یوه هیله

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په موقع خوب وای راغلی
ته مې خوب کې وای لیدلی
ته د زړه خوږه نغمه وای
ستا للو مې غوږ پاللی
ته له ښار د ښاپېریو
ورکو لارو کې راتللی
یا راغلی مسافر وای
زما  زړه کې اوسېدلی
کاشکې ژر ژر خوب راتللی
 ته د خوب مېلمه کېدلی
تا د عشق پیغام را وړلی
زه له تا نه ځارېدلی
ته د مينې پرښته وای
 تل مې خوا ته کېناستلی
ته باور وای او یقین زما 
پر تا زړه ډاډه کېدلی
ته یو زیری د سپرلی وای
له ګل پاڼو څڅېدلی
☆☆☆☆☆☆☆
زه  پوهېږم ژر به راشې
هر یو درد ته به دوا شې
نښې وینم د راتلو ستا
 د زړه خونه به رڼا شې
ستا نه شتون دلته څرګند دی
ته به بیا د ژوندون سا شې
د سپرلي لارې دې څارم
بیا به هم د ژوند ښکلا شې
ته د نوي ژوندون نښه
په رګو کې د ژوند سا شې
ته د نوي ژوند سندره
هر ګلپاڼه غزل ستا شی
☆☆☆☆☆☆
دلته هر څه کې تضاد دی
څوک خپه، څوک په زړه ښاد دی
څوک غوړېږي او لویږي
څوک نطفه کې خپل برباد دی
دا آرام سمندر ګوره 
څپڅپانده له  تضاد دی
د چا درد د یار بیلتون دی
څوک خوشحال د چا له یاد دی
کله ډک شي زړه له عشق ستا
کله زړه کې ډېر فساد دی
دا خواږه خواږه دردونه
دا د چا یو ښکلی یاد دی
دا د نوي ژوندون چیغه
د راتلونکي ښه بنیاد دی
 تیر رو رو له زړه نه وځې
لکه تېر له غرونو باد دی
دا د ژوند تریخ حقیقت دی
هر یو زوړ دلته ناښاد دی
دا د وخت د لوټمارانو
په لاس شین فصل برباد دی
☆☆☆☆☆
دا یاغي لکه دریاب دی
دوی ته ژوند لکه حباب دی
 هر څه وړي دوی له یو مخې
دا سر مسته سور سیلاب دی
نه پرېږدي چاته خپل برخه
بې انصافه بې حساب دی
☆☆☆☆☆☆
بس یو څیز دوی وړلی نه شي 
دا د مینې شین انځور دی
تا کې عشق وژلې نه شي
عشق غښتلی تر هر زور دی
ډېوې مه وژنه جاهله
لمر سهار د غره په سر دی
راشئ بله یو ډېوه کړو
دا تورتم مخ په نسکور دی
هر یو ګل ګلدان کې کېدئ
سبا دا وطن ګلزار دی
اغزي مه کرئ په لاره
دا خو ستا کلی او ښار دی
ولې تل جوړ غړوندی کړې
دې کې سر د چا په دار دی
کړکۍ پرانیزئ د خونې
ښه نیسیم د زړه قرار دی
یو څو ښې خبرې وکړه
لوی جادو په ښه ګفتار دی
لویه مینه ترې را ووځي
کلمو کې دا کردار دی