مهم خبرونه

Grid List


د بلوچستان مرکز کوټې کې یو قاضي پولیسو ته امر کړی چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزی ونیسي او د شنبې په ورځ اپریل ۲۷ دې محکمې ته وړاندې کړي.

په پاکستاني مطبوعاتو کې ویل شوي چې په همدې روان میلادي کال کې د ښاغلي اڅکزي په خلاف د پولیسو سره یو شکایت ثبت شوی و چې پکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په مشر تور لګول شوی و چې په غیر قانوني توګه یې د حکومت ځمکه نیولې ده.

پولیسو همدرانګه ویلي دا چې ښاغلی اڅکزی د همدې قضیې په تړاو محکمې او د پولیسو مرکز ته ندی حاضر شوی، په کوټې کې یو قاضي یې جمعه اپریل ۲۶ (غوایي اوومه) د نیولو حکم صادر کړی.

خو بل پلو بیا د بلوچستان ولایت لپاره د محمود خان اڅکزي د ګوند ولایتي مشر، عبدالقهار خان ودان دا مقدمه " بې بنسټه او دروغجنه" بللې او ویلي یې دي چې د خپل ګوند د مشر د ضمانت لپاره به محکمې ته ولاړ شي.

ښاغلي ودان د امریکا غږ ډیوه څانګې ته ویلي چې دا مقدمه د محمود خان او د دې ګوند پر ضد د پاکستان د استخباراتي ادارو لخوا "سياسي انتقامي کړنه" ده.

ښاغلي ودان زیاته کړ، "موږ به بيا هم په يوه قيمت له خپل سياسي مرام څخه پر شا نه شو، موږ په پاکستان کې د ټولو ادارو قانوني ازادي او په سياست کې د ملکي ادارو مداخلت بندېدل غواړو چې په همدې خبره موږ ته سزا راکول کېږي".

پولیسو د همدې کور په تړاو چې تور دی محمود خان اڅکزي په غیر قانوني توګه نیولی، د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په دریمې نیټې چاپه واچوله او یو تن یې ونیوه.

خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند بیا ویلي و چې د دوی مشر یې ځکه په نښه کړی چې د قامي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وینا کې، په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې د پراخې درغلۍ او په هغه کې د ښکېلو کسانو په باب رښتیا څرګندونې کړې وې.

د ګوند ولایتي مشر ښاغلی قهار خان ودان هم وایي چې د پولیسو څخه یې دا تن په ضمانت راخوشې کړی او له دې مقدمې سره کوم تړاو نه لري.

ښاغلي ودان وړانې وویل، "کومه مځکه چې پوليس او سرکار یې يادوي له دې سره د محمود خان او کورنۍ يو ډول تعلق هم نه شته".

د ښاغلي اڅکزي د نیولو حکم داسې مهال ورکول کیږي چې هغه تیره ورځ په اسلام آباد کې د واکمن حکومت پر ضد د نوي جوړ شوي ائتلاف د مشرانو سره وکتل. اڅکزي ددې ملاقات څخه وروسته خبریالانو ته وویل چې دا ائتلاف د پوځ او استخباراتي ادارو په ګډون د دولتي ادارو په خلاف د ناوړه تبلغیاتو لپاره نه بلکې د پاکستان د ژغورلو لپاره جوړ شوی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم په یوې اعلامیې کې د ښاغلي اڅکزي د نیولو لپاهر د محکمې حکم غندلی او ادعا یې کړې چې پولیس او حکومت دا کړنې د اڅکزي د غلي کولو لپاره کوي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دا ګوند به د ټولو ستونزو سربیره "خپلې هلې ځلې" جاري ساتي.

د پخواني صدراعظم عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) د پلوي ډلې سني اتحاد شورا د ملاتړ د ترلاسه کولو وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان ولسمشرۍ ته کاندید کړی و خو د شهباز شریف په مشرۍ د اوسني ائتلافي حکومت کاندید، آصف علي زرداري په مقابل کې یې ماتې وخوړله.


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه وزارت سیاسي معینیت سرپرست جان باس به سیمې ته د خپل سفر په ترڅ کې قطر او پاکستان کې ددغو هیوادونو د چارواکو سره د دواړخیزو اړیکو اړوند مسلو په سر د خبرو ترڅنګ د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه هم خبرې وکړي.

دغه وزارت د جمعې په ورځ اپریل ۲۶ (ثور اووم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، جان بس به د اپریل له ۲۶ تر ۳۰ پورې قطر او پاکستان ته سفر وکړي.

پخپله جان باس د جمعې په ورځ اپریل ۲۶ (ثور اووم) د ایکس په پاڼه سیمې ته د خپل سفر خبر ور کړی :" زه د قطري او پاکستاني چارواکو سره د دواخیزو اړیکو او زمونږ د ګډو سیمه ییزوامنیتي ګټو په سر د خبرو لپاره دوحې او اسلام اباد ته روان یم".

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې جان باس به د قطر په پایتخت دوحه کې د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د لیدو کاتو سربیره د یو شمیر نورو هیوادونو د دپلوماتیکي ماموریتونود استازو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.

په دغه خبر پاڼه کې ویل شوي چې جان بس به اسلام‌اباد ته په سفر کې د پاکستان له لوړو پوړو چارواکو سره د امریکا د متحده‌ایالاتو او پاکستان او هم په یو لړ سیمه ییزواو دوه اړخیزو مسایلو په تړاو خبري وکړي.

جان باس د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه په افغانستان کې هم د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر په توګه کار کړی دی.

اسلام اباد ته د جان باس ددغه سفر دمخه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت کې د مدیریت او سرچینو د چارو مرستیال ریچارډ ورما هم د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په دوییمه اونۍ کې پاکستان ته په سفر تللی وو..

ریچارډ ورما د پاکستاني چارواکو سره د کتنې سربیره د نړیوالو سازمانونو او له هم نظرو شریکانو سره هم کتلي وو او د هغو افغانانو څخه د ملاتړ په اړه یې چې د امریکا متحده ایالاتو او یا د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت په استازیتوب یې په افغانستان کې کار کړی د امریکا په ژمنو ټینګار کړی وو.

د ریچارډ ورما د سفر په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي وو: "د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ورما د زیانمنوونکو وګړو او په شرایطو برابرو افغانانو د بیا میشتیدو په اړه زمونږ د ګډې علاقې په اړه خبرې کړي دي".

د افغان کډوالو د بیا مشتیدو د اړوند مسلو په سر د خبرو لپاره اسلام اباد ته ددغه لوړپوړي امریکايي چارواکي د سفر دمخه د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر څلورم (لیندۍ ۱۳) هم یو امریکايي پلاوي د پاکستاني چارواکو سره د زیانمنوونکو افغان کډوالو او په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا میشتیدو د بهیر په اړه خبرې کړې وې.

د وګړو او کډوالوپه چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې جولیټا والزنویس په مشرۍ یو پلاوي اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د غیر دولتي ادارو او نړیوالو سازمانونو د استازو سره هم د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې وې.

دا تازه مرسته به د مهاجرت د نړیوال سازمان ته ددې امکان ورکړي چې ترڅو هغو کسانو لپاره چې اړتیاوې یې ډیرې دي د دوامداره ملاتړ د برابرولو لپاره لارې چارې وړاندې کړي او ستنیدونکي چې د کومو ننګونو سره مخ دي ورته د حل لارې ومومي.
دا تازه مرسته به د مهاجرت د نړیوال سازمان ته ددې امکان ورکړي چې ترڅو هغو کسانو لپاره چې اړتیاوې یې ډیرې دي د دوامداره ملاتړ د برابرولو لپاره لارې چارې وړاندې کړي او ستنیدونکي چې د کومو ننګونو سره مخ دي ورته د حل لارې ومومي.

اروپايي ټولنې افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو اساسي خدمتونو ته د لاس رسي، اقتصادي فرصتونو د زیاتیدو او د حرکت په حال کې د افغانانو او د هغوی د کوربنو ټولنو څخه د ملاتړ لپاره د مهاجرت د نړیوال سازمان "آی او ایم" سره د ۱۷ میلیونو یورو د مرستې موافقه لاسلیک کړې ده.

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۶( غوايي شپږمه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددې موافقې اساسي تمرکز به د افغان میرمنو او نجونو اړتیا ته اوسي.

ددې اعلامیې له مخې د اروپايي ټولنې دا تازه مرسته به د مهاجرت د نړیوال سازمان ته ددې امکان ورکړي چې ترڅو هغو کسانو لپاره چې اړتیاوې یې ډیرې دي د دوامداره ملاتړ د برابرولو لپاره لارې چارې وړاندې کړي او ستنیدونکي چې د کومو ننګونو سره مخ دي ورته د حل لارې ومومي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" د مهاجرت د نړیوال سازمان په یو لاس د خدمتونو د وړاندې کولو او د هغې له ډلې د روغتیا د ساتنې، قانوني او حقوقي مرستو، د کارو کسب زده کول او تعلیم لپاره ستنیدونکو کډوالو ته به د ټولنیزو منابعو مرکزونه جوړ کړي.

د اروپايي ټولنې د وینا له مخې افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو اکثریت یې ښځې او ماشومان دي چې ترټولو زیات اغیزمنوونکي دي چې ددې ټولنې په دغه مالي ملاتړ به ستنیدونکو ته یو خوندي چاپیریال برابر کړي چې ورسره به هغوی ته د اړتیا وړ خدمتونو برابریدل خوندي کړي.

د منځني ختیځ او اسیا لپاره د اروپايي کمیسیون د نړیوالې همکارۍ یو چارواکي پیتریس اوستوبس د هرات په ولایت کې د مهاجرت د نړیوال سازمان د استازي سره د ترانزیټ په یو مرکز کې ددغې موافقې د لاسلیک پر مهال ویلي:" زه د هغو ستونزو له امله چې افغان کډوال د شړلو پر مهال ورسره مخ دي خواشینی شوم."

پیتریس اوستوبس ویلي چې په یو هیواد کې چې خلک د لوږې او د اقلیم له اغیزو کړیږي او په یو ښار کې چې د یوې ویجاړونکي زلزلې شاهدان وو، دا ډول حالت " واقعآ د بحران په سر بل بحران دی."

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافایلا یودیچه دې ته په اشارې چې د ستنیدونکو کډوالو سره د افغانستان د خلکو پیوستون هیله بخښوونکی دی ویلي چې باید دا ډاډ ترلاسه شي چې هغه ټولنې چې د ستنیدونکو کوربنې دي ورڅخه ملاتړ کیږي.

میرمن یودیچه ویلي:" د مهاجرت د نړیوال سازمان سره مشارکت، د اړتیاو وړ خدمتونو ته لاس رسی تضمینوي او ستنیدونکي افغان کډوال او د هغوی کوربنې ټولنې د هغوی څخه ساتنه کوي. له هغه ځایه چې ښځې او نجونې کولی شي په ځانګړي ډول تر اغیز لاندې راشي مونږ ډاډه کیږو چې د ټولنې ټول غړي کولی شي له هغې [مرستو څخه] ګټه پورته کړي."

اروپايي ټولنې د شمیرنو له مخې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د ۲۰۲۴ کال د اپریل تر میاشتې له ۱.۵ میلیونو څخه زیات افغان کډوال د پاکستان او ایران څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي، چې په ډیرو ناسمو اقتصادي شرایطو او د مرستو د کمبود سره مخ دي چې له امله یې په سرحدي سیمو او د ستنیدونکو د کوربنو په سیمو کې د اضطراري بشري حالت سبب شوی دی.

اروپايي ټولنې ویلي چې د ستنیدونکو کډوالو لوی شمیر د کمو منابعو د لا کمښت خطر له ځان سره لري.

په عین وخت کې په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان استازې ماریا مویتا افغانانو سره د اروپايي ټولنې دوامداره مرستې سلګونو زره ستنیدونکو کډوالو او نورو زیانمنوونکو ټولنو سره ډیرې زیاتې مهمې ګڼلي دي.

میرمن مویتا ویلي:" ددغې تازه ژمنې له برکته مونږ به د دې توان ومومو چې د ستنیدولو د بهیر پر مهال په سترو ننګونو باندې تمرکز ومړو او د بیا میشتیدو، ټولنیز انسجام او په ټولنه کې د اوږدې مودې حل لارو موندلو په برخه کې مرسته وکړو."

اروپايي ټولنې د مهاجرت د نړیوال سازمان له لارې ستنیدونکو افغان کډوالو سره دا تازه مرسته په داسې حال کې کړې چې ددې دمخه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د مرستې رسونې ادارو کنسرسیوم اټکل کړی و چې ممکن د روان ۲۰۲۴ کال د جولای د راروانې میاشتې پورې سلګونه زره افغان کډوال له پاکستان څخه د ستنیدلو پر مهال په سرحدي سیمو کې به ډیرو زیاتو بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړي.

دغه کنسرسیوم د اپریل په ۱۴( وري ۲۶) په یو راپور کې ویلي و چې ټاکل شوې د جولای تر میاشتې ۷۲۰ زره د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال او شاوخوا ۵۰ زره د د (پي او آر) کارت لرونکي افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپریل ۱۹( وري ۳۱) وویل چې دغه هیواد د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو لپاره په ټولو ممکنه لارو چارو باندې غور کوي، خو هغه کډوال چې د افغانستان د پیژندنې کارتونه (اې سی سي) ولري اوس مهال یې د ایستلو کوم پلان نشته دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ اسلام اباد کې د یو خیریال د پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسلام اباد د افغان کډوالو د ایستلو په ځانګړي ډول د (پي او آر) او د افغانستان د پیژندنې کارتونو (اې سي سي) لرونکو کډوالو بل پړاو کله پیلوي، وویل چې اوس مهال ددغو کارت لرونکو کډوالو د ایستلو پلان نشته دی.