عبدالملک پرهیز
نارسیزم څه شی دی؟
نارسیزم یو شخصيتي ځانګړتیا یا په ځینو حالاتو کې شخصیتي ګډوډي ده، چې پکې یو کس ځان تر نورو لوړ ګڼي او دوامداره ستاینې او پاملرنې ته اړتیا لري، د نورو احساساتو ته لږه پاملرنه لري. کنټرول، چل ول او کله ناکله ذهني یاعاطفي ناوړه چلند کوي.
هر ځان خوښوونکی کس ناروغ نه وي، خو کله چې دا چلند د نورو پر ذهن، احساساتو او ژوند ژور منفي اغېزه وکړي، هغه ته نارسیسټیک ابیوز (Narcissistic Abuse) ویل کېږي. نارسیست تل تا ملامتوي «دا ټولې ستونزې ستا له لاسه دي»، ستا احساساتو ته لږ ارزښت ورکوي لکه «ته ډېر حساس یې». داسې چلند چې ته پر خپل عقل شک وکړې. لکه «ما هېڅکله داسې نه دي ویلي، ته هر څه غلط وایې.» اوس به هغه ۹ نښې و څېړو چې له نارسیسم سره کېدی شي تړاو ولري.
۱. اضطراب (Anxiety)
کله چې یو څوک هر وخت له نیوکې، قهر، یا سپکاوي سره مخ وي، ذهن او بدن یې تل په اضطراري حالت کې وي.
نښې: بېقراري، زړه درزا، دوامداره اندېښنې.
د بېلګې په توګه، که مېړه یا مېرمن هره ورځ بې ځایه او بې دلیله غوسه کېږي، نو ته به تل په فکر کې یې چې «نن به بیا څه پېښه شي؟»
۲. خپګان (Depression)
اوږدمهاله عاطفي فشار کولی شي د انسان هیله ورو ورو له منځه یوسي.
نښې: ژوره غمګیني، د انګېزې له لاسه ورکول، ځان بې ارزښته ګڼل،
د بېلګې په توګه کله چې څوک تل درته وایي «ته هېڅ نه شې کولی، «د هیڅ کار نه یې» ته ورو ورو په خپله هم په دې خبره باور کوې.
۳. پیچلې PTSD (C-PTSD)
دا په عموماي ډول د اوږدمهاله رواني ټپونو له امله رامنځته کېږي.
نښې: زیاته هوښیاريHypervigilance . احساساتي غبرګون، د باور ستونزې.
د بېلګې په ډول، د یو چا د لوړ غږ اورېدو سره وارخطا کېږې، که څه هم خطر نشته.
۴. پانيک حملې (Panic Attacks)
بدن کله ناکله دومره تر فشار لاندې وي چې ناڅاپه شدید عکسالعمل ښکاره کوي.
نښې: ساه تنګي، د زړه تېزه درزا، د مرګ احساس.
د بېلګې په توګه، یوازې یو تلیفون یا پیغام دې بدن ته د خطر زنګ ووهي.
۵. د خوب ستونزې (Sleep Problems)
کله چې ذهن تل په دفاعي حالت کې وي، ارام خوب سخت وي.
نښې: بېخوبي، ژر ویښېدل، بد خوبونه.
د بېلګې په توګه، شپه کې څو ځله ویښېږې او ذهن دې لا هم ستړی وي.
۶. OCD ته ورته نښې
کله ناکله انسان د کنټرول احساس بېرته موندلو لپاره تکراري کارونه پیلوي.
نښې: ډېر چک کول، د ډاډ ترلاسه کولو غوښتنه، تکراري فکرونه.
د بېلګې په توګه، لس ځله پیغام لولې چې کومه «غلطه خبره» دې نه وي کړې.
۷. ذهني بېلتون (Dissociation)
دا د ذهن دفاعي میکانیزم دی.
نښې: ځان غیرواقعي احساسول، احساساتي بېحسي، له حالته وتل.
د بېلګې په توګه، د سخت بحث پر وخت داسې احساس کوې لکه فلم ګورې.
۸. ذهني ګډوډي (Brain Fog)
اوږدمهاله فشار ذهن ستړی کوي.
نښې: د تمرکز کمېدل، هېرول، پرېکړه کې ستونزه.
د بېلګې په توګه، یو ساده کار هم درته ډېر سخت ښکاري.
۹. فزیکي نښې (Physical Symptoms)
رواني فشار ډېر کله په بدن کې هم څرګندېږي.
نښې: د سر درد، معدې ستونزې، دعضلاتو درد، ستړیا.
د بېلګې په توګه، ډاکټر وایي ټول ټسټونه سم دي، خو ته لا هم ځان ناروغ احساسوې.
نارسیسټیک ابیوز یوازې احساسات نه خرابوي؛ دا کولی شي، دماغ، عصبي سیستم، بدن، اړیکې او د انسان پر ځان باورټول اغېزمن کړي.
ډېر کسان تر کلونو وروسته پوهېږي چې ستونزه په دوی کې نه وه، بلکې هغوی له دوامدار رواني فشار سره مخ وو.
درملنه، خوندي اړیکې، او ځان پوهول د رغېدو مهمې لارې ديله ډنمارکي سرچینو څخه په ګټې اخیستنې.
نارسیسم او نهه نښې چې کېدی شي له نارسیسم سره تړاو ولري
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode