ولې په ژمي کې زلزله ډېره واقع کيږي نظر اوړي ته؟
انجينېر اسدالله ملکزی
نړيوال علمي څېړونکو معلومه کړې، چې د هيماليا په غرنۍ سيمه کې اکثراً د ژمي په وچ موسم کې زياته زلزله واقع کيږي، نظر د اوړي موسم ته. د جيولوجيستانو په نظر دا د اوبو د کتلې د فشار يو احتمال دی. د زښت ډېر ورښت په وجه د اوچې پورې اړ تختو (قاره ايز تختو) په سر اوبه ډېر بار (وزن) جوړوي او دې سره د زلزلې خوځښت تر فشار لاندې راولي.