موسمي خپګان څه دی او د علاج لارې یې کومې دي؟

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نژدې څلور لسیزې کېږي چې د "موسمي عاطفي اختلال" اصطلاح په ژمي کې د خپګان رامنځ ته کېدو لپاره کارول کېږي.

د رواني ناروغیو ډاکټر نارمن روزنتال په لومړي ځل دا اصطلاح په ۱۹۸۴ کال کې وکاروله او له هغه راهیسې یې په میلیونونه خلک نه یوازې په ژمي بلکې په مختلفو موسمونو کې د خپل ذهني حالت بیانولو لپاره کاروي.

موسمي عاطفي اختلال د خپګان یو ډول دی چې د موسمونو له پیل سره معمولا په ژمي کې پیلېږي. د طبیعي رڼا نشتوالی د دماغ پر هغه برخه اغېز کوي چې د خوب او اشتها، مزاج، جنسي لېوالتیا او فعالیت کچه کنټرولوي.

د ورځو په لنډېدو سره ډېری خلک د خپګان احساس کوي. د سړې او مرطوبې هوا او ژر تیاره کېدو سره ځینې خلک احساس کوي چې دوی لږه انرژي لري.

له موسمي او اقلیمي بدلونونو سره ځان برابرول د ډېرو خلکو لپاره اسانه نه وي.

په ټوله بریتانیا کې شاوخوا دوه ملیونه خلک د موسمي خپګان له ناروغۍ ځورېږي. چې د ژمي په ساړه موسم کې د هوا خرابېدو له امله د "ژمي خپګان" په نوم هم پېژندل کېږي.

دا رواني ګډوډي یا اختلال په خلکو خورا قوي اغېزه لري ځکه چې اصلي نښې یې د خپګان یا ډيپرېشن نښو ته ورته دي.

په دې نښو کې سستي او بې حوصله‌ګي، د انرژۍ نشتوالی او ډېر خوراک؛ په ځانګړې توګه د چاکلېټو او هغو خواړو چې ډېر کاربوهایډرېټ لري، خوړل پکې شامل دي.

د بريتانیا شاهي کالج د رواني ناروغیو د شمېرو له مخې، موسمي خپګان د نارینه‌و پرتله په ښځو کې درې چنده ډېر دی.

په ډېر سخت حالت کې ښايي ‌ډاکټر د خپګان ضد درملو وړاندیز وکړي.

"د مني په راتګ سره اندېښمنه شم"
۷۱ کلنه اېلین بوین له کلونو راهیسې د کال په دې فصل کې د دې اختلالاتو پېچلتیاو سره لاس او ګرېوان وي او ۳۰ کاله کېږي چې له دې نښو څخه د خلاصون لپاره درمل کاروي.

هغه وايي: "کله چې اکتوبر راشي، زه اندېښمنه شم."

د اېلین په وینا، هغه هر وخت ژاړي، ډېر خوراک کوي او نه غواړي له نورو سره ناسته پاسته وکړي، خوښېږي یې چې په خپل بستر کې پاتې شي او بهر ونه وځي.

موسمي خپګان
هغه وايي: "کله چې د اکتوبر میاشت راورسېږي زه اندیښمنه یم او فکر کوم چې دا هر څه بیا پیل شوي ... زه د کال له دې وخت سره هېڅ نشم کولای."

"هرڅوک د کرسمس، نوي کال او مېلمستیاو په اړه خبرې کوي خو زه نه غواړم په دې اړه څه واورم. زه یوازې غواړم په ژمني خوب ویده او پټه شم."

خو ایلین وروسته پوه شوه چې په سړو اوبو لامبل د هغې پر احساس مثبت اغېز کوي.

هغه وايي: "ما تل په یخو اوبو له لامبلو خوند اخیستی خو تېر کال مې کله چې پوه شوم چې دا زما پر رواني روغتیا څه اغېز کوي، دا مې ډېره جدي وګڼله."

"ما ښه احساس وکړ او د درملو خوړل مې بند کړل." البته، تاسو باید هېڅکله د ډاکټر او متخصص سره له مشورې پرته د درملو اخیستل بند نه کړئ.

د پورټ اوسېدونکې۵۱ کلنه لیټن لي هم ورته تجربه لري.

موسمي خپګان
هغه وايي: " نه پوهېږم خپل حالت بدلون څنګه تشریح کړم. کله چې احساس کړم روحي حالت مې ښه نه دی او یا منفي فکر کوم، پوه شم چې د موسمي خپګان اختلال سره تړلې ټولې پېچلتیاوې او نښې لرم نو پر وړاندې یې مبارزه پیلوم." "کله چې خپل فعالیتونه پیل کړم ناڅاپه د نړۍ ټولې دروازې زما پر مخ پرانیستل شي".

سړې اوبه خامخا خلک تازه کوي.

ایا موسمي خپګان د درملنې وړ دی؟
د خبرو له لارې درملنه او مصنوعي رڼا معمولا د ژمي خپګان د نښو په درملنه کې اغېزمن دي.

د ویلز رایل کالج د رواني ناروغیو مشره ډاکټره ماریا اتکینز وايي په دې برخه کې "مختلف نظریات" شته او په ژمي کې د خلکو د خپګان لامل اکثره په مغزونو کې د کیمیاوي موادو له امله وي.

ډاکټره اتکینز زیاتوي: "په دې برخه کې ډېر ساینسي شواهد نه شته خو په اړه یې ډېرې څېړنې روانې دي."

که یو کس شکمن وي چې د موسمي خپګان ناروغي لري، کولای شي په خپل ژوند کې بدلون راولي، لکه د خوړو او فزیکي فعالیتونو بدلول.

هغه وايي: "دا ډېره مهمه ده چې تاسو له دې حالت څخه خبر اوسئ او په دې تړاو اړین معلومات ترلاسه کړئ".

ډاکټره اتکینز وايي، که کوم کس د دوو اونیو یا تر دې اوږدې مودې کې د دوامداره خپګان او نورې نښې احساس کړي، غوره به وي چې له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.

که تاسو هم د ژمي لنډې، تیاره او زړه تنګوونکې ورځې نه خوښوئ، د مرستې غوښتلو لپاره یې بېلابېلې لارې شته.

دا هم مه هېروئ چې تاسې په دې برخه کې یوازې نه یاست.