د پاکستان د دفاع وزیر: د افغانستان سره وسله واله شخړه نه غواړو 

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو پوځي ترینګلتیا وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هېواد یې نه غواړي له افغانستان سره په وسله واله جګړه کې ښکېل شي.

د پاکستان حکومت د تېرې دوشنبې په ورځ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د عناصرو د په نښه کولو په ادعا هوايي بریدونه وکړل او په غبرګون کې د طالبانو حکومت ادعا وکړه چې د پاکستان په ځینې پوځي تاسیساتو باندې یې د توغندیو بریدونه کړي دي.

خواجه اصف له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل: "د ځواک کارول وروستی انتخاب دی. موږ له افغانستان سره وسله واله جګړه نه غواړو."

خو بیا هم هغه خبرداری ورکړ چې پاکستان کولای شي د افغانستان او هند ترمنځ لارې او سوداګریزې ترانزیتي لارې بندې کړي. هغه وويل: "که افغانستان له موږ سره د دښمن په څېر چلند وکړي، نو موږ ولې هغوى ته د سوداګریز دهليز ورکړو؟"

په افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه وروسته له هغه وشو چې وسله والو د شنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځي اډې برید وکړ او اووه پاکستاني پوځيان یې ووژل. پاکستان ادعا کوي چې دا برید د افغانستان په خاوره کې پلان شوی و، خو د طالبانو د حکومت مقاماتو دا ادعا رد کړې ده.

خواجه اصف امریکا غږ ته یو ځل بیا ادعا وکړه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله ترهګري زیاته شوې ده. هغه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مقاماتو ته په خطاب کې وویل: "پدې ډول دوام نه شو ورکولی."

څو ورځې وړاندې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د پاکستان د سولې د مطالعاتو په انسټیټیوټ کې په یوه غونډه کې ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې جنګیالي شته چې د افغانانو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي.

تحریک طالبان پاکستان له افغان طالبانو سره نېږدې اړیکې لري او د امریکايي او ناټو ځواکونو او د افغانستان د پخواني حکومت پر ضد د طالبانو د دوو لسیزو یاغیګرۍ په ترڅ کې یې له دغې ډلې سره چې اوس پر افغانستان واکمني کوي، هر ډول ملاتړ کړی دی.

خواجه اصف امریکا غږ ته وویل چې د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ میاشت کې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې او د طالبانو له چارواکو سره په لیدنه کې هغوی ته ویلي وو چې د تحریک طالبان پاکستان تېرې "پیرزوینې" باید د طالبانو د حکومت لاسونه ونه وتړي.

هغه وویل: "که تحریک طالبان پاکستان له تاسو سره پیروزینه کړې ده او تاسو یې هم مدیون یاست، نو بیا یې کنټرول کړئ. مه پریږئ چې دوی [تحریک طالبان پاکستان] زموږ په وړاندې جګړه وکړي پداسې حال کې چې دوی ستاسو په هیواد کې دي او تاسو یې متحد هم اوسئ."

طالبانو د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د پناه ځایونو د شتون په اړه د پاکستان ادعا رد کړې او د افغانستان په خاوره یې د پاکستاني پوځیانو د اقداماتو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې خبرداری ورکړ: "پاکستان باید د پېښو د نه کنټرول او ناتوانۍ او ستونزو پړه پر افغانستان ونه اچوي، ځکه دا ډول پېښې به ډېرې بدې پایلې ولري چې کنټرول به یې د پاکستان له واک څخه ووځي."

کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت که څه هم پر پاکستان د برید کولو وس نه لري، د پاکستاني پوځ له خوا د بریدونو او تاوتریخوالي د زیاتوالي په صورت کې د پاکستان د حکومت پر ضد د سخت دریځو د فعال ملاتړ په ګډون د غیر متعارفو لارو چارو په کارولو سره کولای شي ځواب ورکړي.

خو خواجه اصف په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته د خبرداري په توګه وویل: "که دوی موږ ته زیان ورسوي، موږ به اړ یوو چې غچ واخلو."

د پاکستان د دفاع وزیر همداراز ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې پدې خاطر د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوی چې د دغې ډلې جنګیالی د داعش خراسان څانګې سره یوځای نشي، هغه ډله د طالبانو څکومت ورسره په افغانستان کې په جګړه بوخت دی.