بغدادي پیر ډیويډ جونز وایې

تاریخ
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په ١٩٥٥ م کال کې مې مور مړه شوه، نوي کلنه وه، وصيت يې کړی و چې جنازه به مې خپل پلرني وطن، ايټاليا ته وړئ!
مور مې په روم کې خاورو ته وسپارله. منی و، د ايټاليې هوا تر لندنه توده لګېده، فکر مې وکړ، توده هوا مې هډوکو ته ښه وه. څو ورځې په ايټاليې کې پاتې شوم، يوه ورځ مې امان الله خان په ذهن کې را وګرځېد، پوهېدم چې په روم کې اوسي، خو دقيق ادرس يې نه و رامالوم.
د افغانستان سفارت ته ورغلم، بانې يې کولې، نه پوهېږم چې ولې يې له پخواني پاچا سره زما ليدل نه خوښېدل. په سخته مې قانع کړل، ادرس يې راته وليکه.
کاغذ ته مې وکتل، پخوانی پاچا د ښار په تر ټولو غريبه برخه کې اوسېده.
يو سهار مې ټکسي ته لاس ورکړ، شل دقيقې وروسته د يوه پارک پر غاړه کښته شوم.
يوې ځوانې نجلۍ ته مې کاغذ ونيو، شمال لور ته يې ګوته ونيوله، مجبور وم، بايد په پارک کې تېر شوای وای.
پر ژېړ چمن ژېړې پاڼې پرتې وې. څو ماشومانو فوټبال کاوه، زاړه کسان پر اوږدو څوکيو لمر ته ناست ول. مخکې لاړم، سرې او ژېړې پاڼې مې د بوټو تر تليو لاندې کېدلې…يو ځای ودرېدم، بېرته مې شاته وکتل، يو څوک پر اوږده څوکۍ ناست و، اخبار يې وايه.
نږدې ورغلم، دا غټې سترګې شناخته راته واېسېدې. مخامخ ورته کېناستم. حساب مې وکړ، دوه شپېته کاله! نه وم غلط، امان الله خان به په دوه شپېته کلنۍ کې خامخا همداسې څېره درلوده. ور نيږدې شوم، پر سړي مې سيوری ورغی، شپو خولۍ يې له څوکۍ ور پورته کړه، کېناستم، په انګليسي مې وويل:
_هوا ښکلې ده!
غټې کڅوړنې سترګې يې را واړولې، موسک شو، لنډ ځواب يې راکړ!
_ډېره!
بېرته يې اخبار سترګو ته ونيو.
ور ومې کتل، د زاړه، خو پاک بالاپوښ ګروې ( تڼۍ ) يې تر غاړې پورې تړلې وې، له ليرې يې د مخ ګونځې دومره ژورې نه ښکارېدې.
ټپ شو، توپ پر اخبار او بيا د سړي پر اوږه ولګېد، يو ماشوم راغی، بخښنه يې وغوښته، سړي توپ ور واخيست، د ماشوم پر سر يې لاس تېر کړ، توپ يې ورته ونيو. ماشوم موسک شو، مننه يې وکړه.
سړي بېرته اخبار ته وکتل.
په انګليسي مې وويل:
_په ماشومتوب کې دې کومه لوبه خوښېدله؟!
سړي را وکتل، ويې خندل:
_د آس سورلۍ.
بېرته يې سر وځړېد.
يوه شېبه ناست و، بيا ورو ولاړ شو. ګام يې واخيست، په پښتو مې وويل:
_مېلمه يواځې پرېږدې!
نېغ يې راته وکتل، سترګې يې وځلېدې، په خوند يې وويل:
_افغان يې؟!
راغی، تر لاس يې کش کړم، ودرېدم، تر ډېرو يې په غېږ کې نيولی وم. نه يې پرېښودم.
ومې ويل:
_نه! پرنګی!
ويې ويل:
_ټوکې مه کوه! پرنګيان او داسې صافه پښتو! ډېر سره ليرې دي.
ومې ويل:
_ډېوېډ جونز يم، په ١٩١٩ کال کې ارګ ته درغلی وم، درې کسه وو، د چانسلر لېک مو درووړ، په کابل کې مو د خپلو څو نمايندګانو پاتې کېدا غوښته.
د سړي لاسونه مړه شول. تر څنګ مې کېناست، سر يې څو ځله يوې، بلې خواته وخوځاوه، يودم يې وخندل:
_اه! پرنګيانو! دلته هم نه يم درنه خلاص!
ومې ويل:
_خو اوس مې تقاعد اخيستی، له سياست سره کار نه لرم، ايټاليا ته مې د خپلې مور جنازه راوړه، ته مې په ذهن کې را وګرځېدې، ليدو ته دې راغلم.
امان الله خان ودرېد، تر لاس يې ونيولم، په موسکا کې يې وويل:
_راځه! کورته ځو، بيا ونه وايې چې يوه افغان بوډا په پردي وطن کې خپله مېلمه پالنه هېره کړې وه.
تر پارک ووتو، تنګه کوڅه راغله، امان الله خان په يوه زاړه کور کې اوسېده. پورته وختو، وړه کوټه وه، پر زړه، رنګ خوړل شوې غالۍ يو کټ، کوچينی مېز، دوې څوکۍ…ښکارېدلې. کېناستم، شاوخوا مې وکتل، وړه المارۍ له کتابونو ډکه وه، پورته د لرګي په چوکاټ کې کليمه نيول شوې وه، کټ ته نږدې، په تاقچه کې د جاينماز پر سر کوچينی قرآن شريف ايښی و.
امان الله خان د باندې ووت. زاړه وره چولې درلودې، غږ يې راته، يو چا ته يې وويل:
_څه مو پاخه دي؟!
ښځينه غږ راغی!
_لوبيا!
امان الله خان وويل:
_مېلمه لرم، قابلي پلو پوخ کړئ!
ښځينه غږ وويل:
_غوښه نه شته!
_يو څوک پسې ولېږئ!
دروازه خلاصه شوه، امان الله خان بېرته راغی، ويې ويل:
_کړکۍ ته کېنه، کوټه سړه ده.
څوکۍ مې وکښوله، د لمر وړانګې مې اوږو ته سيخې شوې. امان الله خان پر کټ کېناست، ويې خندل:
_اوس مې نو سم زړه ته ولوېده چې ډېوېډ جونز يې، فکر کوم چې يو ځل مو بيا هم سره ليدلي و.
ومې خندل:
_هو، زه او سفير دې په نيمه شپه کې در وغوښتو، ويل دې چې انګرېزان د افغانستان په شمال کې مداخله کوي، خلک يې مسلح کړي دي، سفير ته دې د هغه له خوا امضا کړی سند ورکړ، ورته ودې ويل چې په دوه اوياوو ساعتونو کې به له افغانستانه وځې. يوه اوونۍ وروسته دې زموږ انګرېز جاسوس اعدام کړ.
امان الله خان سړه ساه وايسته:
_اې پرنګيانو، حق مو و، وطن مو را غرق کړ.
ومې خندل:
_ته هم ګرم وې، ډېر تېز تلې.
راته ويې وکتل، څه يې ونه ويل:
_د کوټې دروازه وټکېده، امان الله خان ولاړ شو، بېرته له پتنوس سره راغی. دوه ګيلاسه يې له شنو چايو ډک کړل.
کړکۍ ته ودرېد، ويې ويل:
_هاغه ماشومان وينې؟!
ودرېدم. لاندې پاک، سوتره او صحتمند ماشومان روان ول، خندل يې، په ملاوو پسې يې د مکتب بکسې تړلې وې.
امان الله خان وويل:
_دا ماشومان پچې نه جارو کوي، په دوو اوزو پسې هم ټوله ورځ نه دي روان، لوږه نه پېژني، مکتب ته ځي، خاندي، تفريح لري، تلويزيون ته ګوري، غم نه ويني، د ټوپک ټک يې نه دی اورېدلی، روغ دي، له ژونده خوند اخلي….
غلی شو، ويې ويل:
_د هاغه دوکان تر مخ ناست بوډا زموږ ګاونډی دی، پنځه څلوېښت کاله يې په يوه فابريکه کې کار وکړ، اوس کرار ناست دی، د تقاعد پيسې ورته راځي…نه زوی ته احتياج دی، نه لمسو ته، تر مرګه به په ګېډه موړ او پر تن پټ وي.
هاغه بله ځوانه ښځه ډاکټره ده، اته ساعته کار کوي، خو څوارلس ساعته هوسا ژوند لري، کونډه ده، خو دومره پيسې پيدا کولای شي چې د خپلو اولادونو، درس، روغتيا، خوراک، تفريح… ته ورسېږي.
دا د روم تر ټولو غريبه سيمه ده، خو کورونه يې څلرويشت ساعته برق، ګاز او اوبه لري…کوڅې يې پخې دې، مکتب او روغتون نږدې دی، په دې ټوله غريبه سيمه کې به يو سوالګر هم ونه وينې.
غلی شو، بېرته پر خپل ځای کېناست، پياله يې ور پورته کړه، ويې ويل:
_سم وايې! زه تېز تلم، ځکه وخت کم و، ما وېل چې په خپل ژوند کې يو پرمختللی افغانستان ووينم. داسې وطن چې اوسېدونکې يې د دې خلکو په څېر ارام ژوند ولري، لوږه ونه پېژني، تعليم وکړي، د ځان او نورو په حقوقو پوه شي، ښه او بد ور مالوم وي، په کورونو کې د مورچو د جوړولو پر ځای، د کتابونو ځای جوړ کړي…نور يې په يوه او بل نوم غلط نه کړي ….
غلی شو، له پيالې يې سور وکړ، سوړ اسويلی يې وايست:
_ايټالياوان له دوهمې نړيوالی جګړې را ووتل، ټوله ايټاليا خاورې شوه، خو خلک يې پوه او تعليم يافته ول، په لسو کلونو کې يې بېرته ايټاليا، ايټاليا کړه، اوس موټرې او طيارې جوړوي، خو زما خلک بې سواده ول، ماغزه به مې ورسره وخوړل، په عادي خبره کې به يې قناعت نه کاوه.
غلی شو، يودم يې ترخه وخندل:
_يو وخت څو سپين ږيرې راغلل، دوی په کابل کې روان رېل ليدلی و، غوسه يې نه کنټرولېده، ويل يې چې ښار ته دې د اوسپنې ښامار راوستی، خوراک يې اور دی، شيطان يې چلوي.
ورسره ووتم، په رېل کې مې کېنول، دوره مې ورکړه، پوه مې کړل چې ريل د مساپرو او تجارتي اجناسو د انتقال له پاره تر ټولو ارزانه او ګټوره لاره ده…ورته ومې ويل چې دا رېل له اوسپني او لرګيو جوړ دی، د ډبرو په سکرو کار کوي، بنيادم يې چلوي…هر څه يې په خپلو سترګو وليدل، خو کله چې رېل ودرېد، بېرته يې هماغه پخوانی خبره را واخيسته، تور شيطان او د اوسپنې ښامار يې نه غوښت.
راډيو يې نه منله، ويل يې چې په مينځ کې يې واړه واړه شيطانان ناست دي…خلک له دينه باسي…تليفون کوپر ورته ښکارېده، ويل يې چې له دينه اوښتی يې، له شيطان سره غږېږې.
دې خلکو ان په پخه خښته او پوخ دېوال کې هم شيطان ليد…پوهېږې چې ولې؟! علت يې بېسوادي وه.
ما بايد دا ستونزه حل کړې وای، مکتبونه مې جوړ کړل، غوښتل مې چې دا خلک له تيارې را وباسم، په هرڅه يې پوه کړم…خو دوی مکتبونه هم نه غوښتل، د کوپر ځالې يې بللې….
ومې ويل:
_نو فکر نه کوې چې په داسې يوه ساده او بې سواده ټولنه کې ترکيې ته د نجونو لېږل ښه نه و؟!
امان الله خان پياله ور ډکه کړه، سړه ساه يې وايسته:
_په ټول وطن کې ښځينه ډاکټره نه وه، ښځې به په ډېرو عادي ناروغيو مړې کېدلې، فکر مې وکړ، په ټولو اسلامي هېوادونو کې ترکيه ښه راته وايسېده، تر عربو مخکې وه، ما بايد په خپل وطن کې ښځينه ډاکټرانې درلودای، سلامت پوهنتون، استادان، لابراتوارونه، کتابخانې… خو مې غريب افغانستان ته نه شوای راوړلی، چاره نه وه، نجوني او هلکان مې ترکيې ته ولېږل…د شرعې خلاف کار مې نه ګاڼه، ترکيه اسلامي هېواد دی، د نجونو ليليه، خوراک، څښاک، هر څه بېل ول.
ومې ويل:
_د چادري په اړه څه وايې؟! تا په کابل کې چادري منع کړه!
امان الله خان سر وخوځاوه:
_زه ديني عالم نه يم، خو اسلامي نړۍ مې ليدلې ده، مطالعه لرم، ما په يوه اسلامي هېواد کې هم دا ډول شنې رنګه چادريانې ونه ليدلې…زموږ د خلکو لوی مشکل دا دی چې دين او رواجونه يې سره ګډ کړي دي…
زه به د بند، فابريکې، برق، سړک، پل، پلچک، مکتب، پوهنتون… د جوړېدو په باره کې ورته غږېدم، ګټې به مې يې بيانولې، د دې شيانو په جوړولو کې به مې د خلکو همکاري غوښته….خو دوی به په هر څه کې ښځې را ګډولې…پوخ سړک او په موټر کې هوسا تګ ته يې پام نه و، ويل به يې چې نه، بيا به له روان موټره زموږ کورونه او د کورونو په مينځ کې زموږ ښځې ښکارېږې.
د مکتب او پوهنتون په ګټو به مې خوله ستړی شوه، خو په په اخير کې به يې راته وويل چې نجوني مو کوپر او فحشی ته مه باسه….
د روغتون فايدې به مې ور يادې کړې، ويل به يې چې ته عياشي غواړې، تورسرې به مو څنګه له کوره د باندې وځي؟!
خوارځواکه ماشومانو او ښځوته مې د تقويې دواوې ور ولېږلي، خو خلکو اور ور واچاوه، ويل يې چې پاچا د اسلامي امت د ډېرېدو مخالف دی، دا دوا زموږ ښځي را وچوي، اولاد نه شي پيدا کولای.
ما به د وطن د پرمختګ خبرې ورته کولې، خو دوی به خامخا پل، پلچک، دېوال، پوخ لښتی…د ښځو له نوم سره تاړه…وی، په دې کې خو زموږ ښځې راځي، خلک به يې مخ وويني، بې بندوباره به شي….دوی هر څه ته بد بينه ول، هر پرمختګ يې خامخا د ښځو د مخونو له لوڅوالي او عياشي سره تاړه
امان اله خان اوږدې خبرې وکړې، سترګې يې لندې وې ........
 یو وخت یې کور ته افغانان ورغلي وو غازي دیو کس بوټ بوی کړی وو ویل یې د وطن د خاورې بوي به حتمن ورسره وي.