د ناندریز هندی فلم ننداره، د پولیسو او احتجاجیانو اخ و ډب

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هند کې سخت دریځو هندوانو چې نندارې ته د بالیووډ یوه فلم وړاندې کېدو غوسه کړي دي، د سینما نندارچیان ګواښلي او له پولیسو سره یې اخ وډب کړی دی. رپوټونو کې ویل شوي، اتر پردېش ایالت کې د یوې سینما پر څښتن برید شوی او ګاونډي بیهار ایالت کې هم یو شمېر نورو ته ګواښونه شوي دي

.

د هندوانو سخت دریځې ډلې وايي (پدماوت) نومي فلم کې د یوې هندو ملکې او مسلمان پاچا تر منځ د عشق کیسه وړاندې شوې او د دوی پر کلتور ملنډې وهل شوې دي.

فلم پروډیو سر دغه ادعاوې ردوي، خو د همدې احتجاجونو له کبله تر دوو میاشتو پورې نندارې ته د فلم وړاندې کول ځنډول شوي وو. بل لور ته له ګواښونو سره سره په یوه مهال د هند لر او بر کې نژدې ۵۰۰۰ سینماګانو کې د فلم ننداره روانه ده.

پر یاد فلم د بندیز لپاره د څلورو ایالتونو له لوري د هند سترې محکمې ته غوښتنلیک وړاندې شوی و، خو سترې محکمې دغه غوښتنه رد کړه او چارواکو ته یې وویل، چې د امنیت سمبالښت د دوی مسوولیت دی.

د چارشنبې پر ورځ ډیلي ته نژدې ګوراګاون سیمه کې یو شمېر بسونو ته اور ورته کړل شوی او د ښوونځي ماشومانو یوه بس هم په ډبرو ویشتل شوی دی.

فلم کې د بالیووډ دیپیکا پاډوکون او رنویر سینګ مخکښ رول لوبولی دی.

د فلم کیسه د ۱۴ پېړۍ مسلمان پاچا علاوالدین خلجي کیسه کوي، چې ګواکې د راجپوت توکمه هندوانو پر یوې ملکې (پدماوتي) میینېږي او پر سیمه یې برید کوي.

د هندوانو ځینې ډلې او د راجپوت توکمو یو شمېر سازمانونه تور پورې کوي چې فلم کې مسلمان پاچا علاوالدین خلجی داسې حال کې ښوول کېږي، چې ګواکې هندو ملکه په خوب کې ویني او خلوت کې ورسره یو ځای کېږي.

خو د فلم پروډیوسر سنجې لیلا بهنسالي وايي، فلم کې د خلجي پاچا د خوب لیدو داسې هېڅ کومه صحنه نه شته. د پروډیوسر له سپیناوي سره هم د ګنګوسو له کبله د فلم خلاف په پراخه کچه مظاهرې شوې دي.

ایا د فلم کیسه رښتینې ده؟

که څه هم علاوالدین خلجی تاریخي شخصیت دی، خو تاریخ پوهان په دې باور دي، چې د پدماوتي کردار یا کرکټر خیالی دی. دوی په دې اند دي، چې د ملکې پدماوتي نوم او د فلم کیسه له هغه نظمه اخیستل شوي، چې د ۱۶ پېړۍ هندي شاعر ملک محمد جیاسي لیکلی دی.

دغه نظم د راجپوت ملکې ستاینه کوي، چې ګواکې پاچا علاوالدین یې میړه وژلی و او دې له خلجي نه د خپل عزت خوندي ساتلو لپاره ځان وژلی و.

داسې باور کېږي، چې (جهوهر) یا د وینزو په توګه له نیول کېدو د ځان ژغورنې لپاره د ښځو لخوا ډله ییزه ځانوژنه نژدې اووه سوه کاله مخکې د هند راجپوت اشرافو کې دود وه.

ویل کېږي کله چې به راجپوت لښکرو له بهرنیو بریدګرو سره جګړو کې ماتې وخوړه ښځو به یې د سوبمنو ګوتو ته له ورتلو مخکې په ډله ییزه توګه اور ته ورودانګل، خو وروسته بیا دغې چارې ته د وفادارۍ عبادت یا لمانځنې په نظر کتل کېدل.