د پښتورګو د اتو عامو ناروغیو نښې څه دي؟

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هند د نیفرولوژي (پښتورګو ناروغیو درملنې) ټولنې د یوې تازه څېړنې له مخې، په ټوله نړۍ کې ۸۴ میلیونه کسانو د پښتورګو په مختلفو ناروغیو اخته دي، یعنې په نړۍ کې له هرو لسو کسانو یو یې د پښتورګو په یو ډول نه یو ډول ناروغۍ اخته دی.

باید یادونه وکړو چې په نړۍ کې د مړینې د لسو لاملونو له ډلې د پښتورګو ناروغي په اووم ځای کې ده.

د پښتورګو ناروغیو د زیاتوالي یو لامل دا دی، چې دا ناروغۍ په لومړیو پړاوونو کې جدي نه ګڼل کېږي.

د اېم جي اېم روغتیا پاملرنې روغتون یو مشر ډاکټر ملی میتیو وايي، زیاتره وخت د پښتورګو ناروغي ته هغه وخت پام ډېر شي چې دا ناروغي جدي پړاو ته ورسېږي.

له همدې امله اړینه ده چې د پښتورګو په ناروغیو او د هغوی په نښو پوه شئ او د ناروغۍ په لومړیو پړاوونو کې له ډاکټر سره په درملنه کې مرسته وشي.

خو مخکې له دې چې نورو جزییاتو ته ولاړ شو، پوه شو، پښتورګي څه او څنګه کار کوي؟

د پښتورګو دنده څه ده؟

پښتورګي د انسان د بدن یو له مهمو غړو دی، چې اصلي دنده یې د ادرار له لارې له بدن څخه فاضله مواد لېرې کول دي.

د دې کار لپاره پښتورګي له وینې څخه هغه مواد جلا کوي چې د انسان بدن ته زیان رسوي، په دې کې ځینې غیر ضروري منرالونه هم شامل دي او بیا پاکه وینه په بدن کې جریان جریان مومي.

د ژوند بڼه، خواړه، عادتونه، جنیني ستونزې، درمل او له روغتیا سره تړلې نورې ستونزې کولای شي د پښتورګو د فعالیت د ګډوډۍ لامل شي.

د پښتورګو نورمال فعالیت کې ګډوډي د ځینې ناروغیو له امله رامنځته کېږي. په دې برخه کې لوی خطر دا دی چې ناروغي په لومړیو پړاونو کې نه پېژندل کېږي او ځینې نښې یې حتی په بشپړ ډول څرګندې نه دي.

ډاکټر ملی میتیو وايي، څومره چې ناروغي وده کوي، نښې یې څرګندېږي او پر دې پرمختګ یوازې د طبي معایناتو او ازموینو له لارې پوهېدلای شئ.

راځئ اوس درته ووایو چې د پښتورګو ځینې عامې ناروغۍ او نښې یې څه دي؟

د پښتورګو اوږدمهاله ناروغي

د پښتورګو دا ډول ناروغي اوږده موده دوام کوي او دا اکثرا پر هغو کسانو اغېز کوي چې د شکرې یا د وینې لوړ فشار لري.

د دې ناروغۍ په لومړیو پړاوونو کې هېڅ ډول نښې نښانې نه لیدل کېږي، خو مهمه دا ده چې دا ناروغي په سمې درملنې سره رغېدلی شي.

نښې نښانې یې دا دي: کانګې، د اشتها کمېدل، د پښو او غړو پاړسوب، تنفسي ستونزې، بې خوبي او لږ ادرار.

د پښتورګو تېږې
د پښتورګو تېږې په اصل کې منرالونه دي چې په پښتورګو کې راټولېږي او د تېږو بڼه خپلوي.

د طبي کارپوهانو په وینا، وروسته له دې چې یوه یا دوه تېږې جوړې شي، په لومړي سر کې یې نښې نښانې نه لیدل کېږي او ناروغ له کومې جدي ستونزې سره نه مخ کېږي.

دا ستونزه د کمو اوبو څښلو، چاغوالي، ناسم خوراک او د ژوند بڼې له امله رامنځته کېږي.

په دې ناروغۍ اخته کسان په ادرار کولو کې ستونزه لري یا یې هم له ادرار سره وینه وي. اغېزمن شوي خلک د پښتورګو د تېږو په ځای کې له درده شکایت کوي.

د شکرې ناروغۍ څخه د پښتورګو ناروغي

د څېړنو له مخې د شکرې په ناروغۍ اخته هر درېیم کس د پښتورګو په ناروغۍ اخته کېږي او پښتورګي یې له کاره لوېږي.

دا ناروغي په هغو خلکو کې ډېره لیدل کېږي چې خپله د شکر ناروغۍ نه کنټرولوي.

د دې بڼې په نښو نښانو کې د پښو پاړسوب، د ژر ستړيا احساس، د وزن کمېدل، د بدن خارښت او کانګې شامل دي.

لوړ فشار لرونکي نیفروسکلروسیس
د شکرې تر څنګ هغه ناروغي چې پښتورګو ته ډېر زیان رسوي، د وینې لوړ فشار دی چې له امله یې پښتورګو کې د وینې رګونه زیانمنېږي او نورمال فعالیت یې اغېزمنېږي.

له همدې امله پښتورګي له وینې څخه د غیر ضروري موادو د پاکولو خپله چاره نه شي ترسره کولای او د بدن لپاره مضر منرالونه له وینې نشي ایستلی. په دې توګه، غیر ضروري مواد د وینې په رګونو کې راټولېږي او د وینې فشار نور هم ورسره لوړېږي.

د دې په نښو کې پاړسوب او کانګې، کمزوري، سر درد او د غاړې درد شامل دي.

د ادرار د لارې انتان
که څه هم د ادرار له لارې انتان مستقیما د پښتورګو ناروغي نه ده، خو دا په پښتورګو اغېز کوي.

دا ناروغي د باکتریا له امله رامنځته کېدای شي او که د مکروب مخنیوی او درملنه یې ژر ونه شي، د ادرار نلکې پورتنۍ برخې ته رسېدلی شي او پښتورګو ته زیان رسوي.

نښې نښانې عبارت دي د ملا درد، تبه، دردناک ادرار، د معدې درد، په ادرار کې وینه، د پښو پاړسوب او کانګې.

پولي سیسټیک پښتورګو ناروغي
دا ناروغي په مثانه کې د تومور له امله رامنځته کېږي چې د وخت په تېرېدو سره وده کوي او د پښتورګو له کاره لوېدو لامل کېږي. جینونه یې هم په لاملونو کې بلل کېدای شي.

د دې ناروغۍ نښې نښانې یې، د معدې په پورتنۍ برخه کې درد، د معدې په یوه اړخ کې درد، په ادرار کې وینه یا ورسره میکروب.

ای جي اې نیفروپیتي

دا د پښتورګو هغه ناروغي ده چې معمولا په ماشومتوب او ځوانۍ کې پیلېږي.

ډاکټر ملی میتیو وايي، په دې ناروغۍ کې له وینې سره ادرار هم راځي. دا ناروغي د معایناتو له لارې تشخیص کېدای شي.

د پښتورګو ناکامي یا له کاره لوېدل
په بشپړ ډول د پښتورګو په له کاره لوېیدو کې، پښتورګي کار پرېږدي، ځکه زیاتره وخت په دې ناروغۍ اخته خلکو کې نښې ناوخته ښکاري، ان کله چې ناروغي خورا پرمختللې وي.

د دې ناروغۍ پنځه پړاونه دي او تر څلورمې پړاوه یې نښې نه ښکاري.

د دې ناروغۍ نښې یوازې هغه وخت څرګندېږي کله چې پښتورګي په بشپړ ډول کار پرېږدي.

هغه نښې چې پدې وخت کې څرګندېږي د اشتها کمېدل، کانګې، شدید فزیکي ضعف، د بدن غړو پاړسوب او بې خوبي شامل دي.