امنيت شورا په لومړي ځل غزه کې د سملاسي اوربند طرح تائيد کړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لومړي ځل په غزه کې د سملاسي اوربند لپاره رایه ورکړه. پخوا څو ځلې په دغه شورا کې د اوربند لپاره طرحې رد شوې وې.

امریکا خپل مخکېنی دریځ بدل کړاو د منفي رایې پر ځای یې ممتنع رایه کارولې چې د طرحې یې د تائيدۍ مخه نه نیسي.

په نننۍ رایه اچونه کې له امریکا پرته د امنیت شورا ټولو غړو مثبت رایه ورکړه. د دغې طرحې په متن کې راغلي چې حماس به له هر ډول شرط پرته په غزه کې یرغمل شوي کسان ازادوي.

روښانه نه ده چې اسرائیل به د امنیت شورا دغه غوښتنه څومره پر ځای کړي. له رایې اچونې وروسته ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وویل چې دغه پرېکړه "الزامي" بڼه نه لري.

خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتو ګوتېرېش د دغې پرېکړې "د سملاسي پلې کېدو" غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، نه پلي کېدل یې "د بښلو نه دي."

دا طرحه الجزایر وړاندې کړې وه چې د امنیت شورا دایمي غړی هېواد نه دی.

د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې "د بشردوستانه مرستو پروسې پراختیا او په ټوله غزه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب زیاتولو او په لویه کچه د مرستو رسولو په وړاندې د ټولو خنډونو لرې کولو" ټینګار شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرینفیلډ ویلي، که حماس یرغمل شوي کسان خوشې کړي وای، اوربند به یوه میاشت مخکې شوی وی. نوموړې ويلي،"د دې پر ځای، حماس په لارو کې د خنډونو په جوړولو، د غزې ښار او ملکي ودانيو لاندې تونلونو کې په پټېدو او د ولسي وګړو په منځ کې د پټېدو له امله د سولې مخنیوي ته دوام ورکوي. "

سپینې ماڼۍ د دې پرېکړه لیک له تصویب وروسته ټینګار وکړ چې د امریکا له خوا د ممتنع رايې ورکول د واشنګټن په دریځ کې د بدلون په معنا نه دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ویلي، چې امریکا د اوربند ملاتړ کوي، خو پرېکړه ليک ته يې ممتنع رايه ورکړه ځکه چې حماس په کې نه دی غندل شوی.

خو د پرېکړه ليک له تصويبېدو وروسته، د اسرائيلو د لومړي وزير دفتر وويل، چې د امنيت شورا پرېکړه ليک ته د امریکا ممتنع رايه به له حماس سره د اسرائيلو "جګړې" او همدارنګه د يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو هڅو ته زيان ورسوي.

د اسراییلو د لومړي وزیر د دفتر په وینا، "دا [د امریکا رایه] حماس ته هیله ورکوي چې نړیوال فشار به دوی ته اجازه ورکړي چې د یرغمل شويو کسانو له خوشي کولو پرته اوربند وکړي."

ښاغلي نتنیاهو واشنګټن ته خپل سفر او همدارنګه د اسرائیلي پلاوي سفر چې ټاکل شوې وه د مشورې لپاره امریکا ته ولاړ شي، لغوه کړ.