د روغتیا لپاره د ویټامین ډي اهمیت او په بدن کې د کموالي نښې یې

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په مني او ژمي کې چې ورځې پکې لنډې او هوا پکې سړه وي، د معمول سره سم خلک د دې پر ځای چې له کوره بیرون د لمر وړانګو ته کښیني یا وګرځي، کوښښ کوي په خونو کې دننه تاوده پاتې شي. له همدې کبله پدې موسمونو کې نورو موسمونو په پرتله د انسان وجود ته لږ ویټامین ډي داخلیږي.

د ډي ویټامین د بدن په ډیرو فعالیتونو کې مهم رول لري خو د متحده ایالاتو روغتیا انسټیټیوټ په ویب سایټ کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې دا ویټامین د انسان په وجود کې د کلسیمو جذبولو مهمه دنده لري. کلسیم د هډوکو د کلکوالي او سالم پاتې کیدو لپاره مهم دي او نه پریږدي چې هډوکي کمزوري یا پوډه شي.

دا ویټامین همدارنګه د بدن معافیتي سیستم په کړنې، غښتلتیا او عصبي رشتو او عضلاتو په برخې کې هم مهم نقش لري.

د ډي ویټامین تر ټولو مهمه سرچینه ورځني خواړه او د همدې ویټامین بشپړونکي دي.

د متحده ایالاتو د یل پوهنتون د معلوماتو له مخې په هرو دریو امریکایایانو کې د یو څخه په ډیرو کې یې په ځانګړي توګه د پاخه عمر لرونکو، چاغو او ډیر وزن لرونکو او هغو کسانو کې د ډي ویټامین لږ وي چې د پاخه عمر لرونکو د ساتنې په مرکزونو کې کار کوي.

دا ویټامین همدارنګه په طبیعي توګه د انسان په وجود کې د لمر د وړانګو څخه تولیدیږي. خو دا چې ځیني وخت خلک د لمر جذبولو ضد کریمونه کاروي او یا ډیر ساعتونه په خونو کې دننه تیروي او نه پریږدي چې بدن په مستقیمه توګه د لمر وړانګې واخلي، د دې سبب کیږي چې د ډي ویټامین په وجود کې تولید نشي.

څرنګ په بدن کې د ویټامین ډي په کمښت پوهیږو؟

ویټامین ډي د انسان د معافیتي سیستم په فعالیت کې مهم نقش لري او د ژمې په موسم کې د زکام او ریزش په شان موسمي ناروغیو په مخنیوي کې هم مرسته کوي. که چیرته یو څوک ژر ژر ناروغ کیږي او په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې یې والګی نیسي، ډیر شک دا دی چې په وجود کې یې ویټامین ډي کم دی.

دا چې ویټامین ډي د هډوکو په فعالیت او سلامتیا، د عضلو او اعصابو په فعالیت کې نقش لري، کموالی یې هم په بدن کې د مزمنو دردونو سبب کیږي. د عضلاتو او هډوکو دردونه او یا هم د عضلاتو شخیدل په بدن کې د ویټامین د کموالي ځینې نښې بلل کیدی شي.

د هډوکو پوډه توب

د ویټامین ډي کموالی په انسانانو کې د هډوکو د پوډه والي یا اوستیوپوروزش سبب کیدی شي. که یو څوک پدې بیمارۍ اخته شي، هډوکي یې په آسانۍ ماتیږي.

د متحده ایالاتو د روغتیا ملي انسټیټیوټ پدې هکله ویلي، " اوستیوپوروزش په ډیرو مواردو کې په بدن کې د کلسیم د کموالي سره اړیکه لري، خو په بدن کې د ویټامین ډي کموالی پدې دلیل چې د کلسیمو په جذبولو کې اختلال راشي او یا په نهایت کې کلسیم کم شي، کیدی شي ددې ناروغۍ سبب شي".

د ویټامین ډي د کموالي له کبله همدارنګه د غاښونو پوډه والي، د ژامو مکروبي کیدل او په غاښونو کې د نورو ناروغیو پیدا کیدو سبب هم کیدی شي. ډاکټران د کلسیمو په جذب کې اختلال چې د ویټامین ډي د کموالي له کبله پیدا کیږي، د غاښونو او ژامې ناروغیو سره تړي.

رواني سلامتیا او د انرژۍ کموالی

پرله پسې او له کوم علت پرته ستړتیا او منفي عواطف چې د خفګان سره تړلي دي، هم کیدی شي د ویټامین د کموالي له کبله وي.

تازه څیړنه چې د متحده ایالاتو د روغتیا ملي انسټیټیوټ په ویب سایټ کې خپره شوې پکې ثابته شوې چې هغو ناروغانو ته د ویټامین ډي بشپړونکو ورکولو ګټه کړې وه چې منفي عواطف او احساسات یې درلودل.

د وزن په بایللو کې ستونزې

که یو تن فزیکي فعالیت کوي او سم خواړه هم خوري خو بیا هم د وزن په بایللو کې ستونزه لري، امکان لري چې په بدن کې یې ویټامین ډي کم وي.

په طبیعي توګه ډیر وزن لرونکي خلک چې د چاغښت له کبله یې شحمي انساج ډیر او غټ وي، نسبت ډنګرو کسانو ته ډیر د ویټامین د کمښت سره مخ وي. په تازه څیړنو کې معلومه شوې چې په بدن کې د التهابونو پیدا کیدل د چاغښت سره اړیکې لري. یوه څیړنه چې په ۲۰۱۸ کال کې خپره شوې پکې ښودل شوي و چې د چاغو کسانو لپاره د وزن کموالی او ویټامین ډي ورکول، د دې سبب کیږي چې د هغوي په بدن کې التهابونه کم شي.

د ویټامین ډي غوره او طبیعي سرچینې د لمر وړانګې او خوارکي مواد دي. کبان، شیدې، د هګیو ژیړ او ځیګر نورې هغې سرچینې دي چې دا ویټامین پکې پریمانه وي.

د دې تر څنګ ځیني بشپړونکي هم شته چې په بدن کې د ویټامین ډي د کموالي مخه نیسي خو دا بشپړونکي باید هغه وخت واخیستل شي چې لومړی مو ډاکټر وینه معاینه کړي، تر څو معلومه شي کمو ډلو بشپړونکی او څومره مقدام باید وخوړل شي.

باید په یاد ولرو چې په بدن کې د ویټامین ډي ډیروالی هم د ستونزو سبب کیږي نو له همدې کبله که یو څوک غواړي د ویټامین دي بشپړونکي وخوري، باید د ډاکټر تر معاینې وروسته دا کار وکړي.