'پدماوت' کې د علاوالدین خلجي انځور

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هندوستان له لرغونو زمانو د نکلونو وطن دی. دغه نکلونو کې له اسطورو نیولې، د سوبو تر قصایدو او ماتې ویرنو پورې داستانونه په بېلا بېلو ژانرونو کې بیان شوي دي

له همدغسې نکلونو یو نکل د 'پدماوت ' تر سرلیک لاندې صوفي شاعر ملک محمد جیاسي په ۱۵۴۰ کال کې یوه اوږده نظم کې ولیکه.

دغه پخوانی نظم اوس ځکه ذهنونو کې تازه شو، چې د هند وتلي فلم ډایرکټر سنجې لیلا بنسالي د دغې کیسې پر مرکزي خیال فلم جوړ کړ

.

پدماوت نظم په نستعلیق خط د هند په اودهي ژبه لیکل شوی، د ډیلي سلطان علاوالدین خلجي د مهال یوه کیسه کوي، چې د چتوړ سیمې پر واکمن رتن سین د برید حال بیانوي.

د نظم شاعر د علاوالدین او رتن سین تر څنګ د چتوړ ملکې پدماوتي یادونه هم کوي.

شاعر راته وايي، چې علاوالدین پر دغې ملکې مین و او د هغې تر لاسه کولو لپاره یې پر چتوړ یرغل وکړ. کټ مټ کیسه د سنجې بنسالي فلم کوي، خو تاریخپوهان بیا بل څه وايي.

دوی دغه موضوع پر یوه جمله ختموي او هغه دا چې دغه نظم کې علاوالدین او رتن سین دواړه تاریخي کرکټرونه دي، خو د پدماوتي کردارد خیالي دی او د شعري مبالغې برخه ده.

موږ نه پوهېږو ملک محمد جیاسي به په دې تړاو څه ویل، خو ښاغلي بنسالي هم داسې کومه ادعا نه ده کړې، چې ګواکې د پدماوتي پر شتون یا له هغې سره د علاوالدین دعشق پر رښتینولۍ یې ټینګار وبولو. البته په دغه کیسه کې د مبالغې پر توپیر او څرنګوالي بحث کېدای شي.

هغسې چې مو مخکې عرض وکړ، ټینګار او مبالغه د شعر یوه برخه بلل کېږي او داسې هم ویل کېږي، چې که احساس و نه پاروي، هغه اعلی شعر نه دی، پر دې بنسټ ښايي پدماوتي نظم کې هم د مېړه له وژل کېدو وروسته د اور لمبو منځ ته د ملکې پدماوتي شاهانه ورتګ انځور شوی دی.

کله چې بنسالي د هندۍ ټولنې دغه لرغونی دود ډرامايي کاوه، چې په اوسني هند کې پرې بندیز لګېدلی، ښايي خپل فلم لیدونکي د خواخوږي تر لاسه کولو لپاره یې ټول فشار د علاوالدین د معنوي ماتې پر برالا کولو لګولی.

د پدماوت فلم ثبتېدو بهیر کې او نندارې ته یې له وړاندې کېدو مخکې د هند لر او بر کې پراخې مظاهرې وشوې، د راجپوت توکمو اعتراض دا و، چې په فلم کې د دوی ملکې ته سپکاوی شوی دی.

د دوی په مظاهرو کې خشونت هم ولیدل شو، پر ښاغلي بنسالي فزیکي برید وشو، د سینماګانو د سوځولو خبرې وشوې او ان یوه نیم خو پکې د ملکې پدماوتي د رول لوبونکې دیپیکا پوډوکون سر غوڅونکي لپاره د انعام خبرې وکړې، خو دې ټولو خبرو سره د هند سترې محکمې فلم ته اجازه ورکړه، چې نندارې ته وړاندې شي.

له پدماوتي نه پدماوت ته د فلم نوم له بدلون او یو څه بدلونونو وروسته هند سانسور بورډ فلم ته اجازه ورکړه، چې ننداره شي.

له هغه راهیسې بیا فلم کې د ملکې پدماوتي پر کردار ډېر څه نه دي ویل شوي، البته له یوه بل لوري داسې غږونه پورته کېږي، چې اصلاً دغه فلم کې د علاوالدین خلجي له کردار سره هېڅ انصاف نه دی شوی، چې په هر صورت یو خیالي کردار نه دی.

فلم کې پاچا علاوالدین داسې حال کې وینو چې په وحشیانه انداز خواړه خوري، عصري موسیقۍ ته ناڅي، د اوسني مهال مشهورې فارسي سندرې وایي، په داسې لرګین ټب کې له خپل غلام ملک کافور سره یو ځای لامبي چې پخوانۍ اروپا کې دود و.

هغسې چې د علاوالدین غلجیتوب یا خلجیتوب یو بحث دی، د ملک کافور کیسه جلا تاریخي بحث دی، چې د علاوالدین له سوبمنو جنرالانو یو بلل کېږي، خو فلم کې یې یوازې داسې بڼه وینو، چې ګواکې د علاوالدین جنسي غریزه یې اشباه کوله یا یې د هغه لپاره خلک وژل.

هغسې چې مو مخکې عرض وکړ، هند د اسطورو او داستانونو وطن دی، فلم، یا شعر یوازې د دغو نکلونو وړاندې کولو وسایل بللای شو، البته پر دې غور پکار دی، چې دغه هنري مبالغه په پدماوتي نظم او پدماوت فلم کې په څومره توپیر او مناسب انداز وړاندې شوې ده.