زما پیغام په لیکنو کښي        

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

سید عبید الله نادر  

که هر څومـره می، په شعر کښي رواني ده

خــو هماغـــومــــــره پرته پرې معــاني ده

نصــیحت او د پـــــندونو مجــــموعـــــه ده

د تعلـــــیم او تربــــیې، پری ارزانــــــي ده

خامخـــا به مـاتي ګـــــوډې هم په کښي وي

خـــو پــــــیغام یې اخــــلاقي او انســاني ده

نکته رســــو ته، عبرت ټـــکي په کښي دي

د کمـــال پرې تر یو حـــده، پریـــــماني ده

نزاکــــــت او د آدابــــــو په کښی درس دی

محبــــت فــضا یې، ټـــــوله نـــــــورانی ده

له هر اړخـــــه یې تـــشریح ده ډیره ګرانه

ځکه دا قصـــــــه اوږده او طــــــــولاني ده

خاوندان د زړه ترې اخـــــلي حکـــــــمتونه

د تعلـــــیم بــڼه یې ټـــــــوله جـــــــهاني ده

انتــــــباه او بیـــــــدارۍ دي ژانـــــــــرونه

تصـــوف کښي هم ،په خــپل حد، حیراني ده

د فـــاني د نــــــیا د زده کــــړو یو کـتاب دی

حقیــقت کښـــي په بل رنګ نکــــــته داني ده

د فــــنا خـــبر دارۍ دی، په هـــر ګــام کښي

د روزګار د چـــوپې خـــولې، ترجـــماني ده

په ګلــشن کښــــی د دنــــیا می په ټــول عمر

د بلبل په څـــیر، دګل نغــــــــمه خــــواني ده

د روزګــــار له صحـــیفو، او له کــــــــــتابه

یــو یـو درس دی، د عــبرت نکته خواني ده

په وړو باندی ټــــــینګار دی ، د پـــــوهــنې

له مشـــــــرانو شــفــقت، مهــــــــربـــاني ده

له تعلــــــیمه مـحــرومـیت د اولادونــــــــــو

دي ملت ســــره جــــفا ده، نا ځــــــــواني ده

بی تعلــیـمه چې اولاد د وطــــــــن نه شـــي

همــدې ټــکي ته می ډیـــره پریـــــــشاني ده

چې می تل له کـــوم شي ســر دی، ټــکولی

نالوســــــتی ده ، هــــغه جــهل او نـاداني ده

د یـــو ملک د تــــــــرقي کمـــال له پـــــاره

ضـــرورت هـــم، د ایـــثار او قربـــانــي ده

د حســـد او د کېـــــنې څـــــخه نــــفرت دی

غندل شوي په کښي هـــرځای ځان ځاني ده

چې پیغام د انسانـــــیت، هر چــاته ورکـــړم

خاورې کړې می، په دې لارکښي ځواني ده