آريا، آريايي ، ‏Arya, Aryan

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

خوشحالم ، برگردان پارسی دری نخستين تاريخ زبان- تبارشناختی (اتنو- لنگويستيک) پشتونان پاميريان، نورستانيان... به مثابۀ  بومی ترين باشند گان کشور باستانی کثيرالسانی - تباری به دوستداران فرهنگ و دانش پيشکش مي گردد. ازين رو از دوست گران ارجم سميع سيلنی شاعر ونويسنده ، برای چنين يک کاری مشکل با دانشواژه های بس پيچيده از ژرفای  قلب ابراز سپاس نموده، متمنی استم تا به تعليقات  بسنده نه کرده با برگردان تمامی اين اثر من علاقمندان را رهين احسان نمایند. ارادتمند همه ی شما  زيار :

-*-*-*-

پاره -۱ام

آريا، آريايي ، Arya, Aryan

(آريا) اسمی از قبیله و (آريايي)  ( اسم نسبتي ) است که مترادف آن در انگلیسی ، ( آريا) به حیث نام قبیله و( آره) صفت آن است  که معناې " آزاد ، اصيل ، باعفت ، بذرگر ..." تخمین شده است ، جمع آن آريايان، يا آريايی ها می شود ، از جمله " سرزمین کهن افغانستان " است .

مردم یا قبایل( آريایی ها) از گروه هندواروپايي ، متعلق به خانواده بخشی اسيايي آن می باشند و بدین ترتیب شعبه آري، آريايي ، آريک و يا هندوايراني (هندوآريایې ) هم یاد می شوند. در حالی که پیش                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                            بیشتراز سوی نویسنده های بریتانيوي خانواده زبان هندواروپايي Indo-European) ، تنها آرين (Aryan  نامیده شده بود ، سپس                                                                                                 هندوآرين(Indo-Aryan، شد،وبعداً به نام هندوجرمن(Indogerman) یاد شده است که در نهایت همه زبانشناسان نام (واژه )"هندواروپايي  Indo-Europea " " را انتخاب دقیق دانستند .

آريانا از Arya (مشتق) شده وآریایی aوهم بالنوبه اسم صفت و نام قبیله و مردمان آنست (←اريا).

این نام را مورخان افغانی از سال های ( سی ميلادي) مروج ساخته که از نخستین دور آريايي آغاز و تا دوره اوسط "← خراسان" که با همان نام (ناقص و ناکمل) خراسان از قرن پنجم میلادی آغاز ، تا ١٧٤٧میلادی ((افغانستان)) امروزی میرساند ، و هدف شان همان افغانستان کهن بوده که بنیانگذار دولت اش ، احمد شاه بابا کبیر میباشد

 همچنان ، بر اساس حدس و گمانها ، آريانا يا آريانا وېجه دربرگیرنده اینسوی دریای آمو تا سلسله کوه های هندوکش و آنطرف سيردريا و مناطق پیرامون آن بوده است که بعداً سوی  شمال تا قفقاز ، بحیره سیاه و کاسپين ، بطرف جنوب تا مُکران  و بحیره عرب و به سمت شرق تا دریای اباسين ، جېلم  و جمنا و مناطق آنرا احاطه کرده است ، كه پیشتر و پس از آن یک بخشی از آريايها (حوالی١٥٠٠ میلاد) به سمت هند کوچیدن ، که این سوی سرزمین بهمان نام اصلی (آريانا) باقیماند ، اما ابدرزادگان فارس این نام مشترک تاريخي- جغرافیايي افغانها را هشتاد سال قبل از خود ساختند ، آنها شاید به بهانه یی این دلیل را داشته باشند که ، یک سو باختر و سرزمین نزدیک آمودریا - سيردريا و خوارزم (خيوه) را بحیث نخستین خاستگاه آريايها يا آريانا وېجه (Ariyanavaeja)  تصور کرده اند و دیگر اینکه کم از کم بخش غربی آن با میان آمدن دولت هخا منشي (شش میلاد) بدین سو ، پارس " Pars "  نامېده می شد . كه در زمان ساساني ها به ايرانشهر و بعد به ايران Eran امروزی مبدل شد ( پوهاند دکتور جاوېد١١).

-*-*-*-

١پړوکی

اريا، اريايي ، Arya, Aryan

(اريا) يو ټبر نوم دی، او (آريايي) يې اړيکنوم (نسبتي نوم) دى او تر څنگ يې انگرېزي انډولونه. د اريا د ټبرنوم په توگه له آره يو ستاينوم دی چې ماناوې يې "ازاد، آر، اصيل، پتمن،کرگر..." اټکل شوې دي. ډېرگړی يې ارياييان، يا له پښتو وينگ سره اريايان راځي. پر الف يې د اوږدوالي نښه (مد)  په دې موخه اچوو چې پښتانه يې د (زور، فتحې) هومره لنډ ادا نه کاندې، ځکه په پښتو غږپوهه کې له داسې يوڅو زړو وييونو(آر،آره، آړه،آس) پرته (سرالف) نشته او پښتانه له نورو سره دگډو، اويا پوروييونو (سرالف) پر (زور) بدلوي، لکه اسان، ازاد، افېس(دوتر)... . 

( آريايي) ټبرونه يا وگړي د هندواروپايي ژبتوکميزې کورنۍ اسيايي څانگه ده او همداراز آري، آريايي ، آريک او يا هندوايراني (هندوآرياني) څانگه هم بلل کېږي. هرگوره، وار له مخه درسته هندواروپايي Indo-European ژبکورنۍ، زياتره د برتانيايي انگرېزي ليکوالو له خوا، تش ارين (Aryan) نومول شوې وه، بياهندوارين (Indo-Aryan شوه، ورپسې هندوجرمن ( Indo-german- وبلل شوه او په پاى کې گردو ژبپوهانو "هندواروپاييIndo-European" نومَونه (اصطلاح) تر ټولو غو ره اوکره وگڼله. آرياني Aryānian د آريا Arya تر څنگه يو بل زوړ ستاينوم او هممهاله يوه ژبپوهنيزه نومَونه (اصطلاح) ده. نوې او دود انگرېزي انډول يې Iranian، فرانسيIraniene جرمني Iranisch او پارسي "ايراني" دود شوې ده، خو څنگه چې له ١٩٣۵ز. را هيسې پخوانى پارس Persia ،ايران Iran ته راړول شوى، نو افغاني پوهان له ۱۹٧٥ زېږدي کال راهيسې په خپلو ليکنو کې د ايران  پرځاى "آريانا" او د ايراني پر ځاى "آرياني" نومَونه کاروي. (د اړ وندې پرېکړې په اړه دې "تاريخ تلفظ و صرف پشتو" جلداول، ص ٩، مقدمه، روان فرهادي، ته مخه وشي). پوهاند جاويد (آريانا شما رۀ اول بهار ١٣٧٨ ص ٦) د (اري) چپه بڼه" اير" ازاد و نجيب" مانا کړى او ايران يې جمع او نسبت ښوولى دى. د اريا Arya ويى په خپلوانو (آريا یي) ژبو کې په دې بڼو راخوندي شوى دى:

زړه هندي arya, arya "اريايي مېلمه پال مېړه،کورڅښتن" ،ځوانه او ېستا airya-، زړه پارسي (ariyā?)ariya، يوناني Arioi لومړي داريوش خپل ځان ariya "اريايي" باله. منځنۍ پارتي ry او زړه اوسيتي- سمريتي Alan هم ورسره اړه لرې.

پښتو آره د (کرکيلې) او آر د (اصل او اصيل)او همدا رنگه آره د اصل و نسب او منشأ په ماناداريا Arya له انگېرلو مانا وو سره اړوند برېښي. ساسانى او او سنى ايران Eran, Iran له آره Eran-sahr> "د ايرانيانو هېواد وو چې "شهر" ترې غو رځول شوى، پخوانۍ بڼه يې Erān-šaθr> او ډېره پخوانۍ بڼه يې Iran-šatr- وه، خو آره يې بيا هم له هماغه را خوندي يا ترلاسه شوي  تولي ډېرگړي (اضافي جمع) *aryānām ->، يا په بله وينا aryān- څخه سرچينه اخلي چې يوه اوړېدلې        ( metathes مقلوبه) بڼه يې موندلې ده. پوهاند جاوېد"ايران" د "اير" جمع بولي، مانا دا چې هماغه مفرده بڼه اري "اير" ته را وښتى (گيرشېويچ ١، را يښلت ٤٢٣، براندنشتا ين -هوفر ١٠٥ مخ، او د کتاب اړونده سکا لو؛ جاويد، آريانا د ٧٨ پسرلي گڼه، کهزاد (٤٢، ٨٥) له  آرياني هر يا او هندي( آريا ورته)... نومونه، له اريا سره تړاو لري).

-*-*-*-*-

۲-پړوکی

آريانا، آريانا Aryānā- "پخوانى افغانستان"

آريانا له Arya څخه رغېدلى بېلنگ (مشتق) دى او arya هم پر خپل وار يو ستاينوم او بيا يو ټبرنوم دى (←اريا).

دغه نوم له دېرشمو زېږدي (ميلادي) کلو راهيسې افغاني تاريخپوهانو رادود کړى او موخه يې ترې هماغه زوړافغانستان دى چې د آريايي پېر له لومړيو يې راپيلوي اوتر منځني پېر"← خراسان" يې رارسوي او خراسان (له نيم نيمگوري نومولي سره) له پېنځمې زېږدي پېړۍ رانيولې، تر ١٧ ٤٧ زېږدي پېړۍ يې رااوږدوي،په نورو ټکو، تراوسني((افغانستان)) پو رې ، چې لوى احمد شاه يې د اوسني افغاني دولت له بنسټ اېښوونې راهيسې رادود شوی دی. هر گوره ،دآريانا يا آريانا وېجه  د اټکل  له مخې د امو دېغاړه تر هندوکښ او اغاړه تر سيردريا او نورې شاوخوا سيمې رانغښتې  چې راروسته مخ پر شمال تر قفقاز، تور سمندرگي او کاسپين، مخ پر سوېل تر مُکران  او عربي سمندرگي او مخ پر ختيځ تر اباسين،  جېلم  او جمنا پورې ارتې بيرتې سيمې رانغښتې. چې تر هغه مخکې او را روسته چې يوه برخه آريايان (١٥٠٠ مز شا و خوا) هند ته ولېږد ېدل، نو رادېخوا سيمې  تر هماغه  آرنامه (آريانا) لاندې پاتې شوې.  خو پارسي تربورانو اتياکاله وړاندې  له افغانانو سره دغه گډ تار يخي- جغرافيايي نوم  ورځانته کړ، هغه هم په دې پلمه  ښايي دا دليل لرلی اوسي چې گوندې  يو خو با ختراو شاوخوا نژدې پرتې سيمې د آمو - سير دريا او خوارزم(خيوه) سيمې د آريايانو د لومړي ټا ټوبي يا آريانا وېجه (Ariyanavaeja) په توگه انگېرل کېږي او بله دا چې لويد يزه برخه لږ تر لږه د هخا منشي دولت له منځته راتگ (شپږمې مز) را هيسې "پا رس Pars" بلل کېده. د ساسانيانو پر وخت پرايرانشهر او بيا ايران Eran بدل شو (جاوېد١١).

خراسان يا د منځني پېر (له پنځمې تر اتلسمې زېږدي پېړۍ) بيا تر اوسني افغا نستانه هم ډېر لنډتنگ وو، په وړاندې يې اوسنى افغا نستان له پيل (١۷٤٧) د ۱۹  مې پېړۍ تر منځنيو پورې تر زاړه آرياني پېره هم زيات ارت او بيرت وو او د شلمې پېړۍ په درشل کې اوسنۍ کچې ته راواوښت. له ژبني پلوه هر گوره، لکه چې وويل شول،آريانا له هماغې ډېرگړې (جمع) بڼې آريان- Ãryān څخه آره اخلي، لکه په راپاتې تولي ډېرگړي (اضافي جمع) *Aryānām-()دآريايانو...) يا اوېستا- vaejah Aryana د اريايانو ټاټوبى" او داسې نوروکې. که بنسټ هماغه اريان Aryan- وگڼو، نو پاى - الف يوتوني (مکاني) رو ستاړى راځي، لکه په سوغديانا،لوديانا، اوديانا(سوات) او ان اسيا، اروپا، امريکا، استرا ليا، انټر کتيکا... کې. (د زياتې څرگندتيا لپاره دې "اريا Arya" ته هم مخه وشي، همدارنگه، رسول باوري، ٢-٣ مخ؛ جاوېد، هماغه آريانا گڼه).

--**--

۳- پړوکی

ارياني، آرياني (Aryanic) Aryanian

دغه نومونه (اصطلاح) لکه څنگه چې د "اريا" او "اريانا" تر سرليکونو لاندې يې يادونه وشوه، افغاني پوهانو د "ايرا ني Iranian" پر ځاى رادود کړي او هغه هم د ١٩٧٥ز کال له پرېکړې راهيسې، چې په کابل کې د پښتو نړيوالې څېړنغونډې د برخوالو له خوا د ارواښاد استاد مورگنستيرن په مشرۍ شوې وه او يوازې يې افغاني ليکوالو او چاروا کو ته د کارونې سپارښت شوى وو، ځکه چې ختيځپوهانو يې لږ تر لږه د نولسمې پېړۍ له پای، په نومېرلې توگه د شلمې له پيل راهيسې او ښتې (مقلوبه) بڼه "اير اني Iranian" کارولې او ټولو آريانپوهانو ته يې د پخوانۍ بڼې بيرته را دودونه گرانه ده او له "ايران" څخه د لرغونې آر يانا او له "ايراني" څخه د اړوند ستاينوم جاج (مفهوم) اخلي، بې له دې چې او سنى "ايران" يا "ايراني" په پام کې راوړي. د سترابون د اخځ له مخې هنديانو د آريانا اوسېدونکي آريا نيان Arienians بلل. (پوهاند جاوېد، آريانا شماره اول ٩)؛ گېرشويچ (۱) هم آريانا په ختيزي آريانا او بيا د اوېستا په ويونکيو پورې تړي.د اريانيانو ټاټوبى (د آمو - سردريا ترمنځ) هم په ختيزه آريانا کې راځي.

ايراني ژبپوهان او آريانپوهان يا ايرانپوهان (Iranists) يې هم زياتره کټ مټ د اروپايي يا لويديزو ايرانېستانو په لار وۍ په هماغه پخواني جاج کاروي، خو نور ايراني ليکو ال او ژورنالېستان او چارواک ترې د لوړتيا پالنې له مخې هماغه زړه مانااخلي او په دې توگه غواړي، ټول گډ ژبني،فر هنگي او تاريخي پاتمړې (ميراثونه) او وياړونه خپل ځانته ځانگړي او ټيکه (مونوپول) کړي، د همدغه ورانپوهاوي (غلط فهمي) او اخښلتيا(التباس) د مخنيوي لپاره پاسنۍ پرېکړه رامنځته شوې چې که ايرانيان يې د ځانغټا وي لپاره  د بهرنيو پوهانو په څېر له کارونې ډډه کوي او نه يې کاروي، افغاني دا يې خو بايد هرو مرو وکا  روي. رښتيا هم له ١٩٣٦ز راهيسې چې زموږ لويديزو آرياني تربورانو د خپل هېواد نوم له پارس Pārs يا Persia څخه پر "ايران Irān" رااړولى، په اړوندو علمي څېړنو ليکنو کې يې ډېرې ستونزې او ربړې رامنځته کړې دي. (د نوموړې پرېکړې په اړه دکتور روان فرهادي، تاريخ تلفظ و صرف پشتو، جلد اول، مقدمه ص هـ).

د غږونج (صوتي تغيير) له مخې د آرياني ژبو ډلبندي:

 

 

 

*-*-*

پاره- ۴

(( آريک )) نام فرضی نيایی زبان های آريايی وياهندواروپايی ديگرافسانه یی بيش نيست! زمانی موسيوليبان، يکی از خاورشناسان فرانسوی نامی فرضی (آريک) را برای نيایی شاخۀ آريايی ، ويژۀ قارۀ آسيايي مربوط خانوادۀ زبان هندواروپايی پيشنهاد کرده بود. ولی ، سپس زبان مادری  تمامی  خانوادۀ هندواروپایی به همين نام مسما شده بدون آنکه هم مانند( آريک) نام فرضی ديگري بر وی گذاشته شود! شايد هدف گسترش و همگانی نام فرضي ((آريک)) بر زبان مادری آريايی اين بوده باشد که خاور شناسان انگليس عموم خانوادۀ زبان های هندواروپايی را آرين ( آريایی) مي ناميدند، بعداً المان ها آن را هندوآريش ، و سپس هندوگرمانيش نامگذاري کرده ولی المان های نازی به غرض به کرسی نشاندن ادعای پوچ منسوبيت شان  به((نژادآريایی!)) ازاين نام بهرۀ سؤ بردند. بنابرآن خاورشناسان ناگزيرانه نام اين خانواده را هندو اروپایی ((Indo-european)) و همزمان  شاخۀ (آريايی) را(هندوايرانی ((Indo-iranian) ناميدند. در نتيجه نام فرضی (آريک) به عنوان نام فرضی زبان نيایی، خواه آريايی، خواه هندواروپايي ديگر اعتبارش را از دست داده ، به فراموشی سپرده شد. پس ازآن که دولت شاهنشاهی فارس در سال ۱۹۳۵م . زير تأثير سياست توسعه گرانۀ هتلری نام کشورش رااز ((فارس)) به ((ايران)) تغيير داد، تا به زعم خود بقيه قلمرو ايران زمين ، در رأس کشور ما را جزء خاکش سازد. بنابران دولت شاهی افغانستان در دورۀ نخست وزيری سردار محمد داود کوشيد، تا نام  کشور را از افغانستان به ((آريانا)) برگرداند. ولی پس ازآن که پيشنهادی در زمينه با مقاومت شخص شاه وپارلمان (ولسی جرگه)روبرو شد، با نام هايی از قبيل ،آريانا افغان هوايی شرکت ، آريانا دايرةالمعارف، هوتل آريانا وغيره بسنده کرد .البته نخستين واکنش در برابر تبديل نام ( فارس ) به (ايران )، بر بنيان ((استبلشمنت پشتون محوری)) دورۀ نخست وزيری محمدهاشم خان زبان پشتو يگانه زبان ملی- رسمی در قانون اساسی سال ۱۹۳۶م درج گرديده و برای جاگزينی زبان پارسی برنامۀ رشد وانکشاف آن کورس های اجباری در سراسر کشور به راه انداخته شد، که هرگز تحقق نيافت.

 ولی درد سری که ((ايران)) و بويژه((ايرانشناسی)) منحيث دانشواژۀ زبانشناسی برای دانشمندان افغانی فراهم کرده ، بزرگتر ازآن بوده است . چنانچه در همايش (سيمنار) بين المللی پشتو بمناسبت تأسيس (مرکز بين المللی تحقيقات پشتو) در سال ۱۹۷۵در پوهنتون کابل که از سوی سازمان جهانی يونسکو تصويب و توصيه شده بود، جروبحث هايی را ميان آريانشناسان اروپايی و افغانی به بار آورد. تا در پايان استاد مورگنستيرن ( Morgenstierne )( معروف به پدر زبانهای افغانستان)، راه حلی را پيشنهاد نمود  که طرف افغانی ميتواند، به جای (ايران)و(ايرانی ) همان دانشواژه های قديمی(آريانAryān) و (آريانی  Aryanian)، و همچنان  به عوض (هندوايرانی Indo-iranian)، (هندوآريانی Indo-Aryanian) و به عوض (ايران شناسی Iranistics)،(آريانشناسی Aryanistics)...را به کار برند؛ ولی برای دانشمندان غربی که اين همه اصطلاحات را در پژوهش های زبان ، تاريخ، جغرا فيا،کلتور...اين  سامان از آغاز سدۀ بيست بدين سو به کار گرفته و آثار هنگفت و گران بهايی را در زمينه به وجود آورده اند، چنين يک تغير نامواژه ها امريست امکان ناپذير.(برای آگاهي بيشتر در زمينه: دکتور روان فرهادی، پيشگفتار ص ۳)

بادرنظر داشت حقايق انکار ناپذير ارايه شده ، ((  آريک)) نامواژۀ فرضی نيایی زبان های آريايی و يا هم هندوآروپايی ديگر آفسانه یی بيش نبوده، و نيازی برای کار برد!آن  باقي نمی ماند.

ولی،زبانشناسان سنتی واماتور ما بنا براحساسات ((آريان گرايی)) و ياهم به خاطر برتري جويی، تا هنوز آنرا سرلوحۀ پژوهش تاريخي پشتو، پشه يی... و((دری)) ، نام پوشالی برای هردو گويش ((بلی)) و ((آری)) پارسی افغانی خويش قرارداده و چنان مینمايند که گويا پژوهش اين همه زبان های (افغا نی در رأس پشتو و پشه يی (اشاره به چرنديات آقای برماڼو) را به انجام رسانیده، فقط و فقط همين قدر باقي مانده که اگر همان زبان نيایی گمشدۀ ((آريک)) کشف گردد ، همه چيز گل و گلزار  شده ،از جمله سوابق تاريخي چندين هزار سالۀ پشه يی و دری و بويژه  پشتو، منحيث زبان( ملی-رسمی) کشور را رو شن نمايند؛ وآنگه در برابر چشمان جهانيان ، بويژه اودرزاده هاي هندی و ايرانی پیشینه يا قدامت اين  زبان را نسبت به زبان هاي شان قرار داده و درعين حال جايگاه مستقلش از هردو بخش آريايی( هندو-ايرانی) را به اثبات رسانند!

به هر روی، زبانشناسی پس ساختاری (poststructural linguistics)،چی همزمانی (تشريحی) و چی در زمانی (تاريخی) به جايی رسيده که  نه تنها زبان شناسی سنتی، همانند (طب) دوهزار ساله، از يونان تاعرب وعجم ، بل  زبان شناسی ساختاری درنيمۀ اول سدۀ بيستم  را نيز به چالش گرفته است؛

و ازهمه. مضحک تر اين که آن زبان نيا با نام فرضی يادشده را منحصر به پشتو، پشه يی و يا((دری))  قلمداد نمايند. در حالي که آن زبان خدابيامرز  تمامی زبانهای  ٍشاخۀ آريايی، به عبارۀ ديگر  (هندوآريانی) ازخليج پارس تا سواحل جنوبی نيم قارۀ هند را دربر می گرفته که شمار آنها از مرز دوبرابر زبان های شاخۀ اروپايی تجاوز مي کنند. افزون براين ، زبانشناسی نوين قدامت تاريخی زبانی بر زبان ديگر مردود شمرده، بل  همه زبان های جهان که تعداد شان را  ميان ۶ و۷ هزار  تخمين کرده اند، پهلوی دسته بندي های ساختاری، خانواده يی، نژادی جغرا فيايی... مراحل و يا دوره های سه گانه تاريخی (باستانی-ميانگين-نوين) همه یی آنها را نيز به اثبات رسانيده به اين معنا که دورۀ باستان از مبدای نا معلومی تا هزارو سيصد پيش از ميلاد ادامه داشته، دورۀ ميانگين از دوصد پيش ترسايی آغاز  وتا سدۀ۷  ترسايی دوام نموده و دورۀ نوين از سدۀ  ۸ آغاز گرديده و هنوز ادامه دارد . ازآن جمله زبان های هر دو بخش شاخۀ آريايی (هندوآريانی) ما نيز  عين مرحله های انکشافی را داشته اند .  به گونۀ زير:

۱– دورۀ هندي آريايي باستان از (ويدي+ سانسکریت )، دورۀ ميانگين در برگيرندۀ يک شماری درخور ملاحظه یی پراکريتها  (( پراکريت (به سانسکريت: prākṛta प्राकृत)  نام گروهي از زبان‌هاي هندوآريايی ميانه است. نام واژۀ پراکريت در زبان سانسکريت معنای جدا شده یی از يک سرچشمه را می رساند.)) يعنی (ماورأی سانسکريت) و همچنان زبان های ميانگين ديگر، و خواهر زبان های نوين هندی عبارت اند از (هندی ، سندي ، بنگالی،پنجابی، بيهاری، مرهتی ، گوجراتی ، سنگهالی (سرانکا)...؛ ( دردی + نورستانی) را در بر مي گيرد . (← شارل کيفر: زبانهای افغا نستان و گراف ها ). 

۲- بخش مرحلهٔ کهن آريانی ، زبان های پنج گانه (اوستا، ساکی، پارسی ، مادی، و پارتی )را دربر مي گيرد:

(۱)از اوستا، به مثابۀ زبان دين زرتشتی متون بخش کهن (گاتها) و بخش نوين آن به يادگار مانده و از دورۀ ميانه اش  ، موادی از زبان خوارزمی و احتمالاٌ سغدی به دست داريم، ولی در دورۀ نوين هيچ گونه يادگاری ازآن به جا نمانده است.

(۲)از زبان ساکی به جز از نام های قومی ، جغرافيايی و نام های حکمروايان در نوشته های هرودت ، بتليموس و ديگران، متون و يا سنگ نبشته ها سراغ نشده است؛ در دورۀ ميانگين آن) متون و سنگ نبشته های  سه زبان  يعنی ختنی ، آلانی و باختری (زبان کوشان- يپتلی) به دست ما رسيده و در دورۀ نوين آن زبان های  پشتو و ۲  تا ۲۵ زبان و گويش پاميری، به شمول (يدغه) درچترال، (اوسيتی) در قفقاز و (داهی) در ماورای قفقاز يعنی جمهوريت خودمختار روسيه داهستان (داغستان) تکلم مي شوند .

(۳)از پارسی باستان موادی نسبتاٌ زيادی از ورای سنگ نبشته های داريوش اول به دست ما رسيده اند؛ از دورۀ ميانگين آن متون زبان های پارسی ساسانی  به شمول سنگ نبشته ها و نيز پهلوی به جامانده و دورۀ  نوين آن در برگيرنده سه گويش عمده  يعنی گويش ايرانی، گويش تاجيکی و گويش پارسی افغانی ، به اصطلاح (زبان دری) ميباشند؛ درحاليکه مواد زبان های مادی و پارتی منحصر به برخی از نام های اشخاص در ياد داشت های  هرودت ، بتليموس و ديگر نويسنده گان يونانی  ضبط شده اند.

نويسندگان که به تأسی از زبانشناسان سنتی که الفبای ساينس زبان را نخوانده، ازين دوره های سه گانۀ زبان ها آگاهی ندارند، ميکوشند تااز روی  احساسات قدامت پسندی ، نبشته زبان های شان راهرچه قديمتر وانمود سازند. اين امر مي رساند که  چنين قلم بدستان غير مسلکی، زبان را هممانند عطيۀ آسمانی پديدۀ  تحول ناپذير دانسته گمان مي برند، زبان ها و از جمله زبان های مادری شان همان زبان های اند که پدران و نيکان شان سده ها و هزاره ها پيش به کار برده و تکلم مي کرده اند!

به گونۀ مثال وقتی مي گوييم، پشه يی همراه با ديگر زبان های (درديک) و ساير زبان های نوين هندی (پنجابی، سندی، بنگالی...) پيشينۀ بيشتر از دوهزار سال داشته، درحاليکه درآن زمان زبان ويدی، به سخن ديگر سانسکريت بوده، نه پشه يی وغيره. هم چنان اگر پشتونان و پاميريان ادعا کنند که زبان هاي شان  سه هزار سال پيش تکلم مي شده ، درحالی که درآن وقت زبان نيایی اين زبان ها (ساکی) متداول بوده است ، نه زبان های پشتو، واخی، شغنی وغيره !

 

 

۴م پړوکی

((آريک)) د آريايي ژبو مورينه!

((آريک)) چېرې کوم وخت موسيو ليبان نومي فرا نسي ختيځپوه دهندو اروپايي ژبکورنۍ د اسيامېشتې آر يايي ژبښاخ د مورينې ژبې لپاره د يوه انگېرلي (فرضي) نوم  په توگه رامنځته کړی وو، د هندواروپايي مورينه ژبه بياپه همدې نامه نومول شوې، بې له دې چې د(آريک) په څېر پرې بل نوم کېښوول شي!

ښايي، آريايي مورينې ته د داسې يوه  فرضي نامه د ټاکلنې موخه به داوه چې هغه مهال انگرېزي ختيځپوهانو دغه گرده ژبکورنۍ آرين (آريايي) نوموله، بياهندوآرين،المانيانو هندوآريش، هندوگرمانيش او په پای کې، د دې لپاره چې نازي المان  له دغو دواړو نومونو څخه هسې بېځايه د خپلې ((آريايي نژادۍ!)) لپاره ناوړه گټه وا خېسته، نو ختيځپوهان دې پر ېکړې ته راورسېدل چې دغه ژبکورنی نوم ((هندوارو پايي Indo-europian)) کا ندې اويوازې اسيايي يا ختيز ښاخ يې آر ياييAryan ، هندوآرين (Indo-Aryan)او ياهندوايراني Indoira- nian ته راواړوي.  نوکله چې بيا زموږ پارسي تربورانو پر ۱۹۳۵ز. کال د خپل هېواد نوم  له ((پارس)) څخه پر((ايران)) بدل کړ، موږ اړوتو، په خپلو ليکنو څېړنو کې (ايران) پر لرغونې بڼه (آريان Aryān-) راواړوو او ټول  ژبنی ښاخ پر ((هندو آرياني Indo-Aryanian )). نو تر دغو ټولو ترمينالوجيکو سمونو او کرونو سره د ((آريک)) کارونې ته نوره اړتيا پاتې نه شوه. په تېره بيا چې ايرانيانو او زموږ دوديزو پښتوپوهانو ترې د ((آر يانيوالي)) په ولوله يا هسې ځا نغټاوي لپاره د خپلو تاريخي پښتوڅېړنو سرليک گرځولی او داسې يې راښوولې چې پښتوڅېړنې مو نورې بشپړې کړې، خو همد ومره کار يې پاتې دی، که هغه ورکه ژبه  هم را پيد ا شي، نور نو هر څه گل و گلزار دي. په دې ډول به د پښتو گرده څو زرکلنه تار يخي مخينه را ترلاسه کړو او  هله به يې د ټولې نړۍ او بيا هندي او پارسي تربورانو په سترگو کې ورننه باسو چې وگورئ، پښتو ستاسې تر ژبو څومره زړه او لرغونې ده او ستاسې د دواړو څانگو تر منځ ((در ېيمه خپلواکه)) آريايي  ژبڅانگه جوړوي!

دا څومره د خندا او لا خندۍ خبره ده. دومره سول و سوچ پرکار نه اچوو چې هغه اروا ښاده ژبه يوازې د پښتو نه، بلکې له بغداده تر کلکتې پورې، د سوونو سوونو آريايي ژبو  وره انا وه. اکر داچې هغه ژبه پر هندي او آرياني څانگو وېشل شوې اود هرې څانگې ژبې يې د نړی د ټولو ۶ زرو ژبو په څېر، له څه ناڅه(زر- زرکلن زماني واټن سره) درې مهالپېره تر شا پرېښې دي:

۱-هندي آريايي زوړ پېرله (ويدي+ سانسکرېټ) ، منځنی پېر له يو شمېر پرا کرېټونو او نورو منځنيو ژبو او بيا نوی يا اوسنی پېر له لاگڼ شمېر (هندي، سندي، بنگالي، پنجابي، بيهاري، مرهټي،گوجراتي، سنگها لي...(له دردي-نورستانې)  خويندوژبو سره) رانغاړي (←  کيفر: د افغا نستان ژبې او لښتيليکونه).

۲-دآرياني څانگې زوړ پېر له پېنځگونو(اوېستا، ساکي، ما دي، پارسي او پارتي) ژبو سره؛ منځنی پېر له (خو تني،با ختري، سوغدي، خوارز مي، پهلوي يامنځنۍ پارسي، پارتي، الاني...) ژبو سره او نوی پېر له(پښتو، پارسي، کوردي، بلوڅي، لوري، سمناني، سيوندي، گيلکي، دکسپين کڅوالو او ۲۰-۲۵ پاميري ژبو) سره.

هسې خو په دې لړ کې زړې او منځنۍ هغه په مړوکې راځي. په دې مانا چې د خپلو آرو ويونکيو له خوا نورې نه ويل کېږي، د چاخبره، ژبه هغه ده چې پرخولو ده. نه په ليک کې. که څه هم د سانسکرېټ، اوېستا، يو ناني، لا تيني، زړه عبري... غوندې د دينښووانو له خوا د سپېڅلو متنو نو په توگه لږوډېرې کارول کېږي. لارويان يې هم  يوازې په نمنځونو (عبادتونو) کې کاروي او ليکنې يې هم په بېلا بېلو بڼو خوندي پاتې دي.

بلخوا، له دې هم ناخبره چې دليک مخينه تر ۵ زرو کلونو تېری نه کوي او حال داچې دآريک ژبې د منځته راتگ مخينه نن سبا له نوو زبادونو سره تر ۷ زرو کلونو وراوړي ، نو څنگه کېدای شي، داسې ليکلې نښې نښانې يې وموندل شي. دکوم دين و مذهب څرک هم نشته چې يو څه  دم دعا وې يې د گروهنو (متعقدينو) له خوا سينه پر سينه او خوله پر خوله تر دې دمه رارسېدلې اوسي. هن،که دا انگېري چې ويونکي به يې چرې په کوم ځنگله، سمندري ټاپو يا سمڅ کې وموندل شي، بياهم هسې خيال و خوب بلل کېږي!

زما ناروېژي استاد په شپېته کلنو څېړنو کې مټې د منځني پېر پښتو له دوه زرکلن زاړه گړدوده پرمختياموندلې (وڼېڅي) ) ژبې، يوه (خوتني) ډبرليک، د زړو ځاينو مونو او خپلوانو ژبو د پاتشونو له مخې د منځني يا مورني پېرڅرگ ولگو لای شو او راروسته يې د ساکي انا، هغه بيا هم د منځني پېر ((خوتن ساکی)) د موندل شويو بودايي متونو په مټ.

خو زموږ  پېښاووان په مورونيا(زړې ساکي) يا غورې (آرياني!) پسې نه گرځي . بلکې په وره – وره انا(آريک) پسې يې راخېستې ده! 

دوديزو استادانو، ليکوالو او څېړنوالو خو بياهم له خپلې پوهې او واک و وس سره سم لږ تر لږه د ادب و فرهنگ له پلوه  د پښتو د سرڅڼې او سيالۍ په لارکې د نوي  اکاد ېميک پښت لپاره  يوه لاره هومره هوا ره کړه او په دې لړ کې يې د(( يوې - کره ليکنۍ پښتو)) د بهير بنسټ کېښووه. مگر پېښاووانو يې بې له دې چې زموږ داکادېميکو څانگپوهانو مخې ته کرکنډې راورغړوي، د نور څه  تمه ترې کېدای نه شي!

-*-*-*

از تاريخ اتنولنگويستيک پوهاند دکتور زيار

بر گردان از پارسی دری : س . سېلنی

پاره ۵ ام

افغان ( Afγān = Afghān)

اوغان (Awγān)، يا با تلفظ تورکی (Aγwān))

در اين شک و شبهه يی نيست که شکل اصلی اين نام (اپه گه) بوده که از سوي داريوش اول (۵۲۲- ۴۸۶ ق م← سنگ نبشتۀ تخت جمشيد)بر نياکان (( ساکايی)) پشتونها گذاشته شده است. سپس عربها بحيث مشتقی از شکل جمع ( اپه گه ) يعنی ( اپگان ) را به شکل ( افغان ) معرب ساخته ، ترو يج بخشيدند.

داريوش در سنگ نبشته اش ميگويد :

(( باخرتيان آهورا را نمی پرستيدند) اپگه (a-paga یا (بېخدا)بودند...)).

پيشوند نفی (-a) به اصطلاح زبانشناسي (الفه نيگتيوم) و ( پگه ) وارينتی از بگۀ آريانی به معنی (خدا) است يعنی از نيتی بد اين ها را ((بېخدا)) ناميده است. } متن کتاب۶۷-۶۹ {

درخور يادآوريست که پهلوی سنگ نبشۀ داريوش اول ، در اثنای مدارک و سنگ نوشته هاي شاهپور اول شاه ساسانی (٢٧٣ م ) در (تخت جمشيد) يا(کعبۀ زرد شت) درسنگ نوشته يی که به پارتي (پهلوي آشکاني يا پارسي وسطي ) با خط يوناني نوشته شده است ، نام " ابه گان " يا " ابگان " آمده و بدون شک بيشترينه آريان شناسان به شمول مورگنستيرن اين نام را همانند " اوگانهAvagana" هندی و ( O-Po-kien ( چينی با " افغان " مربوط دانسته که پيشينۀ آن تا سدۀ سوم ميلادی به عقب بر ميگردد

همچنان گويند که شاهپور سوم (٣٠٩-٣٧٩ م ) برخلاف داريوش "اپاکان" را که با " ابگان " دورۀ ميانگين آريانی همآهنگی دارد ، از خوشبينی به حيث لقبی برای خويش برگزيده بود . سنگروال (۴۲۶-۴۴۰م ) دراين ارتباط نوشته يی دارد که فشرده يې آنرا دراين جا ارايه ميداريم " در نقش رستم ولايت شيراز ايران ، گروهی از پژوهشگران دين شناسي بخش شرقی شيکاگو" در سنگ نبشته هاي آن محل سنگنبشته يی باستاني را دريا فتند که به دو زبان پهلوي اشکا ني (پارتي) و يوناني مزين بود، تاريخ نقش آن برديوار مراسم عبادتگاه زرتشت سالهايی (۲۷۳-۲۶۰ م ) را به وضاحت مينماياند . درزمان سلطنت شاپوراول ( وفات۲۷۳ م ) در بخش ششم رديف افراد نامور آن ، نام ((وينده فون ابگان زرموود)) نيز ذکر شده است ، که براي نخستين بار پژوهشگری بنام (سپرنگ لونگ) آنرا خواند و در سال (۱۹۴۰م ) نوشته هايش را در رسانه (سامي ) آنزمان امريکا به نشر رساند و با تأکيد مطلق ((ابگان)) را با (افغان) يکي دانست .

اگر (بپنداریم) از لحاظ زبانشناسي رابطه يي پښتون با پکت و پکتويس يوناني و پکتها يا پکهت هندي نادرست هم اثبات شده است، باآنهم با نزديک ترين نام "افغان" همسويي ندارد اگر با فرض محال (پکت) هرودت و(پکهتا) سانسکريت که نويسنده گان و تاريخ نويسان ( کهزاد،حبيبی، تږی...)هردو نام رابا "پختون" مترادف می انگارند، هندي ها آنرا بصورت طبيعي حفظ و هيچگاه نيازی به کاربرد(روهي) و (پټهان) پيدا نکرده و يا کم از کم اصطلاح اوه گانه ( Afgana) ياد شده در اثر ورهاميهيرا( Varha mihira )ستاره شناس معروف هندی (سدۀ شش ميلادی ) به کار میبردند!.

همين گونه ( هيونسن )، گردشگر چينايي سدۀ هفتم ميلادی افغان را ( او-پو-کين O-Po-kien "" ) خوانده است ، لازم بود، چيناييها هم ما را چنين ميناميدند، در حاليکه آنها "افغا نستان"را"يېشى" مي نامند و شايد افغان را همرديف آن خطاب کنند .

- " مورگنستيرن morgenstern" "پټهان" هندي را روشن ساخته که از شکل جمع "پښتانه" منشأ گرفته است، نه از " بتن " عبری و نه ((لوط)) و((سليمان)) عربی...بلکه چنانچه گفته شد، صورت جمع A-paga پارسی باستان ، يعنی (اپگان) بوده که در پارسی ميانه – پهلوی آن (اپاکان، اپه کان، ابگان، آوگان) حتا در شاهنامۀ فردوسی مترادف با (افغان) به يادگار مانده است .

بيليو ( ۱۸۳۴-۱۸۹۲) پښتون رابا (پشته) پارسی همانند "رو هي" و سلېما نی " با کوه مرتبط دانسته و بنابران (پشتون) را به غرنى (کوهستاني )" ترجمه کرده است. استاد مورگنستيرن بنابرهمين فرضيه ارتباط (پشته) را با(( اپرشته aparšt- )) اوېستايی به معنای ( پشته، کوه، بلند) و با (پرشتا pŗștha ) سانسکرېت يعنی (بلند،بلندی ) برقرار نموده است. شايد هندی ها به همين نسبت پښتونها را (روهي ) و (روهيله) و منطقۀ مسکونی شان را (روهيلکند) يکی از مناطق پشتون نشين هندوستان نامگذاری کرده که شعرای کلاسيک پشتو آنرا به ( رو هيستان) برگردان و به کار برده اند.

هم شکلی افغان با واژۀ ( افغان، فغان) پارسي به معنی (فرياد) را در واژه شناسي و معناشناسی تصادفی accidental words گويند،اين حرفی جدا است که يکی دو شاعر ازين همسانی شکلی برای (صنعت تجانس)استفاده کرده اند.

پوهاند تږي پيشينۀ"افغان" را در دورۀ اسلامي کم و بيش يکهزار سال به عقب برده ، که بار نخست ، حدود العالم ( نوشته٩٨٢ م.) آنرا به همان شکل حفظ و ضبط کرده است .

بعد ها تاريخ يمينی آن را چندين بار تذکر داده و در اثار ديگر،چون طبقات ناصري ، تاريخ گزيده و فرشته قبايل " افغان " و افغاني يا اوغاني به کرات و مرات يادآوري شده اند

پوهاند تږي در اثرش ((پښتانه)) بر اساس سفرنامه ابن بطوطه مي نويسد، که در سال ( ۱۳۳۳ عیسایی) از راه کابل مي گذشت ، گفته است :

" باشنده گان اين سرزمين افغان ها هستند ...کابل سابق شهر بزرگ بود (ولي حالا ) يک قريه يي از آن باقي مانده است . يک طايفه عجم که افغان ها ناميده مي شوند در آن ساکن اند . افغان ها در کوهستان ها قلعه هاي مستحکمي دارند و مردمان نيرومندي هستند ... . آن جا به نام کوه سليمان يک کوه بزرگي است که پادشاه افغان ها در آن جا مسکون است . . . "

تږې(ص۸۵) ، براساس تاريخ حافظ رحمت خاني ، يک قرن بعدتر اقوام يوسفزايي را در شهر کابل و حومه يي آن بهترتر به اثبات مي رسانند :

( پادشاه کابل الغ ميرزا بود،ولي صلاحيت و قدرت به دست ملک سلېمان شاه زعيم بزرگ يوسفزايی ها بود....به ميرزا الغ بېگ اعتناي نداشته، صاحب اختيارات بودند،هر کاري را که ملک سلېمان شاه و يوسفزايی ها مي کردند، همان را پيروی مي کرده... البته اين مأخذ قتل عام ششصد تن از سران و متنفذين يوسفزايی ها به شمول زعيم شان آن ها توسط الغ بيگ والی بابر درکابل به بهانه يی شب مهمانی و تبعيد بقيۀ اين قوم به دير وسوات، به استناد بابرنامه) صفحات (۳۷۱-۳۷۵) ابراز مي دارد که، شخص بابر از فرزند همان ملک سليمان شاه به نام (شاه منصور يوسفزايی) چنين يادآور شده است:

(( براي اين که مردم يوسفزايی را از خود سازم،بناً آن زمان خواستگار دختر ملک شاه منصور شدم،که بحيث نمايندگان افغان های يوسفزايی برايم حضور بهم رسانده بودند ... ((!

دکتور تږی ادعا مي کند که در اثار دورۀ اسلامی اعم از پارسی و پشتو ، تا اواخر سدۀ شانزدهم ميلادی (پشتون) به نام (افغان) ياد گرديده و اخون درويزۀ ننگرهاری آن را نخستين بار در (مخزن الاسلام حدود ۱۶۰۳-۱۶۱۲) ميلادی به کار برده است؛ درحالی که شيخ کټه متی زی در حدود۷۵۰ق نام تذکرۀ اش را ((لرغونی پشتانه)) گذاشته است.

ولی به هر روی ، به گونۀ عام پشتون ها خود را پشتون می ناميده و تنها اهل دانش و فرهنگ افغان و پشتون را تا تعميم ((افغان)) به ساير باشنده گان در اواسط سدۀ هژدۀ ميلادی به پيروی از ديگران ، به شمول خاورشناسان در شعر و نثر هردو مترادف به کار برده اند . اين شگفت آور است که درعين صفحات اثر دوکتور تږی حتا در سده های چهارده و پانزده ازگروه های ترک - مغولی نيز به نام های ( ترکان افغانی )، به عنوان (مغل های افغانی) و (هزارۀ افغانی) ذکری به عمل آمده است..( برای تفصيل بيشتر فصل ۷بند۳ کتاب حاضر)

افغانستان همان گونه که در گذشته (پشتو ن) از سوی ديگران (افغان) ناميده شده، زادبومش ((پشتونخوا)) نيز از سوی ديگران به نام ((افغانستان)) شهرت يافته است. همچنان مترادف آن از جمله روهليکنډ و پټهانستان بر بنيان نام های (روهی و پټهان) از سوی هندوستاني ها به ميان آمده است، طوري که در بالا يادآور شديم ، شاعران کلاسيک پشتو دراين ضمن ((روهيستان)) را شکل آريانی داده، به کاربرده اند. به همين سان معادل پټهانستان هندوستاني ها از سال های اواخر دهۀ بيست خورشيدی با بنيان گذاری جنبش آزادي خواهی (( پشتونستان)) بوده که به مجموع مناطق پشتون ها و بلوچ های آن سوی دېورند لاين اطلاق گرديده است. البته دراين تازه گی ايالت شمالشرق ((صوبه سرحد)) به يکی از نام های کهن زادوبوم عموم (پشتون ها) منحيث بديل تجويز و توصيۀ (علی جناح) بنيان گذار پاکستان مبنی برنام ((افغانيه))،به ((پشتونخوا))، همزمان با افزايش مضاف اليهی ((خيبر پشتونخوا)) نام گذاری شده است .

باوجود که دراين اواخر " افغان " و" افغانستان " در رسانه های نيم قاره شامل هند، پاکستان، برما ، بنگله دېش ، نيپال ، سريلانکا...) رواج و مورد استعمال قرار گر فته است، باآن هم با پښتون و پښتونخوا با پيمانۀ سابق قابل مقايسه نمي باشد. چنانچه مردم عوام آن ها ، پښتون را پټان و در مجموع هر افغان را، اگر پشتون است يا غير پشتون ، خان ، کابلي والا و يا کابلى مي گويند .

-*-*-*-*-

 

۵- پړوکی

افغان (Afγān = Afghān): اوغان (Awγān)

په دې کې اړنگ بړنگ نشته چې دغه نوم  د يوه ستاينوم (لقب) په توگه د نورو (پارسيانو) له خواراباندې اېښوول شوی، خو موږ هريوځان ((پښتون)) بولو او خپله ژبه ، (پښتو)؛ که مو ژبه هممهاله دويم جاج (←پښتونولي) هم رانغاړي، دغسې مو ټبرنوم (پښتون) هم هممهاله دويم جاج (پښتونولي لرونکی)؛دا به پرځای پرېږدو چې ((پښتون )) د فېلالوجۍ  او د لومړي يا لوی داريوش(۵۲۲- ۴۸۶ مز)  د ډبرليک پر بنسټ((افغان)) د مخينې زباد تر((پښتون))، پېړ ۍ دوې وړاندې شوی  او د همدغه هخامنشي ټولواکمن له بد نماته (اپگه= بېخدا) او بيايې له ډېرگړي(اپگان) څخه آره اخېستې ده؛ داسې چې همدغه ډېرگړې بڼه عربو يوگړې (مفرده) انگېرلې او(افغان) کړې يې او بيا يې ډېرگړې (افا غنه).

که په ناشوني اټکل (فرض محال) د يوناني پکتوېس او هندي پکهت... چې له ژبپوهنيز پلوه يې له پښتون سره تړاو ناسم زباد شوی، بيا هم تر زاړه ترين څېرمه نوم "افغان"  زيا ته مخينه درلوداى نه شي، هر گوره له "پښتون" سره د "پار سا" او "پرشت" د اړوندۍ پر بنسټ د مخينې سيالي نه شي کولاى. که رښتيا هم اړوند اټکلي هندي نوم په ځانته ډول هم له "پښتون" سره اړخ لگولاى، نو دا کېدون هم رامنځته کېداى شو چې هماغه نوم به هنديانو تراوسه راټينگ کړى واى او روهي او پټهان ته به يې هډواړتيا نه واى پاتې شوې،ياکه لږ تر لږه اوه گانه (gāna Ava) هغې خواته د شپږمې زېږدي پېړۍ په سر کې دود درلودلاى، لکه څنگه چې "ورها ميهيرا Varha Mihira" هندي ستورپوه يې له يادوونکيو څخه گڼل کېږي. (دوست، هماغه اخځ، ٤٢ مخ او تږى، پښتانه، ٥٤) هم ښايي هغې خواته تراوسه ژوندى پاتې واى، حال دا چې "افغان" او"افغانستان" مټې اوس اوس په هندي (او پاکستاني، بنگله دېشي، سريلانکايي ...) رسنيوکې دود موند لى چې هغه هم يوازې له پښتون او پښتونخواسره په هماغه پخواني جاج نه اخېستل کېږي. هر گوره عام وگړي يې بيا هم پښتون پټان بولي او لوستي يې بيا په ټوليز ډول هر افغان ته، پښتون دى، که نا پښتون، کا بلي والا او يا کابلى وايي.

همداسې که په اوومه زېږدي پېړۍ کې چيني گرځندوی هيونڅن (او-پو-کين O-Po-kien) "افغان" ته ويلي، په کار وه چې چينيا نو موږ هم همداسې بللاى، حال دا چې هغوى "افغا نستان" "يېشى" بولى او افغان ته هم ښايي همداسې ورته نومونه ولري. داسې برېښي چې "افغان" تر ټولو روستۍ او عربي شوي (معربه) بڼه وي.

 - د "پټهان" سپيناوى خو مورگنستيرن کړى چې د "پښتانه" هندي وينگ دى "نه له عبري - عربي" "بتن" يا "بېټني" سره اړه لري او نه له پارسيانو سره چې دوست شينواري(ورته د  اېبټسن  Ebetson له مخې تړاو ورکړی دی. (پښتانه څوک دي؟، ٥٣-٥٥) مخ).

په هره توگه"افغان" يا "اوغان" له ټولو زړو بڼو (هندي (اوه گانه Avagāna) چيني  O-po-kien(او-پو-کين زړه پارسي A-paga،منځنۍ پارسي- پهلوي (اپاکان، اپه کان، ابگان، آوگان) سره د "پښتون" دويم نوم دى چې د نورو له خوا پرې ايښو ول شوى او له (١٧٤٧ز) را هيسې چې "افغا نستان" (د افغانانو هېواد) د نومهالي افغان دولت رسمي نوم ټاکل شوى، نو د افغان جاج (مفهوم) ور سره هم پراختيا موندلې او د ملي هو يت د ښکارندوى په توگه يې د دغه هېواد پر ټولو پښتنو او نا پښتنو استوگنو اړه پېدا کړې ده، په بله وينا، له هغه راهيسې يې نور له "پښتو ن" سره خپل بشپړ همانيزوالى له لاسه ورکړى دى. که څه هم په نا رسمي توگه د نا پښتنو لږه کيو له خوا اوس هم په هماغه پخواني جاج د "پښتون" د يوه انډول (معا دل) په توگه کارول کېږي، کټ مټ، لکه په انگلستان کې دننه کېلتي توکمي سکا ټلنديان، ويلسيان او ايريان يا ايرلنډ يان يوازې آرو انگليسانو ته انگليسان وا يي، مگر له هېوا ده بهر ځانونه انگرېزان بولي او په رسمي ډگرکې يې هم همدا سې دروا خله، که څه هم ترې نن سبا بېزاره دي. په هر ډول د افغان مخينه څه نا څه اوو ۱۰پېړۍ پرشاځي خوبياهم داسې نه برېښي چې تر"پښتون" افغان   هم لرغونى وي.

بيليو(۱۸۳۴-۱۸۹۲تږی ۲۶) اوسنۍ پارسي (پشته)  د پښتون  همآرې  بولي او په دې توگه ورته  د"رو هي" او "سلېماني" غوندې له غره سره تړاو ورکوي، يا په  نور و ټکو،"غرنى" يې مانا کوي چې دا مانا بيا د مورگنستيرن پر اند له اوېستا پر شته aparšt (شا) او سانسکرېت  pŗștha (شا، لوړ، لوړه) سره سمون مومي ؛ همداسې سا نسکرېت (روهتي= پورته خېژي) هم درواخله. (زيار: آرپوهه ۲۳۹)؛ ښايي، له همدې لامله هنديانو پښتانه ( روهي) او (روهيله) بللي چې ( روهيليکنډ او رو هيستان) ځنې هم رامنځته شوی دي.

له دې ټولو سره سره داسې برېښي چې افغان تر ټولو مخکې د پارسيانو له خوا د پښتون لپاره د يوه ستا ينوم (صفت) په توگه رامنځته شوى او د لومړي داريوش  تر ډبرليکه زيات باوري لاسوند هم په زړه هخا منشي پلازمېنه"پرزيپوليس (تخت جمشيد)" کې د ساساني ټولواک لومړي شاهپور (٢٧٣ ز. مړ) د مړستون "کعبه زرد  شت" ډبرليک دى. په دغه ډبر ليک کې چې په پارتي يا (پهلوي اشکاني= منځني پار سي) او يوناني ليک کښل شوى، د "ابه گان" يا "ابگان"نوم ياد شوى او ډېری ختيځپو هان تر مورگنستيرن پورې دغه نوم، لکه هندي "اوه گانه-Avagana" او چيني O-Po-kien (او-پو-کين) له "افغان" سره تړي چې تر درېيمې زېږدي پېړۍ پورې يې مخينه پر شاځي. همدا راز وايي چې د ستر ساساني ټولواک درېيم شا هپور (٣٠٩-٣٧٩ز) ستاينوم هم "اپاکان" و چې بيا هم مخني "ابگان" سره سمون خوري. د فردوسي په شاهنامه کې د "افغان" تر څنگه "آوگان" هم را غلى او دغه روستۍ بڼه بيا "اوکان" ته نژدې برېښي چې د اپاکان يا اپه کان تر څنگه يې په ساساني واکمني پېر کې څرک لگېږي.

علامه حبيبي (تلوسه، ١١ مخ) د يوه "بوستي" نومي الماني ليکوال د اخځ له مخې ليکي چې د "اوه-" آره اوېستايي ده چې "مهربان، لاسنيوونکى" مانا لري او "کان" يا "گان" يې ډېر گړى روستاړى گڼل کېداى شي، ځکه فرد وسي ځانته "آوه" هم کار ولى دى. (تلوسه، ١٣ مخ)؛ خوابگان د ابگه (بې خدا يه، بېدينه) ډېرگړى زباد شوی دی! په دې جاج چې د لومړي داريوش(۵۲۲-۴۸۶مز) د وينا له مخې دغه خلکو اهورا نه پرښته او ((اپه گه)) "بېد ينه" ول. بگ (-خداى) او د سر الف يې"الفه نېگتيوم" دى او اوسنی  پار سي انډول يې(بېخدا) راځي (همدا راز د پوهاند الهام گړنۍ څرگندونه).

سنگروال (۴۲۶-۴۴۰)  هم پر خپل وار څه ناڅه د ورته اخځو نو له مخې د افغا نستان   په تړاو افغان  ښه ترا  څېړلی چې دلته يې يو لنډيز راخلو:

د ايران د شېراز په نقش رستم کې  د شيکاگود ختيزې څانگې د لرغو نپوهانويوې ډلې د هغه ځای په ډبرليکونو کې  يو ډبرليک وموندچې په دوه ژبو،پهلوي اشکا ني (پارتي) او يوناني کښل شوی وو. د کښنې نېټه يې د زرتشت د نمانځنې پر دېوال ليدل شوې چې (۲۷۳-۲۶۰-مز) کلونه راښيي. .. د ډبرليک په دويم بندکې (پشکاپور) را غلی چې  تاريخپو هانوله (پرشاپور= پرشاور = پېښور) سره تړاو ورکړی؛ په شپږمه برخه کې د لومړي شاهپور(۲۷۳ مړ)  د واکمنی پر مهال د ځينو وتليو کسانو په لړکې د ((وينده فون  ابگان زرموود)) نوم ياد شوی دی:  يو(سپرنگ لونگ) نومي څېړونکي لومړی ځل ولوست او پر ۱۹۴۰ز.  يې پرې د امريکا په (سامي )  مهالنۍکې خپله ليکنه خپره کړه چې ((ابگان)) په بشپړ ټينگار سره له (افغان) سره يو وگاڼه. ساساني درېيم شاپور چې اويا کاله يې (٣٠٩-٣٧٩ز) پاد شاهي وکړه،  ځانته((ابگان))  ستاينوم غوره کړی وو، ښا يي، له دې لامله چې لا هغه مهال ابگان  (زړور، ننگيالی او توريالی) بلل کېده!

له يوه پارسي ويي افغان (فغان) سره زموږ د افغان همجوليز والى هسې يو برابري دى چې په ويي پوهنه او مانا پوهنه کې داسې وييونو ته ټکروييونه accidental words وايي. د تام تجنيس په توگه شاعرانو له دغو دوو وييونو هم کار اخيستى دى.

دووريانکوف (د کابل سېمينار ليکنه) افغان په لرغوني (ساکي پېر) او په "اوبه" او تورکمغولي "خان" پسې وړي او په دې ډول يې ټوله مانا "پتمن خان" رااخلي، هر گوره له اوسني پارسي (افغان = فغان) سره يې هسې جوليز ټکر راغلى او کومه گډه آره او ريښه ورسره نه لري چې دا سې وييونو ته ټکر وييونه accidental words ويل کېږي.

پوهاند تږي (پښتانه ٥٦) په اسلامي پېر کې د "افغان" مخينه لږ تر لږه يوه زرۍ پر شا وړي چې لومړى ځل په هم غه بڼه حدود العالم (د ٩٨٢ز. ليکنه) راخوندي کړى دى.

راروسته "تاريخ يمني" څو وارې راخېستى او په نورو اثا رو، لکه، "طبقات ناصري"، "تاريخ گزيده" او "فرشته" کې "افغان" او افغاني يا اوغاني قبايل په وارو وارو ياد شوي دي. (حبيبي، تلوسه ١٧).

تږي(پښتانه۸۴)  دابن بطوطه ديونليک له مخې ليکي چې پر۱۳۳۳ز. کال له کابله تېرېږي، وايي: د دغه ځای اوسېد ونگي افغانان دي...کابل پخوا يو لوی ښار وو (خواوس) يوکلی ترې پاتې دی.دعجميانو يوه طايفه چې افغانان نو مېږي، پکې اوسېږي. افغانان په غرونوگې ډېرې کلکې مېنې لري او ډېر غښتلي خلک دي... . هلته دسليمان د غره په نامه يو ستر غر دی، دافغا نانو پاچا هلته اوسېږي . . . تږی د ابن بطوطه د  يونليک( ۴۹-۵۱) پر اخځ په کا بل کې د  يوه ستر (شېخ اسماعيل) نومي افغان  ستانه يادونه هم کوي چې د  شېخ عباس نومي ستر ولي شاگرد وو.

] دغه ستانه د شېخ رضي لودي(پخ ۶۸) سره هممها له بر ېښي، نه چې ابن بطوطه هغه  ستانه په دې نامه يادښت کړی اوسي! [

تږی (۸۵) د حافظ رحمت خاني تاريخ په لاسوند د کابل په ښار او شاخوا سيموکې يوه پېړۍ راروسته، د يوسفزيو استوگنه  ښه ترا رازبادوي:  د کابل پاچا اُلغ بېگ ميرزا وو، خو اصلي واک و ځواک د يوسفزو د مشر ملک سلېما نشاه  په لاس کې وو ... . په کابل کې ((يوسفزي هرگوره غالب ول. د ميرزا الغ  بېگ پروايې نه لرله. د خپل اختيار څښتن وو هرچې ملک سلېمانشاه او يوسفزو کول، هغه به يې کول... اسمعيل د مزکت زوی هسې يو بدمست او ظالم شرابي وو... او نياو يې چانه شه کاوه)) (۵۴)

هرگوره، د پاسني اخځ د الغ بېگ له خوا د يوې شپېنۍ مېلمستيا په پلمه د  نو موړي  ملک پر مشرۍ د شپږسوو يوسفزو ټولوژله (قتل عام)  څو مخه روسته ښوولی دی، خو تږی (۱۹۸-۱۹۹) د بابرنامې د(۳۷۱-۳۷۵) مخونو کې دهماغه ملک زوی (شاه منصور يوسفزي) يادونه کوي او  داسې وايي:

بابر لږ روسته له يوسفزو سره د خپلې خېښۍ د بندوبست په باره کې غږېږي او وايي: ((د دې لپاره چې د يوسفزيو ولس خپل کړم، نو دملک شاه منصور لور مې هغه وخت ترې وغوښته چې د يو سفزو افغانانو د استازي په توگه زما حضورته راغلی وو...))!

هسې خو بابر خپل (تُزک) يا (بابرنامه)، ښايي، تر بل توکم و ټبره  پر پښتنو ډېر را څرخولی وي. نو ښا غلي تږي  يې هم په همدې  تړاو له انگرېزي د راژباړ لي متن لپاره۲۴ مخيز (اووم) څپرکی ځانگړی کړی دی. له کندهاره تر غز ني،کا بل، لغمان، ننگرهار ، خيبر، پېښور، با جوړ، سوات او بيا له برمل او گو مله تر ابا سين او ان داوسنيو هندي پولو ورا خوا ترې  يو پښتنی ټبر او د سر سړی نه دی پاتې چې ور سره يې يو خونړی ټکرنه وي راغلی؛د جرگې مرکې، جوړجا ړي، بښنې او نازو نې... يې په خرورو وړوکې يوه مالگه هو مره  هم نه گڼل کېږي،او له يو سفزو سره زومولي يې هم د برتولد برېښت ((استثنا او قاعده)) را پر زړه کوي)!

 تږي (۱۸۶) ليکي:  څومره يرغلونه چې بابر د پښتو نخوا له يوه نه تر بل سره ... کړي او څو مره سرونه يې پرې کړي، کله منارونه يې جوړکړي، کلي او کورونه يې وران کړي او مالو نه يې تالاکړي او بلوسلي دي، ښايي بل هېڅ جهانگير او ير غلگر به نه وي کړي.

ښاغلي تږي د پورتنيو څرگندونو په پاى کې دا نغوته  هم کړې چې  په اسلامي اثارو کې د "افغان" په  پر تله "پښتون" نوم ډېر وروسته  کښل شوى دى، هغه هم په په هغو کې چې د پښتنو له خوا نه دي ليکل شوي. په دې توگه د اخون درو ېزه ننگرها ري "مخزن الاسلام" (١٦٠٣ او ١٦١٢ز کلونو تر منځ) د پښتو او پښتنو نومونو د يادونې له پلوه سم له لاسه لومړى  اخځ برېښي؛ مانا دا چې پښتنو تل خپل ځانو نه له پخوا څخه پښتانه بللي دي او نورو افغانان. په دې کې هم اړنگ نشته چې پښتو کلاسيکو شاعرانو او ليکوالو د پارسيوانو او نورو نا پښتنو په پېښو "پښتون" او "افغان" سره هممانيز کارولي دي. په همدې ډول زياترو ختيځپو ها نوهم دواړه نومونه په يوه جاج راخېستي دي او راروسته چې"افغان" د هر پښتو ن او ناپښتون لپاره د يو راز هېوادني او ولسي وکر (ملي هو يت) ښکارندوى شوى دى، نو د پښتون او افغان ترمنځ توپير ته هم اړتيا پېدا شوې ده، د پوهاند تږي (هماغه اثر ٥٧) دا خبره خورا په زړه پورې ده چې د احمد شاه بابا له خوا د افغانستان په نامه د رامنځته کړي نوي افغاني دولت (١٧٤٧ز) له مخه ان په څوار لسمه او ۱۵مه زېږدي پېړۍ کې زموږ د هېواد ناپښتانه، لکه تورک و مغول بيا هزاره هم "افغانان" بلل شوي، په نورو ټکو، د "افغاني مغول" ، "افغاني تورکان" او "افغاني هزاره" په نومونو ياد شوي دي.

پوهاوي لپاره (←۷- څپرکی، ۳- پړک، ۲- پړوکی)

-*-*-*-

پاره - ٦ ام

افغان و افغانستان

افغانستان به نام (اوغانستان ) در نقشۀ جهانی ازسال ۱۷۳۸ م

در موزيم حرم ،استانبول- ترکيه

حدود افغانستان با خط عربی به گونۀ زير ارايه شده اند:

جنوب آن بحرهند (بحيرۀ عرب)، غرب آن عجمستان (پارس)، شمال شرق آن ترکستان ، شمال غرب آن ماورالنهر و شرق آن هند. کشورافغانستان در نقشۀ جهانی باخط سياه نشانی گرديده است:

افغان ( Afγān = Afghān)

اوغان (Awγān)، يا با تلفظ تورکی (Aγwān))

در اين شک و شبهه يی نيست که شکل اصلی اين نام (اپه گه) بوده که از سوي داريوش اول (۵۲۲- ۴۸۶ ق م← سنگ نبشتۀ تخت جمشيد)بر نياکان (( ساکايی)) پشتونها گذاشته شده است. سپس عربها بحيث مشتقی از شکل جمع ( اپه گه ) يعنی ( اپگان ) را به شکل ( افغان ) معرب ساخته ، ترو يج بخشيدند.

داريوش در سنگ نبشته اش ميگويد :

(( باخرتيان آهورا را نمی پرستيدند) اپگه (a-paga یا (بېخدا)بودند...)).

پيشوند نفی (-a) به اصطلاح زبانشناسي (الفه نيگتيوم) و ( پگه ) وارينتی از بگۀ آريانی به معنی (خدا) است يعنی از نيتی بد اين ها را ((بېخدا)) ناميده است. } متن کتاب۶۷-۶۹ {

درخور يادآوريست که پهلوی سنگ نبشۀ داريوش اول ، در اثنای مدارک و سنگ نوشته هاي شاهپور اول شاه ساسانی (٢٧٣ م ) در (تخت جمشيد) يا(کعبۀ زرد شت) درسنگ نوشته يی که به پارتي (پهلوي آشکاني يا پارسي وسطي ) با خط يوناني نوشته شده است ، نام " ابه گان " يا " ابگان " آمده و بدون شک بيشترينه آريان شناسان به شمول مورگنستيرن اين نام را همانند " اوگانهAvagana" هندی و ( O-Po-kien ( چينی با " افغان " مربوط دانسته که پيشينۀ آن تا سدۀ سوم ميلادی به عقب بر ميگردد

همچنان گويند که شاهپور سوم (٣٠٩-٣٧٩ م ) برخلاف داريوش "اپاکان" را که با " ابگان " دورۀ ميانگين آريانی همآهنگی دارد ، از خوشبينی به حيث لقبی برای خويش برگزيده بود . سنگروال (۴۲۶-۴۴۰م ) دراين ارتباط نوشته يی دارد که فشرده يې آنرا دراين جا ارايه ميداريم " در نقش رستم ولايت شيراز ايران ، گروهی از پژوهشگران دين شناسي بخش شرقی شيکاگو" در سنگ نبشته هاي آن محل سنگنبشته يی باستاني را دريا فتند که به دو زبان پهلوي اشکا ني (پارتي) و يوناني مزين بود، تاريخ نقش آن برديوار مراسم عبادتگاه زرتشت سالهايی (۲۷۳-۲۶۰ م ) را به وضاحت مينماياند . درزمان سلطنت شاپوراول ( وفات۲۷۳ م ) در بخش ششم رديف افراد نامور آن ، نام ((وينده فون ابگان زرموود)) نيز ذکر شده است ، که براي نخستين بار پژوهشگری بنام (سپرنگ لونگ) آنرا خواند و در سال (۱۹۴۰م ) نوشته هايش را در رسانه (سامي ) آنزمان امريکا به نشر رساند و با تأکيد مطلق ((ابگان)) را با (افغان) يکي دانست .

اگر (بپنداریم) از لحاظ زبانشناسي رابطه يي پښتون با پکت و پکتويس يوناني و پکتها يا پکهت هندي نادرست هم اثبات شده است، باآنهم با نزديک ترين نام "افغان" همسويي ندارد اگر با فرض محال (پکت) هرودت و(پکهتا) سانسکريت که نويسنده گان و تاريخ نويسان ( کهزاد،حبيبی، تږی...)هردو نام رابا "پختون" مترادف می انگارند، هندي ها آنرا بصورت طبيعي حفظ و هيچگاه نيازی به کاربرد(روهي) و (پټهان) پيدا نکرده و يا کم از کم اصطلاح اوه گانه ( Afgana) ياد شده در اثر ورهاميهيرا( Varha mihira )ستاره شناس معروف هندی (سدۀ شش ميلادی ) به کار میبردند!.

همينگونه ( هيونسن )، گردشگر چينايي سدۀ هفتم ميلادی افغان را ( او-پو-کين O-Po-kien "" ) خوانده است ، لازم بود، چيناييها هم ما را چنين ميناميدند، در حاليکه آنها "افغا نستان"را"يېشى" مينامند و شايد افغان را همرديف آن خطاب کنند .

- " مورگنستيرن morgenstern" "پټهان" هندي را روشن ساخته که از شکل جمع "پښتانه" منشأ گرفته است، نه از " بتن " عبری و نه ((لوط)) و((سليمان)) عربی...بلکه چنانچه گفته شد، صورت جمع A-paga پارسی باستان ، يعنی (اپگان) بوده که در پارسی ميانه – پهلوی آن (اپاکان، اپه کان، ابگان، آوگان) حتا در شاهنامۀ فردوسی مترادف با (افغان) به يادگار مانده است .

بيليو ( ۱۸۳۴-۱۸۹۲) پښتون رابا (پشته) پارسی همانند "رو هي" و سلېما نی " با کوه مرتبط دانسته و بنابران (پشتون) را به غرنى (کوهستاني )" ترجمه کرده است. استاد مورگنستيرن بنابرهمين فرضيه ارتباط (پشته) را با(( اپرشته aparšt- )) اوېستايی به معنای ( پشته، کوه، بلند) و با (پرشتا pŗștha ) سانسکرېت يعنی (بلند،بلندی ) برقرار نموده است. شايد هندی ها به همين نسبت پښتونها را (روهي ) و (روهيله) و منطقۀ مسکونی شان را (روهيلکند) يکی از مناطق پشتون نشين هندوستان نامگذاری کرده که شعرای کلاسيک پشتو آنرا به ( رو هيستان) برگردان و به کار برده اند.

هم شکلی افغان با واژۀ ( افغان، فغان) پارسي به معنی (فرياد) را در واژه شناسي و معناشناسی تصادفی accidental words گويند،اين حرفی جدا است که يکی دو شاعر ازين همسانی شکلی برای (صنعت تجانس)استفاده کرده اند.

پوهاند تږي پيشينۀ"افغان" را در دورۀ اسلامي کم و بيش يکهزار سال به عقب برده ، که بار نخست ، حدود العالم ( نوشته٩٨٢ م.) آنرا به همان شکل حفظ و ضبط کرده است .

بعد ها تاريخ يمينی آنرا چندين بار تذکر داده و در اثار ديگر،چون طبقات ناصري ، تاريخ گزيده و فرشته قبايل " افغان " و افغاني يا اوغاني به کرات و مرات يادآوري شده اند

پوهاند تږي در اثرش ((پښتانه)) بر اساس سفرنامه ابن بطوطه مينويسد، که در سال ۱۳۳۳ م از راه کابل ميگذشت ، گفته است :

" باشنده گان اين سرزمين افغانان هستند ...کابل سابق شهر بزرگ بود (ولي حالا ) يک قريه يي از آن باقي مانده است . يک طايفه عجم که افغانان ناميده مي شوند در آن ساکن اند . افغانان در کوهستان ها قلعه هاي مستحکمي دارند و مردمان نيرومندي هستند ... . آنجا به نام کوه سليمان يک کوه بزرگي است که پادشاه افغانان در آن جا مسکون است . . . "

تږې(ص۸۵) ، براساس تاريخ حافظ رحمت خاني ، يک قرن بعدتر اقوام يوسفزايي را در شهر کابل و حومه يي آن به ترتر به اثبات مي رساند :

( پادشاه کابل الغ ميرزا بود،ولي صلاحيت و قدرت به دست ملک سلېمانشاه زعيم بزرگ يوسفزايی ها بود....به ميرزا الغ بېگ اعتناي نداشته، صاحب اختيارات بودند،هر کاري را که ملک سلېمانشاه و يوسفزايی ها مي کردند، از همان  پيروی مي کردند ... البته اين مأخذ قتل عام شش صد تن از سران و متنفذين يوسفزايی ها به شمول زعيم شان آن ها توسط الغ بيگ والی بابر درکابل به بهانه يی شب مهمانی و تبعيد بقيۀ اين قوم به دير وسوات، به استناد بابرنامه) صفحات (۳۷۱-۳۷۵) ابراز مي دارد که، شخص بابر از فرزند همان ملک سليمانشاه به نام (شاه منصور يوسفزايی) چنين يادآور شده است:

 ((براي اينکه مردم يوسفزايی را از خود سازم،بناً آنزمان خواستگار دختر ملک شاه منصور شدم،که بحيث نمايندگان افغانهای يوسفزايی برايم حضور بهم رسانده بودند ...  ((!   

دکتور تږی ادعا مي کند که در اثار دورۀ اسلامی اعم از پارسی و پشتو ، تا اواخر سدۀ شانزدهم عیسایی  (پشتون) به نام (افغان) ياد گرديده و اخون درويزۀ ننگرهاری آن را نخستين بار در (مخزن الاسلام حدود ۱۶۰۳-۱۶۱۲) عیسایی به کار برده است؛ درحالی که شيخ کټه متی زی در حدود۷۵۰ق نام تذکرۀ اش را ((لرغونی پشتانه)) گذاشته است.

ولی به هر روی، به گونۀ عام پشتون ها خود را پشتون می ناميدند و تنها اهل دانش و فرهنگ افغان و پشتون را تا تعميم ((افغان)) به ساير باشنده گان در اواسط سدۀ هژدۀ ميلادی به پيروی از ديگران ، به شمول خاورشناسان در شعر و نثر هردو را مترادف به کار برده اند . اين شگفت آور است که درعين صفحات اثر دوکتور تږی حتا در سده های چهارده و پانزده ازگروه های ترک - مغولی نيز به نام های ( ترکان افغانی )، به عنوان (مغل های افغانی) و (هزارۀ افغانی) ذکری به عمل آمده است..( برای تفصيل بيشتر فصل ۷بند۳ کتاب حاضر)

افغانستان همان گونه که در گذشته (پشتو ن) از سوی ديگران (افغان) ناميده شده، زاد بومش ((پشتونخوا)) نيز از سوی ديگران به نام ((افغانستان)) شهرت يافته است. هم چنان مترادف آن از جمله روهليکنډ و پټهانستان بر بنيان نام های (روهی و پټهان) از سوی هندي ها به ميان آمده است، طوري که در بالا يادآور شديم ، شاعران کلاسيک پشتون دراين ضمن ((روهيستان)) را شکل آريانی داده، به کاربرده اند. به همين سان معادل پټهانستان هندي ها از سال های اواخر دهۀ بيست خورشيدی با بنيان گذاری جنبش آزاد ي خواهی

((پشتونستان)) بوده که به مجموع مناطق پشتون ها و بلوچ های آن سوی دېورند لاين اطلاق گرديده است. البته دراين تازه گی ايالت شمالشرق ((صوبه سرحد)) به يکی از نام های کهن زادوبوم عموم (پشتون ها) منحيث بديل تجويز و توصيۀ (علی جناح) بنيا ن گذار پاکستان مبنی برنام ((افغانيه))،به ((پشتونخوا))، همزمان با افزايش مضاف اليهی ((خيبر پشتونخوا)) نام گذاری شده است .

باوجود که دراين اواخر " افغان " و" افغانستان " در رسانه های نيم قاره شامل هند، پاکستان، برما ، بنگله دېش ، نيپال ، سريلانکا...) رواج و مورد استعمال قرار گر فته است، باآن هم با پښتون و پښتونخوا به پيمانۀ سابق قابل مقايسه نمي باشد. چنان چی مردم عوام آن ها،پشتون را پټان و در مجموع هر افغان را، اگر پشتون است يا غير پشتون ، خان ، کا بلي والا و يا کابلى مي گويند .

-*-*-*-

پارسی(فارسی): انگليسی Persian-فرانسوی Le Persan- المانیdas Persische

زبان پارسی يکی از زبانهای عمدۀ بخش((آريانی)) شاخۀ (هندوآريانی) يا ((آريا يی)) خانوادۀ بزرگ هندواروپايی بوده، که همانند ساير زبانهای دنيا در مرحلۀ نوين ( سومی ) اش قرار دارد. اين دورۀ نوين پارسی از سدۀ ۸ ترسايی آغاز شده و تا امروز ادامه دارد؛ دورۀ ميا نگين آن از سدۀ ۲ پيش ترسايی آغاز و تا سدۀ ۷ ترسايی ادامه يافته است و دورۀ باستانی آن از سدۀ ۶ پيش ترسايی تخمين گرد يده ، تا سدۀ ۳م پيش ترسايی دوام نموده است. زبان پارسی که اکنون در سه کشور (ايران_ افغانستان و ماورألنهر(تاجيکستان و سمرقند و بخارا ) ميليونها گوينده داشته و در قوا نين اساسی دوکشور نخست به منزلۀ زبان رسمی همگانی و در قانون اساسی کشور سومی (افغانستان) پهلوی زبان پشتو به مثابۀ دومين زبان رسمی درج گرديده است؛ صرف نظر ازين که در افغانستان به نام ((دری)) ويا (فارسی دری) و در تاجيکستان به نام ((تاجيکی)) و ((فارسی تا جيکی)) ياد ميشود. البته ادعايی که گويا ((دری)) زبان مستقل و منحصر به جغرافيای فغانستان بوده ، از نگاه زبانشناسی ، يکسره نادرست بوده ، بلکه بيشترينه انگيزۀ سياسی و مذهبی يعنی ضديتی در برابر نو واژه هايست که جاگزين واژه های عربی ميشوند!

زبان پشتو نيز به نوْبۀ خود عين دوره های دوگانه را پشت سرگذاشته، دردوره نوين زبانهای آريانی قرار داشته، از لحاظ گوينده گان دومين جايگاه پس از زبان پارسی را دارا ميباشد. داشته است. با آنکه اين دو زبان مهم آريانی در دسته بندی تاريخی- جغرافيايی در دو قطب مخالف از هم قرار گرفته ولی پشتو به مثابۀ يکی از زبانهای سکه ، ساکهيا ساکايی پس از زبانهای پاميري (شوغنی، روشانی، اشکاشمی، ييغه، منجی، سنگليچی... و واخي) بازباهم به پنجمين زبان نيايی آريانی ساکه يا سکايی پس از زبان های پاميری همگونيها و تقابلهای زياد ولی باقاعدۀ دستوری، واژه شناختی و آوا شناختی با پارسی دارد. ازآنجمله تقابل آوا شناختی ]گ- ب- د [ پارسی با ]غ-و-ل [پشتو و نيز تقابل] د - ز [ و گروه های آوايی ] ر د - ړ(ړه)[و ]رس-شت (ښت- [ نمايانگر ارتباط تنگاتنگی ميان هردو زبان است. آريانشناسان بر بنياد همين تقابلها پشتورا همراه با زبان های ديگر ساکايی يعنی (پاميری) به گروه زبانهای شمالشرق و پارسی را با سمنانی، لوری وغيره به گروه جنوب غرب زبانهای آريانی نامگذاری نموده اند؛ ولی از همه جالبتر اينکه همريشه بر بنيان گروه آوايی (رست-) پشتو را با پارسی، پارتی و پهلوی (سابق پرثوه اهل استان خراسان کنونی ايران) همريشه شناسايی کرده و بنابران نامواژۀ (پشتو-پشتو) در دورۀ ميانگين آريانی (پرسوا) و از پشتون پرسوانه بوده است.

-*-*-*-*-

۶- پړوکی

افغانستان (Afγānistān=Afghanistan)

لکه څنگه چې پښتون د نورو له خوا افغان بلل شوى، دغسې يې هېواد يا ټاټوبى "← پښتونخوا" هم د نورو له خوا "افغانستان" نومول شوى دى، نور څېرمه نومونه يې، لکه روه، روهيستان او داسې نور خو په يوه ټا کلي مهاپېر کې رامنځته شوي او بېرته تاريخ ته سپارل شوي دي. پښتيانا د روهيستان غوندې له رغوليو شاعرانه نومونو گڼل کېږي. د پنجابيانو له خوا څه نا څه اړوندو پښتني سيمو ته څه نا څه يوه بله تازه نومونه پټهانستان هم لږ و ډېر کارول کېږي، "پښتونستان" بيا له نژدې شپېتو کلو راهيسې تر راتپلې ښکېلاکي پولې اخوا پښتون مېشتې برخې ته کارول شوى چې راروسته يې د هماغو پښتنو له خوا بلونج (الترناتيف) "پښتونخوا" رامخته شوی وه او سرکار يې د جناح په وصيت و نصيحت پليو نۍ"افغانيه" ته لږوډېر سرخوځاوه ، خو په پای کې (خيبر پښتونخوا) رسميت وموند او نور "صوبه سرحد" ته پايټکی کېښوول شو.

پوهاند تږي په خپل (پښتانه، اتم فصل) کې جبال الافغانيه، کشور افغان، حد افغانيان، مرز افغان... يادونه هم کړې ده. تږى (٢٢١-٢٣١) د افغانستان مخينه تر پښتو نخوا څه نا څه دوى پېړۍ زياته ښوولې، په دې لاسوند چې افغا نستان لومړي ځل سيفي هروي (١٣٢١ز) د هرات په تاريخنامه کې ياد کړى او "پښتونخوا" ړومبي ځل اخون دروېزه ننگرها ري په خپل کتاب "مخزن الاسلام" (د١٦٠٣ -١٦١٢ز کلو ترمنځ) کارولې ده. هرگوره پښتونخوا د ښکارندوى په بولـله (٥٧١ل) کې له مخه هم ياده شوې ده. په هره توگه د او سني افغاني دولت تر بنسټ ايښوونې ډېر مخکې د "افغانستان" نوم شته وو، که څه هم نومولي (مسما) ور سره د جغرافيايي پراختيا له پلوه دومره سمون نه درلود، او سنۍ بڼه يې هم له هر پلوه په تېره له ١٩۹٣ راهيسې له را تپلې ښکېلاکي "ډيورنډ" کرښې سره بونډۍ مونډۍ شوې ده.  هسې  خو افغانستان له جغرافيايي پلوه له ډېرو لرغونو زمانو راهيسې د هغو نيواکگرو او سوبمنانو لپاره يو تگلار  يا څلاري گرځېدلى چې غوښتل يې د هند ښېرازې او يېبرورې اوېجې پر لور يې ونغاړي.له دې سره د بېلا بېلو توکمونو ژبو او کولتورونو پرمېشتځاى اوښتى او پايله يې دا شوې چې دغه هېواد له دې پلوه يوه موزا ييکه (رنگارنگه) جوله ومومي، خو له دې سره سره تر ټولو آر او پخواني استوگن يې "آريانيان" او بيا ساکان بشپړ ډېرى (اکثر يت) جوړوي چې افغانان "پښتانه" يې له رښتينو پاتوړو (وارثينو) څخه شمېرل کېږي. هر گوره آرياني او آريا يي پېر له ټوليز تاريخي پېر سره هم منگى زباد شوى او تر دې له مخه استوگن يې د قبل التاريخ سکالو ده، چې تر يو لک کلو پر شا ځي. (د نورو اخځو په لړ کې دې د افغانستان تر سرليک لاندې کولېر، وار لد بوک، طرزي او همداراز د سنگروال هغه گوزارش وکتل شي چې د استا نبول د ٌحرم  ماڼۍ موزيم ٌ  د ۱۷۳۷په نړيواله نخشه کې يې د افغانستان  نوم ٌاغوانستانٌ  سهي کړی دی: ۸څپرکی-۵ پړک- ۱پړوکی.

*-*

از تاريخ اتنولنگويستيک پوهاند دکتور زيار

بر گردان از پارسی دری : س . سېلنی

 

پارۀ هفتم

آمو دریا، آمو دریا، جيحون،

آمو دريا Amu Darya نام عربی جيحون  نام روسي Amudarjja، نام يونانی اکسوسOxus

سرچشمه این دریا  در  کوه های پامیر و تيانشان  می باشد و مرز مشترکی را با افغانستان، تاجیکستان و وزبکستان تشکیل  می سازد. آمو با ایجاد یک دلتا به بحیرۀ اورال می ریزد ( واژه نامۀ کولينز  ص٥٠ ).

بسیاری از دانشمندان  به این دید و باور اند که  ساحۀ بین آمو و سير دريا به شمول خوارزم، نخستین مسکن آریانیان يا آريانا وېجه Ariyanavaejah بوده که اکنون این مناطق مربوط وزبکستان می باشند. خوارزم را در  پارسی باستان( Uvrazmiā-)  و امروزه خيوه هم می نامند (فرهنگ معين، ج٥، ص ٤٧٥، جاوید، آريانا شماره ١، ص٦). به نظر پوهاند کاکړ (آمو) از نام ساکه های (هومه ورگه ) به میان آمده که پشتونان و پامیریان به همین شاخۀ ساکيان پیوند دارند (فصل۳)

-*-*-*-

 

۷-پړوکی

امو سيند، جيحون، آمو دريا Amu Darya زوړ نوم Oxus        روسي Amudarjja...

دا سيند له پامير او تيانشان غرونو څخه سرچينه اخلي او له افغانستان سره د تاجيکستان، وزبکستان، گډه پوله جوړوي. آمو د يوې دلتا له رغونې سره اورال سمندرگي ته ورگډېږي (کولينز ډيکشنري، ٥٠ مخ).

ډېر پوهان پر دې ليد و الواک دي چې د آمو او سيردريا ترمينځ پرته سيمه د خوارزم په گډون د آريايانو لومړى ټاټوبى يا آريانا وېجه Ariyanavaejah ده. دغه سيمه اوس په وزبکستان کې راځي او خوارزم (زړه پارسي Uvrazmiā-) هم خيوه بولي (معين، ج٥، ص ٤٧٥، جاوېد، آريانا شماره ١، ص٦). د پوهاند کاکړ پر اند (امو) د (هومه ورگه ساکو) له نامه څخه رامنځته شوی دی چې پښتانه په همدغو ساکو اړه لري( ۳ څپرکی)

-*-*-

از تاريخ اتنولنگويستيک پوهاند دکتور زيار

 

بر گردان از پارسی دری : س . سېلنی

 

پارۀ هشتم

اوستا، يا اوستايي، زبان اوستا

پارسی میانه : اپستاک Apastāk (متن، متن بنياد)، زند zend، زند اوستا...؛ انگلیسي  Avestan, Avesta و جرمنی Awes- tisch.

 اوستا در اصل نام کتاب مقدس دین زرتشتی و “ اوستایی"  نام  همان زبان نیز می باشد که این کتاب به آن نگاشته شده، به بیان دیگر گفته شده هست ، و با ساکی يکجا مربوط به  بخش زبان های آريانی باختری می شود.

متن اوستای به دو بخش زبان انکشاف يافته تقسیم می شود.

مرحلۀ نخست گاثاها Gathas يا Gaθās که بخش باستان زبان اوستا بوده که  ٦٠٠ پیش ترسايی را در بر می گیرد که هم عصر و زمان  ويدي (سانسکريت)، يا به بیان دیگرهندی باستان، پارسی باستان، ساکی باستان، مادی باستان  و پارتی باستان می شود. گاتاها يا گاثاها که  که  از سوی زرتشت- Zara thustr پيامبر گفته شده است دربرگير"یسنا هپتن هایتی Yasna Hatpan Haiti" يعنی (دعاهای مقدس يا سروده های هفده گانۀ مقدس) اند- واژۀ

( یسنا ) که معنی مقدس را می رساند، امروزه به عنوان نامِ خاصی زنانه تداول يافته است.

بر اساس پژوهش ساسانفر (ص٥)  زرتشت و پیشینۀ این بخش نز دیک به هفده صد سال پیش ترسايی می رسد  و پژوهش خاور شنا سی آن تا سده هفدهم بر می گردد.بخش تازۀ  آن به نام اویستای نو يا(( اوستای جوان ))  یاد می شود، و در برابر آن

بخش دوم زبانی اوستا، ((اوستای جوان)) یا نو که در برگیرندۀ مطالب  و موضوعات مربوط  بُرهه های مختلف  زمانی آن ها، گوناگون می باشد .، چنان چی که هیچ گونه هممانندی هایی با هم نداشته و نامنظم روی هم انباشته شده اند.  در این بخش سادگی و رنگارنگی دستوری پیهم دیده می شود.

زمانی که  در دورۀ ساسانيان ( از سده ٤ تا ٦ پيش ترسایی ) برای نخستین بار، اوستا به حیث زبان دین رسمي به خط پهلوي (دين دبيره) نوشته شد، قابل فهم نبوده و یک زبان مرده پذیرفته شد که  تنها به مبلغان دینی ارتباط می گرفت . تخمین زده می شود که زبان اوستا کماکان کم وبيش  تا٤٠٠ پیش ترسايی زبان روزمرۀ گفتاری پنداشته می شد و این متن مقدس در جریان سده ها سینه به سینه انتقال گردیده  که در سده هفدهم از زرتشتيان (پارسيان) که به نام  آتشپرست و گبر هم یاد می شدند، به دسترس خاورشناسان قرار گرفته و پس از مقايسۀ صورتهای گفتاری و شنيداری، به الفبای آوانگاری درآورده،  برگردان و ويراستاری شده است ، برای دقت و توجه زیاد  و تاحدی که برای نماياندن اهميت هرچه بيش تر، سطر سطر يا بيت بيت متن را شماره گذاری کرده  اند.

"اپستاک زند” که به غلط "زند اوستا" هم ياد شده است. "زند Zend" در حقیقت برگردان، شرح و تفسير پهلوي بوده و پهلوي هم به  صورت نادرست "زند اوستا" ناميده اند، معنای اوستا را " نا خوانده "حدس زده اند . (کولينز ١٧٦٦، برتانيکا ٧٣٨، هوفمن، ص١). خانلری نيز به این باور است که چون این زبان خوانده نمی شد، آن را ناخوان معنا کرده اتد.

*   آقای رهپوی طرزی درخلال ويراستار اين متن ديدش را در مورد چنين ابراز کرده است:

به باورم متن اوستا را ساسانیان در خط ایدیولوژی برترخواهانۀ شان چنان دگرگون ساخته اند که نمی توان به این متن باور نمود. این کار در حق (خداینامک) که شاهنامه فردوسی برگردان پار سی آن می باشد، نیز صورت گرفته است.

پرسش : چرا در شاهنامه یادی از هخامنشیان صورت نگرفته است. اگر اروپاییان به کشف دوران هخامنشیان موفق نمی شدند، پارسیان یا ایرانیان هرگز به درکش دست نمی یافتند!

دید من : به باورم چهره تاریخیی به نام زرتشت وجود ندارد! این سروده ها مربوط به دهگانانی اند که با آغاز دور کشت و زراعت بر زمین پدیدار می گردند. تمام متن این بخش را که بخوانید از زمین، گاو و خورشید چیز هایی که با زمین پیوند دارد، ستایش صورت می گیرد و دو جشن باستان یعنی نوروز و مهرگان هم با کشت و برداشت، پیوند تنگاتنگ دارند!

-*-*-*-

 

۸- پړوکی

اوېستا،اوستا، يا اوستايي، اوېستا ژبه

 منځنۍ پارسي اپستاک Apastāk "متن، بنيادي متن"، زند zend، زند اوستا... انگرېزي Avestan Avesta, او الماني Awestisch:

اوېستا له آره د زرتشتي دين د سپېڅلي کتاب نوم دى او له دې سره د "اوستايي" تر څنگه د هماغې ژبې نوم هم دى چې دغه کتاب پرې کښل شوى، يا په بله وينا ويل شوى دى او له ساکي سره په ختيزه اريانۍ کې راځي. اوستايي متن پر دوو پرمختيايي ژبنيو بڼو وېشنه مومي. زړه برخه گاثاوې Gathas يا Gaθās د اوستا ژبې د ٦٠٠ مخزېږدي مهال پړاو رااخلي چې له ويدي (سانسکريت)، يا په بله وينا زړې هندي او زړې پارسۍ، زړې ساکۍ، مړې ميدۍ او مړې پارتۍ سره ههممهال او همپېره دي، گاتهاوې يا گاثاوې د زرتشت Zarathustr پېغمبر له خوا د ويل شويو اوولس ورمونو او پندونو سرودونه دي او څه نا څه تازه برخه يې د نوې (ځوانې) يا اصلي اوېستتا يا "سنا هپتن هايتي Yasna Hatpan Haiti" په نامه يادېږي چې يشتونه، يا سپېڅلې وراشې (دعا وې) دي؛ د ساسانفر (٥ مخ) د څېړنې له مخې د زرتشت او دغې برخې مخينه څه نا څه تراوولس سوه مخزېږدي کلو رسېږي او د ختيځپوهنې څېړنې يې تر اوولسمې زېږدي پر شا ځي. د اوستا دوېمه ژبنۍ برخه "ځوانه يا نوې اوستا" ده چې په هغه کې د بېلا بېلو وختونو اړوند توکي رااخلي، داسې چې سره ورتوالى نه لري او هسې سره بابزراکوټه شوي غوندې دي. په دغه برخه کې پرله پسې گرامري ساده گي او رنگارنگي ليدل کېږي.

کله چې د ساسانيانو په زمانه کې (له ٤ تر ٦م زېږدي پېړۍ پورې) اوستا د رسمي دين د کتاب په توگه لومړى ځل په پهلوي (دين دبيره) ليک وکښل شوه، د پوهېدلو وړ نه وه او يوه مړه ژبه وبلل شوه. اټکل کېږي چې اوستا ژبه څه نا څه تر ٤٠٠ مخزېږدي يوه ورځنۍ گړنۍ ژبه وه او دغه را پاتې سپېڅلى متن يې پېړۍ پېړۍ سينه پر سينه رالېږدېد لى،خو يوازې يې په دينښووانواړه درلودلې او ختيځپو هانو په اتلسمه پېړۍ کې له زرتشتيانو (پارسيانو) چې داور پښتو (اتشپرستو) او گبرو په نامه هم بلل کېدل، ترلا سه کړې او د ليکنۍ او گړنۍ بڼو تر پرتلنې وروسته يې پر غږيزه ابېڅي اړولې، ژباړلې او شنلې او د ډېرې پاملرنې له مخې يې هرې کرښې يا کړۍ (بيت) ته گڼه هم ورکړې ده "اپستاک زند" يا "زند اوستا" هم بلل شوې چې سم نه راځي.

"زند Zend" يې په رښتني ډول پهلوي ژباړه، سپړنه او شننه (ترجمه شرح او تفسير) ده او پهلوي هم په ناسم ډول "زند اوستا" بلل شوې ده. د اوستا مانا "نالوستوړ" اټکل شوې ده. (کولينز ١٧٦٦، برتانيکا ٧٣٨، هوفمن، ١ مخ).

-*-*-*-

از تاريخ اتنولنگويستيک پوهاند دکتور زيار

 

بر گردان از پارسی دری : س . سېلنی

 

پاره نهم

آهورا مزدا،  اوستا - Ahura mazdāh ساکي  Џrmaysde

آهورا، در عقاید دین باستان (مزداییزم یا زرتشتیزم یا پارسییزم) که می توان مزداباوری و زرتشباوری خواند. آریانیان بزرگترين  خدا بوده  و"مزدا" صفت آن مي باشد که معنایش " مالک، دانا " است.

اهورا،  هم ريشۀ hvar-  “ خورشيد" اوستا و نور (nwar) پشتو، خور پارسی، مختصر آن در  ييدغا و مونجی، ormozd "  ميباشد: مورگنستيرن EVP ٥٤، والتربیلی١٣۴، د ر پارسی هورمزد و هرمزد مي نويسند - زيار

زرتشت، آهورا مزدا را به حیث  خدای يکتا با شش صفات دیگر  نيز  می ستاید که در پایان، این همه با یک نام ترکیبی " امیشاسپندان" ياد شده است. امیشا  که معنای  بي مرگ (زندۀ جاويد) داشته و در دورۀ ميانگين و نوين زبان های آريانی  دستخوش شکل و معنا شده ،  به " همیشه "  تحول يافته است و سپنتا معنای " مقدس " را ميرساند.

 صفات شش گانه آهورامزدا عبارت اند از:

 (١) آشا "ښه، غوره" ،(خوب ، نیک)،  (٢) وهومن (نيک انديش)، (٣) خشتر وييرى "(خداوند برگزيده)، (٤) ارمسيتى ( آرامش و داد)، (٥) هیوروتات " "( کمال ، فخر)،  و (٦) آمرتات " ابدیت" ( ماندگاری)، ساسانفر ( ص ٧٨-٧٩) این نویسنده به عقيدۀ مولتون می نگارد: "زرتشت تنها براین صفات شش گانه  بسنده نشد بلکه از موجودیت خدایان (بیشتر)  نيز سرپیچی نمي کرد. به گونه یی که درگاثاهایش هیچ گاهی از نام های ميترا، انا هيتا، ورترغن (بهرام)، زوروان، فروشيان و هومه يادی نکرده ". (ص ٨ همانجا ) و از رسوم و  ادیان گذشته تنها " آتش پرستی" را پذيرفته  است. به این معنا که زرتشت به جای  باورها، انحراف ها، حدس و گمان ها و خدایان کوچک  گذشته، مردم را به باور های الهیات (ماوراؤالطبيعه) آهورا دعوت می کرد. آن چی در اوستای جوان و یا برگردان ها و تفاسير پهلوي دیده می شوند، به همان باور ها و گمان های باستانی  بستگی دارد.

خدایان بی نام  آسمان، چون روشنی و ستاره ها و غیره را که آريانی ها در قديم پرستيدند، زرتشت آن ها را  از زمرۀ دايواها يا شياطين ( اهريمن ها)  می شمرد، و از باور های گذشته تنها آتش را پذيرفته بود.

اهورا مزدا در همگی از بند های گاثاها با صفات خوب یاد شده  است. او يگانه آفرينشگر بوده که آسمان و زمين را آفريده هست. مدار های خورشيد و ستاره ها را تعین کرده  و حرکت ابر ها و باد ها، باریکی یا کمرنگی و بعد پرنوری  ماه  به او پیوند دارد.

اهورا مزدا بلندترین شازترین و تواناترین نیروی هست که از طبيعت  و همه هستی و  آفرينش منشأ می گیرد و به جز از نیکی، پاکی و راستی چیزی دیگری نیآفریده است.

پېدایش جهان بر پایهِ خرد و نظم  قرار دارد و نمی شود دو سرچشمه و دو پیداگر داشته باشد. درحالی که در اديان سامی برای خدا، هیکل ها صفات ها و حالات  روانی ویژه یی را تصور می کنند، شبیه همانند انسان، ولی  نيرومند تر از همه  نشان داده می شود. می خندد، به خشم می آید، انتقام می گیرد، گناه ها را می آمرزد، اگر بخواهد کسی را عزت می بخشد و کسی را ذلت و خواری [و تذلوا من تشأ و تعزو من تشأ].

اهورا مزدا، آن طوری که در گاثا ها شناسايی شده هست با انسان ها هیچ گونه شباهتی ندارد، گناه ها را هیچ گاهی نمی بخشد، حتا در میانجیگری و واسطه وسیله هم انتقام گیرنده نیست.

انسان های ذليل و زبون را مورد الطاف نمی پندارد، نمی هراساند  و در دل های شان ترس و اضطراب نمی افرینند... (همان جا ص ٨١-٨٢ ) .   برېتانيکا (از ص١-١٦٩) برگیرنده خلاصه دسا تیر و رسم و رواج های پسین اهورا مزدا Ormizd و Ormazd بوده و می افزاید که تاثیراتش را بر دین های دیگر و از جمله (دین های ابراهیمی)  گذاشته است و داريوش اول ( زمامدار ٥٢٢-٤٨٦پیش از م) و سپس شاهان دیگری پارسی به دین  مزدايي باورمند بودند. اویستایی يا فرهنگ باختری، آغازگر شهر نشینی  انسان ها نیز دانسته شده است. همان کشت و زراعت که ذکر کردم. ( مقدمۀ امير شاهی ).

ديد  آقای رهپو طرزي:

(منوچهر جمالی به صورت روشن می گوید که این زرتشت اسطوره یی ما را از موجود های اصلی هستی مانند : خورشید، آب و هوا و نیایش آن ها برید و ذهن ما را به آسمان بست. نیچه در اول به این اشتباه که باور زرتشی مانند دین های ابراهیمی خدا ندارد، به او اقتدا نمود اما، به زودی متوجه اشتباه بزرگش شد و از آن روی گرداند)

 

*-*-*۹- پړوکی

اهورا مزدا، اوېستا- Ahura mazdāh

ساکي Џrmaysde

اهورا  د آريانيانو په زاړه دين (مزدايېزم = زرتشتېزم = پارسيېزم) کې تر ټولو ستر خداى دى او "مزدا" ورسره د ستاينوم په توگه ملگرى کېږي چې مانا يې "ويښيار څښتن" ده. اهورا له اوستا hvar- "لمر" او پښتو نور (nwar) سره همارى دى. پارسي خور او ييدغا او مونجي ormozd "لمر" هم همداسې درواخله (مورگنستيرن EVP ٥٤ ، والتربېلي ١٣٤). زرتشت اهورا مزدا د خپل خداى په توگه له شپږو نورو ستاينگو سره هم ستايي چې راروسته هغه ټول په يوه تړښتي نامه "امېشا سپندان" ياد شوي چې له امېشاياامېشه "تلپاتې" او سپنتا "سپېڅلى" څخه رغېدلى دى. شپږگوني ستاينگونه دا دي: (١) آشا "ښه، غوره"، (٢) وهومن " نېکا دى"، (٣) خشتر وييرى "غوره شهريار"، (٤) ارمسيتى "ارامى، نياو"، (٥) هېوروتات " بشپړتيا، وياړ" او (٦) آمرتات "تلپاتېوالى، ابدي" (ساسانفر، ٧٨-٧٩ مخ) دغه ليکوال د مولتون د گروهې له مخې ليکي: "زرتشت يوازې پر دې بس رانه وړ چې د (ډېرو) خدايانو له شتوالي غاړه وغړوي، بلکې په همدې ډول يې په خپلو گاثاوو کې د ميترا، اناهيتا، ورترغن (بهرام)، زوروان، فروشيان او هومه نومونه هېڅکله ياد کړي نه دي". (هماغه ٨ مخ) او له پخوانيو دودونو او دينونو څخه يې يوازې "اور پرښتي" راخپله کړې ده.

په دې مانا چې زرتشت د پخوانيو "ځمکنيو" گروهو،کږنو، انگېرنو او خدايگوټيو پرځاى د پنځباندې (ماوراؤالطبيعه) آهورا گروهه انگروزه کوله او څه چې په ځوانه اوېستا يا پهلوي ژباړو او شننو کې ليدل کېږي، په هماغو پخوانيو گروهو انگېرنو اړه لري. د اسمان بېنومه خدايان يې، لکه رڼا او ستوري او داسې نور چې آريايانو پخوا پرښتل، زرتشت په دايواوو (اهريمنانو) کې شمېرل، له زړو گروهو يې تش اور منلى وو. اهورا مزدا د گاثاوو په ټولو بندونوکې له خپلو ستاينو (صفتو) سره ياد شوى دى. هغه د هستۍ يوازينى پېدا گر دی، اسمان او ځمکه يې پنځولي، د لمر او ستورو چورليځونه (مدارونه) يې ټاکلي، د وريځو او باد خوځښت او د مياشتې نريوالى او ډکوالى ورپورې اړه لري. اهورا مزدا يو داسې لوړترين ځواک دى چې له ټول پنځ او پېداواره سرچينه اخلي او له ښېگڼې، سپېڅلتيا او رښتيا پرته يې نور څه پنځلي نه دي. پېدايښت او پينې (جهان) پرسول او اوډون ټيکاو لري او نه شي کېداى، دوې سرچينې او دوه پېدا گره ولري. حال دا چې په سامي دينونو کې د خداى لپاره پژنې او روانې ځانگړتياوې انگېرل کېږي، انسان ته ورته، مگر تر ټولو پياوړى ښوول کېږي. خاندي، ځاځي، غچ اخلي، گناهونه بښي او چې وغواړي چاته عزت ورکوي او چاته ذلت.

[و تزلوا من تشأ و تعزو من تشأ].

 اهورا مزدا، لکه څنگه چې په گاثاوو کې راپېژ ندل شوى له انسانانو سره هېڅ ورتوالى نه لري، گناهونه هېڅکله نه بښي، ان په منځگړتوب او واسطه وسيله هم، غچ اخيستونکى نه دى.

بنيادمان ذليل و زبون او د لور وړ نه بولي، نه يې ترهوي او په زړو کې يې وېره او بوږن و تراه نه پېداکوي... (هماغه ٨١-٨٢ مخ). برېتانيکا (١-١٦٩ مخ) د اهورا مزدا رارو سته دود شوي لنډونونه Ormizd او Ormazd هم راخېستى او زياتوي چې پر نورو (ابراهيمي) دينونو يې هم اغېز ښندلى دى او لومړى داريوش (واکمني ٥٢٢-٤٨٦م ز) او ورپسې نور پارسي شاهان پر مزدايي دين گروهن ول. اوېستايي يا باختري فرهنگ د انسانانو د ښار مېشتۍ پيلامه گڼل کېږي (امير شاهي، مقدمه).

-*-*-*

پارۀ١٠ام

از تاريخ اتنولنگويستيک پوهاند دکتور زيار

 

بر گردان از پارسی دری : س . سېلنی

 

از باکتر- باکترا،- باکتريا- باختر- بخر- بخد- بخل تا بلخ کنونی :

 انگلیسی Bactria، جرمنی Baktrien، فرانسوی Bactriene، پارسی باستان Baxtish(Bakteria= Baxl)...

آريان شناسان(باکتريا- باکتريانا) را  به مفهوم ( کشور باختريان) و  (باکتر- باکترا) را به مثابۀ مرکز آن تعبير کرده اند.

بلخ Balx کنونی شکل  وارونه یا مقلوب بخل Baxl بوده و آن به نوبۀ خويش از باختر -> bāxtr baktra-> baktr> باستان به میان آمده است.

از دوره های اسلامی به دینسو بلخ  یا بخدی، هم آمده و با  لقب های بلخ بامی، بلخ بامين، بلخ بهيه، بلخ الحسنا، بلخ گزين، شهری با درفش هاى آفراشته ، ام البلاد ، خيرالتراب، قبة السلام، هم ياد نموده  اند.  نخستین تهداب زنده گی شهرنشینی همین جا تخمین زده شده است. *

سترابون آن را افتخار آريانا The pride of Arian  نامیده است. آ. فوشه  A. foucher، آريان Arian یا Aryan را هم معنای آريانا دانسته و باختر Bactriene را مروارید آريانا Pearl de Arian می ناميد. (ع.ا.جاوېد، آريانا شماره ١، ص ٩-١٠؛ ا.ع.کهزاد، تاریخ افغانستان، (ص ٧٨ -٨٢). بهليکا، بهيکه، بهلى ... را هم از منابع هندي اخذ و با بلخ تطابق می دهند.

دکتور معين (ج٥، ص ٢٠٧)  آن را نما و چهره میانگین بلخ balx بخر-  baxr وانمود کرده و می افزاید که بلخ یک شهر و یا سرزمین باستان بود، که اکنون در بین افغانستان، ايران و تورکستان (ماورا النهر) تقسیم می شود. این نویسنده ، نامش را به گونۀ باکتريان bāktriān و  bactriane فرانسوی نیز آورده است.

 باختر،  پس از تسخیر داريوش (٥٢٢-٤٨٦ پ م)  پانزدهمین ایالت قلمرو پارس  شمرده می شد و سپس یونانی ها آن را زیر نفوذ و تصرف خود درآورد. این امر از یافته های باستانشناسی* روشن شده است که باختر دو دور، یک بار پیش از تسخير هخامنشيان و يونانيان، دولت مقتدری ((اتحاديۀ قبايل ساکه)) و باردوم  پس ازآن که  يونانيان  با ساکان از در مصالحه پيش آمده ،پارتيان را  با همکاری همديگر شکست دادند، يونانيان و ساکان) سنگ پايۀ نخستين دولت زير نام (يونان- باختری= گريکوباختر) را در سر زمين آريانای باستان،  به بيان ديگر، افغانستان کنونی گذاشتند. * تا این که در سدۀ دوم میلادی امپراتوری مقتدر و مستقلانه ای کوشانيان  جاگزين آن گرديد و سپس جانشین های دیگر ساکان يعنی  یفتلیان (يپتليان)  روی کار آمده و  کماکان استقلالیت  و دولت فراگيرخویش را تا دور اسلامی نگهداشتند. (همفريز، ص ٧٥  ) بخدي اسم صفت بخد است اما بخديانا شاید شکل خانواده باشد؛ [ از نګاه ساختار لغوی، بخديانا مشتقی است  از بخد+ يان (باشندگان بخد)  که با الف انجامی به مثابۀ  پيشوند مکانی،  به ( کشور)آنان اطلاف   می گردد، هممانند آريانا، سغديانا، انديانا...]. 

 برتانيکا (ص٧٧٩ -٧٨٠) باکتريا Bactriana-Bactria، حتا زریاسپه Zariaspa آورده و می افزاید:  *

این همان کشور باستانی بود که  ميان " کوه های هندوکش اش Paropmisus   بلندتر از  پرواز عقاب، و آمو دریا و يا اکسوس Oxsus  يونانی و سير دريا موقعیت داشت که امروز یک بخشی آن به افغانستان، بخشی دیگری به وزبکستان و سومین قسمت آن به  تاجيکستان مربوط است. با کتريا، بین سال های ٦٠٠پت و ٦٠٠ ت. نه تنها راه نهایت مهم  و چهارراه تجارتی  زمینی شرق و غرب محسوب می شد ، بل  مرکز و نقطه پیوست اندیشه های دینی و هنری نیز پنداشته می شد. مرکز باکتريا  بکترا، باکترا و نيز به باور زياد  زرياسپه Bactra-Zariaspa  بوده است.

این یک کشور بارور و حاصلخیز بود و با سیستم کانال ها، یکی از پیشرفته ترین سرزمین های دوران باستان به شمار می رفت ، که از کیروس دوم تا سقوط داریوش سوم (٣٢٣پیش ترسایی) قريب دوصد سال به نحوی از انحاء زیر نفوذ هخامنشی ها قرار داشت .

این جا برتانيکا از تلفات و خساره های وارده و هم کشتن کوروش و یا کيروس سیروس را  برخلاف مدارک روسی و يونانی ، از سوی  مساگيت ها يکی از اقوام شامل اتحاديۀ يادشده که با نطام مادرسالاری امپرا توی بزرگی ايتلافی را با ديگر اقوام خُرد و بزرگ ساکها به ابتکار وقیادت يکی از زنان سلحشور و قهرمان شان ملکه (زرینه به زبان روسی یا ديميتوس به زبان يونانی)، صوړرت گرفته بود، یاد نمی کند  (دوست ، افغانستان در اویستا ،  به استناد  منبع های روسی و يونانی ص٥٤). دند

* باختر، تاریخ امپراتوری فراموش شده، نوشته راولسن H.G. Rawlison نگاه کنید (طرزی).

مسأله ای که محترم رهپوی طرزی شهر(حيفا) ، در قلمرو کنونی اسرائيل را به استناد باستانشناسی کهن ترين شهر جهان با پيشينۀ ۹۰۰۰ساله وانمود می کند.،درخور تأمل می باشد: (۱) پژوهش های تازه حاکی ازآن است که پيشينۀ تاريخی اماکن، به ويژه  مذهبی  از سوی اسراييلی ها، مبالغه آميز خوا نده شده اند.  به گونۀ مثال باستانشناسان يهودی تهداب گذاری تمامی ابنيۀ مقدس را به داود (ع) و سليمان (ع) نسبت داده و دراين سلسله ويرانی شهر حيفه يا حيفا را نتيجۀ جيغ و فرياد  صد ها هزار  نياکان شان قلمداد می کنند. در حالی که يکی از دانشمندان معترض خاطر نشان ساخته، نيرو و انر ژی آن همه سروصداها و فريادها بيشتر از يک چايجوش آب را به جوش آورده نمی توانست، و (۲)اين که تاريخ بنای به جامانده ای در کشور پيرو در امريکای لاتين  پيشينۀ حيفا را به چالش مي گبرد!

آريانی وآريانشناسی... به منزلۀ بديل افغانی در برابر صطلاحات ايرانی و ايرانشناسی در سيمنار بين المللی، سال ۱۹۷۵ م.در پو هنتون کابل زمانی مورد پذيرش قرار گرفت  که دانشمندان افغانی در برابر  دانشواژه های ايرانیو آريان شناسی... واکنش نشان دادند، بنا برآن استاد مورگنستيرن نارو يژی به نمايندگی از ايران شناسان  شرکننده در همآيش پيشنهاد نمود که افغانان مي توانند، دانشواژه ها را در مورد بر بنياد اصلی و قديمی (ار يان) عيار سازند ، ولی برای آريان شناسان و ساير خاورشناسان که از آغاز سدۀ بيست شکل مقلوب آن (ايران) را در مورد به کار گرفته و هزار ها اثار  را آفريده و به نشر سپرده اند، امکان پذير نيست، تا همه ترمينالوژی را مورد تجديد نظر قرار دهند.[ روان فرهادی (مترجم) ، تاريخ آواشناسی و صرف پشتو از استادان غرب: دارمستتر، گايگر، مورگنستيرن و بن ونيست، از نشرات مجلۀ ادب پوهنتون کابل]

*-*-*

 

۱۰- پړوکی

باختر يا باکتريا

 انگرېزي Bactria، جرمني Baktrien، فرانسي Bactriene، زړه پارسي Baxtish(Bakteria= Baxl=Bulkh)...

اوسني بلخ Balx د پخواني بخل Baxl اوړېدلي (مقلوبه) بڼه- meta theses دى او بخل له زاړه bāxtr-> او باکتر baktr-، يا په بله وينا baktra څخه رامنځته شوى دى. له اسلا مي پېر راهيسې بلخ (بخدي) هم ياد شوى او وياړنومونه (القاب) يې هم (بلخ بامي، بلخ بامين، بلخ بهيه، بلخ الحسنا، بلخ گزين، شهري با درفشهاى آفراشته، امالبلاد، خيرالتراب، قبة السلام) ...دي. د لومړي ښاري ژوند بنسټ همدلته انگېرل کېږي. سترابون د آريانا وياړ (The pride of Arian) بللى دى. فوشې A. foucher آريان Arian (Aryan)د آريانا هممانا بللى او باختر (Bactriene) يې د آريانا مرغلره (Pearl de Arian). (جاوېد، آريانا شماره ١، ص ٩-١٠)، کهزاد (٧٨-٨٢ مخونه) بهليکا، بهيکه، بهلى... هم له هندي سرچينو څخه راخلي او له بلخ سره سمون ورکوي. د دکتور معين (ج٥ ص ٢٠٧) د بلخ balx مخنۍ بڼه بخر baxr ښوولې او زياتوي چې بلخ د پخوا ني خراسان يو ښار يا سيمه وه، چې نن سبا د افغانستان، ايران او تورکستان (ماورا النهر) ترمنځ وېشل کېږي. دغه ليکوال دا نوم د باکتريان bāktriān او فرانسى(-bactriane په بڼو هم کښلى دى. باختر د لومړي داريوش (٥٢٢-٤٨٦م ز) له نيواک راوروسته د پارسي ټولوا کمنۍ پنځلسم ايالت گڼل کېده بيا يونانيانو په خپله ولکه کې راوست، خو له هغو سره يې هم تر پايه اخ و ډب روان وو. په گډ يوناني -باختري واکمني پېر کې د پارتيا نو تر شړلو روسته ورسره ساکانو څه نا څه برخه درلو ده، تر څو يې په دويمه زېږدي پېړۍ کې ځايناستى زوزات (کوشانيان) د لويې خپلواکې ټولواکمنۍ جوگه شول او ورپسې نور ساکي ځايناستي يپتلان (يفتليان) راغلل او خپله خپلواکي يې څه نا څه تر اسلامي پېره وساتله. (همفريز، ٧٥ مخ) بخدي د بخد ستاينوم دى خو بخديانا ښايي د باکتريانا کورنۍ بڼه وي. برتانيکا (٧٧٩-٧٨٠). باکتريا Bactriana-Bactria، او ان زرياسپه Zariaspa کښلى او زياتوي، دا هغه لرغونى هېواد وو چې د هندوکش د غرونو (Paropmisus) "د گوربت تر الوت اوچت" او آمو (لرغوني Oxsus اکسوس) سيند(اوسيردريا) ترمينځ يې ټيکاو درلود چې نن سبا يې يوه برخه په افغانستان اړه لري، يوه برخه يې په وزبکستان او درېيمه يې په تاجيکستان. با کتريا د ٦٠٠م ز او ٦٠٠ز کلو ترمنځ يو خورا غوره دريځ لاره او نه يوازې د ختيځ او لويديځ ترمنځ يوه ځمکنۍ سوداگري څلاري وه، بلکې د ديني او هنري اندونو (ايديا وو) يو منځټکى (نقطه تقاطع) هم بلل کېده. د باکتريا منځۍ (پلازمېنه) بکترا، باکترا نومېده او همدا رنگه باکترا زرياسپه Bactra-Zariaspa ورته هم ويل کېده چې په زيات باور له اوسني بلخ يا لر غوني Vahika سره اړخ لگوي. دا يو يېبرور هېواد وو او د کانالونو له سيستم سره يې د لرغوني مهال له خورا پرمختلليو سيمو څخه گڼل کېده، چې له دويم کيروس څخه د درېيم دارا تر را پرځېدو (٣٢٣م ز) څه نا څه دوه سوه کاله د هخامنشيانو تر ولکې لاندې پاتې شوى دى. دلته برتانيکا د زريني په مشرۍ د مساگيتو ساکو له خوا پارسي دولت ته اړولي زيانونه او بيا د کوروش (کيروس) وژنه نه يادوي چې مټې د لومړي داريوش(!) له خوا مات شول(دوست،افغانستان په اوېستا  کې، ٥٤).

-*-*-*-

پاره ١١

برگردان: س .سيلنی از تاريخ اتنولنگويستيک

زبان باختری زبان کوشانی ها و يفتلی ها

)نه تخاری، نه مادر زبان دری(

زبان باختری ، در کنار زبان ختنی  دختر ساکی (باستان) و دومین خواهر نزدیک پشتوی میانگین است. به این معنا که به دورۀ میانگين شاخه شمال شرق آریانی پیوند دارد و به این ترتیب  همانند ختنی ها و الانی ها ، زبان مادری و رسمی مربوط دومین تبار ساکی یعنی کوشانی ها و یفتلی ها بوده و در نبشته ها و سکه ها تا سنگ نبشته ها از از الفبای یونانی کار می گرفتند.

 دلچسپ تر این که ، طی ٧–٨ سال اول نیمه دهم شصت سده بیست ، آرياننشناسان ، حتا پيش از کشف  سنگ نبشتۀ سرخ کوتل، ناور، توچی وغيره ، از روی سکه های شاهان کوشانيان و يپتليان (يفتليان) به نام این دوتبار آریانی  پژوهش و نامگذاری کرده اند (← جدول های مربوط ).

همزمان در جنب سغدی، خوارزمی، الانی و خوتنی ، پنجمین زبان میانگین آریانی شمال شرق که در برابرش زبان های پارتی شمال غرب و پهلوی جنوب غرب قرار داشتند (هینینک) ؛ ، من (زيار ) به تاریخ ١٧–٢–١٩٧٨ برای نخستین بار  در سیمینار بین المللی کوشانیان ، در مقاله یی زیر عنوان (تحليل ایتنولنگويستيک زبان کوشانی ، منحيث  زبان اصيل باختری) این نام ها را ارایه کردم  ، و با عین عنوان سنگ نبشتۀ کنیشکا،  (اثر ← هومباخ سال  )۱۹۶۰ به پشتو برگردانیده بودم.

البته عنوان اثر این آریان شناس المانی را با نقد در چاپ دوم  (جلد۱- ۱۹- ۶۶)  (( اسناد زبان با ختری)) آوردم ، همین که ژرار فوسمن  باستانشناس فرانسوی، یک جلد ارسالی آن را در همان گردهمایی پژوهشگران برایم سپرد ، بدون درنگ نامش را به مثابۀ آریان شناس همنظر نامواژۀ ((زبان باختری) در فهرست نبشته ام بر اسمای هينينگ، بنوینیست ، استاد مورگنستيرن، گیرشوويچ، ژارژ ردار (دوکتور فادر من ) و دیگران افزودم  (←مأخذ ها ).

 تاریخ نگاران به ویژه نویسنده گان پارسی زبان ما ، آنهم شاید از روی (تخارستان  To-kho.lo) هونتسن گردشگر چینايی به غلط  ((←تخاری)) می ناميده و هنوز می نامند ، ولی استاد حبیبی  يکسره آن را وابسته به بخش ( گروپ پرسيک) حوزۀ جنوب غرب  دانسته و (←مادر زبان دری)  نامیده و  زیر همین نام رساله اش را   در سال (۱۹۶۶) به نشر سپرده بود .

 در این سلسله اقای دوکتور غلام جيلاني داوري  اولین باستانشناس پارسي زبان هست که پس از سرخ کوتل، ناور، توچي... زیر عنوان ((يک سنگ نبشتۀ تازۀ دورۀ باختری در رباطک، سمنگان))  این زبان را درست نامگذاری کرده است . (آريانا،شماره های اول و دوم ، مارچ  ۲۰۰۲).

همچنان این واپسین سنگ نبشتۀ باختری  را که از سویی استاد همگی ما (دېوې د  مکنزي) با همکاری نېکولا سیمس -  آریانشناس دانشگاه (سواس) لندن  ويليمز(Sims-Williams)  و جوکرېب (Joe Cribb) سکه شناس ، با برگردان ، ریشه یابی و تنظیم به دسترسم قرار گرفته بود ، به نوبه خود در سال ۱۹۹۹پس از تحلیل و ارزیابی مختصر  آن را ( در نشریۀ بیرون مرزی  فردا در سویدن) به نشر سپردم .

دکتور داوری به نوبۀ خويش در سال ۱۹۵۷عیسایی با کشف سنگ نبشتۀ سرخ کوتل، در ارتباط نامگذاری آن می نویسد:

 (( در اول ها دانشمندان نمی دانستند که این زبان تازه کشف شده را چې نام بگذارند ، پس در این ارتباط پیشنهادات گوناگونه به میان آمد چون :  تخاری ،  سکایی و بلخی . سرانجام دانشمندان پیشنهاد هينينگ باستانشناس انگلیسی را پذیرفته و باختری نامیده شد .))

 در این نام های سه گانه (سکایی) شاید به دلیلی پیشنهاد شده باشد که در سال ۱۹۴۰ عیسایی زبان ساکی شناخته شده و توسط  ( ستن کونو ) استاد نارویژی و خسر مورگنستيرن ، خواهر ختنی  (ختن ساکی)  نامیده شده بود ، اگرچی پسانتر ها  در کُل ، نام ((ساکي))  به نام مادری اختصاص داده شد ؛ همچنان (بلخی) هم  در برابرعصر نو باختري درست و زیبنده نبود ، زیرا در دور میانگین زبان های آرياني (باکتر، با کتريا←) هنوز به  (باختر) و باز به  (بلخ) تحول نه کرده بود . (برای شناخت بیشتر مراجعه شود به ←تخاری يا توخاری )

-**-*-

۱۱- پړوکی

باختري ژبه  د کوشانيانو او يپتليانو ژبه

)نه تخاری، نه مادر زبان دری(

باختري د خوتنۍ  تر څنگ د (زړې) ساکي ژبې لور او د منځنۍ پښتو دويمه نژدې خور ده.  په دې مانا چې د منځني آرياني ژبپېر په شمال ختيزې څانگوړې اړه لري او له دې سره  د خوتنيانو او الانيانو غوندې د دويم ساکي پښت داړوندو کوشانيانو او يپتلانو (يفتليانو) مورنۍ او رسمي ژبه وه او په ليک کې يې له يېکيو(سېکو) تر ډبرليکو پورې له يوناني ابېڅې کار اخېست .په زړه پورې دا چې  ژبپوهانو د شلمې پېړۍ  د شپېتمې لسيزې تر نيمايې پورې د يېکيو(سېکو) او ان د کنېشکا د سره کوتل ډبرليک تر رابرسېرونې ۶-۷ کلو پورې د دغو دوه آرياني ټبرو په نامه څېړله اونوموله، او له مخينۍ ډلبندۍ (← اړوند جدولونه) سره سمه يې د سو غدي، خو ارزمي، الاني  او خوتني ترڅنگ پېنځمه شمال ختيزه منځنۍ آرياني  ژبه، چې پر وړاندې يې شمال لويديزې پارتي او سو ېل لويديزې پهلوي(منځنۍ پار سي) ژبې ټيکاو لاره (هينېنک۲۰؛ لومړی ځل ما(زيار پر  ۱۷-۲-۸۷۱۹)  د کوشانيانو په نړيوال سېمينار (تحليل اېتنو لنگو يستيک زبان کوشاني من حيث يک زبان اصيل باختری) ليکنې په ترڅ کې دغه نومونه وړاندې کړه چې راروسته مې په همدغه سرليک د ← هومباخ ۱۹۶۰کال ( د کنېشکا ډبرليک) نومي نښير د پښتو ژباړې سريزه کړه. هرگوره، دغه الماني آريانپوه له دويم کره کړی چاپ (۱- ټوک۱۹ ۶۶)  سره  د نښير سر ليک هم پر ((د با خترۍ ژبنۍ لاسوندونه)) راواړاوه،  همداچې ماته يې يو راستولی  ټوک فرانسي آريانېست  فوسمن په هماغه څېړنغونډه کې راکړ ، سملاسي مې د ده نوم په خپله ليکنه کې د هغو آريانپوهانو پر نوملړ ورزيات کړ چې وار له مخه يې  د يېکيو له مخې ((باختري)) نوم  ډاگيزه کړی وو، لکه هينينگ، بنو ېنېست، استاد مورگنستيرن، گېرشوويچ، ژارژ ردار( زما دوکتورفادر) او نورو (← اخځليک).

زموږ تاريخوالو او بياپارسي ليکوالو، او هغو هم ښايي،د چيني سيلاني هېونڅن د )تخارستان  To-kho.lo)  له مخې ((←تخاری)) بلله، او استاد  حبيبي لا گړسره په سو ېل لويديزې څانگوړې(پرسيک گروپ) پورې تړلې او (←مادر زبان دری) يې نومولې وه چې په هماغه لومړيو کې يې تر همدغه سرليک لاندې يو کتابگوټی کښلی وو.

په دې لړ کې دوکتور غلام جيلاني داوري  لومړی پارسي ژبی افغان لرغو نپوه دی چې د سره کوتل، ناور، توچي... راروسته يې د((يک سنگ نبشتۀ تازۀ دورۀ باختری در رباطک، سمنگان))  تر سرليک لاندې دغه ژبه سمه نو مولې ده (آريانا،شماره های اول و دوم، مارچ ۲۰۰۲). هرگوره، ما پر خپل وار دغه روستی باختري ډبرليک د لندن پوهنتون د (سواس) آريانېست نېکولا سېمس- ويليمز(Sims-Williams)  د سېکه پوه جوکرېب (Joe Cribb) په ملتياله ژباړنې او شننې سره سم له سمونې دگډ استاد (دېوېډ مکنزي) له لارې ترلاسه کړی وو او مايې هم يو ه گره بره پارسي ژباړه او شننه پر۱۹۹۹ په (فردا مهالنۍ – سوېډن) کې خپره کړې وه.

داوري  پر خپل وار پر ۱۹۵۷ز. له سره کوتل ډبرليک رابر سېرونې سره  د  ژبنوم په تړاو ليکي: (( پوهان لومړی نه پوهېدل چې دغه تازه رابر سېره شوې  ژبه څه ونوموي.  نو په دې تړاو بېلابېل وړانديزونه رامخته شول، لکه: تخاري، سکايي، بلخي. په پای کې انگرېزي پوهانو د هينينگ وړانديز ومانه او باختري ونومول شوه)).

په دغو درو نومونو کې (سکايي)  ښايي په دې لاسوندرا مخته شوی وي چې  پر ۱۹۴۰ د ساکه ژبې پېژندنه شوې او د مورگنستيرن خپل نارويژي استاد او خسر(ستن کو نو) يې د خوتني  خور (خوتن ساکي)  نومولې وه، که نه ((ساکي)) نوم راروسته د ټوليزې مورينې لپاره ځانگړی کړ شو؛ (بلخي) هم  هرگوره، د باختري د نومهالي انډول په توگه وړنده نه بر ېښېده، ځکه په منځني آرياني ژبپېر کې (باکتر، باکتريا←) لا (باختر) او بيا بلخ ته نه وو را وښتی. (د زيات پوهاوي لپاره ←تخاري يا توخاري)

-*-*-

پاره ۱۲

پارسي (فارسي)، انگليسي Persian، الماني das Perische، فرانسه یی Le Persan

زبان کنونی پارسي از سده هشتم  عیسایی آغاز می گردد ، پیش از سده دوم تا سده هفتم عیسایی ، زبان میانگین پارسی ، پارسيک و پهلوي پذیرفته شده  و  سده ششم پیش از عیسا تا سده دوم پیش از عیسا که زبان نیمه رسمی شاهان هخامنشیان بود  ( فرهادي ٧)  پارسي باستان (Old Persian) نامیده شده است و این که نام خانواده ګی آن زمانش چی بوده به صورت کامل، روشن نیست ، اما، این نام را  دو سده پیش (سده١٩ع )، شرق شناسان برایش برگزیده اند . همان گونه که  پارسی ساسانی را ، پارسيک يا پهلوی يا پهلويک " پارسي میانگین" Middle Persian، نامیده اند. طوری که اصل و ریشه آن اشکار وهویدا هست و با پارس Persia (يوناني persis) پیوند داشته که آریانای باختری یا  نام "ايران"  کنونی  باقی مانده بود و از ١٩٣۵ بدین سو به "ايران" تبدیل شده است  که در اصل مترادف همان "آريانای" باستان یاد می شود. "فارسي" زبان گفتاری عربي اش می باشد ، هم چنانی که  فارس معرب پارس یاد می شود .

از سوی دیگر طوری که پارسی کنونی  (New Persian) با دور اسلامی پس از  دو – سه  سده  وقفه  با پارسی میانگین  سر بلند کرده و در کنار وام واژه های انبوهی که پذیرفت، به جای (دين دبيره) پهلوی باستان ، طرز نوشتن عربی را ازآن خود ساخت ، و به همین شیوه گفتاری "فار سي" مروج گردیده هست . از سویی  دیگر،  زرتشتيان کنونی را هم ، این زمان پارسيان و دين شان پارسېيزم نامیده می شود که واحدش "پار سي،، می آید و معنای زبانی اش  به معنای دینی مبدل گردیده است .

-*-*-*-

۱۲- پړوکی

پارسي (فارسي)، انگليسي Persian، الماني das Perische، فرانسي Le Persan

اوسنۍ پارسي ژبه له اتمې زېږدي (ميلادي) پېړۍ څخه راپيلېږي، تر مخه له دويمې مخزېږدي تر اوومې زېږدي منځنۍ پارسي، پارسيک او پهلوي بلل شوې او له دوېمې (م ز) له مخه له شپږمې (مز) پېړۍ راهيسې چې د هخامنشي شاهانو نيمه رسمي ژبه وه (فرهادي ٧) زړه پارسي يا فار سي باستان (Old Persian) نومول شوې او دا چې خپل کورنى نوم يې هغه مهال څه وو، پوره جوته نه ده، خو دغه نوم ورته له پېړۍ دوو را هيسې ختيځپوهانو ورکړى، لکه څنگه يې چې ساساني پارسي، پارسيک يا پهلوي يا پهلويک "منځنۍ پارسي" Middle Persian، نومولې ده. هسې خو يې آره او ريښه څرگنده ده او له پارس Persia (يوناني persis) سره اړوندي لري چې د لويديزې آريانا يا اوسني "ايران" نوم پاتې شوى وو او له ١٩٣۵ راهيسې پر "ايران" رااړول شوى چې له آره د هما غې زړې "آريانا" هممانيز بلل کېږي. "فارسي" يې عربي وينگ دى، لکه څنگه چې فارس د پارس معرب بلل کېږي. له بلې خوا څنگه چې اوسنۍ پارسي (New Persian) له اسلامي پېر سره له منځنۍ پارسۍ څخه د دوو- درو پېړيو تر لارغې (وقفې) روسته سر راپورته کړى او ورسره ورسره يې د يوې زياتې پور ويپانگې تر څنگه د پخواني پهلوي ليک (دين دبيره) پر ځاى عربي دا راخپل کړى دى، نو په همدې "فار سي" وينگ يې دود موند لى دى. بل خوا اوسني زرتشتيان هم نن سبا پارسيان او دين يې پارسېيزم بلل کېږي چې "پار سي" يې يوگړى راځي او ژبنۍ مانا يې پر ديني مانا اوښتې ده.

پښتانه ورته له خپل وينگ سره سم هماغه زوړ نوم "پارسي" اخلي او ځينو لا د "پښتو" او نورو ژبو (هندکو، گوجرو، تر ينو، تيرو، يدغو... پخوانۍ "خوتنو") غوندې "پاړسو" هم نومو لې ده. لکه چې د "پښتو" په برخه کې ورته نغوته شوې، د "پښتو – پارسي – پهلوي – پارتي" اتېمولوجي سره گډه او يوه ده او په >پرثوه parθawa او بيا >پارسا pārsa پسې ځي، سره له دې چې پښتو له تاريخي پلوه په ختيزه آريانا اړه لري او دغه پارسي آري نومونه په هماغې خوا (لويديزه آريانا يا پارس) پورې، خو ښايي تش همدغه "نوم" يې په زاړه يا منځني پېر کې له هغې خوا څخه را خېستى وي، يو لاسوند يې هم دا چې د اوسني ايراني ايالت "خراسان" پخواني استوگن "پهلو" او "پرثو" ښوول شوي چې تر ختيځ – لويديځ ژبني بريد "دشت طالوت" يې رادېخوا ( خراسان خواته) ټيکاو درلود او له پښتنو سره په نژدې گاونډ کې راتلل. (د استاد ژارژردار له لکچرو، برن پوهنتون ١٩٦٨) په ايران، افغانستان او تاجيکستان کې د پارسۍ درېگونى گړدودي وېش د بېلا بېلو ژبو ښکارندويه نه، بلکې ټول يوه "پارسي" ژبه گڼل کېږي. تاجيکان ان له هخا منشي او بيا ساسا ني پېره اوسنيو ختيزو آرياني سيمو ته رالېږدېدلي او هماغه لويديزه آرياني (پارسي) يې تر او سه پاللې او ساتلې ده او هسې يې له جغرافيا يي پلوه پارسي، تاجيکي بللې ده، همداسې "دري" هم درواخله چې د افغاني پارسۍ لپاره کارېدلې ده. حال دا چې ايرانيان هم په خپلو ليکنو کې "دري" د ټوليزې "پارسۍ" د ستاينوم په توگه کاروي او "فارسي دري" يې بولي. دليل يې هم دا چې اوسنۍ پارسي د رسمي ساساني پارسي يا پهلوي سيده زېږ نده نه، بلکې کله چې پارسيوانو د عربو تر ولکې لاندې دوې پېړۍ روسته د خپلې ژبې واک ترلاسه کړ،اړوتل چې له غرو درو څخه يې له سره راټوله کړي، نو ځکه يې"دري" ستاينوم ور کړ شو- که څه هم ځينې پارسي ليکوال،لکه پوهاند يمين او غبار  چې وايي، وارله مخه په دغه نامه يو سيمه ييزه ژبه شاوخوا ويل کېدله او مټې راروسته يې ليکنۍ بڼه موندلې ده!

په هر ډول، اوسنۍافغاني يا دري پارسي گړدود  د شمال ختيز تاجيکي "بلى" گړدود او سوېل ختيز خراساني ((آرى)) گړدود يوگډوله گړدود دى، باختري يا توخاري يا باختري لور گڼل يې بې سرو بوله دي. (اړوند جدول او سکالو دې وکتل شي).

 

پاره-۱۳

زبان های پامیری خواهران تنی پشتو :

 

پامیر

پامير در قلب اسیا  با قُله های شامخ  آن به نام حلقهٔ پیوند سلسله کوه های بلند یاد می شود . در این جا کوه های  تياشان، التايي، قراقرم ، همالیا و هندوکش با هم گره می خورند .

پامير دارای دو بخش هست ، شرقی یا پامیر بزرگ و غربی یا پامیر کوچک .

 پامیر براساس تقسیمات سیاسی بین افغا نستان، چين و تاجیکستان مرزبندی شده است. ” پامير شرقی،، بخشی از آن سلسله کوه هایی است که از  ۶۰۰ تا ۷۰۰۰ متر بلندی دارد و با ژرفای ۱۵۰۰ تا ۲۰۰۰ متر به وسیله دره ها  گودال ها و شیله ها از هم جدا می شود . این سلسله کوه ها در برخی جا ها ، قُله های بلندی دارند که بلندای آن به ۷۰۰۰ متر می رسد. 

شمار زبان های پاميري به ۲۰ تا ۲۵ می رسند که همراه با زبان پشتو به اریانی شمال شرق پیوند داشته  و از جمله زبان های ساکی پنداشته می شوند. در اصل  این زبان ها، زاده یی همین منطقه های کوهستانی ، دره ها و گودال های مشکل گذار می باشند ، ولی پسان ها کم و بیش به سوی دامنه ها و زمین های هموار گسترش یافته اند که امروز آثار و نشانه های شان از کوکاس يا قفقاز تا کشمير دیده می شوند. شمار گویندگانش تا یک ملیون تخمین می شوند.

خوش بختانه دکتور داکتر روان فرهادي افغان تباری که پیش از من سمت شاگردی  زنده یاد استاد مورگنستيرن را داشت یک سلسله یاداشت های او را کماکان یک سال پیش از مرگ اش  در (سال ١٩٧٧)  با برگردان پارسي  (تاريخ تلفظ و صرف پشتو جلد اول ص ٢١١-١٥٦) را به نشر سپرد و پیوند نزدیک زبان پشتو را با زبان های پامیری به ویژه زبان های  مونجي، ييدغه، شوغني و سنگلیچی ثابت می سازد و این نتیجه را به دست می دهد که نه تنها پیوند ساکی پیشتر از پشتو با زبان های پامیری ثابت شده است ، بلکه  (جدول مرتبط ، پاره- ۶)، همرا با این یادداشت ، روشن می نماید که  زبان پشتو از همین سرزمین باستان (پامير) با یک زبان میانگین ساکی (خوتني سا کي) تماس داشته است  (فرهادي، ١٥٦).

البته زبان پشتو از زبان های پامیری جدا نشده  و بدون این همرنگی های یاد شده ، نه در آوا شناسی ، نه در واژه شناسی (صرف) و نه در واژه ها آن قدری مطابقت دارد ، ولی  شده می تواند نخستین سرزمین های زبان پشتو  با مناطق زبان های  ذکر شده یی همجوار و خویشاوند پامیری ، نزدیکی جغرافیایی داشته بوده باشند و یا شاید سرزمین پیشین زبان پشتو در چنین جایی موقعیت  داشته بوده  که از یک سو به  مونجۍ ( و ييدغا) و از سوی دیگر با مناطق سنگلیچی و شوغنی نزدیک و در یک  زمان با آن گویش ساکی به تماس بودند که به نام زبان خوتني (يا ساکی خوتني ) نامیده و به دور میانگین ارتباط دارد. نام ساکی بی نهایت گسترده تر است و از نگاه زبانشناسی در این راستا پژوهش های بیش تر ولازم،  صورت نه گرفته است ، اما همین زبان ساکی و یا گویش یی که دست آویز و سندی از آن به دسترس داریم چنان رشته یی ارتباطی بوده که از گویش های ساکی ، موجودیت گروه بزرگی را از آن استنتاج و موثق می توانیم کرد .

مبرهن است ، آن بخشی (زبان )  آریانی باستان که مادر کلان پشتو پنداشته می شود ، باید با باستانی ترین ..شکل.. اوستا "گاثاوو" نزدیکی زیاد داشته باشد... (فرهادي، ٢٥٤-٢٥٦)

در این اواخر آقای خوشنظر (پاميرزاد) یک تن از نزدیک ترین گوینده گان عمه زاده زبان پشتو "شغنۍ" تحصیلاتش را در رشته آریانشناسی با اخذ دیپلوم دوکتورا در کشور تاجیکستان به پایان رسانیده و تیزس دوکتورایش در زبان شغنی می باشد .( منظور از یادآوری او در این بحث بزرک تاریخی چی بوده است ؟) پیش از این ، دلبرشاه سر چينه وال،  یکی از شغنی زبانان، در پوهنتون کابل با رهنمایی من، درجه لیسانس اش را در زبان پشتو به دست آورد و در پهلوی آن در بخشی از خواهر نزدیک دیگر ؟  ٫٫کماکان مقایسه روشانی را هم نموده است ،،. در اواخر که می خواست  بر اساس بورسیه تحصیلی در پوهنتون همبولت شهربرلین تا سطح تیزس دوکتورا پیش ببرد و من نیز در جنب استاد رهنمایش رهنمای دوم تعین شده بودم ، ولی در گیر و دار جنگ های تنظیمی وترک وطن از نزدم لادرک شد!

در گام نخست پژوهش و نگاشته های ساکی ، زبان خواهران پشتو توسط استاد مورگنستیرن  و بار دوم به اشتراک (….؟) شوروی های آن زمان  با دیگر خاورشناسان ، پیروزی های چشمگیری به جا گذاشته که برای متخصصان و زبان پژوهان  مأخذ های و منبع های معتبر و باوری دانسته می شود.

نتيجه گيری  دوکتور پاميرزاد با اسناد استاد مورگنستيرن هم سانی دقیقتری دارد که می گوید:

 ٫ ٫… بر اساس اين حدس و گمان ، جدا شدن اين دو زبان (شغنى و پشتو) به دوره يى ارتباط مي گيرد که اقوام و قبا يل آريايى در دوره هاى پسین از سر زمين هاى ميان دو رود سيحون و جيحون خواهد بود که اقوام شغنى بعد از انقراض سلاله يفتلي ها در قلب دره هاى پامير مسکن گزين شدند و اقوام پشتون به دامنه هاى هندوکش و سرزمين هاى اطراف قرار گرفتند.،،

در ردیف و سلسله زبان های پامیری ، واخی  از رهگذر گوینده گان و قلمرو، نسبت به زبان های دیگر پامیری دارای موقف و جایگاهی  نهایت بلندی است . زبان واخي  افزون از واخان خاوری و درواز در تاجيکستان و گیلگیت (پاکستان)  هم حضور دارد و از سوی دیگران عین نام واخان ، واخی بالایش گذاشته شده است. گویندگان شان این زبان را  "ښيک" (x̌īk)  می نامند ، بولی و واخان رأ هم ووښ Wux̌ می گویند  (x̌)  که به طور کلی مانند پشتو یی دوره میانگین (ښ) ادا می شود که در زبان  شوغنی ، روښانی و زبان های دیگر پاميری هم است . افزون براین فونيم ، با دیگر زبان های پامیری و پشتو آوا های دو صدایی  ښ (کندهارى ښ) ډ، ټ  مشترک هستند .

قسمی وانمود می شود که  واخې نیز چون پشتو این صدا ها و آوا های انعکاسی زبانی را از زبان های هندی گرفته است ، آن هم مانند پشتو از مسیر خوتنی (← زبان تنی ؟ ، فصل ۳).

 در همسانی پیشیوند (گذشته و مستقبل ) و پسوند  گرامری نشان دهنده سلسله خویشاوند بودن با زبان پشتو است (شارل کيفر: فیصله نامه کنفرانس مجموع زبان های واخي ، دانشگاه کابل ١٩٧٨، ماه گل سليمان دوست، ٥٣١-٥٤٣).

 محقق (څېړندوی) رفيع الله نيازی در ( ویبسایت تاند ۲۸ جنوری ٢٠۱۵)  زیر عنوان (( جایگاه زبان های پامیری در خانواده  اندواروپايي)) پژوهشی گسترده یی را انجام داده است . ولی ما در این جا از چند موردی  در پیوند به تقسیمات جغرافیایی با مقداری از کاربردی آن می پردارزیم  . اظهارات ناهمگون و زمان گذشته (over date) بویژه ← بر مأخذ شادروان  دوست ؟؟  ( زبان های قومان افغانستان) که در پهلوی نادرست بودن نام های زبانی (واخياني، مونجاني) تعداد گوینده گانش را هم بسیار کمتر نشان داده است ، که با مقایسه  محاسبه دانشمندان دیگر آرایانشناسان اروپايي تفاوت کلی دارد.

به گونه مثال ، نفوس واخيان را در مرز ۲۵- ۳۰ هزار نشان داده و آن هم شاید چون ( آرانسکي ) به نوبت خود اشتباه های نویسنده گان روسی را باری دیگر تکرار کرده باشد ، که تعداد نفوس همه زبان های پاميري را ۸۰-۹۰ هزار  تخمین کرده ، آن هم ۶۰ هزار اوسیتيان (آسيتيان) باشنده گان !  شوروی سابق را هیچ یادی نکرده است  که دوست  این آمار را کماکان (سه صد هزار ) نشان می دهد، ولی این ارقام می تواند تنها در حاکمیت  فدراتيف روسیه  تخمین زده شود،  و شاید با گرجيستان از نيم ميلون بگذرد. نفوس واخيان هم  از ۲۵-۳۰ هزار نی ، بلکه  تنها در ولسوالی پامير(واخان) افغانی  کمتر از پنجصد هزار تخمین نمی شود ، در گیلگیت و هونزا یی پاکستان ١٥٠هزار ذکر شده است ،  چترال، جمو و کشمير ، سينکيانک چین و هم چنان پنج رود  تاجیکستان را بجایش بگذارید .( ←کيفر: زبان واخي ، از برگردان م . زيار) .

آخرین پژوهش اکادمیک در پیوند زبان های  پاميري افغانستان در جلد دوم دایرة المعارف آریانا ثبت و تذکر داده شده است و از نگاه دسته بندی ، همه زبان های پامیری را به پنج گروپ تقسیم کرده اند ، اما باز هم  در این جا  با دنباله روی کم وبیش از پیشینان ، زبان های  مونجي، ونجي و يزغلامي را نه در بخش ردیف بندی بلکه در پایان به حیث زبان های ویژه پامیری یادآوری نموده اند ، پس گفته می توانیم  که تا هنوز هم پژوهش ها و تحقیقاتی لازم در پیوند به  زبان های پامیری انجام نشده است ، زیرا دیدگاه های دانشمندان در مورد گروه بندی آن

همآهنگ نیستند ، اما زبان های پامیری در پژوهش های پسین افغانی چنین رده بندی شده است:

۱ – شغني- گروه روشاني ، که گوینده گان آن کماکان به صد خانوار می رسد ، دربرگیرنده این زبان ها می باشد:

الف : شغني يا شوغني در شهر خاروغ و پیرامون شغنان ، راشت قلعه ، برواز، منطقه های روشان ، دهات و محله های  باجوپ ، در مسیر  شاه دره  و غند دره تاجیکستان ، و درافغانستان کنار غربی  پنج رود گوینده گانش را دارند.

ب : روشاني ( روشنی ) در دو سوی کنار پنج رود ، در همسایه گی زبان های  شغني ، خوف دره تاجیکستان و در منطقه های روشان  بدخشان افغانستان گوینده گانش را دارند .

ج : برتنګي (بارتنگي)، در منطقه های  روشان تاجیکستان در نوار برتنګ دره تکلم می شود .

د: روشروي يا اوروشوري، در تاجیکستان  در محل های شمال زبان های برتنګي ، در نوار دریا های  مرغاب و گودره صحبت می شود .

هـ : سريکولي (سريقولي)، در سمت باختری سلسله کوه های سريکول در ایالت سينکيانګ چین با سه لهجه (تاجقرغاني يا تاشقورغاني )، چېچېنی و برونکسالي) مروج  گوینده گانی دارد.

۲ - يزغلامي (يزغولامي) ، در جنوب شرق تاجیکستان  در دره يزغلام رود ، که شاخه راست پنج رود می باشد ، سه هزار گوینده دارد.

۳ –  گروه اشکاشمي، زېباکي، سنګليچي ، شامل این زبان ها می باشد:

الف : اشکاشمي ، در جنوب تاجیکستان دره اشکاشم با ۲۰۰ گوینده ، اما بیش تر آن ها در ولسوالی اشکاشم افغانستان که در منطقه یی به سمت شمال پنج رود بر می گردد ، در مبدا های دریای وردوج به آن گفت وگومی کنند.

ب : زېباکي در داخل خاک افغانستان در منشأ  وردوج رود هم گوینده گانش را دارند.

ج : سنګليچي ، در دره سنگلیچ  ؛ در مبدای وردوج  نیز گو ینده گانش را دارد  .

د : زبان واخي که خود واخيان آن را (ښيگ) می نامند، نسبت به دیگران بیشترین گوینده هایش را دارند. اکثریت باشنده گان ولسوالي (ووښ) دره واخان افغانستان  واخي زبان اند. در تاجیکستان ، مسیرشمالی پنج رود ، در کوتل واخان بین هندوکش و پامير ، در گېلگېت پاکستان ،  جمو و کشمير ، چترال و سينکيانک چين ، آن گونه که گفته شد ، تا  ٥٥٠هزار گوینده دارد. 

ماه گل سليمان دوست  (۵۳۲)  زبان واخي را به سه لهجه یا (گروه ) تقسیم می کند:

١– لهجه شرقی باشنده گان (خسور، ليانگر ، کيشن) و لهجه (ونه) را برگرفته است

۲– لهجه غربی (برناماتغوت، لرناما تغوت، پاما نيت، درشي) و

 ۳– لهجه مرکزی (-ونه) (شخارف، پتوپ، فرا نگ) به واخيان ارتباط دارد . او می افزاید که در این سلسله لهجه های شرقی و مرکزی نسبت به لهجه های غربی ، کماکان مشابهت های خود را دارند و زبان واخی تا سرحدی شناسه ها و ویژگی هایش نگهداشته است .

زبان مونجی در ولسوالی منجان ، به عبارت دیگر در دره منجان مستعمل است. این یگانه زبانی پامیری است که به جز از افغانستان گوینده گان بیرونی ندارند و تنها زبان مروج افغانی می باشد .

 در پایان از یادآوری زبان ونجی باید گفت ، که تا پیش از سده (بیستم ؟) زنده بود، ولی امروز باشنده گان دره  ونج تاجیک زبان شده اند . در قراتکين و درواز، با آن که زبان مروج کنونی تاجیکی هست ، اما به رویت نام های جغرافيايي منطقه، پیشینه یی به حیث یک زبان پامیری داشتته خواهد بود ..

به نظر دانشمندان زبانشناسی، زبان يزغلامي در غرب فيض آباد ولایت بدخشان مروج بود ، اما اکنون این زبان از بین رفته و جایش را به پارسی تاجیکی گذاشته است .

 نيازی می نویسد: از ارایه ارقام متفاوت  گوینده گان لهجه های پامیری  از سوی دانشمندان ، چنین  بر می آید که تا هنوز هم  در مورد ارقام گوینده گان این زبان به پژوهش و تحقیق واضح و روشن نپرداخته اند. هم چنان مرز بین زبان ها و لهجه های پامیری نهایی نشده است ، به این نسبت در بخشی از پژوهش ها و گروه بندی ها ، شماری از زبان های پامیری را در ردیف زبان و شماری را در گروپ لهجه درآورده اند ، ولی در برخی از پژوهش ها بکلی وارونه و دیگرگونه بوده است .

بر بنیاد پژوهش های پسین افغانی ، زبان های شغني ، یدغلامي ، اشکاشمي ، زیباکي، سنگلیچی  و منجي ،به حیث زبان های پامیری و همچنان شغناني، روشانی (روښانی) ؟، برتنګي روشروي یا اوروشوري ، سریکولي، تاشقرغاني، زیباکی، سنگلیچی  واخی  لهجه های پامیری شناخته شده است .  پس در این جا مشاهده می کنیم که زیباکی و سنگلیچی از روی طبقه بندی در یک گروهبندی زبان پنداشته شده ولی همزمان در همین گروهبندی لهجه های گوناگون گفته شده است ، پس هنوز هم  ایجاب می کند تا در این راستا برای  تفکیک  زبان ها و لهجه های زبان های پامیری پژوهش و تحقیق های لازم صورت گیرد.

در این جای شک و شبهه نیست که در بین بسیاری از زبان های پامیری تفاوت های هست بدین معنا که گوینده گان یک زبان ، زبان دیگری را نمی دانند .

بنا براین در پیوند به زبان ها و لهجه های پامیری مأخذ ها و منابع پژوهش ها و تحقیق های چند جلدی استاد مورگنستيرن نسبت به همه آریان شناسان ، معتبر و قابل باور دانسته می شود  .( ← مأخذ )

-*-*-*-

 

۱۳- پړوکی

پاميري ژبې د پښتو سکه خويندې

پامير د اسيا په زړه کې هغه غرلړۍ ده چې دنګې دنګې څوکې يا ستونځونه لري او د لوړو غرونو د پيوستون کړۍ بلل کيږي. دغلته د تياشان، التايي، قراقرم، هماليا او هندوکښ غرونه سره نښلي. پامير دوې برخې لري ختيز يا لوی پامير او لوېديز يا کو شنی پامير د پامير دواړې برخې د سياسي وېش له مخې د افغا نستان، چين او تاجيکستان تر منځ وېشل شوي دي ” ختيځ پامير د يو شمېر غرونو هغه لړۍ ده، چې له ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ مترو پورې لوړوالی لري او له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ مترو د ژورو ناوونواو خوړونو په وسيله يو له بله جلا شوي دي ، د غرونو دغه لړۍ په ځينو ځايونو کې لوړې څوکې لري، چې لوړوا لی يې ۷۰۰۰ مترو ته رسيږي

پاميري ژبې چې شمېر يې تر ۲۰- ۲۵ رسېږي  او له پښتو سره په شمال ختيزه آرياني او بيا ساکي ژبو څخه بلل کېږي،له آره د همدغې ستغيونې (صعب العبورې) غرنۍ سيمې او ناوونو گړنگونو  زېږنده ژبې دي. خو راروسته لږو ډېرې  شاوخوا لمنو او هوارو سيمو ته ورغځېدلې چې نن سبا يې له کوکاس يا قفقازه تر کشميره کرښپلونه ليدل کېږي. د ويونک شمېر يې تريوميليونه اټکلېرای شي.

له ښه مرغه د مشر استاد ارواښاد مورگنستيرن  يو لړ ناچاپ يادښتونه چې تر ماله مخه د ده لومړني افغاني شاگرد "دکتور روان فرهادي" ترلاسه کړي او د استاد تر مړينې يې څه نا څه يو کال وړاندې (پر ١٩٧٧ کال)  له پارسي ژباړې  (تاريخ تلفظ و صرف پشتو جلد اول ص ٢١١-١٥٦) سره " خپا ره کړي دي، له پاميري ژبو په تېره له مونجي، ييدغه، شو غني او سنگلېچې ژبو سره د پښتو نژدې اړوندي بيا هم را ټينگوي او دا پايله په لاس راکوي چې نه يوازې د پا ميري  ژبو د اړوندۍ په لاسوند چې تر پښتو يې ساکيوالى له مخه باوري شوى دى (اړوندلښتيليک، ۶- څپرکی)، بلکې ورسره دا هم را څرگند وي چې پښتو له همدغه لرغو ني ټاټوبي (پاميره) له يوې منځنۍ ساکي ژبې (خوتني سا کي) سره اړيکه (تماس) در لودلى دى (فرهادي، ١٥٦).

هر گوره، پښتو له پاميري ژبو څخه رابېله شوې نه ده او له دغو ياد کړو همرنگيو پرته ورسره نه په غږ پوهه، نه په گړ پوهه (صرف) او نه په وييو کې دومره سمونونه لري، خو بيا هم، کېداى شي د پښتو لومړني ټاټوبي او همدا رنگه د د غو پاسنيو نژدې خپلوانو پاميري ژبو له ټاټوبي سره جغرا فيايي نژدېوالى درلودى وي او ښا يي د پښتو پخوانى ټا ټوبى په داسې ځاى کې ټيکاو لرلى اوسي چې يو خوا به د مونجۍ (او ييدغا) او بل خوا به د سنگلېچۍ او شوغنۍ له ټاټوبي سره نژدې و او په يوه مهال کې به له هغه ساکي گړ دود سره په تماس کې و چې د خوتني (يا خو تني ساکي) ژبې په نامه نومول شوى دى او په منځني پېر اړه لري، ساکي نوم يا ويى خورا پراخه دى او د ژبپوهنې له پلوه يې پوره شننه نه ده شوې، خو همدغه ساکي ژبه يا گړدود چې لاسوندونه يې په لاس کې لرو، يو داسې اړيک مزى دى چې د ساکي گړدودونو د يوې پوره ډلې گړدودونو شتوالى ترې سهي کولاى شو. جوته ده، هغه لرغونې آرياني څانگه (ژبه) چې د پښتو "انا" گڼل کېږي، بايد د اوستا له زړې ترينې بڼې "گاثاوو" سره زيات نژدېوالى ولري... (فرهادي، ٢٥٤-٢٥٦)

په دې روستيو کې د پښتو د يوې نژدې ترلې "شغنۍ" ويو نکي، ښاغلي خوشنظر (پاميرزاد) په تاجيکستان کې د آر يانپوهنې زده کړې بشپړې کړې او د دوکتورا پوهنليک (تېزس) يې هم شغنى ژبه ده. تر ده له مخه يو بل شغنى ژبي دلبرشاه سر چينه وال  زما تر لارښوونې لاندې د کابل پوهنتون په پښتوڅانگه کې د لېسانس پوهنليک کښلی او په ترڅ کې يې ورسره د بلې نژدې خور((روښانۍ لږوډېره پرتله هم کړې)) وه. راروسته  يې  چې غوښتل،د يوه بورس له مخې په برلين هومبولت پو هنتون کې هغه پوهنليک ته  د دوکتورا تېزس  پرکچ نوره پراختيا او پرمختيا ورکړي، او زه يې بياهم د يوه ځايي استاد تر څنگ دويم لارښود وټاکلی وم ، خو جلاوطنۍ راڅخه تری تم کړ!

د پښتو د دغو ساکي خويندو ژبو ليکنې څېړنې  په لومړي گام کې د استاد مورگنستيرن او بياد شورويانو په گډون د نورو ختيځپوهانو پر يو پيړييزو برياوو ټيکاو لري او زموږ د څانگپوهانو او ژبڅېړو نکو لپاره باوري اخځونه گڼل کېږي.

د دوکتور پاميرزاد دا پايلنيوى (نتيجه گيري) د استاد مورگنستيرن له هغو سره کورټ سمون خوري چې وايي:  “...به اساس اين حدس و گمان جدا شدن اين دو زبان (شغنى و پشتو) به دوره يى ارتباط ميگيرد که اقوام و قبا يل آر يا يى در دو ره هاى بعدى از سر زمين آنهاى ميان دو رود سيحون و جيحون خواهد بود که اقوام شغنى بعد از انقر اض سلالۀ يفتليها در دل دره هاى پامير مسکن گزين شد ند و اقوام پشتون به دامنه هاى هندوکش و سرزمينهاى اطر اف قرار گرفتند.

د پاميري ژبو په لړ کې بيا واخي د ويونکيو د شمېر او او ېجې (قلمرو) له مخې تر نورو پاميري ژبو د يوه خورا لوړ دريځ لرونکې ده واخي ژبې پر لويديز واخان او درواز سر بېره په تاجيکستان، گېلگېت (پاکستان) کې هم اوسېږي، دوا خان په څېر واخي نوم هم پرې د نورو له خوا اېښوول شوى، پخپله ويونکي دغه ژبه "ښيک" (x̌īk) بولي او واخان ته هم ووښ Wux̌ وايي ()  کټ مټ، لکه د منځنې پښتو (ښ) ادا کېږي چې په شوغنۍ، روښانۍ او نورو پاميري ژبو کې هم شته. پر دغه فونيم سربېره يې له نورو پاميري ژبو او پښتو سره غبرگژبيز اوازونه ښ (کندهارى ښ) ډ، ټ گډون لري. داسې برېښي چې واخي د پښتو غوندې دغه غبرگژبيزوالي له هندي ژبو څخه اخېستى، هغه هم د پښتو غوندې د خوتنۍ(← سکه ژبې،۳څپرکی) له لارې وي. د گرامري همرنگيو په لړ کې يې د سربلونو او وستربلونو شتوالى هم له پښتو سره د خپلوۍ يو بل ښکارندوى دى (شارل کيفر: د واخي ژبيو ټولنيز دريځ، کانفرنس کابل پوهنتون ١٩٧٨، ماه گل سليمان دوست، ٥٣١-٥٤٣).

د څېړندوی رفيع الله نيازي(تاندووبپاڼه ۲۸ جنوري ۱۵)  د((په اندواروپايي کورنۍ کې د پاميري ژبو  دريځ)) تر سرليک لاندې  يوه وېړه ليکنه څېړنه کړې. خو موږ ترې دلته  د جغرافيايي وېش په تړاو  لږوډېر توکي له يوڅه کرونې سره راخلو. نااړوندې او نېټه تېرې (over date)څرگندونې په تېره  د← ارواښاد دوست  پر اخځ(د افغانستان ژبې او توکمونه) چې د ناسمو ژبنيو نومونو (واخياني، مونجاني)  تر څنگ يې د ويونکيو شمېرې  هم زياتره لږې ښوولي چې دنورو اروپايي آريانپوهانو له هغو سره کو رټ توپير لري.  د ساري په ډول واخيان يې ۲۵- ۳۰زرو شاوخوا ښوولي او هغه هم ښايي، پر خپل وار د آرانسکي غوندې  د نورو روسي ليکوالو تېروتنې بياراغبرگې کړې وي چې ټول پاميري ژبي يې ۸۰-۹۰ زره  انگېرلي دي، هغه هم ۶۰ زره يې د پخواني شوروي اوسېدونکي! اوسېتيان (آسيتيان) يې  گړ سره ياد کړي نه دي چې  دوست  يې  شمېره لږه ترلږه (درې لکه)  ښوولې خو  دغه شمېر يوازې د روسي فدراسيون په کور واکې ( بېسلانه) کې اټکلېدای شي او له گورجيستان هغو سره يې ښايي،تر نيم ميلونه هم ورواوړي. واخيان هم ۲۵-۳۰ زره نه،بلکې يوازې په افغاني پامير(واخان) ولسوالۍکې تر نيم لکه کم  نه اټکلېږ ي،د پاکستان  دگېلگېت او هونزا يو نيم  لک ښوول شوي، د چتر ال، جمو او کشمير او د چين د سينکيانک ، او بيا د تاجيکستان د پنج رود  هغه لا پرځای پرېږده .( ←کيفر: واخي ژبه، د زيار ژباړه) .

په افغانستان کې د پاميري ژبو په اړه روستۍ اکادېميکه څېړنه د اريانا دايره المعا رف په دويم ټوک کې راغلې او د ډلبندۍ له مخې يې ټولې پاميري ژبې په پنځو ډلو وېشلي ،خو دلته هم لږو ډېر د پخوانيو هغو په پليونۍ مونجي، ونجي او يزغلامي ژبې د ډلبندۍ برخه نه، بلکې په پای کې يې د ځانګړو پاميري ژبو په توګه يادونه شوې ، نو ويلای شو پاميري ژبې هغسې چې ښايي لا هم په بشپړ ډول څېړل شوې نه دي ، ځکه يې پوهان د ډلبندۍ په اړه سره همغږي نه دي ، خو په روستيو افغاني څېړنو کې پاميري ژبې داسې ډلبندي شوي دي:

۱ – شغني- روښاني ډله ، چې د سلو کورنيو په شاوخوا کې ويونکي لري او لاندې ژبې رانغاړي:

الف : شغني ياشوغني په خاروغ ښار او د شغنان په شاوخوا، راشت کلا، برواز، د روشان سيمې د باجوپ کليو او بانډو، په تاجيکستان کې د شاه درې او غند درې په اوږدو او په افغانستان کې د پنج رود په لوېديزو غاړو کې ويل کيږي.

ب : روښاني ( روښني) د پنج رود په دواړو غاړو، د شغني ژبو سيمو په ګاونډ، د تاجکستان په خوف دره او د افغانستان د بدخشان په روښان سيمه کې ويونکي لري .

ج : برتنګي(بارتنگي)، د تاجيکستان د روښان سيمې د برتنګ درې په اوږدو کې پرې خبرې کېږي.

د: روشروي يا اوروشوري، په تاجيکستان کې د برتنګي ژبو سيمو شمال ته د مرغاب او ګودره سيندونو په اوږدو کې ويل کېږي .

هـ : سريکولي (سريقولي)، د سريکول غرونو د لړۍ ختيځ  ته د چين په سينکيانګ ايالت کې له درو گړدودونو (تاجقرغاني ياتاشقورغاني )، چېچېني او برونکسالي) سره دود ده او ويونکي لري .

۲ - يزغلامي(يزغولامي) ، د تاجيکستان  په سوېل ختيځ د يزغلام رود په دره کې، چې د پنج رود د ښي اړخ يوه څانګه ده او درې زره ويونکي لري.

۳ - په اشکاشمي، زېباکي، سنګليچي ډله کې دا ژبې راځي:

الف : اشکاشمي، د تاجيکستان په سوېل ،اشکاشم دره کې له ۲۰۰ ويونکو سره ، خو زياتره د افغانستان د اشکاشم ولسوالۍ په هغه سيمه کې چې د پنج رود شمال لور ته تاويږي او د وردوج رود په سرچينو کې پرې خبرې کيږي.

ب : زېباکي د افغانستان په خاوره کې دننه د وردوج رود په سرچينو کې ويونکي لري .

ج : سنګليچي ،په سنګلېچ دره کې د وردوج رود په سرچينو کې  ويل کېږي .

د : واخي ژبه چې پخپله  واخيان يې(ښيگ) بولي، تر ټولو زيات ويونکي لري . په افغانستان  د واخان(ووښ) درې  د ولسوالۍ بشپړ ډېری اوسېدونکي واخي ژبي دي. تاجيکستان د پنج رود په شمالي بهير د هندوکش او پامير تر منځ واخان غاښي، د پاکستان  په گېلگېت،د جمو او کشمير او چترال او د چين په سينکيانک کې، لکه چې وويل شو،  تر يونيم لکو پورې غږېدونکي لري. 

ماه گل سليمان دوست  (۵۳۲)   واخي ژبه  پردروگړدودونو(يا ډلو) ويشي: (۱)ختيز گړدود د(خسور،ليانگر او کيشن) د اوسېدونکو گړدود(-ونه) راخلي، (۲)لوېديز گړدود د(برناماتغوت، لرناما تغوت، پاما نيت، درشي) او (۳)مرکزي گړدود (-ونه) د(شخارف، پتوپ، فرا نگ) په واخيانو اړه لري . بيا زياتوي چې په دغه لړکې  تر لويديز گړدود، ختيز او مرکزي دا سره څه ناڅه نژدېوالی لري  او د واخي ژبې ځانگړتياوې يې تر ډېره خوندي ساتلې دي.

مونجي ژبه په منجان ولسوالۍ، په نورو ټکو، په منجان دره کې ويل کېږي ، دا يوازينۍ پاميري ژبه ده ،چې له افغانستانه دباندې ويونکي نه لري او يوازې په افغانستان کې دود ده . په پای کې بايد د ونجي ژبې يادونه وشي، چې تر او سنۍ(شلمې؟) پېړۍ له مخه ژوندۍ وه، خو نن ورځ د ونج درې اوسېدونکي تاجيکي ژبي شوي دي . په قراتکين او دروازکې، سره له دې چې دوده(رسمي) ژبه تاجيکي ده، خو د جغرافيايي نومونو له مخې به يې په دغو سيمو کې د يوې  پاميري ژبې په توگه مخينه درلودلې وي.. د ځينو پوهانو پر اند يزغلامي ژبه د بدخشان ولايت د فيض اباد په ختيځ کې دود وه، خو نن سبا دغه ژبه له منځه تللې او خپل ځای يې  تاجيکي پارسي ته پرېښی دی .

 نيازی ليکي: د پاميري ژبو او ګړدودونو د ويونکو دکره شمېر په برخه کې د پوهانو له بېلابېلو توپيري شمېرو څخه دا پوره  څرګنديږي،چې لا هم ددغو ژبو د ويونکو دشمېر په اړه کره او منلې څېړنه نه دې شوې او همدا راز په پاميري ژبو کې د ژبې او ګړدود تر منځ د بريد ټاکل نهايي شوي نه دي، ځکه چې په ځينو څېړنو او ډلبنديو کې يو شمېر پاميري ژبې د ژبو او ځينې نورې يې ورته دګړدودونو په کتار کې راوستي او په ځينو نورو څېړونو کې بيا خبره اپوټه اوښتې . د روستيو افغاني څېړنو له مخې، شغني، يزغلامي، اشکا شمي،زيباکي،سنګليچي او منجي پاميري ژبې ګڼل شوي او شغناني، روښاني، برتنګي، روشروي يا اوروشوري، سريکولي، تاشقرغاني، زيباکي، سنګليچي او واخي د پاميرو ژبو ګړدودونه بلل شوي، نو دلته وينو چې زيباکي او سنګليچي د ډلبندۍ له مخې په يوه ډله کې ژبې ګڼل شوي، خو بيا په همدغه ډله کې بېلابېل ګړدودنه ګڼل شوي، يانې د ژبې او ګړدود تر منځ د تو پير په برخه کې لا هم په پاميري ژبو کې نوو څېړنو ته اړتيا شته . په دې کې شک نشته ،چې د ډېرو پاميري ژبو ترمنځ ډېر توپيرونه شته ، مانا يې داچې ديوې ژبې ويونکي په بله نه پوهېږي؛ د پاميري ژبو او گړدودونو په تړاو د استاد مورگنستيرن څو ټوکيزې څېړنې تر نورو ټولو هغو د آريانپوهانو باوري اخځونونه گڼل کېږي.( ← اخځليک)

-*-*-*-

پاره -١٤ام

پښتو "پشتو"

پښتو(PƏẋtȯ, pƏxtȯ  tȯ, PƏštȯ,ṣPƏ)

(زبان) پشتو در روشنی زبان شناسی آریائي مقایسوی- تاریخی در اصل زبان شمال شرقی آریائي ثابت شده است  و به چنین قومی سکه (ساکه، ساکي) ارتباط داشت که پیش از میلاد ، از باختر (بلخ) به طرف ساکستان (سيستان) جنوب افغانستان کوچیده اند ، زبان پشتو پیش از این کوچیدن ها با لهجه های دیگر ساکي ، چون زبان پاميري ، بویژه با مونجي ، ييدغو(ييدغا) و خُوتن (خُوتني ) در مناطق(شمال شرق) تکلم می شد و هم چنان با زبان باختری(يفتلی - کوشاني) پیوند نزدیک داشت . ولی زبان پشتوی باستان (  proto pashto) با زبان اوېستایي ارتباط  بسیارتنگاتنگی داشت ، اما با زبان ساکي بیشترتر مشاهده شده است .

چنین برمی آید که زبان پشتو بعد از پامیر و بلخ ؛ پروسه مراحل (پسین ) کهن و میانگین اش را در سيستان ، هلمند، غور و اراکوزيا (کندهار) طی نموده و سپس مراحل جدید را در کوه سلیمان ( کسي غره ) آغاز و در مناطق دیگر پشتونخوا ، یکی پی دیگر به اکمال رسانده است ( نوشته مورگنستيرن، سيمينار بین المللی  پشتو ، کابل ١٩٥٧م ).

 واژه پشتو  pašto در اصل در برگیرنده ریشهء کهن و باستانی *Parsuaḫ parsa/u منشأ گرفته و پسوند –aw ( نسبتي)   با آن افزوده شده است (سکېرو ٣٨٤م ) . البته از نگاه براندنشتاين (١-٢) مؤلف پارسی باستان * Parsua ، Parsa/u با نام مکان ( پرسواش  Persuash ) و در نتیجه با parsu  آثوری و پرسیس persis   يوناني هم آهنگی دارد که گویا هخامنشيان آ پرس Pars و یا پارسه parsa منحیث نام کشور  و پارسی را به منزله زبان شان به کار برده اند . هم چنان سکیرو ( همان ریفرینس) عین واژه ها را با نام پهلو Pahlaw ( نام پیشین خراسان ) و زبان (پهلوي ) را نیز همریشه دانسته که شکل  کهن آن پرثوه Parθawa بوده است

در حالی که پروفېسر مورگنستيرن (EVP ٦١)  پشتو pašto را از به وجود آمدن اسم صفت مونث پرشتو *Parštawā- کهن می انگارد و این اسم صفت parštu- را از ارتباط (اسم) پکتویس  هیرودت بکلی رد می کند که Lassenلاسین و Jacksonجکسون آنرا بشکل نادرست با پشتون(- Paštun امروز )، به عباره دیگر، پختون (pƏxtun) مناسبت داده اند  و دانشمندان عنعنوی ما تا هنوز برآن تاکید دارند و آنرا با پکهت ريگويدا (!) هم مقایسه نموده اند  (حبيبي، پ خ ٢٠٧ ؛ کهزاد٩٠-٩١)، طوری که در بخشی از این کتاب در رابطه با وضاحت روشنی انداخته شده که ،  این ارتباط و مقایسه در قالب و اوزان زبان شناسی  تعادل دقیق به بار نمی آورد ، گرچه این سوی علم واژه شناسی "ایتیمولوژيک" آن با انسان شناسی "ایتنولوژيک" ، کماکان قابل باور و مورد قبول قرار می گیرد که بدین گونه نیازمند پژوهش و تحقیق بیشتر را می نماید .

در این جا ما با واژه و مفهوم دوم  پشتو "← پښتونولي" سرو کاری نداریم .

-*-*-*-

 

۱۴- پړوکی

پښتو(PƏẋtȯ, pƏxtȯ  tȯ, PƏštȯ,)

پښتو (ژبه) د تاريخي- پرتليزې آرياني ژبپوهنې په رڼا کې له آره شمال ختيزه آرياني ژبه زباده شوې او په يوه داسې سکه (ساکه، ساکي) ټبر يې اړه درلوده چې له باختر (بلخ) څخه سويلي افغانستان ته په دویمه مز پېړۍ کې ساکستان (سيستان) ته رالېږدېدلې وو، پښتو تر دغه لېږد له مخه له نورو ساکي گړدودونو، لکه پاميري ژبو، او په تېره له مونجي ، ييد غو(ييدغا) او خوتنو (خوتنۍ)سره په يوه(شمال ختيزه) لته کې ويل کېده او همدا رنگه يې له با ختري (يپتل - کوشاني) ژبې سره نژدې اړيکي درلو دي دي. زړې پښتو (Proto Pashto) له اوېستا ژبې سره ښا يسته ډېر نژدېوالى لرلى، خو له ساکي سره يې تر هغې هم زيات ښوول شوى دى. داسې برېښي چې پښتو تر پامير و بلخ راروسته خپل (پاتې) زوړاو منځنى پړاو په سيستان، هېلمند، غوراو اراکوزيا (کندهار) کې وهلى او بيا يې نوى پړاو په کسي غره (سلېمان غره) کې پيل کړى او په نوره پښتونخوا کې يې پرله پسې بشپړتيا ته رسولى دى. (مورگنستيرن، د پښتو نړيوال سيمينار ليکنه، کابل ١٩٥٧) د پښتو pašto ويي له يوې زړې بڼې *Parsuaḫ يا  parsa/u څخه آره اخېستې اوستاينوميز (يا نسبتي) روستاړى aw ورسره  نښلول شوى دى (سکېرو ٣٨٤مه) . براندنشتاين (١-٢)د دغې بڼې آره په يوه ځاينوم پسې وړي چې پرسواش Parsuaš اثوري انډول يې Parsu او يو ناني پرسيس Persis، هخامنشيانو پارس Pars بللى او اړ يکنوم يې pārsa (پارسي يا د پارس استوگن). پهلو Pahlaw ټبر نوم چې پهلوي ژبه ورسره اړوندي لرلې، هم په زړې بڼې پرثوه Parθawa پسې ځي (براندنشتاين ٦٤).

پروفېسر مورگنستيرن (EVP ٦١) بيا پښتو pašto له زاړه *Parštawā-> ښځينه ستاينوم څخه منځته راغلې انگېري او دغه ستا ينوم له parštu- څيزنوم (اسم) څخه؛ د هېرودت له پکتوېس سره يې تړاو هر گوره ردوي چې Lassen او Jackson ورته په ناسمه توگه له اوسني پښتون(-Paštun په نورو ټکو، پختون (pƏxtun) سره   تړاو  ورکړى  او زموږ دوديزو پوهانو پرې تراوسه ټينگارکړى او د ريگويدا له پکهت (!) سره يې هم پرتله کړى دى (حبيبي، پخ٢٠٧؛ کهزاد٩٠-٩١ لکه څنگه چې د دغه کتاب په اړونده برخه کې پرې پوره رڼا اچول شوې، دغه اړوندي او پرتله پر ژبپو هنيزه کنډه سم نه خېژي، که څه هم تر اېتېمولوجيک اړخ  ورسره  تر اېتنولوجيک دې څه نا څه باوري او د منلو وړ برېښي او په دې توگه زيات غور او پلټنې ته اړتيا لري. دلته د پښتو له دويمې مانا "پښتونولي" سره څه کار نه لرو.

-*-*-*-

پاره-١٥ام

پشتون PƏṣtun, pƏštun, pƏx̌tun, pƏxtun

پشتون با واژه زبانی "پشتو" بنیاد و ریشه مشترک دارد و طوری که پشتو یک زبان ساکی شمرده شده ، همین گونه پشتون نیز به حیث گوینده همین زبان با سکه (ساکي) مرتبط دانسته می شود .

براساس علم واژه شناسی (اېتېمولوجي) و آوا شناسی تاريخي (فونولوجۍ) واژه پشتو  - *parsa uah  يا parsa/u به گمان اغلب که با اضافه ضمیمه āw-  پشتون *prstānā(h) و يا هم parsawānā  امکان داشته باشد، بنابراین در هردو اسم -rs - ، به عباره دیگر، –rst- (- شت -) تبدیل شده است ، در پشتون  tun pas  مطابق دستور،u- - در حروف دیگرچون -un  - ، an--  يا ana- - ،  a - - ، سابق می توان نمایندگی کرد.

اگر اساساً  برعکس هردو واژه  Pārsa ( پارس و پارسيان) واژه مقایسوی دوم اوېستايي paršta- "پشت " را در نظر بگیریم  که در مطابقت با سانسکريټ  *Prstha- "" پشت، بلند و عظمت" را می رساند، پس شکل سابق پښتو ن  -*prstānā(h)  مفهوم " کوهستانی "، بلند  يا اشکار و برجسته " را می رساند ، در کنار پټهان دوواژه قدیم هندي ، روهي و روهيله نیز معنا و مفهوم (پشتون) را (کوهستانی) گفته اند ؛ که  ( پښتو پښت) (نسل) هم قرابت نزدیک را می رساند.( مورگنستيرن EVP ٦١ ، سکېرو ٣٨٤ ، مکنزي ٥٤٩). (جمع) پټهان pathan  پښتانه peštāna ، به عباره دیگر از، پستانه paṣtāna بوجود آمده است که پراکریت شمال غرب (تا سانسکريت بدین سوی هندي امیانگین ) آن را احتوا کرده و تا هنوز هم  در زبان های کنونی هندي "پښتون" را در (مفرد) مخاطب ، پټهان ((pathan))  می گویند   ( همان مأخذ و صفحه مورگنستيرن ) .

نام های پکتوېس Πaχтvεs و پکتوېکې  Πaχтvεke ( پښتونخوا)  هېرودت چنان که در بخش زبان پشتو گفته شد ، کدام اساس بنیادی و فونېتيکي را نم یتوان داشته باشد ، بلکه میتوان با تذکار بتليموس و يا به عباره دیگر با منابع  نام های اتنیکی يوناني parsuētai, pársioi, pārsava, pārsa درست تلفیق شود .

در کنار دیگر نام های "پښتون" (افغان يا اوغان، روهي، روهيلي، سلېماني) هم  چون  پټهان ، از سوی دیگران گذاشته شده است.

پښتون " پشتون " با پښتو "پشتو" علاوه برهم ریشه بودن ، پیوند هم زبانی و اتنیکی را نیز دارا می باشد ، چنانچه که می گویند :

پښتون کسیست که پښتونولی دارد، نه آن که تنها پشتو صحبت می کند. (برای روشنی بیشتر به بخش های ۶، ۷- و ۸- کتاب و هم چنان قاموس ریشه شناسی  ۲۳۸-۲۴۳ پوهاند زيار مراجعه شود )

- -*-*-*-

۱۵- پړوکی

پښتون PƏṣtun, pƏštun, pƏx̌tun, pƏxtun 

پښتون له خپل ژبني نامه "پښتو" سره گډه آره او ريښه لري او لکه څنگه چې پښتو يوه ساکي ژبه گڼل شوې، دغه راز پښتون د دغې ژبې د ويو نکي په توگه هم له سکه (ساکي) ټبر سره اړوند بلل کېږي. د آر پوهې (اېتېمولوجي) او تار يخي غږپوهې (فونولوجۍ) له مخې د پښتو آره- *parsa uah يا parsa/u اټکلېږي چې āw- روستاړى پرې ورزيات شوى او د پښتون *prstānā(h) او يا هم parsawānā کېدون درلود اى شي، ځکه په دواړو نومونو کې -rs په بله وينا، –rst- (-ښت-) اوښتي دى، په پښتون  tun pas  کې بيا له دود سره سم –u- د زاړه a -- ،په نورو ټکو، - un  - د –an- يا –ana- استازي کوي. که د دواړو وييونو آره د Pārsa (پارس او پارسيان) پر ځاى دويمه کېد ونې آره اوېستايي paršta- "شا" راواخلو چې سانسکريټ انډول يې *Prstha- "شا،اوچت، لوړتيا" راځي، نو د پښتو ن زړه بڼه-*prstānā(h) بيا "غرنى، اوچت يا جوت او وتلى" مانا ښندي، د پټهان تر څنگ د (پښتون) دوه (زاړه) هندي روهي او روهيله انډوله هم  ور ته (غرنی) مانا ښندي؛ پښتو پښت (نسل) ورسره هم نژدې بر ېښي. (مورگنستيرن EVP ٦١ ، سکېرو ٣٨٤ ، مکنزي ٥٤٩). پټهان pathan بيا له ډېر گړي (جمع) پښتانه peštāna ، په بله وينا، paṣtāna څخه منځته را غلى چې شمال لويديز پراکرېټ (تر سانسکريت راروسته منځنۍ هندي) راخوندي کړى دى او په اوسنيو هندي ژبو کې تر اوسه يو گړي (مفرد) "پښتون" ته پټهان ((pathan)) ويل کېږي (د مورگنستيرن هماغه اخځ او مخ). د هېرودت پکتوېسΠaχтvεs او پکتوېکې Πaχтvεke (پښتونخوا) نومونه ورسره، لکه د پښتو په برخه کې چې وويل شول، کوم فونېتيکي اړخ لگولاى نه شي، بلکې د بتليموس يا په بله وينا، په نورو يوناني سرچينو کې له راخوندې شويو ټبرنومونو parsuētai, pársioi, pārsava, pārsa سره سمون خوړلاى شي. د "پښتون" نور څېرمه نومونه (افغان يا اوغان، روهي، روهيلي، سلېماني) هم د پټهان غوندې د نورو له خوا پرې اېښوول شوي دي. پښتون له پښتو سره پر همرېښه والي سربېره ژبتوکميز او ژبټولنيز تړاو هم لري، لکه چې وايي: پښتون هغه دى چې پښتو لري، نه هغه تشه پښتو وايي. (د زياتې څرگند تيا لپاره دې د همدغه کتاب ۶، ۷- او ۸- څپرکو، همداراز د زيار آرپوهيز سيندگي۲۳۸-۲۴۳ ته هم مخه وشي)

-*-*-

پاره-١٦

زبان تخاري يا توخاري ، انگلیسی Tocharian, Tocharish، الماني das Tocharisch

این زبان در اصل یک زبان غربی (اروپايي) هندو اروپايي بوده  که در ریشه مربوط به کوچيان "توخاريان Tocharians" ارو پايي  می شدند. چنین می نمایاند که این مردمان با ساکی ها و دیگران از قفقاز به سوی کرانه های بحیره سیاه سرازیر و پسانتر ها در دره تارم ترکستان چینی مسکن گزین شده اند ،  تا این که با یورش اویغوریان در ٨٠٠  پیش از میلاد همه یی آن ها را از این سرزمین بیرون راندند.

 بسیار امکان دارد که  به گونه یی کوچی ها در اسیایی میانه و مناطق شمال شرق افغانستان ، چون  بین  بدخشان  و تخار به زنده گی کوچی گری ادامه  داده باشند. متن های زبان تخاری در سده ٧–٨عیسایی ( چون خوُتن ساکي)  به وسیله یک خط  شمال هندي (براهمي)  حفظ گردیده که نمایانگر دو لهجه A و B می باشد.  در پهلوی هندي و آرياني  زیر تأثیر ترکي نیز قرار گرفته است .

این زبان ماینگین  به گونه نادرست  مادر پارسۍ "دري" افغاني  گمانه زنی شده است. ( ډېکشنري کولينز ١٥٩٩ و بحث های مربوط این  کتاب ) استاد حبيبي  ، زبان (يفتل –کوشاني) باختري را  "تخاري"  و دري (پار سي) را دختراش گفته است ، که هیچ مفهوم بنادی  نمی توان داشت. (حبيبي مادر زبان دري ١٣٤١ کابل، تاريخ تلفظ و صرف پشتو، جلد دوم، تعليقات صفحه  ٦٢٢ ، در پایان کتاب تصویر های  مربوط  به زبان هندو اروپايي هم دیده شود ) .

 پوهاند جاوېد  بر اساس روایت های یک سلسله  دانشمندان اسلامي و  شرق شناسان ، زمین شناسان و تاریخ شناسان ، چون ياقوت حموي، بتليموس، کرېستن سن ...  تخاريان را با تیرهء ساکي  و کوشانيان "يوچيان" شریک دانسته که  از اسیای میانه به سوی مناطق شمال آمده اند و این سرزمین   "تخارستان"  به نام شان مسما شده است ، بدین معنا که در همجواری خراسان به نام  افغانستان پنداشته می شد ، اگر چنین باشد ، بايد ساکستان، کاپيسا، کابلستان و گندهارا  را هم  از این زمره بشمرد (!)  باز می افزاید که نخست یفتلی ها بر تخارستان حکمروایی داشتند و سپس به دست  شاهپور اول ساسانی  (٢٦٠-٢٧٣پیش از میلاد) افتاد و به این گونه در سنگ نبشته کعبه زرتشت ، از او شاه هندو- سکستان و تخارستان نام برده شده است . (پوهاند جاوېد، خراسان، اريانای بیرون مرزي شماره دوم  ، تابستان سال ٩٩ ، ١صفحه ) . باز هم از این توضیحات  چنین بر می آید که تخاريان  به گونه نادرست با اقوام ساکی شریک دانسته شده ، که از دیدگاه زبانشناختی تاریخی جایی پایی این کوچی های اروپایی در این جا قابل باور نمی نمایاند.

*-*-*-

۱۶- پړوکی

تخاري يا توخاري ژبه، انگرېزي Tocharian, Tocharish، الماني das Tocharisch

دغه ژبه له آره يوه لويديزه (اروپايي) هندو اروپايي ژبه ده چې په ارو پايي آرو کوچيانو "توخاريانو Tocharians" يې اړه درلوده. داسې بر ېښي چې دغه وگړي له ساکانو او نورو سره له قفقازه د تور سمندرگي غاړوته را کښېوتي او رو سته د چيني تورکستان په تارم ناوه کې مېشتېدلي، تر څو په اته سوه (مز) کې اويغورو لاندې کړي او له هغه ځايه يې اېستلي دي. دا هم ډېر کېدون لري چې د کوچيانو په توگه يې د منځنۍ اسيا او د افغانستان شمال ختيزو سيمو، لکه بد خشان او اوسني تخار ترمنځ خپل کوچياني ژوند پرمخ بېولى وي. د تخاري ژبې متنونه په اوو مه او اتمه زېږدي پېړۍ کې (د خوتن ساکي په څېر) د يوه شمال هندي (براهمي) ليک په وسيله راخوندي شوي دي چې يې د دوو گړدودونو A او B ښکارندويي کوي. د هندي او آرياني تر څنگه پرې تورکي اغېز هم پرېوتى دى. دغه منځنۍ اروپايي ژبه هسې په ناسمه توگه د افغاني پارسۍ "دري" مورينه انگېرل شوې ده. (کولينز ډېکشنري ١٥٩٩ او د دغه کتاب اړوندې سکالووې) استاد حبيبي باختري (يفتل کوشاني) ژبه "تخاري" بللې او دري (پار سي) يې بيا د هغې لور، چې هيڅ کوم پوهنيز بنسټ درلود اى نه شي. (حبيبي مادر زبان دري ١٣٤١ کابل، تاريخ تلفظ و صرف پشتو، جلد دوم، تعليقات ٦٢٢ مخ، د کتاب پاى ته دې د هندو اروپايي ژبو اړوند انځورونه هم وکتل شي) . پوهاند جاوېد د يو لړ اسلامي او ختيځپوهانو، ځمکپوهانو او تاريخپوهانو، لکه ياقوت حموي، بتليموس، کرېستن سن ... د روايتونو له مخې تخاريان له ساکي ټبرونو او بيا کو شانيانو "يوچيانو" سره گډوي چې له منځنۍ اسيا څخه د هېواد شمالي سيمو ته رالېږدېدلي وو او همدغه سيمې يې په نامه "تخارستان" نومول شوې وي، په دې مانا چې د خراسان تر څنگه د افغانستان له نومونو څخه گڼل کېده، که دا سې وي، نو بايد ساکستان، کاپيسا، کابلستان او گندهارا هم په دغه لړ کې وشمېرل شي(!) بيا زياتوي چې لومړى يپتلانو پر تخارستان واک چلاوه او بيا د ساساني لومړي شاهپور (٢٦٠-٢٧٣م ز) په لاس کې هم کېوتى وو او په دې توگه د کعبه زرتشت په ډبرليک کې هغه د هندو- سکستان او تخارستان شاه بلل شوى دى. (پوهاند جاوېد، خراسان، اريانا برون مرزي د ٩٩ د دوبي دوېمه گڼه، ١-٢ مخ) له دغو څرگندونو بيا هم دا پر ډاگه را څرگند ېږي چې تخاريان په ناسم ډول له ساکي ټبرونو سره گډ شوي، که نه د تار يخي ژبپوهنې له مخې دېخواته د دغو اروپايي کوچيانو کرښپل دومره باوري نه برېښي.

-*-*-*-

پاره – ۱۷ام

بحيرۀ سیاه

انگلیسی Black Sea و Euxinus sea نام (يونان) باستان Euxinus potus

این بحیره محاط به خشکه بوده که در بین جنوب شرق اروپا و اسیا  قرار دارد ، و از دریای باسفورس ، دریای مرمر و از طریق تنگۀ داردانیل Dardanelles  به دریای ایجین ، همچنان با بحیره کسپین و دیگران ارتباط دارد که مجموع مساحت اش به ٤١٥٠٠٠ کيلومتر مربع  می رسد (دېکشنري کولينز ص ١٦٠). براندشتاين و مايرهوفر (٥) ساکان پارا دريا  ( آن سوی دریای آمو) را  باشندگان روسیه جنوبی، به بيان ديگر، سرزمينی آنسوی بحيرۀ سياه شناسايی نموده اند. با وجود آن که دامنه اش از شرق میانه تا جنوب شرق اسیا و از کوکاس ( قفقاز)، کسپين، اسيایی میانه و بحیرۀ سیاه و اورال تا کرانه های دانيوب  گسترش یافته است اما در کُل بزرگترین فرمانروایی را به میان آورده اند.

-*-*-*-

۱۷- پړوکی

تور سمندرگى(توره بحيره)

انگرېزي Black Sea او Euxinus sea زوړ (يوناني) نوم Euxinus potus

دايو چاپېروچى ( محاط به خشکه) سمندرگى دى چې د سوېل ختيزې اروپا او اسيا ترمنځ غځېدلى دى. د با سفورس، مرمر سمندرگي او درداينيل له لارې له اېجېن سمندرگي، دغه راز کاسپين او نورو سره اړيکي لري. ټوله کچه يې ٤١٥٠٠٠ کيلومتر مربع ته رسېږي. (کولينز ډېکشنري ١٦٠). براندشتاين او هوفر (٥) د پارا دريا (تر آمو آغاړه) ساکان د سويلي روسيې استوگن ښوولي چې د تور سمندرگي آغاړه سيمه گڼل کېږي. هسې خو په ټوليز ډول له منځني ختيځه تر سوېل ختيزې اسيااو بيا له کو کاس ( قفقاز)، کسپين، منځنۍ اسيا او تور سمندرگي، او رال او دانيوب تر کڅونو خپاره شوي او سترې وا کمنۍ يې را منځته کړې دي.

-*-*-*-

پاره-۱۸ام

چيني يا ترکستان باختری Chinese Turkestan، سينکيانگ Sinkiang، شينژيانگ  Xinjiang

یکی از بخش های  ترکستان شرقی اسیای میانه می باشد که شرق دور (شرق اقصٰى) هم یاد شده است ، امروزه به نام مناطق خود مختار سينکيانگ اويغور هم يادمی گردد و یکی از ایالات شمال غرب چين به شمار می آید .

در سده هشت ترسایی مغولان تُرک تبار از آسیای میانه به این جا آمده اند و از پس مانده های اقلیت  فرمانروایان آریانی  نژاد ساکی و پسانتر بخشی  اقلیتی از بقایای فرمانروایان کوچی اروپایی الاصل  "تخاريان" هم در آنجا به سر میبرند. چینایان پس از فرمانروایی کوشانيان ساکي الاصل  اين سرزمين را در تصرف خود آورده، به کشور شان ملحق نمودند. ترکستان چيني به نام های ختن و ختا هم ياد شده است ، اما اکنون ختن از جمله شهر های مرکزی این  ايالت به شمار می آید .

کاملاٌ روشن است که  مناطق سينکيانگ ، کشمير و کاشغر... با "کاس" يا به بیان دیگر با نام ساک پیوند دارد ، برای این که سده های زیاد زیر نفوذ و حاکمیت ساکتبارها (ختنيان،کوشانيان، یفتلیان ...) بودند. (دېکشنري کولينز ص ٢٧٧ ).

به نظر می آید که هنديان این سرزمین را به نام چين بزرگ (ماچين، مهاچين) می گفتند که  کاشغر و ختن، تورفان و دیگر ساحات را در بر می گرفت . به همین نسبت در ادبیات فولکلویک ما "چين ماچين" به حیث یک کشور نامیده شده است ، یا در این شعر پارسی :

خوشاشهر ايران و ايران زمين- که يک شهر آن به زماچين و چين(دکتور جاوېد، آريانا "برون مرزي، شماره اول، ص ١٣)

بر اساس پژوهش دکتور معين (ج٥ ص ٤٧٥) ترکستان چيني بر ترکستان خاوری يا ختا و ترکستان شمالي يا ختن تقسیم می شود و زمانی هردو بخش به نام ختن یاد ميشده که در زبان روسی تمام کشور چين با تلفظ (کتای) متداول گرديده است.ولی در دورۀ اسلامی همه ترکستان چینی به نام ترکیبی "ختا و ختن" هم نامیده شده اند. بر این بنیاد چين و ماچين يا چين ماچين نام های همسانند.

-*-*-*

۱۸-پړوکی

چيني يا ختيز تورکستان Chinese Turkestan، سينکيانگ Sinkiang، شينژيانگ  Xinjiang

دا د منځنۍ اسيا د تورکستان ختيزه برخه ده چې ختيز تورکستان او لرې ختيځ (شرق اقصٰى) هم بلل شوى، نن سبا ورته د سينکيانگ اويغور کورواکې سيمه وايي، او د چين يو شمال لوېديز ايالت گڼل کېږي.

تورک مغولي اويغور ټبر په اتمه زېږدي پېړۍ کې له منځنۍ اسيا دغلته رالېږدېدلى او د پخوانيو آرياني توکمو واکمنو سا کو او راوروسته اروپايي آرو کوچي واکمنو "تخاريانو" ځينې لږه کي پاتې شوني پکې هم ژوند کوي. چينيان پرې د ساکي آرو کوشانيانو تر واکمنۍ روسته لاسبري شوي دي. چيني تورکستان د خوتن او ختا په نومو هم ياد شوي دي خو اوس خوتن د دغه ايالت له مرکزي ښارونو څخه گڼل کېږي. زما په اټکل سينکيانگ کېداى شي، د کاشمير او کاشغر... غوندې له "کاس" يا په بله وينا ساک سره اړوندي ولري، ځکه چې پېړۍ پېړۍ د ساکو او ساکي ټبرونو (خوتنيانو،کوشانيانو، يپتليانو...) تر واک لاندې وو. (کولينز ډېکشنري ٢٧٧ مخ). داسې برېښي چې هنديانو دغې سيمې ته لوى چين (ماچين، مهاچين) وايه او کاشغر و خوتن، تورفان او نورې برخې پکې راتلې. له همدې کبله زموږ په فو لکلور کې "چين ماچين" د يوه هېواد په نامه ياد شوى دى، يا په دې پارسي شعر کې:

خوشاشهر ايران و ايرانزمين
 که يک شهر آن به ز ماچين و چين

(دکتور جاوېد، آريانا "برون مرزي، شماره اول، ص ١٣)

د دکتور معين (ج٥ ص ٤٧٥) د شننې له مخې چيني تورکستان پر ختيز تورکستان يا ختا او شمالي تورکستان يا خوتن وېشل کېږي او کله هم دواړې برخې د خوتن په نامه يادي شوې، خو په اسلامي پېر کې ټول چيني تور کستان په تړښتي (ترکيبي) نامه "ختا و ختن" هم نومول شوى دى. په دې توگه يې چين و ماچين يا چين ماچين هم ورته نو مونه دي.

--**--**--

پاره ۱۹ام

ختن، خوتن، Hotan, Khotan, Hotien

این ساحه ترکستان چینی (سينکيانگ) در بین تکله مکان منطقه ژرف و  سرسبزی هست که در اطراف و اکناف  دریای موسمی یا سیل بر ختن قرار دارد .  در دوران ادبیات کلاسیک  خٌتن ؛ ختا هم ذکر شده است، چنان که خوشحال می گوید :
با دیده گانم دیدم دوشیزه گان پشتون

آن که ترک ختا ستایند در خطا است .
 گاهی خٌتن بخشی از ترکستان شرقی و یا  همه ترکستان نامیده شده و گاهی  منطقه های شمالی آن ختا و باز در دوره اسلامی ختن و ختا به هردو بخشی آن گفته شده است ،
معين (ج٥ ص ٤٧٥).

البته ، هر آنچه در پیوند زیبا رویان، آهوان ، غزالان ، نافه و مشک افسانوی  و اسطوره یی  ختن مالامال از ادب و فولکلور پشتو ، پارسی و زبان های پیرامون می باشد ، ناشی از زیبایی های بی حد ساک های آریانی و کوچیان اروپایی الاصل "تخاريان" و هم  کوشانيان – يفتليان ساکی نژاد می باشند . چینیان یا مغلان ترک ، اویغور ، قرغز و دیگران که تا پس از سده هشتم عیسایی در این جا ساکن شده اند ، نوشته ها و سند های زبان میانگین ساکی "ختن ساکي" هم از منطقه های ختن و حومه آن "تومشوق" به دست آمده است .

(ديکشنري کولينز ،صفحه ٧٤١ و بحث های پیرامونی این اثر  ).

-*-*-*-

۱۹- پړوکی

ختن، خوتن، Hotan, Khotan, Hotien

دا سيمه د چيني تورکستان (سينکيانگ) په منځۍ کې د تکله مکان د شامو دښتې يوه گړۍ (واحه) ده چې د خوتن موسمي سيند يا خوړ شا و خوا غځېدلې ده. په کلاسيک ادبي پېر کې خوتن، ختا هم بلل شوى دى، لکه چې خوشال وايي:

پښتنې نجونه مې ولــــــيدې په سترگو
څوک چې تورکې د ختا ستايي خطا دي

معين (ج٥ ص ٤٧٥) کله خوتن د ختيز تورکستان يوه برخه يا هم ټول تورکستان بلل شوى او کله يې شمالي برخه ختا او بيا هم په اسلامي پېر کې خوتن و ختا دواړو برخو ته ويل شوي دي.

هر گوره، کومې افسانې او اسطورې چې د خوتن د ښکليو، هوسيو، کبليو و نافې او مشکو په اړه ترې د پښتو، پار سي او نورو شا و خوا ژبو ادب او فولکلور ډک دى، د آرياني توکمو ساکو او اروپايي آريو کوچيانو "توخاريانو" او بيا ساکي توکمو کوشانيانو – يفتليانو له بې کچه ښا يست ښکلا څخه سرچينه اخلي. چينيان يا تورکمغولي، اويغور، قرغز او نور خو تر اتمې زېږدي پېړۍ راوروسته دغلته مېشت شوي دي؛ د منځنۍ ساکي "خوتن ساکي" ژبې ليکلي لاسوندونه هم له خوتن او څرمې سيمې "تومشوق" څخه لاسته راغلي دي. (کولينز ډيکشنري، ٧٤١ مخ او د دغه اثر اړوندې سکالووې).

--**--**--

پاره -٢٠ ام

خوراسان-   Xvar-āsān>Xor-āsān

اسمی با مسمای مبهم

از عباسيان تا داعشيان و...؟

۱-  خراسان  به عنوان اسمی بازيافته

با اين که نامواژۀ (خراسان) به منزلۀ ترکيبی از (خور-) و (اسان) در هيچ يکی از سنگنبشته ها و نگاشته هايی از هخامنشيان تا ساسانيان سراغ نگرديده، بل هر دو جزء متشکلۀ  آن در هر سه دورۀ باستان- ميانگين و نوين  افزون بر پارسی ، در ساير زبان های آريانی و آريايی به شکلی از اشکال شناسايی شده اند ، ولی در زبان عربی به مثابۀ وامواژۀ  هزاروسيصد ساله با همين لفظ و معنا از دورۀ باستان (عيلامی-عبرا نی) تا امروز پا برجا مانده است، همين که در آوايل دين اسلام عر ب ها آن را با خود آورد و در اذهان ما بار ديگر  زنده گرديد ،  بنابرآن پژوهشگران آريانشناس  چی داخلی و چی خارجی را  هرچه بيشتر به موجوديت عين واژۀ ترکيبی در پارسی باستان باورمند ساخته است..

آريانشناسان  باخترزمين از جمله  (براندنشتاين) و (ماير هوفر) در اثر مشترک شان (( کتاب دستی پارسی باستان)) خراسان را، ترکيبی از(خور-) به معنی (خورشيد) و( سان)  به معنی اسمان  و معنای  آن را جمعا (خاور و مشرق ) يا به اصطلاح نو يسندگان ما و يا عرب ها (مطلع الشمس) شناسايی کرده اند.

(آس) و (اس) به معنی  (سنگ) در واژه های پارسی نوين آسياب ، دستاس و خراس ( آسيابی که توسط چهارپايان بوېژه مرْکب ها فعاليت مي کرد ) ديده می شود ...؛ آسان (āsān) در اصل به مفهوم سنگ بوده به اين معنا که گويا آسمان از سنگ ساخته شده است؛ (آسان) که در پارسی نوين باالف ممدوده  معنی (سهل) را به خود گرفته و در بيشترينه زبان ها به شمول پشتو با الف عادی تلفظ می شود، در واقعيت  الف آغازی نقش (الفه نيگتيوم) رابازی کرده است يعنی آن چه ضد سنگ است.( برای آگاهی هرچه  بيشتر افزون براثر يادشده ، به نوشتۀ پوهاند زيار مختصرې پيرامون وجه تسميۀ خراسان ، گاهنامۀ خراسان  اکادمی علوم افغا نستان، سال ١٣٦٢نيز مراجعه شود).

و اما  خراسان به عنوان مسمايی مبهم؟

در اين شک و ترديدی نيست که اگر عرب ها  نامواژۀ  جغرافيايی(خراسان) را هزار و چند صد سال پيش از هخامنشي ها  وام نمی گرفت و آن را بر مناطق مفتوحۀ شان در آريانای خاوری يعنی سرزمين ماانطباق نمی دادند، هرگز چنين يک اسم و مسما جمعاٌ  برهان وجودی نداشته و امروزه از سوی جدايی خواهان کوته انديش ما مورد سوء استفاده قرار نمي گرفت ؛ تفاوت شان با گروهی تروريست عربی ((دا عشيان)) تنها همين قدر است که اين ها برخلاف اسلاف عباسی کشورهای شامل پلان و پروژۀ  خود را به اِمارات تقسيم نه نموده ، بل هرکدام را به صورت کل به نام  ((ولا يت)) ياد کرده اند ، از قبيل (ولايت عراق، ولايت شام، ولايت مصر...) و دراين راستا  سرا سر کشور مارا نيز به نام ((ولايت خراسان)) نام گذاری کرده اند.

ازآنجاي که خلفای آموی-عباسی واحدهای اداری کشورهای مفتوحه را به نام های امارات دسته بندی ونام گذاری مي کرد و در رأس هر يکی ازآن ها شخصی مورد اعتماد را به نام  ((امير) ازاهالی بومی آن طی فرمانی  می گماشتند. به همين  منوال  لشکر اسلامی پس از فتح پارس و تقسيم آن به امارات مختلف ، به  نوار مرزی ، که از دورۀ باستان  تا دورۀ  نوين تاريخی- زبانی آريانی  همواره مورد تنازع بين پارس و باخترزمين  بوده و دست به دست مي شد ، رسيدند، با استفاده از وامواژه پارسی باستان  ((خراسان))  آن را به نام  ((امارت خراسان)) ناميدند.

 به تعقيب آن هر منطقه که زير بيرق اسلام قرار مي گرفت، عين نامواژۀ اداری را  بر آن تطبيق مي کرد ، چون امارت سيستان، امارت وادی هلمند وارغنداب، امارت غرج وغور، زابل، غزنه و غيره. به اين معنا که در رأس آن اميری  قرار   دا شت وهر امارت به گونۀ  نيمه خودمختارعمل می کرد و  نزد خلافت  بغداد جداگانه  مسؤوليت اداری و سياسي داشت ، ولی در برقراری روابط علمی و فرهنگی با ديگرامارت ها کاملا آزاد بوده اند.                                                     ازآنجایی که از سوی خلافت بغداد نخستين امير امارت  خراسان اسماعيل بن احمد سامانی (۸۹۲-۹۰۷م )  مورد تصويب  قرار گرفته بود، بنام ، ((دولت!)) سامانی و سامانيان ياد شده که مرکز آن بخارا بوده و سمرقند ، خجند و فرغانه از شهر های اقتصادی و فرهنگی آن  به شمار ميرفتند.ولی،چنانچه گفته آمديم، امارت خراسان ، باوجود اين همه پيشرفت و شگوفايی علمی-فرهنگی ،  نسبت محدودۀ کوچکی جغرافيايی که تنها و تنها بخشی از نواری مرزی کشور آن زمان مارا تشکيل داده بود، هرگز نمايانگر تمام عياری دورۀ ميانگين تاريخ  (۲۰۰پيش ترسايی-۸۰۰ ترسايی) سرزمین ما شده  نمي تواند.

دکتور محمد معين (فرهنگ فارسی ، ص ٤٧٦)  خراسان را چنين به معرفی مي گيرد :

(( در خراسان سابق (ايا لت خراسان ايران کنونی ) و.مناطق جنوب شرق و شمال شرق  افغانستان کنونی تا ماوراء النهره را در بر مي گرفت. به عبارت ديگر ، خراسان کنونی ولايت (اُستان) نُهم ايران است که در شرق آن افغانستان و در سمت شمال آن ترکمنستان موقعيت دارد ، در جنوب آن کرمان و سيستان و به طرف غرب آن گورگان (گرگان) قرار دارد ، وسط آن مشهد بوده  و کاشمير يکی از شهرستان های آن به شمار مي آيد، دريای مشهور هريرود نيز در آن سو جريان دارد . ))

غبار (افغانستان در مسير تاريخ ص۳۹۲) خراسان را به حيث يک ولايت حاکميت امپراتوری ابدالی  شمرده، مي افزايد:

 ( در غرب افغانستان دولت قاجاری ايران الۀ سياست استعماری انگليس شده و در صدد تجزيۀ  ولايت خراسان  از افغا نستان بود) .

رهپوی طرزی مدعيست : (( پس ازآن که امارت خراسان رو به زوال رفت ، زمينۀ ايجاد امارت اسلام گرای غزنه  فراهم  گرديد . در اين جا  پس از سقوط سامانيان  و با به قدرت رسيدن غزنويان، فضای سخت گيری و تعصب دينی به شدت اوج گرفت. در زير اين  فشار، همه ديگر انديشان از معتزله تا، اسماعليه و شعيۀ (پيروعلی)  و ديگر و ديگر... قرار گرفتند. کتاب های فلسفی به آتش کشيده شدند. بر فلسفه مهر رد زده شد((... 

البته در اين ارتباط امارت خراسان الگوی مناسبی برای  همه امارت های ياد شده، به ويژه  امارت  همزبانش،در محدودۀ شهر غزنه،  امکانات زيادی وجود داشت ، ولی تنگ نظری مذهبی دراين امارت بيشترينه مانع همکاري ها در زمينۀ علوم مثبته گرديد.از دانشمندانی همچون ابوعلی ابن سينای بزرگ دارای  شهرت منطقوی و جهانی رانمي توانست تحمل  کند؛ تنها ابوريحان البيرونی خوارزمی استثنأ به دربار غزنوی راه يافته بود، حتا در زمينۀ شعروادب. به اصطلاح  برای چند  صد شاعرمديحه سرا جايی وجود داشته است، برای يک فردوسی شاعر توده هاو قهرمانان عجمی اش نی!

 اين که خلافت عباسی   پس ازآن که امارت غزنه را تأسيس نمود، حسب تعامل و واژه نامۀ اداری اش سبکتگين را به نام  اميردر رأس آن به  حيث امير تصويب  نمود.  و بعد از در گذشت او فرزندش محمود را نيز به نام (امير) مورد تصويب قرار داد..ولی  شعرأ و مؤرخين دربار ((محمود)) را برخلاف ترمينالوجی اداری  خلافت اسلامی، لقب ((سلطان)) داده، و  با فتح ((سومنات)) لقب ((بت شکن)) را به آن افزودند، آن هم به اين بهانه که گويا از سوی خليفۀ عباسی مورد شادباش و ستايش قرارگرفته بود. از بد بدتر اين که عين (( غلط مشهور)) به عنوان ميراثی به تمام اخلاف دود مانش  گسترش داده، به نام ((سلا طين غزنوی)) تبليغ و ترويج  نمودند ؛ بدون اين که  نزد خلافت رسميتی داشته و خطبه را به نام خويش بخوانند.

شگفت انگیز است که برعکس ، تاريخ نويسان  معاصرافغانی خود ما، شاهان محمدزايی را از دوست محمد خان تا امان اله ((امير-))  ناميده اند ، درحا لي که مؤرخين غربی به شمول خاورشناسان   همه یی اينان را(King) خوانده  و نگاشته اند!

]← از لکچرهای دکتور شارل کيفر، عضوِ علمی مرکز پژوهش های خاورشناسی فرانسه، درپوهنتون برن (۱۹۷۰) افغانشناس وصاحب تاليفاتی در زمينه، به شمول پژوهش هايش در زبان های پارسی، پشتو، واخی،اورمری و پراچی[

 به هر روی ، اگر  قرار باشد، تاريخ نگاران مان را از  بيماری غلط مشهور و سردرگمی وارهانيم، برهۀ ميانگين تاريخ سرزمين ما (از۲۰۰تا۸۰۰ پیش از ترسايی) را به نام دورۀ  ((باختر-سکايی))  و يا ((سيت و باختر)) نام گذاری کنند. چې امپراتوري های گريکوباختر، سکايی ،سيتوپارت و يفتل-کوشانی در جنب (پارسيان، ميديان، پارتيان و اوستاييان) به شاخۀ پنجم آريانيان ((ساکه)) ارتباط زبانی- تباری داشته که پشتون ها و پاميري ها به شمول (اسيتيان قفقاز) و داهيانِ داهستان (داغستان) از احفاد آن به شمار مي روند[ص ۶۰-۱۲۷ کتاب اتنولنگويستيک يادشده از پوهاند زيار]

 

تاجيکان کي ها اند؟

همان سان که کيفر مي نوسد، واژۀ تاجيک همانا شکل متحول ((تاژيک)) و آن به نو بۀ خويش مصغر (تاژی= تازی= عرب) شناسايی کرده که  از سوی ترکتبارها به آن گروهايی از مردم پارسی زبان نسبت داده شده، آن هم  از نيت سوء و يا سوء تفاهم که گويا بازماندگان تازيان (عر بها) بوده اند. ولی  اينان رسوبی ازآن نظاميان شناسا يی شده اند که باری نخست در جنگ با يوناني ها در آغاز دورۀ ميانگين (سدۀ سوم پيش ترسايی)، و باری دوم در رويا رویی باعربان در دورۀ نوين آريانی يعنی (سدۀ  هشتم ترسايی) شکست  خورده ، از آريانای جنوب غرب شيراز و اهواز به آريانای شما لشرق (باکتريانا)  يعنی آن سوی دريای  سيحون و جيحون يا ماورا لنهر پناهنده شده اند.يگانه عاملی که ايشان را  گردهم آوردند ، همانا  زبان پار سی و در قدم دوم  رشد وارتقای  فرهنگی آن بوده که با شناسايی اش به عنوان زبان دوم اسلامی، در نتيجۀ  مبارزات ازادي خواهانۀ مردم ما به سرکرده گی ابو مسلم غوری، يا به اصطلاح عرب (خراسانی))، قاين هراتي و غيره از سوی خلافت عباسی درنيمۀ سوم سدۀ هجری از چنين يک فرصت طلايی برخوردار گرديد.

ناگفته نبايد گذاشت که گويش ((تاجيکی)) با مشخصه واژۀ ((بلی)) در برابر ((آری)) گويش ديرين پارسی بوده،که امروزه افزون به هرات ، هزاره جات، مرکز غزنی، برکی برک، حصارک، سبيد سنگ... ولايت لوگر، جزيره های کوچکی در شهر های ارگون ،گرديز وغزنی را شامل مي گردد.

 تاجيک هاي که از دير باز، از زمان امارت  تا اين آواخر، با استيلای امپراتوری تزاری و به ويژه  نظام شوروی  بيش از پيش با عين  گويش  پارسی از سمرقند و بخارا  و سپس تاجيکستان ، به دومين هجرت  دست يازيدند ، به اين سوی آمو کوچيده، صفحات شمال افغا نستان از قطغن و بدخشان و دره های اين سوی هندوکش، پنجشير، کاپيسا، پروان  و کوهدامن ترويج  دادند؛ تا گويندگان مرکز پايتخت، به منزلۀ نقطۀ تقاطع  هر دو گويش، همين وارينت (بلی) را در زبان  نوشتاری پارسی افغانی، يا به اصطلاح (( دری)) ارزش معياری  بخشيده، نامواژه که  برخی از نويسندگان، بويژه، خامه پردازان  پرسنايز شدۀ پشتون  تبار بر بنياد آن،  خلاف موازين انکار ناپزير زبانشناختی و گويش شناختی،  صرف همين صفت يا لقب پارسي نوين رامنحيث ((زبانی)) مختص افغانی ومستقل از پارسی ((ايرانی)) قلمداد مي کنند!  (اندراين با ره، و نمودار تقسيم فونيتيک مر بوط صفحات ۵۵۱-۵۵۳ کتاب  و نيز مقالت ويژه دکتور زيار: از دری تا پارسی).

گويش پارسی تاجيکی نه تنها از نگاه تاريخی-جغرافيايی بل از ديدگاه  زبانی- فرهنگی نمايانگر تشخص و هويت  جميعتی خاصی  از پارسی زبانان که در محدودۀ کوچکی جغرافيايی يکی از امارات خلافت شمالشرق پارس و شمالغرب  افغانستان آن زمان قرار داشته است. از عناصر سازندۀ يک ((ملت- دولت)) شده نمي تواند.

اين نکته نيز درخور يادآوريست که افزون بر گويندگان پارسی در امتداد اين امارت گروه های ديگری زبان-تباری نيز ميزيسته، به ويژه  پشتو زبانها که از مرو تا بالا مرغاب و هرات... از زمانه های دور زبان مادری شان را نگهداشته و ازآن به بعد تا سلطنت امير عبدالرحمن خان  هنوز دستخوش پرسنايزيشن  نگرديده بودند. همچنان اقليت های خورد و ريزۀ  بقيۀ پارسی زبان محلات ديگر کشور ما، چی درچارچوب امارت ها و چی خارج ازآن ها مربوط امارت خراسان نمي شدند.

به منزلۀ نام ((غلط مشهور))

الفنستن (١٥٨) در زمينه چنين ابراز مي دارد:

''  خراسان ، نامی که از سوی برخی از تاريخ نويسان  بر همه کشور اطلاق مي شود " درست  نمي باشد، زيرا  کاملاٌ روشن و مبرهن است که همه سرزمين افغا ن ها در  چارچوب خراسان قرار نداشته و از سوی هم در يک بخشی بزرگی اين منطقه افغا ن ها بود و باش ندارند... ‘‘ .

با آن که الفنستن  هنگام  نگارش و نشر اثر مشهورش (گزارشی از سلطنت کابل در سال ۱۸۱۵ ) هنوز برخی از مناطق خراسان جزء قلمرو امپراتوری ابدالی- افغانی بوده اند.

آری، اين تاريخ نويسان کوته انديش ما بوده که  زير تأثيرترمينالوجی گمراه کنندۀ  اداری  عربان در دوران خلافت بغداد افزون به امارت خراسان و به تعقيبش امارت غزنه همه مناطق ، به زبان ديگر ملک ا لطوايفي های مسلمان شده نيز به نام (امارت ها) ياد کرده مانند سيستان، هلمند و ارغنداب، غور و غرج...و از بد بدتر اين که همه را مربوط امارت خراسان قلمداد کرده اند.

] همچنان دراين ارتباط به سلسله مقالات  علمی- پژوهشی از دکتور نوراحمد خالدی نيز مراجعه شود که دراين تازگی در وبسايت های دعوت، تاند و  افغان- جرمن  به نشر رسيده اند.

-*-*-*-

 

۲۰- پړوکی

خراسان، خوراسان Xvar-āsan>Xor-āsān

ايا (خراسان) له خپل لنډ تنگ نومولي (مسما) سره د ((آريانا-افغاستان)) د منځمهال پېر هېو ادنی نوم کېدای شي؟

له وييز(لغوي) او بيا آرپوهيز (ريشه شناختی) پلوه خراسان يا خوراسان د يوه زاړه تړښتي ويي(واژۀ ترکيبی) په توگه د(لمراسمان= لمرختيځ=مطلع الشمس) مانا درلودلې او د پخوانيو پارسيانو له خوا په همدې جاج نومول شوی چې اړونده سيمه له( آريانا) زاړه پېره رانيولې،تر (کوشاني- يپتلي) منځمهالپېر او بيا تر(ابدالي) وسمهالپېره  زموږ  په ختيځ کې راغلې ده.

 د (خور-) اوېستايي انډول hvar- دى. هندي svar-، لاتين *sāuel->sōl. په اهورا کې هم ورته توکى اټکلېداى شي. په پارسي آسياب، دستاس، خراس (په څارويو په تېره خرو سره گرځېدونکې ژرنده....) کې هم اوس له دويمې برخې سره اړه لري او اسان asān له آره د سنگ (تيږي) په مانا دى او په دې انگېرنه چې اسمان له ډبرې رغېدلې، يا ورسره ورته برېښي، نو د asān- دغه دوېمه مانا اسمان ده. په اوېستا کې āsān- او āsman- دواړه د تيږي په مانا دي. هندي asan- او asman- "تيږه، اسمان". په اکا شواڼى (راديو) کې (اک) له (اس-) سره همآرى دى.

زړه پارسي asan- او سasanga-, "تيږه" او اسمان asman- "آسمان" چې منځنۍ او نوى پارسي انډولونه يې سنگ او آسمان دي او سوغدي sng چې ورته وينگ لري.

(رايښلت ٤٢٢، ماير هوفر ١٠٧ مخ، دکتر معين، فرهنگ فارسي، ج٥ اعلاام ص ٤٧٦). خوارزم (زړه پارسي Uvarazmī) د هخامنشيانو له شمال ختيزو لتو څخه وو، هم خور- بنسټ لري،که څه هم ټول نوم "خپله واکمني" هم مانا شوى دى. (براندنشتاين، ١٥٠ مخ) د خراسان Xor-asan آره Xor "لمر" او اسان asan "اسمان" ده او په دې توگه ټوله مانا يې "ختيځ" راځي. اسمان دلته د څنډ (افق) جاج ښندي يا په بله وينا، هغه ځاى يا اسمان چې لمر ترې راپورته کېږي. (د زياتې شننې لپاره، زيار،  مختصرې پيرامون وجه تسميه خراسان، مجلۀ خراسان ١٣٦٢ل).

خور Xor- له پښتو nwar (د نمر، لمر... تر څنگه) سره گډه آره لري او پارسي انډول خور او خورشيد ورسره کټ مټ سمون خوري، مهر يې بيا له پښتو مېر(لمر) سره نژدې برېښي چې آره يې د لمرخداى )ميترا ، مهترا ) سره اړخ لگوي (مورگنستيرن، nwar، ٥٤).

موږ په (۶-۹)  څپرکو کې د پښتو او پښتنو کرښپل له آريانا او باکتريانا تر ساکستانه راورساوه.  بيامو پر دې رڼا واچوله چې پښتنو خپله ساکي، او ورپسې يې له پارتيانو سره گډه (سيت و پارت) اېمپراتوري پر مخ يوړه. دا سمه ده چې هغه يوه پېړۍ مو د آشوکا په مشرۍ هندي  موريايي تربورانو  پر وړاندې بايلله،  خو پېړۍ روسته زموږ نژدې سکه تربورانو (کوشانيانو- يپتلانو) هغه له سره هغه راورغوله. هغه څو پېړييز ټولواکمني پېر چې د عربو له راتگ سره تېر شو، نو چار ناچار موږ ټولو ساکه ټبرونو سيمه واکيو ته مخه وکړه. په درېيمه اسلامي پېړۍ کې ، که څه هم  هغه گردې سيمه واکۍ ښه ترا پرلغښتې او پياوړې شوې، خو د بغداد خلافت  په اوېجه کې راغلې. څو چې مو تر آمويانو را روسته له عباسيانو سره سياسي جړه راغله، د ابو مسلم خراساني په سرغندويۍ ازاديپال غورځنگ پيل شو. هرگوره، لومړۍ پايله يې دا شوه چې خلافت د عربي تر څنگ پارسي ژبې ته د کارونې اجازه ورکړي. څنگه چې دغه ژبه، دپښتنو، کوردو، بلوڅو او نورو لپاره د ((دويمې اسلامي ژبې))  په توگه،  نه يوازې د منلو وړ وگرځېده،  بلکې تر ننه پورې يې  دا ۱۱- ۱۲ پېړۍپه پالنه کې، د مورنيو ژبو په بيه، کارنده برخه واخېسته.

همدا پارسي ژبه وه چې له يوناني او بيا عربي لښکرو له لاسه له خپلو ويونکيو سره ختيځ او شمال ختيځ خواته رالېږدېدلي او تالا ترغۍ شوي ساساني پاتشوني ((تاژيان يا تاجيکان ))  په لسمه زېږدي پېړۍ کې تر يوې واکمنۍلاندې سره ټول راټول کړل. داچې بنسټگر يې اسماعيل بن احمد ساماني (۸۹۲-۹۰۷ز) وو، نو  دغه  امارت د ساماني او سامانيانو ((دولت)) په نامه ياد شو.

پلازمېنه يې بخارا وه او سمرقند، خجند او فرغانه يې له غورو اقتصادي او فرهنگي ښارونو څخه گڼل کېدل. خو له هغې ټولې سمسورتيا او نومورتيا سره يې زموږ د هېواد ډېره نرۍ سرحدي  تراړه رانغښتله.  دا بېله خبره ده چې تاجيک ليکوال بهرالدين دروېش (۸۱۰ مخ) د  منځني (سا ساني) او ان زاړه (هخامنشي)  پېر  بياتاندتيا(رنسانس) ارزوي او په دې لړکې ليکي:

دغه ښارونه او همداراز  بلخ و هرات د تاجيک قوم له مېشتځايونو څخه بلل شوي چې راروسته يې گرگان او تبرستان هم لاندې کړل او د ايران آذربايجان او کوشنۍ اسيا سوېل لوېديزې سيمې يې هم ونيولې او تر ری او اصفهانه يې لښکرې پرمخ ولاړې. بيا زياتوي: سامانيانو د طاهريانو(۸۲۱-۸۷۳) په توپير، دا ښه ترا نگېرلې وه چې د زړو دودونو جالونو له بيا راژوندي کولو پرته د هغې نوې واکمنۍ سمبالتيا او ټينگتيا ناشونې ده، که څه هم وار له واره ورته د داسې هڅو  پرمخوړنه  پوره گرانه پرېوتله او ناوړې پايلې يې راټوکولای شوې. په دې توگه سامانيانو له ازاد دينۍ کارواخېست، تر دې چې زرتشتي دينپالنه هم له کوم بد غبرگون سره نه مخامخېدله. بلخوا يې په عربي ژبه د ادبي او فرهنگي هاندوهڅو ترڅنگه  د دري پارسي هغو مخنيوی هم نه کاوه او په دې ډول يې  د خپلو نيکونو ژبه په خپله اوېجه (قلمرو) او گاونډو سيمو کې ورو ورو رادود او پراخه کړه.

ښاغلی دروېش(۸۱۲مخ)د هغو نومياليو پوهيالانو اوفرهنگيانو کارنامې د تاجيکانو له سترو برياوو او وياړونو  څخه شمېري چې  د سيمې او نړۍ پر کچ  يې نوم و نښان گټلي وؤ، لکه:: محمد در رياضيات، طبيعيات، محمد زکريای رازی در فنون طب، کيميا، فلسفه، فارابی در علوم حکمت، بلاغت، فقه، نظام الملک درامور نظری و عملی سلطنت داری، عمر خيام در ساحات علوم دقيق،فلسفه، طب، اخلاق، نجوم، رياضيات، رباعيات جاويدانه، نصير طوسی در فلسفه و نظام شناسی و علوم انسانی، محمد غزالی در فقه و فنون ديني و شرعی.

د پوهاند تږي په ټول کتاب کې خراسان هسې د افشار يزدي (٢١١) په  تړاو تش  يو ځل ياد شوى دى، که څه هم په نومليک کې يې  سريزه ليکونکي په ناسم ډول شپږ ځلې راوړى دى.  

تږی د ايراني محمود افشاريزدي د اپلتو (چرندياتو)  په تړاو چې هو بهو يې راخېستې او بيا يې د يوې کابلۍ ساده گړنې "بلا کوي" تر څرگندونې روسته ليکلې غونډلې داسې راژباړي:

"کوم هېواد چې د افغانستان په نامه يادېږي او د ايران د شرقي سيمې په يوه برخه او د خراسان په ولايت کې جوړ شوى دى، په تاريخ کې سابقه نه لري... او څرنگه چې يو شمېر افغاني امراوو د نولسمې پېړۍ په وروستيو وختو کې په دې سيمه باندې تسلط پېداکړى او يوڅه موده يې حکمراني پرې کړې ده، نوله دې امله داځاى دافغانانودولت او وروسته افغانستان بلل شوى دى".(پښتانه،٢١١-٢١٢) ټيک همدلته ورته د افشاريزدي دغه سپکو ورکو هم يوه ډېره ښه پلمه په لاس ورکولاى شوه چې اوسني ايراني "خراسان ايالت" يا "استان" د پخواني لوى خراسان د يوې کو شني پاتشوني په توگه په سترگو کې ورننه باسي او بيا يې پر ١٧٤٧ کال نوى ارت و بيرت "افغانستان" ځاينا ستى ورزباد کاندې.( همداراز← د تږي د اړوند اثر ارزونه، ۶- څپرکی،۱- پړک، ۴پړوکی)

هرگوره، افشاريزدي له هغو سوگند خوړلو افغاني- پښتني دښمنو ژورناليست ډوله ايراني ليکوالو څخه دى چې په سا زماني توگه يې په خپل نامه نومولې خپرندويه دستگاه د ورته انگروزو لپاره له ښايسته ډېر مهال راهيسې په ايران کې پر کاراچولې او د "بېلتونپالو" افغانانو د غوټو هوارو نې خورا پر زړه پورې منځۍ گرځېدلى چې د نجيب مايل هروى يو زهرژلى اثر يې له تازه خپرونو څخه گڼل کېږي. (د زياتې څرگندتيا لپاره د شمشاد شپږ مياشتنۍ ١-٢ گڼه، د زيار ليکنه).

دکتور معين (فرهنگ فارسي ٤٧٦ مخ) داسې : په پخواني خراسان کې اوسنى ايراني خرا سان ايا لت او (د اوسني افغانستان) سوېل لوېديزې او شمال لوېديزې سيمې تر ماوراء النهر راتلې. اوسنى خرا سان د ايران نهم ايالت (اُستان) دى چې ختيځ ته يې افغا نستان او شمال ته يې تورکمنستان پروت دى، له سوېلي خوا په کرمان او سيستان او له لويديزې خوا په اصفهان او گورگان (گرگان) پورې نښتى دى. منځۍ يې مشهد دى او کاشمير يې يو له ولسواليو (شهرستانونو) څخه گڼل کېږي. نوماند افغاني سيند هرير ود هم هغې خواته وربهېږي.

هرگوره، زموږ ډېری تاريخ ليکوال پر دې ټينگار لري چې خراسان له لرغوني پېر (آريانا) روسته، يانې له پېنځمې پېړۍ  تر نوي افغانستان (١٧٤٧ز) زموږ دهېواد نوم پاتې شوی، سره له دې چې له جغرافيايي پلوه يې ډېر لنډ تنگ را پېژني.

د تاريخي جغرافيا ليکونکی سنگروال (۴۲۰- ۴۲۶) پر خپل وار تر افغانستان له مخه پر خراسان ښايسته ډېره رڼا اچولې چې داسې يې رانچوړلای شو:

د پوهاند جيلاني د اخځ له مخې، خراسان له آره يوه لنډه تنگه اوېجه رانغښته  چې څلور برخې يې درلودې:  نيشاپور- مرو- هرات- بلخ.

د آريانا دايره المعارف د پېنځم ټوک له مخې دا ويی يا نوم له ساساني پېره رادود شوی بولي او د استاد حبيبي لنډ تار يخ پر اخځ ليکي:  د په لومړۍ اسلامي پېړۍکې د عربو برياليو لښکرو د خراسان او مروې تر منځ او له سيستانه د ارغنداو تر ناوې پورې را ر سېدلي ول.  په دې لړکې د بلاذري پر اخځ  دخراسان  رو ستی پراختيايي پړاو له دې سيمو سره راښيي:

نيشاپور، هرات، مرو، بلخ، اموپورې غاړې سيمې، خوارزم، سغد، طبسين، قهستان، خدر، جوين، بيهق، سرخس... طوس، بادغيس، پوشنج، بخارا، ترمذ، سمرقند، او فارياب تخار، طالقان.

غبار (افغانستان در مسير تاريخ۳۹۲)  خراسان د ابدالي ټولواکمنۍ د يوه ولايت په توگه يادوي: (در غرب افغانستان دولت قاجاري ايران الۀ سياست استعماری انگليس شده و در صدد تجزيۀ  ولايت خراسان از افغا نستان بود)).

الفنستن (١٥٨) وايي: "کوم نوم چې د اړوندو استوگنو له خوا پر ټول هېواد اطلاقېږي، هغه "خراسان" دى، خو څرگنده ده چې د دغه نوم کارونه سمه نه ده، ځکه يو خوا د افغانانو گرد ټاټوبى د خراسان په بريدونو کې نه راځي او بلخوا د دغې لتې په يوه غوره برخه کې افغانان نه اوسي ".

په دې کې هم څه اړنگ بړنگ نشته چې له سيستان ، هېلمند، ارغنداو، غور اوکسې غره نيولې تر تاريخي هندي پولو پورې ډېری  پښتني سيمه واکۍ او ټبرواکۍ هغه مهال په خوراسان کې نه دي شمېرل شوې.  داهم يوازې د عربو او په تېره د بغداد د خلافت له خوا يو هسې ((غلط مشهور)) شوی نوم  دی او په رښتيني(واقعي) ډول پخوانی  افغانستان لاڅه چې اوسنی دايې هم نه رانغښته. خو عربي سرچينو په ناسمه توگه، نه يوازې ساماني امارت او ورپسې ((غزنوي)) هغه دخراسان اړوند بللی، بلکې  د پارس او هند ترمنځ درسته  اوېجه يې هم په همدې نامه نومولې وه.

تر دې چې پښتنو هم په ناگاهانه توگه د دغې راتپلې او غلطې مشهورې نومونې تر اغېز لاندې راغلي او داسې يې منلې او دود کړې چې گوندې رښتيا هم خراسان له جغرافيايي پلوه تر لومړي تاريخي "آرياني پېر" را روسته له  اتمې (مز) پېړۍ رانيولې، د نوي افغاني دولت "افغا نستان" تر بنسټ اېښوونې پورې زموږ د هېواد پراوسنيو شمالي او سويل لويديزو سرحدي سيمو سربېره  د ساماني واکپېر ماوراؤالنهر او د لويديز ايران هغه لتې هم را خېستې چې راروسته د ابدالي ټولواکمنۍ له رغندو ټوکونو شمېرل کېدې او د صفويانو په وخت کې ان کندهار هم په خراسان کې راته!

په هره توگه دغه ناسم نوم  و نومولي زازو، دپښتنو زړه او ذهن ته هم لار موندلې، خپل هېواد او ټاټوبى يې گڼلى وو او  له دې سره يې دا لنډۍ راپنځولې دي:

پر هندوستان مې گل کرلى

پر خراسان ولاړه يم بوى يې راځينه

د خراسان د سهار باده

پر جانان وايه د پردېسو سلامونه

ستر خوشال هم تر هند راپورې سيمه خراسان بللې ده:

دا څو لارې پر سرحد د هندوستان دي

نورې لارې پر سرحد د خراسان دي

خو له دې سره دا پوښتنه زازو، رامځته کېږي چې:

 ايا (خراسان) له خپل لنډ تنگ نومولي (مسما) سره د((آريانا-افغاستان)) د منځمهال پېر هېو ادنی نوم کېدای شي؟

 په تېره بيا چې نن سبا  دهماغه تورکتوکمي ((افشار يزدي)) او نورو ورته ايرانيانو په لمس او ملاتړ(له (افغان او افغانستان) سره د نا سپېڅلې اخوان- ستمي ((شمالي ټلوالې)) ايرانپلوې  بېلتونپالي ډلې ټپلې غواړي،  د تاريخ څرخ پرشا وڅرخوي، پر نړيوال او ملي کچ  ټولمنلی دوه نيم پېړييز رسمي- دولتي ،او د تورکي نقشې له مخې درې درې نيمې پېړييز نوم (افغانستان) را وننگوي، او تېر هېر، هغه هم له آره يو ولايت هومره کوشنوټي (خراسان) يې ځا يناستی کاندې؛] دغه نقشه له همدې نامه سره چې هڅاند پوهيال او فرهنگيال شهسوار سنگروال د استانبول له موزيم څخه راکاپي کړې او ماترې مياشت پس ترلاسه کړه، نو مټې مې د کتاب پر پښتۍ چاپ کړای شوه[.

هو که هغه د ساساني، ساکي، کوشاني- يپتلي، او بيا هوتکي ابدالي ټولواکمنيو پخواني خراسان ورسره راخپلولی شوای ، بيا به يې هم پر سول و منطق ټيکاو لرلای او د ډېري- بومي پښتون ټبر په مشرۍټولو هېواد مينو لږکيو ورسره منلای شو، که نه دا توزنه هيله او ارمان يې:

((خوب دی، خيال دی او جنون))!!؟

-*-*-*-

پاره –٢١ ام

رخشانه ياروښانۀ (Rox̌ āna) پشتون- ساکی (سکايی) چگونه همسر سکندر مقدونی شد ؟

تک بیتی پشتو ( لنډۍ) منسوب به دوشيزۀ سهاک، يکی از عشيرۀ کنونی((سلیمانخیل))  باری نخست زير تصوير پشتی کتاب از سوی  نويسنده به چاپ  رسيده بود:

( يم خو سهاکه، ستانه نه يم

ښیرې مې وکړې، ژڼي وينې غورځوينه)

(منم سهاک ، نه روحاني – بد دعاکردم جوانان خون ميريزاند)

اگرانگيزۀازدواج سکندر مقدونی با رخشانه، جلب  پشتيبانی قبايل ساکه يا ساکان در فتح  قلمروی آريانای شمال شرقی و جنوب شرقی و سرزمين هند بوده باشد، همچنان انگيزۀ ازدواج سبکتگين با بانوی زابلی، و ياهم  هدف بابر از ازدواج با بی بی مبارکۀ يوسفزايی، در عين خط مطيع و پشتيبان  سازی افغانان سير نموده است .. به گونهء که بابر خودانگيزۀ خويشاوندی با يوسفزايی ها را آشکارااعتراف مینمايد:

(( براي آنکه مردم يوسفزايی هارااز خود سازم، به همين دليل دختر ملک شاه منصور را خواستگاری نمودم . زيرا آنان بحيث نمايندگان افغانان يوسفزايی به حضورم بارياب شده بودند...)). (← تاريخ حافظ رحمت خانی).

تصوير بالا که از روي  مجسمۀ رخشانه در اتن يو نان بردا شته شده در چاپ نخست کتاب با ( لنډۍ)  مربوط بر روی پشتی آن به چاپ رسیده ، ولی اين بار پيوست بازندگينامه اش آورده شده و روي پشتی عکس  دختر فيلمی که  چند سال پيش روی پردۀ   چاينال چهارم تلويزيون بی بی سی آمده،  جابجا شده است..

 البته در چاپ اول رخشانه بنابر  يادداشتی زنده ياد پوهاند جاويد دختر یکی از بزرگان قوم پامیري بنام '' اکسیارتس ''  شناسايی گرديده بود، ولی اینبار به استناد اثرانگليسی که برگردان پشتوی آن را از ترجمۀ اردوی بانو انجم سلطان شهباز،آقای قادر خاطر دراختيار مؤلف گذا شته، روشن گرديد که رخشانه دختر اکسيارتس يا وخيارتس (Oxyartes) يکي از سرداران. و به روايتی والی ولايت سغديانا مربوط دولت باختر(باکتريا)  بودهاست.

زنده ياد پوهاند حسن کاکړ، سابق استاد پوهنتون کابل می نويسد که ((آمو)) با نام يکی ازاقوام  سه گانۀ ساکه ((هومه ورگه < امو ورگه)) ارتباط داشته و پدر رخشانه  يکي از اراکين اداري منطقه یی يا  والی قلمرو باختر بود .

استاد مورگنستيرن Morgenstierne( Georg) خاورشناس شهير نارويژی بنابر دلا يل  آريانشناسی تاريخی و دوست شينواری بر بنيان  منابع باستانشناسی روسی درزمينه، اسلاف پشتونان، کوشانيان و يفتليان، به عبارۀ ديگر، نياکان  پاميريان به شمول آسيتيان قفقاز  ، در برگيرندۀ جمهوری خودمختار اسيتی فدراسيون روسيه و  به حيث ولايتی از  جمهوريت گورجستان،و نيز(داهيان) داهستان (دا غستان) جمهوری خود مختار ديگر روسی در ماورای قفقاز  ازباز ماندگان  شاخۀ (هومه ورگهء ساکی) بودند. بنابر تحليل  فونيتيک -اتمولوجيک آريانشناس يادشده زبان پشتو همراه  با دو زبان پاميری  ( ييدغه و منجی ) گروه  واحدی  راساخته که در اوايل دورۀ ميانگين سال ( ۱۹۰پيش ترسايی) با  گوينده گان شان يکجا از شمال شرق يعنی ( پامير و با ختر) از راه بالا مرغاب ( بادغيس ) به (زرنگيای) اوستا و (درنگيای) پارسی باستان کوچيده، و آنرا به نام تباری شان ساکستان (سيستان) مسما ساختند.تا در (سال (۷۰ پيش ترسايی) مرکز امپرا توری مستقل و بار دوم در ائتلافی  باپارتانبه نام ((سيت وپارت)) را قرار دادند. (ص۲۶۷- ۲۷۶کتاب)

پس از فروپاشی امپراتوری  مربوط، به دست دودمان موريای هند به سرکرده گی (آشوکا) گروه واحدی زبان ساکی نيز دستخوش تجزيه شد.در حالی که پښتو زبانان در جنوب باقی مانده از سيستان تا غور، وادی هلمند وارغنداب  و به تعقيبش، غوړه مرغه (اراکوزيا)يا (ارغستان) امروز) و کسی غر (کوه سليمان) به تشکيل حکومت  های ملک الطوايفی پی يکديگر پرداختند، نزديکترين خويشاوندان شان ،يعنی گوينده گان دو زبان ديگر به  زادگاه اصلی خويش در پامير بر گشتند.

درخور يادآوريست که منجی  برخلاف خواهر بزرگش يدغه (يدغو) که از اوايل دورۀ نوين آريانی  همراه باگوينده گانش  به درۀ چترال  کوچيده، هم مانند بيشترينه زبانهای پاميری به حيث  زبان گفتاری باشندگان درۀ منجان پا برجا مانده است.

ادعاي تاجکیان  در مورد انتساب (رخشانه):

نويسندۀ کتاب (دکتور زيار) خاطر نشان ميکند که در همآيش  ((اوستا و فرهنگ باستان)) در يونيورستی همبورگ سال۱۹۹۸ همين که  دررابطه به مقاله تاریخی-تحلیلی اش ، تصوير رخشانه را به روي پروجکتور قرار داده و او را به سلالۀ سکايی آرياناي شمال شرق منسوب ساخت، تاجکستاستانيان نسبت به ايرانيان بيشتر احساساتی و برآفروخته شده ابراز داشتند که گويا رخشانه از اهالی ولايت سُغد مربوط تاجيکستان  بوده است!.

دکتور  زياردر  پاسخ آنان دلا يل آوا شناختی زير را ارايه داشت:

تقابل  همخوانی های  بندشی آغازی (g-d-b گ -د-ب)  زبان های آريانی جنوب غربی و (  γ غ ل و)  شمالشرقی اين خط مرزی شناسايی کرده اند..به گونۀ مثال در برابر واژه های (گاو- ده- برف) پارسی، سمنانی، لوری، بختياری،سيوندی... ، پشتو واژه های (غوا-لس- واوره) و زبان های پاميری با کمی ديگرگونی آوايی مانند (غژ-ذوس-وفره)  قرار دارد.← به ص ۵۵ کتاب سری بزنيد.

بنابرآن شما فارسی زبانان به شمول افغانان ((دری زبان )) به حوزۀ جنوب –غرب  آريان زمين مرتبط هستيد، که تعدادی وسيع شما يک بار در يورش سکندر مقدو ني تا انهدام  دولت پارس  به سرکرده گی داريوش سوم و بار دوم  در اوايل اسلام در رويارويی  بااعراب  و  شکست و فرار يزدگرد سوم شاه ساسانی  به طرف (شمال شرق) ، به بيان ديگر به سوي فرا رود (ماو راؤ النهر) آواره شده ايد! »

تاجيکستانیان و ايرانيان با استناد از فردوسي با افسانه های ادبی و اسطوره های تخیلی اش حتا نويسنده ها و مورخان دست اول يونان را به شکل تمسخرآميز به چالش کشانده و از داريوش شکست خورده چه يک قهرمان بزرگی تراشيده بودند؛ و دومين شاعر حماسه سرا، (نظامی) به نوبۀ خود از زبان - دارا- گويد: (...مه جنبان مرا تا نجنبند زمين)  و باز اين خيالبافی ناب می باشد که گويا، سکندر مقدوني بعد از کشتن -دارا - با دخترش ازدواج کرده بود ! .

در حالی که واقعيت تاريخی  چنين يک ماجرأ را يکسره رد نموده وپوهاند حسن کاکړ(۳۶-۷۳)  بر بنياد تاريخ هرودت آن را بدين گونه  مورد روشني قرار مي دهد:

(( در يک درگيری کوتاه ، خانواده سلطنتی داريوش  بدست سکندر افتاد که با تمام حرمت ، در حفظ  و سلامت  وعزت  باحرم او برخورد نمود، داريوش با سکندر از در ديپلوماسی پيش آمد ، حتا در پيشنهاد سومی از او خواست تا با دخترش ازدواج نمايد و درمقابل جهیزش سرزمين هاي امپراتوری رااز فرات تا غرب قبول کند ، ولی سکندر چون ساير غالبين اين پيشنهاد وي  را رد  کرد و در۳۳۱  پيش از ميلاد لشکر وسيع اش را در گاگه  ميله Gaga Mela درهم شکست و سپس شهر هاي بزرگ سوسا (Susa) و ( پرسيپو ليس Persi Polis)  را تصرف نمود ، (خودش) به سوي شرق گريخت،جايی که بيسوس (Bessus  )والی باکتريا در حومهء دامغان به زندگی اش خاتمه بخشيده و خود اعلام پادشاهی نمود))

به هر روی، روکسانه (( Roxsana )) با رسم الخط های جداگانه از خاور تا باختر در زبان هاکماکان به حيث اسم عام مؤنث، و (الکساندر،سکندر) با  شناسۀ اسم مذ کر، تا امروز متداول ميباشد.معادل فارسی و اردوی آن (رخشانه) ، و درپشتو  شکل((روښانه)) با عين معنای ((روشن)) اختيار نموده که با(raoxshna)  اوېستا همسويي  دارد .در بيشترينه  از زبان های اروپايی وارينت اصلی (روکسانه) بوده و در زبان روسی و شايد در ديگر زبان های سلاوی به شکل ((اوکسانه))  تغيير يافته است ، به گونۀ مثال نام گويندۀ برنامۀ تلويزيون روسی (rt) به زبان انگليسی ( Oxana) ميباشد.

واژۀ ((روشانی ))  نام  يکی از زبان های پاميری که با زبان شغنی ويژگی های مشترکی دارد، عين معنا را ميرساند. تاريخ پژوهان يونانی  شکل اصل بومی ساکی ( Roxana) رابهاصطلاح تخنيکی آوانگاری ( ترانسلیترېشن-transletration) ضبط کرده اند. آنها دراينارتباط برخلاف روميان و سپس انگليسان سعی و دقت نهايی را به خرچ داده اند، طوریکه دراين ارتباط سنگ نبشتهٔ سدۀ دوم ترسايی ( جیلم  پنجاب) کلمهٔ پښتوی ميانه (چشتنه) به معنای (امير) ،منسوب به گورنر ساکی يامقلوب آن کاسی (کاسمير يعنی مير  کاس (کشمير)، کاشغر، کسی غر (کوه سليمان) بوده که در واژۀ پشتوی نوین شکل (څښتن)) را به خود گرفته که معنای آن (مالک) و به گونۀ مجازی به معنای (شوهر) میباشد.

گيرشوويچ (۳) اسم امپراتورزنی  در رأس  اتحاديۀ تاريخی اقوام سه گانۀ سکايی  در باختر زمين (باکتريانا) را  مطابق تلفظ ساکی کهن  با عين ( transletration ) يا برگردان  حرف به حرف  نامواژۀ يونانی زرانیا(Zaranaia  ارايه کرده که برابر کنونی  آن (زرينه) ميباشد؛  همان امپراتور زنی که  (سترېنگيوس Stryangaios)  یکیاز (مقام های عاليرتبه ((مادها)) گرويدۀاش شده  و با پاسخ رد دست به خودکُشی زده بود.

 چند سال پيش کانال چهار تلويزيونی  بی بی سی فیلمی را به نمايش گذاشته بود که براي جلب توجه بيشتر بينندگان ، باافزايش اين صحنه که گويا رخشانه میخواست در انتقام گيري از در بندکشيدن  کشورش (باکتريانا) سکندر را در بستر خواب به قتل برساند ! 

در اين جا توجه شما  خوانندگان  گرامی را به فشرده يی  از برگردان داستان فيلم به کوشش قادر خاطر جلب مینمايم :

تسخير قلعه سُغد :

اين قلعه بر فراز کوه پايه ها بنا شده بود و باشنده گان آن چنان  مغرور بودند که گوياهيچ نيروی جهان نميتواند قلعه را بدست آورد ، سکندر ازاين امر آگاهي قبلی داشت که سردار قبيله با اعضای خانواده و افرادش در آن به سرمیبربرند و اين قلعه بر بلندای کوهی شامخ اعمار گرديده  که دسترسی بآن کار سهلی نيست. حينیکه  سکندر با رزمجويان آزموه اش  به  قلعه رسيد، دريافت که مردم با آذو قه لازم و آب و دانه  پيش از پيش  سنگربندی نموده بودند و درآن موسم زمستان پر برف ،کمبود آب نيز محسوس نمی کردند. سکندراز همه نخست بهآنها پيام داد :

((اگر شما فرود آمده، خود را تسليم کنيد ، صحيح و سالم می مانيد و نيزاز غرامات جنگي معاف ميشويد ! )) .

باختريان پيشنهاد سکندر را رد نموده، در مقابل بر سکندر صدا زده و او را به مقابله فراخواندند :

ای سالار مقدونی ، تو در اين جا توانمندی بالاشدن را نداری، دوباره به عقب برگرد و يا چنان سربازانی را بيآور که چون پرنده ها بال داشته باشند تا به اين جا بتوانند برسند!

اين تهديد و تمسخر براي سکندر خوشآيند نبوده و در  پی تسخير قلعه شد ، مشاوران نظامی و سربازانش هم  در زمينه همنوا گرديدند.

سربازان پرنده :

سکندر سه صد تن چنان سربازانی را از لشکريانش برگزيدند که هم جنگی دلاور و هم کوهنوردان  آزموده بودند، به آنا ن رهنمايي نمود که در بالاشدن بر فراز کوه ، کنارهمان صخرۀ صاف و لغزنده را بگيرند و هنگام رسيدن به قلعه ، بيرق هاي دست داشته شان را به اهتزاز درآورند.  آنها نيز تا پيش از صبحدم و در يک توفان برفی بااستفاده از ريسمان و ميخ ها عزم تسخير قلعه کردند که از جمله سيصد سرباز سي تن آنان پایین افتاده جان سپردند و متباقي خود را در طلوع آفتاب بر قُلهء کوه رساندند .

سکندر از پایین  بر باختريان صدا زد که : سربازان بالدارم را ديديد که چگونه بالا شدند، باختريان، همينکه به عقب نگريستند و چشم شان بر سربازان مقدونی افتاد، حيرت زده دست و پاچه شده، خود را در برابر عمل انجام يافته یافتند، غريو و فر ياد ((امان امان )) سر دادند ، زيرا آنها صرف از راه سهل و دروازه بزرگ پاسداری ميکردند و از صخره هاي دشوار گذار بی اعتنا بودند. سردار هم مردمش را در قلعه گردهم آورد و برايشان گفتند که اکنون بجز سلامی تسليمی چارۀ ديگر ندارند! 

ازدواج سکندر با دختر سردار باختری :

سکندر بارسيدن به قلعه از دروازۀ بزرگ آن گذشته و بر برج هاي باختريان بيرق هاي خودش را مشاهده ميکرد که در اهتزاز اند و دشمنانش به هر سو افتاده اند ، در دم  دروازۀ بزرگ ايستاد و به تماشای مردم مشغول شد که  با دست بالا پيهم از قلعه بيرون میآيند و با احترام از برابرش  میگذرند، در همين موقع دوشيزه یی زيبارو توجه اش را جلب کرد که با ادای يک احترام چون تيری از برابرش رد شد ، امپراتور مقدونی  بر اوصدا نموده پرسيد، او دختر نامت چيست ؟

او پاگرفت و به عقب نگريست و با لکنت و دلهره گی پاسخ داد ، روکسانه !

 سکندر پيش رفت ، دستش را گرفت و بوسيد، او بدون واکنشی دوباره دور خورد و راهش را به  سوی پايان در پيش گرفت ولی موهای دراز و افتاده بر پشت و شانه اش قلب و ذهن امپراتور را به گروگان گرفتهو مصمم شد تا با رخشانه پيمان وصلت ببندد .

قلعه سُغد تسخير آخرين سرزمين او بود و در همين جا با رخشانه  به صورت  رسمی ازدواج نمود . اين حادثه نزديک به سال( ۳۲۵ پيش ترسايی) به سن هژده سالگي رخشانه  اتفاق افتاد .

رخشانه پس از ازدواج به دو اصل (مذهب و شوهرش) عشق ميورزيد و در سفر هند با سکندر همراه بود . با اين وصلت اکثر يونانیان بلند پايه رضايت خاطر نداشتند ، ولي هدف  و مرام او جلب  ياری وهمکاری باختريان برای اشغال بقيه مناطق قلمرو شاهنشاهی  انان از کوه های قفقاز  در شمال تا بحيرۀ هند در جنوب و نيز در تسخير هند بوده و دراين  کار پيروز هم شد.

 به هر روی ، زن و شوهر يکديگر را نهايت دوست داشتند، رخشانه باآنکه يونانی نبود، باز هم خود را از خو و خصلت سکندر  و فرهنگ عام يونانی اگاه سا خته بود.

بعد از درگذشت سکندر( ۳۲۳ ق م ) آن شوکت و ابهت حاکميت بزرگ با انبوهی از مشکلات سياسي روبرو شد ، چنانچه ازاين رهگذر رخشانه و کودکش ( سکندر چهارم ) پسر پس مرگی سکندر مقدوني  دچار نابسامانیها شدند. با وجودی که مادر سکندر (اولمپياس)  عروس و نواسه اش را دوست داشته و خاطر شان را نگه ميداشت ، ولی همينکه او به سال ۳۱۶ ق م در تلاش  تصاحب سلطنت شد ، برای  مساعد ساختن زمينه به سال ۳۱۰  پيش ترسايی رخشانه و پسرش را از برابرش بردا شت .

 ناگفته نماند که فردوسی در شهنامه اش از دختر رخشانه نیز یادآور گرديده  ولی در منابع يونانی ذکری ازآن به عمل نيامده است.

-*-*-*-*-

 

۲۱- پړوکی

ساکه پښتنه روښانه Roxãna))

څنگه د سکندر مېرمن شوه ؟

 که سکندر له ساکي " روښانې Roxana" يا رخشانې سره واده کړى وو، نو سبکتگين له زابلۍ پښتنې او بابر له "مبارکې" يوسفزۍ سره د واده له لارې پښتانه د ځان ملاتړي او ملگري کړي ول، لکه څنگه  چې بابر د دې منښته کوي او له يوسفزو سره د خپلې خېښۍ انگېزه پخپله راډاگيزوي:

 ((د دې لپاره چې د يوسفزيو ولس خپل کړم، نو دملک شاه منصور لور مې هغه وخت ترې وغوښته چې د يوسفزو افغانانو د استازي په توگه زما حضورته راغلی وو...)). (حافظ رحمت خاني)

 

     یم خو سهاکه، ستانه نه یم

ښېرې مې وکړې ژڼي وینې غورځوینه

 

 

 

دا د روښانې (رخشانې) هغه انځوردی چې په اتن (يو نان)کې يې د پژۍ (مجسمې)له مخې اخېستل شوی دی. لومړۍ پلا مو همدغه آر انځور د کتاب پر پښتۍ باندې له اړوندې لنډۍ سره چاپ کړی وو، خو داپلا مو  دې پايڅوړ ته راوالېږداوه او د پښتۍ پر واسکټ مو هنري هغه واچاوه چې ښايي انټرنېټ له اړوند فېلم څخه رامرلی وي. همداراز مو اروا ښاد پوهاند جاويد پراخځ د پښتۍ پر دويم مخ دومره کښلي ول چې رخشانه د پامير د يوه اکسيارتس) نومي سرغنه (قومي مشر) لوروه.  خو دا ځل راته غوره واېسېده،  پرځای يې د گران ليکوال قادر خاطر هغه  پښتو ژباړه راواخلو چې  اغلې انجم سلطان شهباز  پر خپل وار له يوه انگريزي متنه اردو  ته راړولې وه. په دې لړکې  يې د رخشانې پلار (Oxyartes ) د باختر يو سردار  ښوول شوی چې وخيارتس يا وښيارتس لوستل کېدای شي. د امو دواړې غاړې په با ختر (باکتريانا) کې راتلې او له دې سره سوغديانا اوسوغد  (سغد) د اوسني تاجيکستان يو ولايت دی. په دې ډول که روښانه د سُغد (سغديانا) دسردار لور راښوول شوی، کوم پاموړ  توپير يا ورا نپوهاوی نه رامنځته کوي. امو(آمو) هم د  پوها ند حسن کاکړ پر اند له ساکه ټبرنوم (هومه ورگه <امو ورگه)  سره تړ او لري. او همداراز د روښا نې پلار  د باختري ټولواکمنۍ يو سيمه ييز اداري مشر يا گورنر وو. بلخوا، د استاد مورگنستيرن او دوست شينوا ري د نغوتو او  څرگندونو له مخې  پښتانه د په(هومه ورگه) ساکو په زوزات کې راځي  چې له پاميرو باختره  تر سيستان، غور، هېلمند وار غنداو،کسې غره او نورو سوېلي سيمو ته را خپاره شوي، نو  رخشانه  هم ساکه نومېرلای شو او  له همدې گوټليده مو تر انځور لاندې د  اوسنۍ((سلېما نخېلې))  سهاکې ټپه کښلې ده:

يم خو سهاکه، ستانه نه يم

ښېرې مې وکړې، ژڼي وينې تويوينه

د ايرانيانو او تاجيکانو داوه:

کله چې ماپر۱۹۹۸ کال  د ((اوستا و فرهنگ باستان)) همآيش (څېړ نغونډې) ته د خپلې ليکنې په تړاو د رخشانې انځور پر پروجکتور واچاوه او هغه  مې د شمالختيزې آرياناساکه وبلله، تاجيکان تر ايرا نيانو هم زيات راوپارېدل او ويې ويل: ((هغه زموږه سغدۍ وه!)) 

ما يې په غبرگون و دفاع کې وويل: د فونېتيک  فارمول پر بنسټ له تاريخي- جغرافيايي  پلوه تاسې ټول پارسي ژبې زموږ د افغاني ((دری)) ژبو په گډون په سوېل- لوېديځ  اړه لرئ چې ځينې د سکندر له خوا د دارا تر پرځېدنې او ځينې  بيا د عربو له خوا د د درېيم ساساني يزدگرد تر تېښتې او مرگ روسته د اړوندو ماتې خوړلو پوځيانو او اړوندانو په توگه دېخوا (شمال ختيځ) ، په نورو ټکو، فرارود (ماوراؤ النهر) ته  په توره تېښته را غلي ياست! ]فونېتيک فارمول او تاريخي- جغرافيايي جدول:  د کتاب متن او  ((ارياني)) پايڅوړ[... او دادی، اوس يې  لاسته راغلی تاريخي لاسوند هم پخلی کوي. د  تاجيکانو  او ايرانيانو د فردوسي، نظامي او داسې ورته ادبي افسانې او اسطورې هم د ورته لومړی لاس يوناني تاريخي ليکنو نورې ننگولې دي چې له ماتې خوړلي (دارا ) يې څه ستر اتل رغولی وو: (... نه جنبان مرا تا نجنبند زمين) په تېره دا چې گوندې سکندريې تر وژنې روسته له لورسره واده کړی وو!
تاريخي سپيناوی يې هم پوهاند کاکړ(۳۶-۷۳) داسې وړاندې کوي:

((... سکندر ته د يوې وړې نښتې په ترڅ کې  دداريوش پاچايي کورنۍ

 پرلاس ورغله چې په پوره پت و عزت يې ورسره چلند وکړ. داريوش له سکندر سره ديپلوماسي پيل کړه، ان تردې چې په درېيم وړانديز کې يې ترې وغوښتل، له لورسره يې واده وکړي او په ولور کې يې  له فراته تر لوېديځ پورې د اېمپراتورۍ سيمې ومني، خو سکندر لکه د نورو په څېر دغه وړانديز هم ور ردکړ. پر۳۳۱ مز يې پر گاگه  ميله Gaga Mela يې لوی پوځ ورمات کړ او بيا يې د سوسا (Susa) او (او پرسيپو ليس Persi Polis) ښارونه ځنې ونيول، (پخپله) ترې ختيځ ته راو تښتېد او دغلته د بخدي والي بيسوس (Bessus چې په خپل کمپ( دربار)کې وو، په دامغان کې عمر ورلنډ کړ او خپل ځان يې پاچا اعلام کړ... .))

په هر ډول، د نرينه نوم په توگه (الکساندر، سکندر) تر څنگه لږوډېر روکسانه Roxsana))  له بېلابېلو ليکدودونو سره له لويديځه تر ختيځه يو ټو لمنلی دود ښځينه نوم دی، پارسي، اردو ..انډ ول يې (رخشانه) دی  او پښتو يې (روښانه)؛ مانا يې هم (روشن) ده چې له او ېستا (raoxshna) سره سمون لري؛ د شوغنۍ نژدې خور او ورسره په يوه سيمه کې د ويل کېدونکې ژبې نوم ((روښاني)) يې هم يوه ژوندۍ بېلگه ده.  روسي انډول يې وکسانه Oksana دی چې  په همدې  بڼه يې دانگر ېزي ژبي تلويزيوني (RT)  خپرونې  د يوې وياندې او خبريالې نوم هم دی.

يوناني تاريخپوهانو  آره ساکي بڼه(Roxana)  کټ مټ يوناني ليک ته  ټکي پر ټکي وراړولې، يا د ژبپوهنې په نومونه (ترانسلېترېشن- trans letration) کړې ده. هغوی له دغه پلوه د روميانو  او راروسته د انگرېزانو پر خلاف، له پوره  ځيره (دقته) کار اخېست، لکه په (ساکستانه) او د جهلم ډبرليک په اړوند ويي(چشتنه) کې، چې د اوسنۍ پښتو (څښتن)  منځنۍ(مورنۍ) بڼه ده، هرگوره، روستی (a-) يا نور  واوېلونه يې له گرامري روستاړو پرته نورڅه اټکلېدای نه شي؛(چينيان خو په هر ډول بېخي يو وگړنوم، او تاريخي يا جغرا فيايي نوم گړ سره مسخه کوي).

گيرشوويچ(۳) په باختر (باکتريانا)  کې د   تاريخي ساکي ټلوالې د  ټوا کمنې نوم د زړې ساکي بڼې او وينگ له مخې له ورته يوناني ترا نسلېترېشن  سره (Zaranaia)  راخېستی  چې اوسنی انډول يې (زرينه) راځي؛پر زرينه باندې بيا يو(جگپوړی) ماد(سترېنگيوس Stryangaios)  مين شوی وو او چې مينه يې ترسره نه شوه،  نو ځانوژنې ته اړووت.

 هرگوره، څو کاله وړاندې چې د بي بي سي څلورم چاينل کوم فيلم نندارې ته وړاندې کړی وو، د کيسې د لا زيات راکښون لپاره  يې پکې داهم  زياته کړې وه چې روښانې گنې  د باکتريانا د نيواک په غچ کې غوښتل، سکندر په  خوب کې ووژني! 

د ښاغلي خاطر له خوا د راژباړلې کيسې کره او کېښکلې بڼه په لاندې ډول وړاندې کېږي:

د سوغدکوټ نيونه:

 دا کلاياکوټ د يوه گاگرين غره پر سر اباد وو او اوسېدو نکي  يې په دې غاوره ول چې د نړۍ يو ځواک هم دې کلا ته ځان نه شي ورسو لای.  سکندر لا وار له مخه ددغې کلا په اړه اورېدلي ول چې سردار پکې له خپل کورکهول او وگړو سره يوځای ژوند کوي او دا پر داسې نېغ  او هسک غره اباده ده چې رسېدل ورته اسان نه دي. خو سکندر  په دښمنانو پسې راخېستې وه،همداچې له  پوځ سره د دغه کوټ خواته ورسېد، خلکو وار له مخه ورته مورچلې نيولې وې. خوراکتوکي ا و څښاکتوکي يې  پوره  زېرمه کړي ول او بلخوا د وارين موسم  له پلوه د اوبو هم څه کمی نه وو. سکندر چې کوټ ته پورته وکتل، پوه شو چې ختل ورته رښتياهم دومره اسانه نه دي.

سکندر دغو خلکو ته وويل چې: (( که تاسې را کښته  شئ او  ځانونه راوسپارئ، نو روغ رمټ به پاتې شئ او د جنګ تاوان به هم درته وبښل شي! باختريانو د سکندر وړانديز رد کړ، پرځای يې پر سکندر غږ کړ اوننګونې ته  يې راو باله:

يه مکدوني سالاره، ته دلته د راختو وس نه لری، بيرته پر شا شه او يا داسې سرتيري راوله چې د مرغانو په څېر وزرې ولري  او دغلته ځانونه راورسولای شي!

پر سکندر د هغو  خلکو گواښ او ملنډه ښه ونه لگېدل، د کلا د نيولوپه  تکل کې شو او پوځي سلاکارانو او سرتېرو يې هم دې ننګونې ته غاړه کېښووه.

الوتونکي سرتېري:

سکندر له پوځه  داسې درې سوه سرتيري راچاڼ کړل چې هم  زړور ول او  هم په غره ختوکې مېړني او ازمېښتکاره. هغوی ته يې لارښوونه وکړه چې کلا ته د ختو لپاره د غر هماغه  نېغه، ښويه ښاکه پرښنه ياخناړه او ستونزمنه ډډه ونيسي او ورته دا هم ويل شوي ول چې د کلا سرته له رسېدو سره به سم له سمونې له ځان سره اخېستي رپي (بيرغونه) و رپوي. نو هغوی هم  ترخړ گهيځه هم لا له مخه  په يوه سخت واورين توپان کې د رسيو او مېخونو په مټ  پرکوټ باندې ختو ته و پتېيله. له هغوی درو سوو سرتېرو دېرش تنه کښته راوپرځېدل او نور د لمر له څړيکې سره د غره سر ته ورسېدل.

سکندرله لاندې نه پرباختريانو غږ وکړ چې زما څانگور(وزروال) سر تيري مو وليدل چې څنگه دروختل . باختريانو چې  له مخ اړولو سره پر مکدوني سرتېرو سترگې ولگېدې،  هک پک شول، وار پار يې ختا شو او نور يې د کړې وړې چارې پر وړاندې ((امان امان )) غږونه پورته کړل. ځکه هغوی  د غره څه ناڅه هماغه اسانه ډډه او لويه دروازه څارله او له هغې سختې ستوغې ډډې يې هېڅ باگه نه وه. سردار هم خپل خلک په کلا کې راغونډ کړل او ورته يې وويل چې اوس راته  له سلامي  کېدا او ځانسپارنې بله لاره چاره نه ده راپاتې!

سکندر او د باختر سردار له لور سره واده:

سکندر د کلا له ورختو رسېدو سره  تر لويې دروازې ورتېر شو، و يې ليدل چې د باختري څوکيوالو پر څارخونو يې خپل رپي رپي او د  د ښمنانو هغه اخوا دېخوا پراته دي.  لوی وره ته ودرېد اود خلکو  پر ننداره بوخت شو چې پرلپسې له کلا راوځي او له درناوي سره يې له مخې تېرېږي.  په هغه ترڅ کې  يې ناببره  پر يوه ښکلې ګلالۍ پېغله سترگې ولگېدې چې له يوه درناوي سره يې لکه غشی له مخې  گړندۍ تېره شوه. مکدوني ټولواکمن پرې ورغږ کړ چې وه نجلۍ نوم  دې څه دی؟

هغه پښه نيولې شوه، بيرته يې راوکتل او په ترهېدلي گړدود يې ورغبرگه کړه: روکسانه!

  سکندر ور نژدې شو، لاس يې ور ونيو او ورښکل يې کړ، هغه ترې بې له کوم غبرگونه بيرته شاگرځ شوه او پر خپله مخه ولاړه، خو پر شا او اوږو راځړېدلو اوږدو کوڅيو يې د مکدوني ټولواکمن زړه او ذهن  له ځان سره يرغمل يوړل. نوره نو سکندر ټينگه پتېيلې وه چې له رخشانې  سره هرومرو واده وکړي.

دسوغد کلا په باختر کې د سکندر روستۍ ولکه کړې سيمه وه او هم دلته يې له روښانې سره واده  وکړ.  ددې زېږکال ۳۴۵ مز  اټکلېده او د واده پر وخت يې منگ اتلس کاله وو.تر واده نه پس روښانې له دوو څيزونو (مذهب او مېړه) سره ډېره مينه درلوده او له سکندر سره د  هند په تگ کې ملگرې وه. پر دې واده ډېر جگپوړي يونانيان خوښ نه ول ،خو د هغه موخه او مرام د باختريانو مرسته ملاتړ تر لاسه کول وه او په دې کار بريالی هم شو. په هر ډول، مېرمن و او مېړه يو پربل پوره گران ول، رو ښانه سره له دې چې يونانۍ نه وه، بيايې هم د سکندر  له خوښ ناخوښه ځان پوره خبر کړی وو.

د سکندر تر مړينې روسته پر ۳۲۳ مز کال  د روښانې  پسمرگي زوی (څلورم سکندر) داسې مهال وزېږېد چې هغه ستره واکمني نوره له ډېرو سياسي کړ کېچونو سره مخامخ وه . نو له دې  پلوه روښانې او زوی يې هم ډېرې ناخوالې وليدې. د سکندر مور (اولمپياس)  له دې سره سره چې دغه نږور او نمسی  پرې گران ول  او پوره خيال يې ساته.  خو  پر ۳۱۶مز  کال چې اولمپياس د پاچاهۍ په هڅه کې شوه ، ځانته د لارې پرانېستو لپا ره يې پر  ۳۱۰ مز. کال  روښانه او زوی دواړه  له مخې لرې کړل ؛ هرگوره د فردوسي شهنامه د روښانې  يو لور هم  يادوي.

-*-*-*-*-