د ۱۰۰ کلنو کسانو خوړو رژيم په اړه ساینس څه وايي؟

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د نیلي زون رژیم ورځ تر بلې شهرت ترلاسه کوي. یوازې په ټیک ټاک کې یې په تړاو تر لس میلیونو ډیر هشټګونه شته. دلته د یوه نوي مستند لړۍ هم موجوده ده چې د دې رژیم احتمالي ګټې په ګوته کوي.

خو دې رژیم ته له لېوالتیا سره سره، د حقیقت معلومول او پرې پوهېدل ستونزمن کېدای شي، چې ایا دا په ريښتیا صحي رژیم دی که نه؟

د بي بي سي د خوړو برخې خبریال تای ابیتوی په دې اړه څېړنه کړې ده.

نیلي (بلو) زون څه شی دی؟

نیلي زون کومه ساینسي اصطلاح نه ده بلکې د نړۍ هغو برخو ته ویل کیږي چې خلک سل کاله یا تر هغه ډېر ژوند کوي. د یوې څېړنې له مخې، په دې سیمو کې اوسېدونکي خلک د امریکا پرتله لس ځله ډیر احتمال لري چې تر سلو کلونو ژوند وکړي.

دا اصطلاح د امریکایي لیکوال ډان بوټینر لخوا مشهوره شوه. پنځه نیلي زونونه چې هغه پېژندلي دي؛ په یونان کې اکریا، په کالیفورنیا کې لوما لینډا، په کوستاریکا کې نیکویا ټاپوزول، په جاپان کې اوکیناوا او په ایټالیا کې سارډینیا.

ویل کېږي، په دغو سیمو کې د شکرې، زړه او سرطان ناروغیو کچه خورا ټیټه ده. بوټینر د دې سیمو د اوسېدونکو ترمنځ ځینې ګډ ارزښتونه وموندل، چې د دوی د اوږد عمر او ښې روغتیا راز تشریح کړي.

یو له دې ګډو ارزښتونو خواړه دي، خو ددې تر څنګ نور عوامل هم پکې شامل دي.

د نیلي زون رژیم کې څه شامل دي؟

د نیلي زون رژیم په عمده ډول سبزیجات او میوې لري، خو دا هم په یاد ولرئ چې د هرې سیمې خواړه ممکن د کلتوري، تاریخي، مذهبي او ټولنیزو دودونو له امله له یو بله توپیر ولري. په هر حال دوی یو څه ګډ سره لري.

ميوې او سبزۍ

د نیلي زون اوسېدونکي ډېری سبزۍ او مېوې خوري، ځکه دا خواړه له اړینو ویټامینونو، منرالونو، فایبر او ګټورو روغتیايي موادو څخه بډایه دي.

د پام وړ شواهد شته چې په مېوو او سبزیو کې شته مواد د زړه ناروغۍ او سرطان خطر کموي. سربېره پردې، څېړنې دا هم ثابتوي چې په مېوو او سبزیجاتو کې بډایه خواړه په ټوله کې د روغتیا، پوستکي او هضم لپاره ګټور دي.

په بریتانیا کې د طبي چارواکو په وینا، په ورځني رژیم کې د ۴۰۰ ګرامه میوو او سبزیجاتو اضافه کول روغتیا ته ښه دي.

دال، پلي او حبوبات

پر پروټین بډایه خواړه په نیلي زون کې مهم او ډېر ګټور ګڼل کېږي. دوی د فایبر له اړخه بډایه، خو غوړ پکې کم دي، ځکه دا خواړه پر معدې، کولمو او زړه مثبت اغېز لري.

دا خواړه دغه راز غوړ اسیدونه، بي ویټامینونه، فولیک اسید او نور غذايي مواد چمتو کوي. په دې کې وربشي، غنم، نصواري رنګه وريجې او جوار شامل دي.

دا ډول خواړه د زړه د ناروغیو خطر کمولو لپاره خورا ګټور دی.

لږ غوړ لرونکي خواړه

هغه خلک چې په دې پنځو سیمو کې ژوند کوي، هغه خواړه خوښوي چې غوړ یې کم وي.

مګر د غوښې، کوچو او پنېر پر ځای، دوی د زیتون په تېلو، کبانو او اووکاډو ډېره تکیه کوي، ځکه دغه خواړه کولیسټرول او د زړه ناروغیو خطر کموي.

د دې تر څنګ ځايي خلک هره ورځ بادام، چارمغز او پسته هم خوري. له یوې خوا صحي خواړه بلل کېږي او له بل پلوه د زړه ساتنې ترڅنګ ګڼې نورې ګټې هم لري.

خمیره شوي خواړه

خمیره شوي خواړه پروبیوټیکونه، باکتریا لري چې صحي او د هضم لپاره ښه دي.

د بېلګې په توګه، میسو ښورا په اوکیناوا کې عامه ده. په هرحال، د خمیره شويو خوړو اوږدمهاله اغېزو په اړه لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده ځکه چې لا تر اوسه هم په بشپړه توګه معلوم نه دي.

کبان

په نیلي زون کې، کب په اونۍ کې درې ځله خوړل کېږي، خو په لږې اندازې. کبان د نورو غوښو پرتله لږ غوړ لري او د غذايي موادو له پلوه بډای دي. په دې کې د اومیګا ۳ فیټي اسیدونه هم شامل دي، چې د دماغ او زړه روغتیا لپاره ګټور دي.

په بریتانیا کې، سپارښتنه کېږي چې کبان په صحي رژیم کې په اونۍ کې دوه وخته شامل وي.

غوښه

د نیلي زون په زون کې غوښه په کمه اندازه خوړل کېږي. د سارډین په رژیم کې غوښه معمولا یوازې د یکشنبې یا په ځانګړو مناسبتونو کې خوړل کیږي.

خو د ټولو سیمو خلک یو شان او لږ غوښه نه خوري. د نیکویا ټاپووزمې نیمایي اوسیدونکي په اونۍ کې له دریو څخه تر پنځه ځله غوښه خوري.

غوښه صحي خواړه دي ځکه چې پروټین، منرالونه او ویټامینونه لري خو باید په خوراک کې یې اعتدال وشي. په ورته وخت کې، دا مهمه ده چې لږ پروسس شوي غوښه وخوړل شي.

اوبه او قهوه

د ډېرو اوبو څښل نژدې د ټولو نیلي زون سیمو ځانګړتیا ده. څېړنې ښیي چې په منظمه توګه د اوبو څښل د ښې روغتیا لپاره ګټور دي.

سربېره پردې، نور مایعات لکه قهوه هم د ځایی خلکو ، په ځانګړي توګه د جاپان په اوکیناوا کې خورا عام څښاک دی.

له خوړو ورهاخوا

کله چې بوټینر د نیلي زون د اوسېدونکو د اوږد عمر په اړه څېړنه کوله، پوه شو چې پر خوړو سربېره، د دوی ورځنی ژوند او فزیکي عادتونه هم په ډېرو برخو کې مهم رول لري.

دلته اوسېدونکي په ورځنيو کارونو بوخت دي لکه باغداري، تګ راتګ او نور کارونه.

دغه راز دوی د شپې خوب او ارام ته ډېر ارزښت ورکوي. د اکاریا اوسېدونکي ماسپښین هم خوب کوي، پداسې حال کې چې لوما لینډا اوسېدونکي په اونۍ کې ۲۴ ساعته د ارام لپاره لري.

خوب د فزیکي او ذهني فشار کمولو او رواني روغتیا لپاره اړین دی او په فزیکي روغتیا هم مثبتې اغېزې لري.

دا هم مه هېروئ چې د نیلي زون اوسېدونکي خورا ټولنیز دي او ډېری وختونه د کورنۍ، ملګرو یا ګاونډیانو سره خواړه شریکوي.

یوازیتوب د ناروغۍ لامل کېږي او له همدې امله د سالمې ټولنې او اړیکو پر ارزښت ټینګار شوی.

ایا د نیلي زون رژیم ستاسو لپاره هم ښه دی؟

ستاسو په ژوند کې د نیلي زون رژیم ځینې عناصر شاملول لکه د سبزیو ډېر خوړل کولای شي په روغتیا مثبته اغېزه ولري.

اصلي موخه باید دا وي چې د مېوو، سبزیو او حبوباتو په ګډون مخلتف خواړه په کافي اندازه وخورئ، خو تر څنګ یې د مالګې، غوړو او شکرې استعمال کم کړئ.

خو لاهم څېړنو او شواهدو ته اړتیا ده چې په منظمه توګه د نیلي زون خوړو سپارښتنه وشي.

ځینې کارپوهان وايي، خلک باید د نیلي زون ځانګړی رژیم تعقیب کړي، خو د هر چا اړتیاوې هم توپیر لري. بله دا چې د هر چا د ژوند ځای او مالي حالت هم یو شان نه وي.