کله، چې ما د "تللو يادونه" د مقالو په ټولگه کې د فرخندې د وهلو، ډبولو او سوزولو د تراژیدی په هلکه شعرونه او ادبي ټوټې د هغه په یاد او درناوی په ژړیدلو سترگو مطالعه کړ.
دفعتآ د درونټې نه لږ پورته د کابل جلال اباد په لویه لاره د سرخکانو د ساحې تراژيدي او غمیزه، چې وحشي پړانگانو په عامه لاره ماینونه ښخ کړي و، ٣٠٢ بوس پې برابریږي، بوس انفجار کوی او د اور په لمبو کې اکثره مسافرین یې لکه د تناره وچ لرگي سوزي، لوگی او اهونه يې تر هسکه پورته او ايرې کیږي.
د اور په لمبو کې ټکنده غرمه کې، زما مورکې او یو کلنه خورکې هم په همدې بوس کې د جوزا په ١٩ کال ١٣٥٩ لمریز کې د غرمې د ١٢ بجو په شاوخوا کې د نورو ماشومانو، ښځو او بوډاگانو سره نینې کیږي.
نو ما یو مات او گوډ یو ناچیزه نظم د هغوي په یاد ليکلې وه، چې تاسو لوستونکو سره يې هم شریکوم.
ای د سحر باده
دا وایمه و تاته
گیډۍ دگلو واخله
دا یوسه زما دعا ته
درو په درو گر ځه
کوچیانو و لیدا ته
بهسود له پله نه واوړه
باغونو د خرما ته
مورکۍ او لورکۍ دواړه
پراته غاړه په غاړه
آرزو د چا "صدا" ته
بې تابه دي اشنا ته
د خور او ورور خندا ته
د پلار قار او مسکا ته
مورکۍ يې هم دا غواړي
انتظار دی نن سبا ته
دگلو گیډۍ کيږده
" ارزو" او "شاقند" پا ته
دعا راوړه و ماته
د زړه و تسلا ته
٠٢.١٠.٢٠١٧
*زلمی نصرت، مات وزر( شعري ټولگه)، شهباز خپرندوی تولنه، ٢٠١٩ میلادی کال، ٤٢،٤٣ مخونه.