په توره چې ځلاند دی هغه نوم نوم د افغان دی
سنګر یې عدالت دی په دې لار تېر له خپل ځان دی
نه
بند په کومې ژبې نه د قوم نوم د افغان دی
دا نوم د هغه چا دی چې خاوند د پاک وجدان دی
بې ننګ وي بې غیرت وي چې دښمن ته وطن پرېږدي
وطن چې تار او مار شي دا دښمن سره پیمان دی
خوشحال ته دا د ننګ او د همت لوی امتحان دی
د مینې صداقت او د تقوا لارښود رحمان دی
له تورې بېله نه ده خو په مینه عدل کېږي
هم سوله هم جګړه د هر افغان نوم او نښان دی
تاجک، که هزاره او که ازبک او که پښتون
جوهر د ټولو یو دی دا جوهر د یو انسان دی
څپې که مو د ژبې سره بېلې دي نوڅه شي
دریاب د ژبو یو په هر محل په هر مکان دی
خپل نه دی چې څوک ځان باسي له دغه سمندره
اغیار او بیګانه په دې چمن او ګلستان دی
د خاورې پاسوالي په وینو نه به وفا کېږي
د خاورې بې وفا دښمن د خاورې د انسان دی
ظلم لار د افغان نه ده، نه ظالم ته چوپیدل
سر د حق نه به قربان کړي دا یې ننګ دا ایمان دی
درز مه اچوئ بند کړئ د تعصب تورې خبرې
د کرکې او نفرت خلاف مفهوم د لوی افغان دی
تعصب او کرکه نشته په هر ځای چې میخانه ده
چې کرکه خپروي دغه جوهر د لوی شیطان دی
یووالی مو قوت دی غلیمان په دې پوهیږي
که یو شو تر قدم لاندې مو ځمکه او زمان دی
راځئ نوم د افغان د ښه اخلاقو د انسان کړو
سمبول د آزادۍ ددې وطن د هر انسان دی
د واک او د ثروت تندې ړندې کړې ورته سترګې
فکرونه یې شخصي دي ټول وطن ترینه قربان دی
تاریخ له تاسې نه پوښتني چې قوم ټبر مو څه دی
تاریخ به قضاوت کړي څوک انسان او څوک حیوان دی
تر څو زړو کې د حق او د انصاف ډیوې وي بلې
ژوندی به تل افغان وي جاویدان افغانستان دی