بېګاه راته په خوب، د زړه دنیا راغلې وه
له ډېرو کلو روسته یوه رویا راغلې وه
د شپې تورو تیارو کې یې لاس و نیوه زما
دا خوب ؤ که دا خیال یا مسیحا راغلې وه
سرځوړنده، زړه نا زړه یې راته وویل: «سلام»
په سترګو کې حیا، په خوله دعا راغلې وه
ما ویل چې اوس به پرانیزي د زړه غوټه، وه چوپ
د اوښکو په وینا، سترګې ګویا راغلې وه
ما ویل: «ولې دې پرېښودمه، لاړې بېوفا؟»
په سوز او په دردونو په ژړا راغلې وه
ویل: پریکړه د تقدیره وه ته خفه نه شې له ما
عجیبه ښکلې شپه وه، چې پخلا راغلې وه
کړه مات یې زنځیرونه د تقدیر له لاس و پښو
بې ډار او بې له وهمه په نڅا راغلې وه
د مینې لار یې لنډه کړه، په وزر د امیدو
په هوډ د پاکې مینې بېریا راغلې وه
زما د خاموش زړه په دهلیزونو کې ګرځېدله
خوږه لکه نغمه، د زړه نوا راغلې وه
چې خلاصې مې کړې سترګې د سهار په پلوشو
هغه د خیال پردو کې لکه سا راغلې وه
د روح فضا رنګین وه په رنګونو کې د عشق
مړه هیله ژوندۍ شوې دلته بیا راغلې وه
کاش تل زه زنګېدلی د ارمان په رنګین ټال
په دې ستومانه شپو کې خیال ته بیا راغلې وه