پسرلی راشي چې گودر ته ورشم

هر مازدیگر بیا زیړی لمر ته ورشم

 

دچنار لاندې د چینې په خوا کې

د گلاب گل سره دلبر ته ورشم

 

زلمی نصرت

۱۹.۰۳.۲۰۲۴



ژوند ها ګل دی چې په مینه پالل کېږي
څوک خبر چې ژوند به کله تمامېږي
هرشیبه او هره ورځ ژوندون په کار دی
د ژوندون په شیبو کله باور کېږي
کوه لوبې او ګلانو سره مینه
بې له مینې تازه ګل هم مړاوی کېږي
ژوند هغه دی چې نېکمرغه ځان احساس کړې
غوراوی کوه چې چارې پرې سمېږي
تل به ښه یې که دې مینې ته خپل پام کړ
سړی تل په سمې لاره کې ځلېږې

زیاتې مقالې …