نیمگړی ایمان

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یو خيال دی
خورا سپیڅلی او زلال دی
د لمر او د سپوږمۍ پر لور
د پرواز یو خیال دی
داسې خیال دی
چې، کله را ياد شي
جذباتي شم
غرور را کې پیدا شي
د نیکمرغۍ احساس وکړم
 او په فضا کې سپينې کوترې راته په نڅا شي
روح مې هم خوشاله او هوسا شي

بې له هغه،هر څه را ته
بې مانا شي
بې لاس او بې پا شي
بې صدا شي
بې هوا شي
بې ښکلا شي
بې رڼا شي
ارامتیا او هوش مې، هم رانه کډه وکړي
بې کسه شم
نا هیلې شم
تنها شم
بې پنا شم
غریب شم
بې نصیب شم او
ایمان مې هم نيمگړی شي
که څه هم خورا گران دی
 خو تر لاسه به شي
لیکن،
سر ښندنه غواړي
قرباني غواړي
ودریدل غواړي
برید غواړي
لکه تندر
لکه طوفان
لکه سیلاب
لکه بریښنا
قوي ایمان او باور غواړي
جنگیدل غواړي
ساتل غواړي
حفاظت غواړي
حراست غواړي
د بد خواهانو له ناپاکو لاسو څخه
د غلام ابن غلامه څخه
د هغه چا نه، چې درناوی یې نه کوي او مرگ يې غواړي
د ژوند تر پایه به ورته جنگیږم
تا ته وایم
"ای د ازاد خاورې"

٠٩.١٢.٢٠٢٣
زلمی نصرت
دنمارک