غزه کې د جګړې پای ته رسولو هڅې؛ د حماس استازي د اوربند په تړاو خبرو لپاره قاهرې ته ځي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د حماس یو پلاوی په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو په ترڅ کې د اور بند په تړاو خبرو اترو لپاره قاهرې ته ځي.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې دغه ډله د اوربند او د یرغمل شویو د خلاصون په اړه د اسرائیلو له وروستي وړاندیز سره کومه "بنسټیزه ستونزه" نه لري، خو لا تر اوسه د پرمختګ څرګندې نښې نه شته.

حماس تایید کړې چې ۳۳ ژوندي یرغملان د دوی په لاس کې دي. پاتې یرغمل شوي کسان د نورو ډلو لکه اسلامي جهاد په لاس کې دي. د اسرائیلو د اټکل له مخې اوس هم په غزه کې ۱۲۹ تنه یرغمل شوي ساتل کېږي.

د اسرائیلو حکومت د خپلو متحدینو او د یرغمل شویو کورنیو له خوا تر فشار لاندې دی چې یوې موافقې ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په سعودي عربستان کې دی او هلته به د یوې موافقې د ترلاسه کولو پر هڅو هم خبرې وکړي.

په ورته وخت کې، د اوربند او د یرغمل شویو خوشي کولو هڅو په ترڅ کې، د اسرائیلو په حکومت کې اختلافات لا پسې ژور شوي..

د ملي یووالي ګوند مشر او د اسرائیلو د جګړې د کابینې غړی، بیني ګانټز وویل، که حکومت د یرغمل شویو بندیانو له خوشي کولو سره موافقه ونه کړي، د خپل موجودیت حق به له لاسه ورکړي.

خو د اسرائیلو د مالیې سخت دریځي وزیر بیتسالیل سموتریچ دا ډول تړون "یوه سپکوونکې تسلیمي" بللې او ویلي یې دي چې که پر رفح ځمکني برید ودرول شي، د اوسني حکومت کار باید دوام ونه کړي.

له بلې خوا د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه دیارلس تنه وژل شوي دي.

ډاکټرانو ویلي دي چې یو زیات شمېر کسان ټپیان شوي دي. د غزې د ښار په شمال کې هم د یو شمېر کسانو د ټپيانېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.


د امريکا او لوېديځو هېوادونو له غوښتنې سره سره اسرائيل وايي هوډ لري چې پر رفح بريد وکړي. رفح کې د غزې تر یو میلیون ډېرو اوسېدونکو پنا اخیستې ده.

څو میاشتې کېږي چې د اسرائيلو بمباريو او ځمکنيو بريدونو تر ۳۴۰۰۰ زيات کسان وژلي او د غزې يوه لويه برخه يې ويجاړه کړې ده.

تر دې مخکې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ویلي وو چې امریکا یوازېنی هېواد دی چې کولای شي پر رفح د اسرائیلو د برید مخه ونیسي. د ده په وینا، داسې برید چې ډېری فلسطینیان له غزې تېښتې ته اړایستلي دي.

مصر او نورو عرب حکومتونو مخکې ویلي وو چې له جګړې تښتېدونکي فلسطینیان به د منلو وړ نه وي ځکه چې دا به د فلسطینیانو د شړلو په معنا وي.

د سپوږمکۍ په مټ اخیستل شویو عکسونو ښودلې چې د غزې ساحل ته څېرمه د رفح لوېدیځ ته او د خان یونس ښار لږ څه نور شمال ته نوې خیمې درول شوې چې په لویه کچه ویجاړې پاتې دي. د رسنیو راپورونه وايي چې خیمې له رفح د بې‌ځایه شویو خلکو د ځای پرځای کولو لپاره دي.