غزل 

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

انجنیر زلمی نصرت

 

ته چې نه یې سخن نه لرم غزل ته

سخن پریږده شیمه نه لرم مزل ته

 

 بل دلبر ته مې هوس په سر کې نشته

ښه سیرآب شمه چې گورم ستا اوربل ته

 

د ارم باغ که هم څوک راته اعطا کړي

بیا به هم اقتدا وکړم ستا درشل ته

 

ته زما د ژوند د لارې رهنما یې

په تیارو کې هم نیاز نه لرم مشعل ته

 

که بیړۍ دې چیرې ډوبه شي په بحر

 زه به هم ځان رسومه هغه تل ته

 

چې د زړه ټکور لرمه ای نصرته

 نه درمان ته مې حاجت شته نه درمل ته.

 

۲۳.۰۴.۲۰۲۴

 دنمارک

وایله