سیف الرحمن(آشنا)

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=قانون}

د خلقت ټولــو شیانو کـې قانون شته
په قانون کې د هر څه ګوره ژوندون شته

د اټوم کوچنۍ ذره کې هم موجود دی
نیوترون او پروتون سره الکترون شته

الکترون هم تړل شـوی په قانون دې
هلته نظم اتحـــاد او پيوســتون شته

انحراف کې زلـزلې شي توپان راشي
د طبیعت په بې نظمۍ کې هم جنون شته

چې افراط او تفریط راشي په هیواد کې
داسې حال کی امکانات د جګــرخون شته

د انسان په سر کې عقل ستر قانون دی
دې قانون کې دلوی خدای عظیم سمون شته

چـې قانون نه وي ټولنه د بشر کې
داسې حال کې جهالت په لوري یون شته

یو انسان شـي بیا لیوه د بل د پاره
د پوهانو په نظر کې دا مضمون شته

کوم هیواد کې چې حاکم نافذ قانون وي
سمه لار باندې (آشنا) د هغه تلون شته

شاعر سیف الرحمن(آشنا) رح

{/slide}