د افغان نجونو په اړه مستند فلم اوسکار جایزه وګټله

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

"د جګړې سیمه کې د سکېټ بورډ زده کړه( که ته یوه نجلۍ یې)" نومي فلم ته چې د افغان نجونو کیسه کوي د اوسکار د ۲۰۲۰ کال دغوره لنډ‌ مستند فلم جایزه ورکړل شوه.

دا فلم د هغو نجونو کیسه کوي چې د کابل په یوه بېوزله سیمه کې د " سکېټستان" په نوم مرکز کې زده کړې کوي او سکېټ بورډ لوبوي. کارول ډاسېنګر د دې فلم ډایرکټره ده چې برتانوۍ فلم جوړوونکې الېنا انډرېچیوا جوړ کړی دی

.

مېرمن ډاسېنګر چې له ۲۰۰۵ کال را هیسې په افغانستان کې کار کوي، د جایزې تر لاسه کولو پرمهال وویل دا فلم افغان زړورو نجونو ته د " مينې لیک " دی.

دې فلم ته یوه اونۍ وړاندې هم د برتانیا د فلم او تلویزیون هنرونو اکاډمۍ له خوا د (بفتا) په نوم جایزه ورکړل شوه.

د افغان فلم ادارې مشرې صحرا کریمي د دې جایزې په تر لاسه کولو خوښي وښوده، خو ویلي یې دي چې د دې فلم جوړولو لپاره له دوی اجازه نه وه اخستل شوې. افغان فلم یوه دولتي اداره او په افغانستان کې د فلم چارې سمبالوې.

 

صحرا کریمي پر خپل ټوېټر لیکلي:"سره له دې چې دا فلم د افغان فلم له اجازې پرته جوړ شوی، خو خوشاله په دې یم چې په اوسکار کې د افغانستان نوم وځلېد. "

د اوسکار جایزو دویش مراسم تېره شپه د امریکا په لاس انجلس کې ترسره شول.

دې مراسمو کې تر ټولو ډیر پام د سویلي کوریا "پارازیټ" نومی فلم ته واوښت، دې فلم ته د کال د غوره فلم جایزه ورکړل شوه. په دې سره "پارازیټ" په یوه بهرنۍ ژبه لومړی نا انګلیسي فلم شو چې د اوسکار تر ټولو لوړه جایزه ترلاسه کوي.

دغه راز ریني زیلویګر ته چې په "جوډي" فلم کې یې د امریکايي سندرغاړي جوډي ګارلنډ رول لوبولی، د غوره ممثلې او یاکوین فینکس ته په "جوکر" فلم کې د رول له امله د غوره ممثل جایزه ورکړل شوه.

برډ پېټ او لوریاډېرن ته " په هالیووډ کې یوه ورځ " او " د واده کیسه" فلمونو کې د بشپړوونکي لوبغاړي جایزې ورکړل شوې.

په ټوله کې " پارازیټ " فلم څلور او د سام مېنډېر د "۱۹۱۷" نومې فلم درې جایزې وګټلې.

تمه کېده چې ۱۹۱۷ فلم چې د لومړي نړیوالې جګړې په اړه دی، د کال د غوره فلم جایزه تر لاسه کړي، خو دې فلم ټولې جایزې په تخنیکي برخه کې وګټلې. د بونګ جونهو فلم د سام مېنډیر فلم ته د غوره فلم جوړوونکي جایزې لپاره سیالۍ کې هم ماته ورکړه او هم یې د غوره اصلي سیناریو جایزه تر لاسه کړه. دا فلم د ټولنې له بيلو پوړونو د دوه کورنیو د ژوندانه په اړه د ټوکو ټکالو یو فلم دی، یوه کورنۍ بېوزله او په تل خونه کې ژوند کوي او بله شتمنه ده چې په یوه لوی کور کې اوسیږي.

دا د اوسکار په ۹۲ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې يو سبتايتل لرونکی يا ليکلې ژباړې سره فلم د کال د غوره فلم جایزه ترلاسه کوي.

ښاغلي بونګ جونهو وویل "دا هر څه داسې راته ښکاري لکه خوب چې وینم." او فلم جوړوونکي کواک سین اي جایزې تر لاسه کولو پرمهال وویل: "خبرې نه شم کولی او هیڅ کله مې فکر نه کاوه چې داسې څه به وشي. "

په ټوله کې پارازیټ فلم ته څلور، ۱۹۱۷ ته درې، فورډ د فراري پر وړاندې، جوکر او يو مهال په هالیووډ کې فلمونو ته دوه، دوه جایزې ورکړل شوې.

د سږکال په اوسکار جایزه کې یوه نوې خبره دا وه چې له ۱۹۹۸ را هیسې په لومړي ځل د فلم موسیقي په برخه کې یوې مېرمنې ته جایزه ورکړله شوه، دا جایزه د جوکر فلم کمپوزرې هیلډور ګونډناډوټر تر لاسه کړه.

یاکوین فینکس چې د غوره ممثل جایزه یې تر لاسه کړه، په سیاست خبرې وکړې، هغه وویل فلمي لوبغاړي کولی شي د هغه چا غږ نورو ته ورسوي چې "فریاد یې نه اورېدل کیږي. "

هغه دغه راز د ژویو د حقونو، اقلیم، توکم پالنې او جنسیتي نابرابرۍ په اړه خبرې وکړې، ښاغلي فینکس وویل دا ټول له " بې عدالتۍ سره د مبارزې" په اډانه راتلای شي.