خواجه اصف: پاکستان کې د ترهګریزو پېښو سرچینه افغانستان کې ده؛ مجاهد وایي "پاکستان خپلې ناکامۍ توجیح کوي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان دفاع وزیر دا څرګندونې په بلوچستان کې د پوځ پر مرکز او په پښتونخوا کې پر چینايي انجینرانو له مرګونو بریدونه وروسته کړې دي.

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې هلته د وسله والو له "پټنځایونو خبر دي" خو د ده په ټکو "د پاکستان پر ضد ازاد بریدونه کوي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي اصف تازه څرګندونې "بې بنسټه" بللې دي.

نوموړي بي بي سي ته ويلي، "افغانستان خپله په تېرو څلوېښتو کلوو کې د جنګ قرباني و او خپله يې مشکلات ګاللي دي، دا چې دلته د ستونزو منبع بلل کېږي دا غلطه خبره ده، له مسووليت تېښته ده او د خپلو ناکاميو توجيح کول دي.

طالب چارواکو پخوا هم ویلي وو، چې پاکستان دې خپلې ستونزې په کور دننه حل کړي او د پړې ګوته دې افغانستان ته نه نیسي.


په تورخم کې د طالبانو ځايي چارواکو او خبریالانو بي‌بي‌سي ته ویلي، چې هلته له وړاندې پر لوحو لیکل شوي چې د مارچ له ۳۱مې وروسته به هغو موټر چلوونکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي چې د پاکستان ویزه ونه لري.

نژدې دوه میاشتې وړاندې هم دغه لار شاوخوا لس ورځې له همدې امله تړل شوې وه چې له امله یې پر توکو بار سلګونه لارۍ دواړو خواو ته ولاړې وې.

هممهاله د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ په اسلام اباد کې بېړنۍ غونډه شوې. د ښاغلي شریف له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر هم برخه لرله.

د پاکستان لومړي وزیر پر چینايي انجینرانو د برید "د څېړنې غوښتنه کړې" او ویل شوي چې په دغه پېښه کې ښکېلو کسانو ته دې "سزا" ورکړل شي. خو دا نه دي ویل شوي چې دا برید چا کړی دی.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې "ټينګه ژمنه شوې، له دې هېواده [پاکستان] اورپکي په بشپړ ډول له منځه ورکوي."

د پاکستان د پوځ مشر چې په دغه هېواد کې تر ټولو پياوړی کس کې بلل کېږي، ټینګار کړی چې "تروریزم سره به خپل ټول ځواک مبارزه کوي."

په پاکستان کې وروستیو پرلپسې بریدونو په دغه هېواد کې د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي. د دې ترڅنګ، د پاکستان سیاسي او اقتصادي حالت هم د اندېښنې وړ ښکاري.

په یوه کمساري لیک کې د اسلام اباد عالي محکمې شپږ قاضیانو د دې هېواد سترې محکمې شورا ته ویلي چې استخباراتي ادارې یې د محاکمو په بهیرونو کې لاسوهنه کوي او د کورنۍ غړي یې ځوروي.

همدې هم په دغه هېواد کې پراخ غبرګونه پارولي دي او نن (چارشنبه) د پاکستان سترې محکمې شورا پرې بحثونه کوي.https://