"سړي پوهېږي چې ښځو ته په ځير کتل یې څومره ځورونکي دي؟"

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

تاسې څومره ښځې پېژنئ؟ ښايي شمېر به یې لسګونه وي. ځینې به وي چې هر وخت ښايي پرته له کومې ستونزې اړیکه ورسره نیولی شئ. تاسې ترې وپوښتئ چې پاکستان کې په عامه ځایونو کې ورسره سړي څه ډول چلن کوي. او ډېر ورته په ځیر ځیر ګوري؟ بیا یې ځواب ته غوړ شئ. ډېرې کمې ښځې به وي چې دې ستونزې سره به نه مخ کېږي.

د کتلو دا تجربې بیا د ښځو عمر، ونې، ظاهري پوښښ او اقتصادي حالت ته په پام توپیر کوي.

پاکستان کې که په کومه برخه کې د برابرۍ یادونه کېږي، هغه به همدا وي، چې سړي په هر حالت، هر ځای او له تبعیض پرته ښځو ته ډېر او په ځیر وګوري.

ښايي هر سړی داسې نه وي، خو هره ښځه دې ستونزې سره مخ ده او هره ښځه باید دا وزغمي.

وروستیو کې د بی بی سي اردو برخې خبریالې ابصا کومل پر خواله رسنۍ د خپلې یوې نظر پوښتنې پر بنسټ ویلي، د هغو سړیو شمېر چې ښځو ته ډېر په ځیر ګوري زیات شوی. هغې ویلي: "عمومي ځایونو کې باید دا خبره ولیکل شي، چې که چې بې دلیله ښځو ته ځیر کېږئ، داسې ښکارئ لکه بیزو."

د ابصا د نظر پوښتنې او مشاهدې په غبرګون کې ډېرو ویلي و، چې ښايي د دې لامل د ښځو جامې یا ظاهري پوښښ نه وي.

ډېرو خلکو یې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې دا کار نه یوازې اسلام اباد کې ښځو سره کېږي بلکه نورو ډېرو لویو ښارونو کې هم د پراخېدو په حال کې دی.

ځینو ویلي چې ښځو ته "په ځیر کتل" هغوی ځوروي.

سکونډل، څارل، لاس وروړل بیا له ځور ورهاخوا پر دوی لاپسې ډېر بد اغېز کوي.

خو هغوی چې د بل څه کولو وس و نه لري، په کتلو هم خوښ او قانع دي.

په دې بحث کې ډېرو بیا سیاسي رهبران هم یاد کړي، دي چې په تېر کې د ښځو د ځورول کېدو لامل شوي، او خبرو یې ښځو ته د نا امنۍ احساس ورکړی، دې کار بیا سړي لا نور هم د دې کار په ترسره کولو کې زړور کړي دي.

"داسې نه ده چې دوی مونږ ته څه وايي یا کوي، خو کتل کوي"

ځینو ښځو چې د بی بي سي اردو څانګې سره د دې موضوع په اړه د خبرو او نظر ورکولو لپاره اړیکه نیولې وه ویلي، دا د ښځو پر وړاندې هغه ستونزه ده چې پکې رالویې شوې دي.

هغوی وايي، داسې نه ده چې دوی به ترې نه ستړې کېږي، خو په وینا یې زده کړې یې دي چې ژوند ورسره وکړي. او دې ته ذهنا چمتو دي چې که له کوره وځي نو خامخا داسې چلن سره به مخ کېږي.

د دوی په خبره، دوی خپلې جامې بدلولی شي، د خپل تګ راتګ لاره بدلولی شي، چېرته د تګ راتګ وخت بدلولی شي خو هیڅکله له ځانه د سړیو سترګې او نظر نه شي اړولی.

ماشا محمود یوه وبلاګره او د لاهور اوسېدونکې ده. مخکې یې دنده لرله او په یوه دفتر کې یې کار کاوه.

هغې بي بي سي سره خبرو کې ویلي: "لکه څنګه چې په عامه ځایونو کې سړي ښځو ته ډېر په ځیر ګوري، دا رنګه دوی په دفترونو او کار ځایونو کې هم ښځو ته کتل کوي. اوس مونږ ته عادي شوې ده. له مونږ دوه کوره لیري یو سړی دی چې تل ماته او زمونږ د کور نورو ښځو ته راګوري."

نوموړې همدا راز ویلي: "داسې نه ده چې مونږ ته دې د ویلو څه لري یا مونږ سره دې څه کار لري، دا کتل ټول هغه څه دي چې دی یې کوي. په روغتون کې هم ماسره دغسې شوي، یو کس راته ډېر په ځیر ځیر کتل او سترګې یې نه اړولې."

هغه وايي: "آیا نارینه په دې پوهېږي چې دا کتل یې څومره ځوروونکي او دردناک دي؟

آیا دوی پخپله د دې چلن جدیت کله درک کړی؟

آیا دوی ته کله چا دا ورښودلې، چې دا چلن له اخلاقي نظره ناسم دی؟"

دا ښايي هغه سوالونه او ځوابونه وي چې یا د ښوونیز او درسي نصاب برخه وي او یا به په قوانینو کې ورته جزا ټاکل شوې وي.

په ځير کتل څه ډول احساس درکوي؟
مخکې له دې چې مونږ دا پوښتنه له ماشا محمود وکړو، هغې ویل "په ځیر کتل د نا امنۍ احساس ورکوي. وايي‌ کله چې سړي یوې ښځې ته په ځیر ځير ګوري او سترګې نه ترې اړوي هغه له دې وېره لري چې ښايي کوم بل څه ورسره وکړي او تاوان ورسوي، پر سړیو باور یې له منځه تللی دی."

که نارینه یئ یې او په شعوري یا لا شعوري ډول ښځو ته په ځیر ځير کتلو عادت لرې نو ښايي دا ځواب تاسې سره مرسته وکړي چې چلن مو بدل کړئ.

نو راخئ چې اوس په دې اړه له یوه سړي سره خبرې وکړو

جاشوا دانمش محصل دی. هغه بي بي سي ته ویلي، دا په رښتیا یوه ستونزه ده. هېڅ څوک نشته چې ووايي داسې څه نه دي پېښ شوي.

کله چې له نوموړي وپوښتل شول چې څه فکر کوي چې یوه ښځه د یوه سړي د کتلو په ځواب کې باید څه وکړي؟ ویې ویل: "زما په اند ښځه هېڅ څه نه شي کولی، پرته له دې چې له پامه یې وغورځوي. خو دا ډېره مهمه ده چې سړیو ته له ماشومتوبه دا ورزده شي چې دا ناسم چلن دی."

میشا محمود دا هم وايي چې، د پاکستان په اوسنیو حالاتو کې خلک د خپل ژوند خوندیتوب په اړه اندېښمن دي چې که غبرګون وښيي هسې ته کوم لوی تاوان ور واوړي.

"مخکې به ما په هغه چا غږ پورته کاوه چې ماته به یې کتل او یا به یې کتو ځورولم، خو اوس چې اوس حالاتو ته په کتو ځان سره فکر کوم چې داسې کسانو ته غبرګون ښودل پکار نه دي، بلکه له پامه یې غورځول غوره دي."

په مرکو کې چې ډېرو نارینه وو سره خبرې کېږي ښځو سره خواخوږي کوي او پر ملاتړ یې غږېږي، وايي چې د سړیو له خوا ښځو سره دا چلن غیر اخلاقي دی.

خو کله چې پر خواله رسنیو نظر پوښتنه کوې ډېر یې وايي، چې ستونزه په سړیو کې نه ده، بلکه د ښځو په جامه او له کوره په وتلو کې ده.

"دوی سر تر پښو، تر کومه ځایه یې چې نظر رسېږي، در ګوري"

اوس راځئ چې په لویدیځو هېوادنو کې پر دغه چلن خبرې وکړو

هغه پاکستانۍ ښځې چې له هېواده وتلي او لویدیځو هېوادنو ته تللي، وايي له پاکستانه له وتلو سره تر ټولو "لویه کلتوري حیرانتیا"ورته دا ده چې هېڅوک نه ورګوري، ځان خوندي احساسوي. دوی له وېرې پرته عامه ځایونو، سړکونو او کوڅو ته ووځي، په بسونو کې هم دوی له دې وېره نه لري چې څوک به ورته وګوري او یا به یې لمس کړي.

جاواریا وسیم یوه ځوانه فلم جوړوونکې ده. هغه هم د سینما برخه د زدکړو لپاره له فرانسې ورته تجربه لري.

هغې بي بي سي ته ویلي، خو په پاکستان کې د یوې ښځې په توګه باید تل همدې وېرې سره ژوند وکړي او د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمنه وي.

"زه چې له کوره ووځم سړي راته ګوري، له سر تر پښو، څومره یې چې کتلی شي راګوري، که ځان مې هر څومره پوښلی وي بیا هم درته ګوري. اوس خو انلاین ټکسي ګانو کارول هم ډېرې نا امنه شوې دي."

"قانون له ښځو سره څه مرسته کولی شي؟"

د پاکستان د جزا قانون په ۵۰۹ ماده کې د سړیو له خوا ښځو سره د دې چلن لپاره جزا او جریمه ټاکل شوې، خو په عمل کې دې قانون ښځو ته د کتلو برخه کې هېڅ ډو خوندیتوب نه دی رامنځته کړی.

وکیلې فاطمه بټ بي بي سي ته ویلي، په دې قانون کې د ځیر کتلو یادونه نه ده شوې بلکه ویل شوي چې ښځې د هغه کار یا حرکت په غبرګون کې چې د ځورونې لامل یې کېږي او حیثیت یې ورسره راټیټېږي، د شکایت حق لري.

د هغې په وینا: "خو ستونزه دا ده چې دا قانون تر اوسه نه دی تفسیر شوی چې دا کار یا حرکت باید تر کومه حده وي او په جزا کې شاملېږي که نه. په دې برخه کې هېڅ بېلګه نشته ځکه چې د ځیر کتلو ثابتول ګران کار دی."

جاواریا وسیم د شکایت د ثبتولو په اړه خپله تجربه بي بي سي سره شریکه کړې او ویلي یې دي، د داسې یوې پېښې په اړه یې پولیسو ته شکایت هم کړې و، خو شکایت یې ثبت نه شو ځکه چې د ثبوت په ډول هېڅ څه ورسره نه و.

خو په وینا یې:"پولیسو د کس نوم ثبت کړ چې د دویم شکایت د ترسره کېدو سره به سملاسي پولیس د هغه پر وړاندې ګام پورته کوي."

آیا پاکستان کې د پولیسو له خوا په دې بڼه د نومونو ثبتول به سړي له دغه کاره راوګرځوي او زړه توري به یې کړي؟ ښايي نه

باید د کورنیو له خوا په ماشومتوب کې خپلو نارینه اولادونو ته دا ورزده شی چې ښځو ته په ځیر ځير و نه ګوري.

یا خو د ابصا کومل د وړاندیز له مخې، باید په عامه ځایونو کې ولیکل شي چې "که ښځو ته په ځیر ګورئ داسې ښکارئ لکه بیزو؟"