ملګرو ملتونو د پریانکا چوپړا په اړه د پاکستان غوښتنه رد کړه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

ملګرو ملتونو د پاکستان هغه غوښتنه رد کړه چې د هند د سینما وتلې ستورې پرینکا چوپړا دې د یونیسف د خیر ښېګڼې لپاره د ښه نیت له سفیرانو و ایستل شي

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې سلګونه پاکستانیانو د دې هېواد د بشري حقونو د وزیرې شیرین مزاري په ګډون له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې د سولې لپاره د یونېسف د خیر ښیګڼې د سفیر په توګه پرینکا چوپړا لېرې شي

.

پاکستانۍ وزیرې شیرین مزاري ملګرو ملتونو ته په خپل لیک کې لیکلي وو: د کشمیر موضوع کې د هند حکومت او پوځ ملاتړ له کبله او د پاکستان پر ضد د جګړې پلوي نظر څرګندولو له کبله باید (هندۍ ممثله) پریانکا چوپړا د سولې او ښه نیت د سفیرې لقب ترې واخیستل شي.

بل لور ته د پنجشنبې پر ورځ د عمومي منشي ویاند ستېفن دوجاریک په دې تړاو یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل:

"که د نیکو هیلو سفیران د ملګرو ملتونو یا د دغې ادارې کومې څانګې په استازیتوب خبرې کوي، نو هیله ترې کېږي چې بې پرې نظر څرګند کړي، خو که په شخصي حیثیت خبرې کوي، نو د هغو مسایلو په تړاو چې دوی یې په اړه اندېښنه لري، یا لیوالتیا ورته لري، د شخصي فکر او نظر حق لري."

نوموړي زیاته کړه: "البته د دوی شخصي فکر او نظر د ملګرو ملتونو ادارې یا د دې ادارې د اړوند څانګې نظر نه څرګندوي."

د ملګرو ملتونو ښه نیت سفیران د بشري حقونو او ورته مسایلو په تړاو د عامه پوهاوي لپاره فعالیت کوي.

دا ناندرې په داسې وخت کې پیښیږي چې پرینکا چوپړا د تېرې فبرورۍ میاشت کی د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي وضعیت پر ترینګلي حالت په یو ټویټ کې د هندي پوځ په ملاتړ هشټګ کارولی و.

بالیووډ ممثله پریانکا چوپړا ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف د ښه نیت سفیره وټاکل شوه او په زمبابوې کې د جنسي زور زیاتي ښکار ماشومانو په اړه د څېړنې یوې پروژې کې شامله وه.

نوموړې دغه راز په سویلي افریقا کې د ماشومانو حقونو لپاره د بسپنې مراسمو کې هم مرسته کړې.

د ملګرو ملتونو ښه نیت سفیرانو ته حق الزحمه نه ورکول کېږي، خو د ملګرو ملتونو چارو لپاره یې د سفر لګښتونه د دغې ادارې له خوا ورکول کېږي.