د ژوند لاره

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
موږ یو لاروي د ژوند په لاره
درومو په دې لاره چار ناچاره
ډېر پراته تر وړاندې مو خنډونه
درومو تر یو بریده بې اختیاره
څوک شي ستړی، پاتې له کاروان شي
نه ویني د تلو په ځان کې چاره
هر څه ورته تور او بدرنګ ښکاري
پروت وي تل په غم، شپه تر سهاره
لاره ورته ډکه له ګړنګ وي
نه لري شیمه د تلو دپاره
دوی ته هر څه تور او بدرنګ ښکاري
لیکي غزلونه غم لپاره
ځنې درومي مست په سختو لارو
آوړي له خنډونو وار په واره
ځي په کوتلونو لوړو غرونو
یون کوي د ژوند په سخته لاره
خوند اخلي، شی تیر له هر پېچومي
هاند کوي په فکر او کراره
ولې به ډارېږي له توفانه
علم چې وي مل د ژوند په لاره
وینې په هر څه کې ښکلاګانې
کلي او بانډې ښکلی له ښاره
خوند وړي د پسرلي پستو وږمو نه
واورو ښکلا هم ده بې تکراره
لید چې وي مثبت ښکلاوې ډېرې
ژوند کړي دا فکرونه مزه داره