ویل کیږي چې دغه ناروغي د نارینه وو په پرتله په ښځو او په تیره بیا د هغو کسانو په منځ کې چې د دې ناروغۍ کورنۍ تاریچه ولري،‌ ډیر معمول دی.
ویل کیږي چې دغه ناروغي د نارینه وو په پرتله په ښځو او په تیره بیا د هغو کسانو په منځ کې چې د دې ناروغۍ کورنۍ تاریچه ولري،‌ ډیر معمول دی.

ګلوټین چې اصلي سرچینه یې غنم، جوار او وربشي دي، داسې یو پروتین دی چې د ځینو کسانو بدن یې نشي جذبولای او ددغې مادې لرونکو خوړو یا درملو خوړل ورته د هاضمې ستونزې جوړوي.‌

هغه کسان چې بدن یې ګلوتین نشي جذبولای، د سلیاک ناروغي‌ ته ورته حالت لري. سلیاک ناروغي داسې یو حالت دی چې په کې د انسان دفاعي سیستم کله چې د ګلوټین لرونکې ماده چې په غنمو او نورو هغو خواړو کې چې د غنمو څخه په کې کار اخستل شوی وي د هاضمې سیستم ته داخل شي، پر وړاندې یې عکس العمل ښیې.

همدارنګه په بدن کې د ګلوټین نه جذبیدل د خواړو پر وړاندې حساسیت نه ګڼل کیږي، ځکه چې د خواړو پر وړاندې حساسیت د بدن د دفاعي سیسټم د غبرګون لامل کیږي.

د سلیاک ناروغي په پرتله چې په هاضمې سیستم کې د التهاب او د وړو کولمو داخلي سطحه زیانمنه کوي، د ګلوټین نه جذبیدل هاضمې سیستم ته زیانه نه رسوي، خو ځینې وختونه د یو لړ ځورونکو نښو نښانو لکه د معدې درد، نس ناستې، خواګرځیدل،‌ کانګې، قبضیت، د ستړیا او کمزورتیا احساس، د هډوکو او بندونو درد، سر درد، بې حسي، تشویش، خپګان او د پوستکي خارښت د رامنځته کېدو لامل کیږي.

له هغه ځایه چې د ګلوټین نښې نښانې د سلیاک ناروغۍ سره ورته دي ، نو د یو شخص لپاره غوره ده چې د پورتینو نښو نښانو په څرګندیدو سره، ډاکټر ته مراجعه وکړي ترڅو ددغو نښو نښانو او د هاضمې سیستم د ستونزو اصلي سرچینه معلومه شي.

ویل کیږي چې دغه ناروغي د نارینه وو په پرتله په ښځو او په تیره بیا د هغو کسانو په منځ کې چې د دې ناروغۍ کورنۍ تاریچه ولري،‌ ډیر معمول دی. همدارنګه دغه ناروغي د عمر په بیلابیلو پړاونو کې منځته راتلای شی، خو که ماشومان پرې اخته شي، د هغوی د ودې مخه نیسي.

تر اوسه ددې اصلي علت چې د بدن دفاعي سیستم ته ولې په غنمو، جوارو او وربشو کې ګلوتین پردي ښکاري، معلومه نه ده،‌ خو هغه کسان چې داسې یو حالت لري او بدن یې ګلوتین نشي جذبولای، د هغوي په هاضمې په سیستم کې د ګلوټین موجودیت یو لړ ستونزې رامنځته کوي.

بلخوا دغه ناروغي کومه ځانګړې درملنه نلري، خو که په سمه توګه یې تشخیص وشي له غنمو او هغو خواړو څخه چې ګلوټین ونلري، پرهیز له ناروغ سره مرسته کولای شي. همدارنګه د پروبیوټیک درملو اخیستل، کوم چې د هاضمې سیسټم کې د ګټورو باکتریاو زیاتوالي لامل کیږي، له ګلوټین څخه د رامنځته شوي ستونزو په لرې کولو کې مرسته کوي.‌

ډاکټران وړاندیز کوي چې هغه کسان چې بدن یې ګلوټین نشي جذبولای،‌ باید لږ غوړ او د لوړ فایبر لرونکي خواړه وخوري او همدارنګه په منظمه توګه د وینې معاینات ترسره کړي، ځکه چې پدې ناروغي اخته ځینې کسان نه یوازې په کم خونې اخته کیږي، بلکې د وینې د کولیسټرول (غوړ) کچه یې هم لوړیږي.

د هند د نیفرولوژي (پښتورګو ناروغیو درملنې) ټولنې د یوې تازه څېړنې له مخې، په ټوله نړۍ کې ۸۴ میلیونه کسانو د پښتورګو په مختلفو ناروغیو اخته دي، یعنې په نړۍ کې له هرو لسو کسانو یو یې د پښتورګو په یو ډول نه یو ډول ناروغۍ اخته دی.

باید یادونه وکړو چې په نړۍ کې د مړینې د لسو لاملونو له ډلې د پښتورګو ناروغي په اووم ځای کې ده.

د پښتورګو ناروغیو د زیاتوالي یو لامل دا دی، چې دا ناروغۍ په لومړیو پړاوونو کې جدي نه ګڼل کېږي.

د اېم جي اېم روغتیا پاملرنې روغتون یو مشر ډاکټر ملی میتیو وايي، زیاتره وخت د پښتورګو ناروغي ته هغه وخت پام ډېر شي چې دا ناروغي جدي پړاو ته ورسېږي.

له همدې امله اړینه ده چې د پښتورګو په ناروغیو او د هغوی په نښو پوه شئ او د ناروغۍ په لومړیو پړاوونو کې له ډاکټر سره په درملنه کې مرسته وشي.

خو مخکې له دې چې نورو جزییاتو ته ولاړ شو، پوه شو، پښتورګي څه او څنګه کار کوي؟

د پښتورګو دنده څه ده؟

پښتورګي د انسان د بدن یو له مهمو غړو دی، چې اصلي دنده یې د ادرار له لارې له بدن څخه فاضله مواد لېرې کول دي.

د دې کار لپاره پښتورګي له وینې څخه هغه مواد جلا کوي چې د انسان بدن ته زیان رسوي، په دې کې ځینې غیر ضروري منرالونه هم شامل دي او بیا پاکه وینه په بدن کې جریان جریان مومي.

د ژوند بڼه، خواړه، عادتونه، جنیني ستونزې، درمل او له روغتیا سره تړلې نورې ستونزې کولای شي د پښتورګو د فعالیت د ګډوډۍ لامل شي.

د پښتورګو نورمال فعالیت کې ګډوډي د ځینې ناروغیو له امله رامنځته کېږي. په دې برخه کې لوی خطر دا دی چې ناروغي په لومړیو پړاونو کې نه پېژندل کېږي او ځینې نښې یې حتی په بشپړ ډول څرګندې نه دي.

ډاکټر ملی میتیو وايي، څومره چې ناروغي وده کوي، نښې یې څرګندېږي او پر دې پرمختګ یوازې د طبي معایناتو او ازموینو له لارې پوهېدلای شئ.

راځئ اوس درته ووایو چې د پښتورګو ځینې عامې ناروغۍ او نښې یې څه دي؟

د پښتورګو اوږدمهاله ناروغي

د پښتورګو دا ډول ناروغي اوږده موده دوام کوي او دا اکثرا پر هغو کسانو اغېز کوي چې د شکرې یا د وینې لوړ فشار لري.

د دې ناروغۍ په لومړیو پړاوونو کې هېڅ ډول نښې نښانې نه لیدل کېږي، خو مهمه دا ده چې دا ناروغي په سمې درملنې سره رغېدلی شي.

نښې نښانې یې دا دي: کانګې، د اشتها کمېدل، د پښو او غړو پاړسوب، تنفسي ستونزې، بې خوبي او لږ ادرار.

د پښتورګو تېږې
د پښتورګو تېږې په اصل کې منرالونه دي چې په پښتورګو کې راټولېږي او د تېږو بڼه خپلوي.

د طبي کارپوهانو په وینا، وروسته له دې چې یوه یا دوه تېږې جوړې شي، په لومړي سر کې یې نښې نښانې نه لیدل کېږي او ناروغ له کومې جدي ستونزې سره نه مخ کېږي.

دا ستونزه د کمو اوبو څښلو، چاغوالي، ناسم خوراک او د ژوند بڼې له امله رامنځته کېږي.

په دې ناروغۍ اخته کسان په ادرار کولو کې ستونزه لري یا یې هم له ادرار سره وینه وي. اغېزمن شوي خلک د پښتورګو د تېږو په ځای کې له درده شکایت کوي.

د شکرې ناروغۍ څخه د پښتورګو ناروغي

د څېړنو له مخې د شکرې په ناروغۍ اخته هر درېیم کس د پښتورګو په ناروغۍ اخته کېږي او پښتورګي یې له کاره لوېږي.

دا ناروغي په هغو خلکو کې ډېره لیدل کېږي چې خپله د شکر ناروغۍ نه کنټرولوي.

د دې بڼې په نښو نښانو کې د پښو پاړسوب، د ژر ستړيا احساس، د وزن کمېدل، د بدن خارښت او کانګې شامل دي.

لوړ فشار لرونکي نیفروسکلروسیس
د شکرې تر څنګ هغه ناروغي چې پښتورګو ته ډېر زیان رسوي، د وینې لوړ فشار دی چې له امله یې پښتورګو کې د وینې رګونه زیانمنېږي او نورمال فعالیت یې اغېزمنېږي.

له همدې امله پښتورګي له وینې څخه د غیر ضروري موادو د پاکولو خپله چاره نه شي ترسره کولای او د بدن لپاره مضر منرالونه له وینې نشي ایستلی. په دې توګه، غیر ضروري مواد د وینې په رګونو کې راټولېږي او د وینې فشار نور هم ورسره لوړېږي.

د دې په نښو کې پاړسوب او کانګې، کمزوري، سر درد او د غاړې درد شامل دي.

د ادرار د لارې انتان
که څه هم د ادرار له لارې انتان مستقیما د پښتورګو ناروغي نه ده، خو دا په پښتورګو اغېز کوي.

دا ناروغي د باکتریا له امله رامنځته کېدای شي او که د مکروب مخنیوی او درملنه یې ژر ونه شي، د ادرار نلکې پورتنۍ برخې ته رسېدلی شي او پښتورګو ته زیان رسوي.

نښې نښانې عبارت دي د ملا درد، تبه، دردناک ادرار، د معدې درد، په ادرار کې وینه، د پښو پاړسوب او کانګې.

پولي سیسټیک پښتورګو ناروغي
دا ناروغي په مثانه کې د تومور له امله رامنځته کېږي چې د وخت په تېرېدو سره وده کوي او د پښتورګو له کاره لوېدو لامل کېږي. جینونه یې هم په لاملونو کې بلل کېدای شي.

د دې ناروغۍ نښې نښانې یې، د معدې په پورتنۍ برخه کې درد، د معدې په یوه اړخ کې درد، په ادرار کې وینه یا ورسره میکروب.

ای جي اې نیفروپیتي

دا د پښتورګو هغه ناروغي ده چې معمولا په ماشومتوب او ځوانۍ کې پیلېږي.

ډاکټر ملی میتیو وايي، په دې ناروغۍ کې له وینې سره ادرار هم راځي. دا ناروغي د معایناتو له لارې تشخیص کېدای شي.

د پښتورګو ناکامي یا له کاره لوېدل
په بشپړ ډول د پښتورګو په له کاره لوېیدو کې، پښتورګي کار پرېږدي، ځکه زیاتره وخت په دې ناروغۍ اخته خلکو کې نښې ناوخته ښکاري، ان کله چې ناروغي خورا پرمختللې وي.

د دې ناروغۍ پنځه پړاونه دي او تر څلورمې پړاوه یې نښې نه ښکاري.

د دې ناروغۍ نښې یوازې هغه وخت څرګندېږي کله چې پښتورګي په بشپړ ډول کار پرېږدي.

هغه نښې چې پدې وخت کې څرګندېږي د اشتها کمېدل، کانګې، شدید فزیکي ضعف، د بدن غړو پاړسوب او بې خوبي شامل دي.

د ویښتانو د تویېدو د مخنیوی یوه نوې او هیله بخښونکې طریقه به د طب په ‌ډګر کې یو لوی انقلاب رامنځته کړي.

په دغه نوې طریقه کې د سر ویښتانو حجرو ته ورته حجرې (کلون) جوړیږي او بیا د سر د کوپړۍ په هغه ځایونو کې چې ويښته یې تللې وي لګول کیږي.

نږدې ۸۵ سلنه نارینه تر پنځوس کلنۍ پورې خپل د سر ويښتان په بیلابیلو بڼو له لاسه ورکوي او ځینې خو هان په بشپړه توګه ګنجي کیږي.

د ويښتانو توییدل نه یوازې د فریکي او ظاهري پلوه یوه ستونزه ګڼل کیږي، بلکې ځینې دا حالت دومره جدي نیسي چې په ژور خپګان اخته کیږي او په ځان باور بایلي.

د ویښتانو توییدل هغه مهال پیلیږي کله چې د "پیپیلا" حجرې چې د ویښتو پیاز لاندې موقعیت لري او د ویښتو ضخامت، وده او جوړښت تنظیموي، له منځه ولاړ شي.

دا حجرې د "دي هایدروتستسترون" هورمون پر وړاندې چې د نارینه خواص مشخص کوونکی دی، ډېر حساس دي او د همدې هورمون تر اغیز لاندې له منځه ځي.

د ويښتانو د هر پیاز شاوخوا د "پیپیلا" نږدې ۱۰۰۰حجرې شته دي. په هره اندازه چې د ویښتو پیاز کې د "پیپیلا " حجرې ډیرې وي، په هم هغه انداه ویښتان قوي او ضخیم وي؛ او څومره چې دا حجرې کمې وي، هغومره ویښتان نازک او کمزوري وي.

د "پیپیلا "حجرو له منځه تلل د ویښتانو او د هغه د پیاز د حتمي ورکیدو په مانا نه دي. کله چې د ویښتانو د پیاز شاوخوا د "پیپیلا " حجرې په بشپړه توګه له منځه ځي، ویښته ډیر نازک کیږي او کمزوري وده کوي چې په ډیرو مواردو کې هان د لیدو وړ نه وي.

د درملنې په نوې طریقه کې، د ویښتو پیاز ته ورته جوړې شوې حجرې (کلون) په هم هغه اندازه چې یو کس ورته اړتیا لري،‌ چمتو کیږي او بیا د سر په هغه ځایونو کې چې ویښتان یې تللي وي، لګول کیږي.

پر حیواناتو باندې د دې طریقې ازمایلو ښودلې چې د ویښتو پیاز ته ورته د جوړو شویو حجرو لګول، د ویښتانو د ودې بهیر تر دې بریده ګړندۍ کوي، چې ویښتان د زلمیتوب د وخت په څیر وده کوي.

په حقیقت کې دا طریقه د نوي ویښتانو لګول نه دي، بلکې د هغو ويښتانو را ژوندي کول دي چې د "پیپیلا " حجرو د زوال له امله نازک او کمزوري شوي دي.

یاده دې وي‌ چې دا نوې طریقه لا په لومړیو پړاونو کې ده او باید پر انسانانو باندې د کلینیکي ازموینې د مراحلو له تیریدو او همدارنګه د خطرونو او هر اړخیزو اغیزو له پیژندلو وروسته بیا د ويښتانو د توییدو د درملنې د نوي میتود په توګه مجاز وګڼل شي.

اوس مهال د ویښتانو د توییدو د درملنې کومه طریقه چې کارول کیږي، په هغه کې، ویښتان د پیاز سره یوځای د سر له هغه برخو څخه چې ډیر ویښتان لري ایستل کیږي او بیا په هغه برخو کې لګول کیږي چې ويښتان یې تللي وي.

تمه کیږي چې دغه نوی طریقه که د درملنې لګښت کم نه کړي، لږ تر لږه به هغه درد ‌چې هر کس یې د ویښتو د لګولو پرمهال زغمي، تر ډیره بریده محدود کړي.

په سویډن کې د یوې څېړنې پایلې ښیي، د الزایمر ناروغۍ د تشخیص لپاره کارول شوې نوې طریقه ډېره سمه ده.

په نوي میتود کې، چې په ۷۸۶ کسانو ترسره شوی، د پي ټي اې یو ۲۱۷ په نوم پروټین کچه په وینې کې معاینه او اندازه کېږي.

په وینه کې د دې پروټین اندازه د الزایمر ناروغانو په مغزو کې بیولوژیکي بدلونونه ښیې.

څېړونکي هیله لري چې دا ازموینه د الزایمر ناروغۍ په لومړني تشخیص کې اغېزمنه وي، کوم چې په ډېری مواردو کې د ذهني زوال (ډیمنشیا) لامل کېږي.

څېړونکي دا باور هم لري چې دا ازموینه کولای شي په خلکو کې د ورځنیو معاینو برخه شي، لکه په وینه کې د کولیسټرول اندازه کول.

اوس مهال د الزایمر د تشخیص لپاره د نخاع شوکي څخه نمونه اخیستل کېږي، چې خورا ستونزمنه او دردناکه طریقه ده.

په ټوله نړۍ کې په میلیونونو خلک الزایمر لري، چې ډېری یې تر ۶۵ کلونو ډېر عمر لري او هر کال میلیونونه نور کسان پرې اخته کېږي.

په بریتانیا کې په دې ناروغۍ د ۵۰۰ زره اخته کسانو په اړه ویلی شو چې ډېری یې په ۶۰ یا ۷۰ کلنۍ او یا د ناروغۍ په لومړي پړاو کې د "اډوکانوماب" درملو خوړلو جوګه دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د حافظې زوال داسې ناروغي ده چې د عمر له ډېریدو سره پیدا کېږي.

سربېره پر دې د حافظې زوال په نړۍ کې د معلولیت یو لوی لامل هم دی.

د حافظې د زوال (الزایمر) ناروغي نه یوازې پر اخته کس فزیکي، رواني، ټولنیز او اقتصادي اغېزې لري بلکې هغه کسان هم اغېزمنوي چې د حافظې په زوال د اخته ناروغانو پالنه او ساتنه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د حافظې زوال پر هر کس جلا جلا اغیزې لرلی شي خو هغه نښې نښانې چې په ټولو کې یو شان دي درې دي، لکه هیرجن کېدل، په وخت نه پوهېدل او په اشنا ځایونو کې ورکېدل.

ایا د الزایمر مخه نیول کېدای شي؟

د الزایمر د مخنیوي لپاره کومه ثابته لار نشته، خو تاسو کولی شئ د خپل ژوند په بڼه کې ځینې بدلونونه رامنځته کړئ چې ستاسو په ګټه کار کوي.

څېړنې ښیي، د ناروغۍ له دریو پېښو، یوه یې د خلکو په ژوند کې د بدلون راوستلو کې مرسته کولای شي. ځینې دا بدلونونه:

- په منځني عمر کې د اورېدو کمېدو ستونزې ته پام او درملنه

- د اوږدې مودې لپاره مطالعه کول

- سګرټ نه څکول

- د خپګان د درملنې او کنټرول لپاره ژر لاس په کار کېدل

- په فزیکي توګه فعاله اوسېدل

- له ټولنیز پلوه نه جلا کېدل

- د وینی د لوړ فشار مخنیوی او کنټرول

- د چاغښت مخنیوی

- د شکرې په دویمه بڼه له اخته کېدو لپاره کوښښ.

زیاتې مقالې …