت اورښتونه شوي دي.

دا باراني موسم د يوه غير عادي وچ ژمي په تعقيب کې پېل شوی دی چې کيدای شي دا څه سېلابونه لا پسې شديد کړي. د وچکالۍ له کبله ډېرو بزګرانو لا دمخه د فصلونو کرل ځنډولي دي.

په راتلونکې اونۍ کې د نورو اورښتونو وړاندوېنه هم شوې ده، په ځانګړې توګه په کابل ولایت کې.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې چې د طبيعي پېښو پر وخت مرستې هم پکې شاملې دي، د پام وړ لږې شوي دي.

ایران چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ګڼ په سیاست کې ښکېل افغانان ورغلي، په کابل کې یې د طالبانو حکومت ته ډاډ ورکړی چې پر ضد به یې سیاسي فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

د طالبانو حکومت د ریاست ‌الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر په خبرپاڼه کې د هغې ناستې جزییات خپاره کړي چې په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره شوې دي.

خبرپاڼه د ښاغلي مرتضوي له قوله لیکي چې د طالبانو حکومت مخالفین په ایران کې د عادي کډوالو په توګه ژوند کوي او د سیاسي فعالیتونو اجازه نه لري.

د طالبانو حکومت یو شمېر سیاسي مخالفین په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت دي، سیاسي استازولۍ ورسره دي او فعال دي.

د ایران او طالبانو حکومت ترمنځ دا خبرې داسې مهال شوې چې وړاندې د طالبانو حکومت د دوو مخالفو جهو د اوو تنو قوماندانانو او غړو د وژل کېدو د یو کالیزې په مناسبت یوه انلاین غونډه وکړه.

په دې غونډه کې چې "د افغانستان د ملي مقاومت جبهې" د مشر احمد مسعود او "د ازادۍ جبهې" د مشر یاسین ضیاء په شتون کې جوړه شوې وه، ویناوالو د طالبانو پر وړاندې د "مقاومت" پر دوام ټینګار وکړ.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د دغو دوو مخالفو جبهو مشران په ګډه غونډه کې ګډون کوي.

احمد مسعود وویل، طالبانو "د سولې او خبرو ټولې دروازې تړلې دي" او د "بشپړ فشار" لپاره یې د "وروستي ګام" په توګه د طالبانو د حکومت لخوا د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو بندول یاد کړل.

د تېرې شنبې په ورځ چې ایران پر اسرائیلو توغندیز او ډرون برید ترسره کړ، د طالبانو حکومت یې کلک ملاتړ وکړ او دا یې له ځانه د دفاع په پار د ایران حق وباله.

له مولوي کبیر سره په ناسته کې د ایران مرستیال سفیر دې وروستي ملاتړ ته په اشاره د افغان حکوت دریځ ستایلی او د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر لا پراخولو یې ټینګار کړی دی.

اوس چې پاکستان هم د طالبانو له حکومت سره داسې ښکاري چې سیاسي- امنیتي ستونزه لري او هم یې افغان سوداګرو او عامو افغانانو ته تجارتي او عادي سفر او کاروبار ستونزمن کړی، ایران لا ډېر مهم ګاونډی ګرځېدلی.

ایران په وروستیو کې افغانانو ته د رسمي سفر چارې او په ایران کې اوسېدل آسانه کړي چې ښه اقتصادي ګټه هم ورته رسېږي. ګڼ شمېر افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته تلونکي دي، تر پاکستان په ایران کې انتظار ته ترجېح ورکوي.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې چې د طالبانو چارسمبالی حکومت واکمن دی د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې له مسلې پرته، پر بل څه لوی اختلاف نه دی رامنځته شوی.

اوس چې له اسرائیلو سره په کړکېچ کې د طالبانو حکومت د سیمې هېوادونو په کچ د ایران تر ټولو کلک ملاتړ وکړ او ایران یې د سیاسي مخالفینو د فعالیت د مخنیوي ډاډ ورکړ، ښکاري چې د اړیکو نوی پړاو پیلېدونکی دی.


د هند پولیسو د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۸) د یوې وسله والې ډلې دوه غړي ددغه هېواد د سینما د مشهور لوبغاړي سلمان خان په کور د ډزو په تور ونیول.

نیول شوي کسان د "بشنوۍ" په نوم د وسله والې ډلې غړي بلل شوي دي. دا ډله له دې کبله په قهر ده چې سلمان خان څو کاله وړاندې دوې هوسۍ ښکار کړې وې.

د بشنوۍ ډله هوسۍ مقدسې بولي، او ددې ډلې مشرانو له سلمان خان څخه د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی.

پولیسو وویل، پر موټرسایکل سپرو کسانو د ممبۍ ښار په باندرا سیمه کې د سلمان خان پر اپارتمان ډزې وکړې. سلمان خان په کور کې موجود و.

پولیسو وویل چې، د برید په تور یو ۲۱ کلن او بل یو ۲۴ کلن سړي په لویدیځ ایالت ګجرات کې نیول شوي دي.

ددغه ایالت د پولیسو افسر مهندرا باګاریا وویل: "موږ وکولای شول چې دوه تورن کسان یو مندر ته نږدې پیدا کړو. زموږ یو ډله مندر ته ورسیده او تورن کسان یې ونیول."

سلمان خان په ۲۰۱۸ کال کې د هوسیو د ښکار له کبله، د ځنګلي حیواناتو د ساتنې له قانون څخه د سرغړونې په تور د یوې محکمې لخوا په پنځه کاله بند محکوم شو.

سلمان خان له ۱۹۸۰ کال راپدېخوا د هند په سینما کې کار کوي چې تر دې دمه په شاوخوا ۱۰۰ فلمونو کې لوبېدلی دی.

خو زندان ته له تللو څو ورځې وروسته د استیناف محکمې د هغه د قید سزا وځنډوله. د محکمې له دې پرېکړې وروسته، د بشنوۍ ډلې مشر لارنس بشنوۍ ګواښ وکړ چې د هغه وسله وال سړي به قانون په خپل لاس کې واخلي.

له هغه راهیسې هندي پولیس د سلمان خان امنیت ساتي. سلمان خان د بالیوډ سینما له بډایو هنرمندانو څخه ګڼل کیږي چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې دې ډګر ته له راتلو راهیسې یې په ۱۵۰ فلمونو او تلویزیوني خپرونو کې کار کړی دی.

د سلمان خان شخصي ژوند له اوږدې مودې راهیسې د جنجالونو سره مخامخ دی.

په ۲۰۰۲ کې پر هغه تور ولګېد چې د ممبۍ په ښار کې یې د سرک پر غاړه پنځه ویده کسان تر موټر لاندې کړي او د پیښې له ځای څخه تښتېدلی دی. په دې پېښه کې یو کس مړ شوی و.

که څه هم محکمې په دغه قضیه کې نوموړي ته په ۲۰۱۶ کې برائت ورکړ خو دوسیه لا تراوسه پرانیستې ده.