'پاني‌ پت' فلم نندارې ته وړاندې شو؛ خو تاریخ پکې څومره سم ښودل شوی؟

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د 'پاني پت' په نامه د هند د بالیووډ سینما هغه فلم چې په ټوله نړۍ کې د هندیانو په ګډون ګڼ شمېر افغانان هم ورته سترګې پر لار وو، د دسمبر پر شپږمه نېټه نندارې ته وړاندې شو.‌ دا فلم د پانې پت د دریمې جګړې پر کیسه راڅرخي، چې د ۱۷۶۱ کال په جنورۍ کې د هند مرهټه واکمنۍ او د افغان ټولواک احمد شاه ابدالي‌ ترمنځ، له ډیلي نه کابو سل کیلومتره شمال خوا ته د پاني پت پر میدان شوې وه

.‌

څه موده وړاندې کله چې د فلم "ټرېلر" خپور شو او په اړه یې خبرې پیل شوې، نو له ځینو افغانانو سره دا اندېښنه پیدا شوه چې ګواکې د فلم جوړوونکو به تاریخي حقایق له پامه غورځولي وي‌ او د احمد شاه بابا شخصیت او تاریخي رول ته ښایي په فلم کې سپکاوی شوی وي.‌

دا اندېښنې ځکه پر ځای وې چې په هندۍ سینما کې تر دې وړاندې هم ځینو فلمونو کې تاریخي پېښې په ناسمه بڼه ښودل شوې دي‌ او د ځینو پېژندل شویو تاریخي څېرو کردارونه او کړنې له حقیقته لېرې ښودل شوي.‌

اصل تاریخ او د فلم سیناریو

دا خبره جوته او تر ډېره منل شوې ده چې فلمي سیناریو ځینې وخت له اصلي تاریخه یو څه په توپیر وړاندې کېږي.

دا چاره تر ډېره د فلم بازار موندنې،‌ د لیدونکو ذوق،‌ د فلم جوړوونکي شخصي سلیقې او ذهنیت او د فلم لپاره ترسره شویو څېړنو او موندنو پورې اړه لري.

په پاني‌ پت فلم کې هم ځینې پېښې داسې ښودل شوې دي چې د تاریخ په کتابونو کې په بشپړ تفصیل سره او په بله بڼه نقل شوې دي.

د بېلګې په توګه، د مرهټه پوځ مشر "سداشیو راوباو" چې کله په لومړي ځل احمد شاه ابدالي سره مخامخ کېږي‌ نو ورته وایي‌ ته هند ته د "لوټمارۍ" لپاره راغلی یې.

د فلم له عمومي سیناریو نه هم داسې ښکاري چې ګواکې احمد شاه ابدالي یوازې د ډیلي تخت په ارمان دې جګړې ته ور دانګلي وو.

تاریخي حوالې په دې جګړه کې د احمد شاه ابدالي د پوځ لخوا د لوټمار یادونه کوي او مني چې دی له ډيلي نه تش لاس کندهار ته نه و ستون شوی.

خو په همدې حال کې تاریخ پوهان دا هم وایي چې پر هند د احمد شاه ابدالي د بریدونو پر مهال داسې لوټمار نه و شوی لکه د نادر افشار د یرغل پر مهال چې وشو. هغه ته د نجیب الدوله په ګډون ځینو هند مېشتو سردارانو د جګړې لګښت ورکړی و، ځکه د مرستې غوښتنې پرمهال یې افغان ټولواک ته د لګښت پرې کولو ژمنه کړې وه.‌

خو په فلم کې ځینو نورو هغو لاملونو ته اشاره نه ده شوې چې له کبله یې افغان ټولواک اړ شو چې له کندهاره تر ډیلي لښکرې وباسي.

د بېلګې په توګه د احمد شاه بابا د دې پرېکړې تر شا یو لامل دا هم و چې په پنجاب کې سېکانو بغاوتونه پیل کړي وو او بیا بیا یې د افغانانو واکمنۍ او سیمو ته ګواښ پېښاوه.

په خپله مرهټه پوځ هم یوازې دفاعي دریځ نه درلود، بلکې د دوی مشرانو په خپلو لیکونو او یادښتونو کې دا ارمان څرګند کړی و چې یوه ورځ به یې واکمني ان تر کندهاره وغځېږي.

لنډه دا چې احمد شاه بابا یوازې د هند مسلمانانو د مرستې لپاره پردۍ جګړې ته نه وو ور دانګلي،‌ بلکې د خپلې واکمنۍ او خاورې د دفاع لپاره دې پرېکړې ته اړ شوی و.‌

د فلم په یوه بله برخه کې، هغه مهال چې د پاني پت جګړه پیلېږي، د احمد شاه ابدالي زوی تیمور شاه له کندهاره پاني پت ته رسېږي او خپل پلار ته خبر ورکوي چې په کندهار کې سیاسي‌ وضعیت ترینګلی دی.

تیمور شاه زیاتوي چې د احمد شاه ابدالي‌ وروڼه او د تره زامن واک ته رسېدل غواړي او له همدې کبله کندهار کې ګډوډي رامنځته شوې ده.

که څه هم په تاریخ کې د احمدا شاه ابدالي په نشتون کې په کندهار کې د ګډوډۍ حوالې شته، خو هغه هڅې د پاني پت له جګړې مخکې پیل شوې وې.

یوه بله برخه کې احمد شاه ابدالي داسې هوډ یا هیله څرګندوي چې د ډیلي له نیولو وروسته به د مرهټو پر اصلي مرکز "پونې" هم برید کوي او نیسي‌ به یې.

حال دا چې د همدې فلم نورو برخو کې داسې ښودل کېږي چې احمد شاه ابدالي اصلاً د ډیلي په نیولو کې هم زړه نا زړه و او د نوور ځایي‌ مسلمانو واکمنو لخوا دې کار ته وهڅول شو.‌

په تاریخ کې هم کومه داسې معتبره حواله نشته چې ګواکې احمد شاه بابا دې تر ډیلي ور هاخوا د خپلې واکمنۍ د غځولو کوم پلان درلود او همدې فلم کې هم بیا بیا مرهټو ته وایي چې له ډیلي سوېل خوا ته سیمو کې هېڅ لېوالتیا نه لري.‌

په فلم کې د ښودل شوي استدلال تر ټولو قوي‌ تردید ښایي‌ پخپله د احمد شاه بابا په هغه مشهور شعر کې وي چې وایي:

یوه بله لویه تاریخي تېروتنه دا ده چې په فلم کې د احمد شاه ابدالي رول ۶۳ کلن سنجې دت لوبولی، حال دا چې د پاني پت جګړې پر وخت د ده عمر تر ۳۹ کلونو ډېر نه.

د احمد شاه ابدالي د پوځ د شمېر په اړه هم د فلم حواله لانجمنه ده.‌ فلم کې ویل کېږي چې دی له یو لک لښکر سره هندوستان ته ور روان دی، خو تاریخي حوالې په دې اړه یوه خوله نه دي.

ډېریو ځایونو کې راغلي چې له ده سره د تلونکي لښکر شمېر د ۴۰ او ۶۰ زرو ترمنځ و او نور هغه یې ځایي اتحادیان وو چې هند ته د ده له رسېدو وروسته او یا هم پر لاره ورسره یو ځای شوي وو. ‌

یوه بله جنجالي موضوع په فلم کې د مرهټه قام یا لښکر په داسې بڼه ښودل دي‌ چې ګواکې دوی د هندوستان د ټولو نورو قامونو مشران او خواخوږي‌ دي.

خو تاریخي حوالي ښیي چې دوی پخپله هم پر ځان مین او غره خلک وو او پر نورو قامونو یې دومره درنې مالیې لګولې وې چې خپله هند کې خلک ترې خوښ نه وو.‌

د احمد شاه ابدالي کردار څه ډول ښودل شوی؟

په دې برخه کې د افغانانو اندېښنې ډېرې بېځایه نه وې. په فلم کې احمد شاه ابدالي د یو بې زغمه،‌ غوسه ناک او شډل واکمن په توګه ښودل شوی دی.

د بېلګې په توګه، په یوه برخه کې دی خپلو سلاکارانو ته د جګړې په اړه سپارښتنه کوي. کله چې یو سلاکار یې مخالف نظر وړاندې کوي‌ نو احمد شاه ابدالي خپل خنجر را وباسي او د همدې سلاکار په مرۍ یې ور منډي.

فلم کې په لومړي ځل د احمد شاه ابدالي‌ د ښودلو صحنه هم وحشتناکه او زړه بوږنوونکې ده.‌

هغه صحنه کې ښودل کېږي چې احمد شاه ابدالي په کندهار کې خپل دربار کې ناست دی. ناڅاپه یو شمېر کسان پر ده د تورو او خنجرونو بریدونه کوي.‌

داسې ښودل کېږي چې ګواکې دې کسانو غوښتل د کوه نور الماس ترلاسه کولو لپاره احمد شاه ابدالي ووژني.‌

خو دی له بریده ژوندی ووځي، په کوه نور سینګار شوی خپل تاج له سره ښکته کوي‌ او یو بریدګر په همدې تاج پر سر بیا بیا وهي، تر هغې چې بریدګر ساه ورکوي.

تاریخي حوالې د احمد شاه ابدالي د چلن او کردار په اړه بیا بل ډول انځور وړاندې کوي او هغه د یوه ارامه او زړه سوانده پاچا په توګه راپېژني.

د بېلګې په توګه پروفیسور ګڼدا سېنګ د احمد شاه بابا په اړه وایي چې هغه یو لوی او تکړه واکمن و، خو هندیانو او ایرانیانو د خپلې کرکې له کبله د هغه نوم بد یاد کړی. ‌

په فلم کې د احمد شاه ابدالي کالي،‌ ناسته ولاړه،‌ چلن او عمر هم له تاریخي‌ حوالو سره سر نه خوري.‌

خو دې فلم کې تر ټولو جالبه او ښایي‌ تر ټولو د خندا وړ صحنه هغه ده چې کله احمد شاه ابدالي هند ته رسېږي او د ښه راغلاست لپاره ورته په یوه پتناسه کې مېوې وړاندې کېږي.‌

احمد شاه ابدالي‌ مېوو ته ګوري او وایي: "زه له پنځو سیندونو را تېر شوی یم. خو د هند دا تازه مېوې په دې ارزي چې سړی دومره کړاو وباسي".

له دې وروسته احمد شاه ابدالي‌ د بېلابېلو مېوو له منځه انار را اخلي او په داسې ډول یې خوري‌ چې ګواکې پخوا یې کله انار نه وي لیدلی.

د فلم جوړوونکو دې برخه کې طبعاً چې سمه څېړنه یا ریسرچ نه دی کړی،‌ ځکه داسې یو کس چې د انارو له اصلي‌ ټاټوبي یعنې کندهاره راغلی وي،‌ ناشونې ده چې د "هندي انارو" په لیدو یې خوله کې اوبه راشي.

په ټوله کې ویلی شو چې د پاني پت فلم په همدې نامه د مشهورې شوې جګړې د پېښو یوه "نیمه بریالۍ" هڅه ده.‌ نیمه بریالۍ په دې چې له لویو تاریخي حقیقتونو نه سرغړونه پکې نه ده شوې. د بېلګې په توګه فلم کې هم د جګړې ګټونکی احمد شاه ابدالي دی او په حقیقت کې هم همداسې شوي. ‌

خو د دې لوی چوکاټ دننه په جزوي‌ برخو کې ډېر ځل پکې پېښې او کردارونه ناسم ښودل شوي.‌

د دې ادلون بدلون یو ممکنه لامل مو په پیل کې یاد کړ.‌ فلم د هند په سینما کې جوړ شوی، د هندي لیدونکو ذوق ته برابر جوړ شوی او د فلم ډایرکټر اشوتوش ګوارېکر تر دې وړاندې هم د "هندي برم" او هندو ملت پالنې پر موضوع فلمونه جوړ کړي.

که له تاریخي حوالو او د احمد شاه ابدالي له روله ور تېر شو او د فلمي صنعت له نورو زاویو ورته وګورو نو ویلي شو چې پر فلم خواري‌ شوې،‌ خو د ډایرکشن له پلوه یې د هندۍ سینما په لوړو معیاري‌ فلمونو کې نشو حسابولی.

د بېلابېلو کردارونو لپاره د هنرمندانو یا لوبغاړو غوراوی هم تر دې ښه کېدلای شو. د ډېرو هندي فلمونو برعکس پاني‌ پت فلم کې له یو دوه سندرو پرته ډېره موسیقي هم نشته.

طبعاً چې نظرونه او ذوقونه سره توپیر لري.‌ وګورو چې په راتلونکو ورځو کې افغانان او پخپله هندیان د دې فلم په اړه څه نظر ورکوي.‌