'د سحر سوځېدو د نیمو ایرانیانو هیلې وسوځولې'

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
د ایران تر اسلامي انقلاب وړاندې د دغه هېواد وروستي پاچا محمد رضا پهلوي کونډې فرح پلهوي ویلي، د سحر خدایاري ځان سوځونه او مرګ د نیمو ایرانیانو د هیلو سوځېدل او مرګ په معنا دي چې په وینا یې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د خپلو ډېرو لږو حقونو لپاره مبارزه کوي.
سحر خدایاري لوبغالي ته د ورتګ د هڅو له کبله تر قضايي څار لاندې وه، چې بالاخره یې ځان ته اور ورته کړ او مړه شوه.
د فوتبال دغه پلوۍ نجلۍ پر خواله رسنیو په "ابي نجلۍ" مشهوره شوې وه.
پر خواله رسنیو د هغې مړینې توند غبرګونونه وپارول او ځینو ایرانیانو د فیفا له لوري د ایران پر فوټبال د بندیز غوشتنه وکړه.
په تازه غبرګونونو کې فرح پهلوي ویلي، اغلې خدایاري د ایراني ښځو د حق غوښتنې یو سمبول و.
اغلې پهلوي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "له تصور لیرې او ډېره وحشتناکه ده چې په یوویشتمه پېړۍ کې یوه ایرانۍ پېغله یوه لوبغالي ته د ورتګ له کبله ژوند له لاسه ورکوي."
دا وايي "د ابي نجلۍ مړینه د نیمو ایرانیانو د هیلو سوځېدو او وژلو په معنا ده، چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د خپلو ډېرو کمو حقونو لپاره مبارزه کوي او په زړورتیا ولاړ دي".
د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) ویلي، د سحر خدایاري قضیه به وڅېړي ایا ایران د نړیوالو لوبو مقدماتي سیالیو کې سټوډیمونو ته ښځو ته د ورتګ اجازه ورکوي او که نه.
فیفا وايي ژر به په ایران کې د دې مسلې د څېړنې یو پلاوی څېړنه پیل کړي.
د فرانسې د خبري اژانس له مخې، د فیفا په دې څېړنډله کې به درې کسان وي چې د ایران د فوټبال فدراسیون له چارواکو سره به خبرې وکړي.