دشغلوګوتې ادبي ټوټه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ليکوال:رفيع الله زيار
ورو- ورو يې په خپلو خورو څڼو کې ګوتې وهلې او کله کله به يې په ورسره ائينه کې خپل مخ ته وکتل ، هغه څو دانې ويښتان چې په اننګو به يې رازوړند وو شاته واړول.
د هغې نرۍ دنګه غاړه هيلۍ ته ورته وه او د چمن په منځ کې د قدم وهلو پر مهال داسې ښکاريده ، تا به ويل: چې قدمونه يې له زرکې پور کړي دي.

هغې د سروې په څېر دنګه ځواني لرله چې د ګلانو په منځ کې يې بيل خوند او رنګ درلود او هغه د رنګارنک ګلانو په منځ کې دومره ښکلي ښکارېده چې دلته يې د قلم په څوکه اظهارول ډېر راته ګران دي.
د هغې په معصومه څېره باندې به د مازديګر زرينو وړانګو لوبې کولې او ورو- ورو به يې د شغلو ګوتې ورباندې وهلې. زما په خيال د لمر وړانګې هم په دې ويرېدې چې هسې نه په مخ يې داغونه جوړ کړي.
هغې ناڅاپه په شنه چمن کې د قدم وهل بس کړل او يوه ګل ته يې په زير زير وکتل،له يوې شيبې کتلو وروسته هغه ګل ته ورټيټه شوه او د هغه پر پاڼو يې ګوتې ووهلې.کله چې په ملا راسمه شوه نو لاندينۍ شنډه يې تر سپينو غاښو لاندې کړه.
ما چې په دې انداز کې وليده نو د زړه پر سر مې دواړه لاسونه کېښودل او د کړکۍ له چولې نه راپه شاه شوم.